لیکوال: م. فراهي توجګي
د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه
لسمه برخه
د کمونېزم افکار، باورونه او عقاید
کمونیستان د خدای وجود او په کلي ډول ټول غیبي امور ردوي او باور لري، چې د ټولو شیانو اساس ماده ده او شعار یې دا دی، چې په دریو تنو (مارکس، لینن او سټالین) باندې ایمان لرو او په دریو شیانو (الله جل جلاله، دین او شخصي ملکیت) باندې کافر یو.
دوی په اخرت باور نه لري او وايي؛ هر عذاب او یا ثواب یوازې په دې دنیا کې دی او بس، دا یو داسې مکتب دی، چې د عیسویت او اسلام د روحانیونو له نظره یې پیروان ملحد او مرتدین دي. دا فکري مکتب د بېلابېلو مذهبي او ټولنیزو مسایلو په اړه ځانګړي عقاید لري، چې لاندې به یې شرحه کړو.
کمونیستان په دې باور دي، چې قرانکریم د حضرت عثمان رضي الله عنه د حکومت پر مهال تدوین شوی او تر اتمې پېړۍ پکې څو ځلې بدلون راغلی او دا یې پتېیلې چې قران د قومونو لپاره یوه لومه ده، نو په همدې اساس یې په خپل قانون کې د هغه چا لپاره یو کال بند سزا ټاکلي چې قرانکریم ورسره وي.
دوی په دې باور دي، چې دین د نورو قومونو لپاره د لومو اېښودلو په موخه ایجاد شوي او په اصل کې دینونه د امپریالېزم او استثمار خادمان دي او د دوی یو شعار (دین د ولسونو لپاره افین -نشه -) ده.
د دې جملې مفهوم له مارکسیستي او کمونېستي لیدلوري څخه دا دی، چې روحاني قشر دین د خپلو ګټو اله ګرځولې او خلکو ته پرې دوکه ورکوي، تر څو واک ته ورسیږي[1].
اویا کاله مخکې د شوروي سواددارو کمونیستانو ادعا کوله؛ چې هر څه له ازلي مادې څخه پنځېدلي، چې شکل، قیافه او صورت نه لري.
یعني دا چې ازلي ده، یعني پیدا شوې نه ده او نه هم چا پیدا کړې، نو د پوښتونکو په ځواب کې به یې ویل، چې؛ د هر څه اساس ازلي ماده ده او دا به یې زیاتوله چې د دې پوښتنه مه کوئ، چې ماده چا پیدا کړې، بلکه وه، وي به او بیا هم شته او له منځه نه ځي، په داسې حال کې چې خدای منوونکي هم همدا وايي.
دوی له دې پرته بله لار نه درلوده، چې له خپلې باطني او فطري پوهې څخه استفاده وکړي، خو د دې پر ځای چې الله جل جلاله ووايي، ماده یې یادوله، خو خدای تعالی فرمايي: ” لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ ءٌ[2] – هېڅ څه هم د هغه په شان نه دي.”
ممكن د ډېریو دې نکتې ته پام نه وي، چې انبیاء د خدای د وجود د اثبات لپاره نه دي را استول شوې، بلکه د عالم د صاحب په شتون کې شک نشته، لکه څنګه چې یې په قرانکریم کې لولو؛ ” أَ فِي اللَّهِ شَكٌّ[3] – آیا د الله تعالی په اړه شک لرې؟” نبيان د دې لپاره راغلي چې د خلکو عقیدې پاکې کړي، نه خلکو ته د خدای جل جلاله ورکولو لپاره، ځکه هر څوک خدای جل جلاله لري، خو په اړه یې ناسم درک لري.
کله چې له کمونیستي پوهانو څخه پوښتنه کیږي، چې دا ماده څه ډول ده؟ نو وايي، چې دا ماده شکل نه لري، خو بڼه ورکوي.
خو په اصل کې خدای تعالی مصور دی، چې شکلونه ورکوي، لکه څنګه چې په قرانکریم کې راځي؛ ” هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحامِ [4]– هغه، هغه ذات دی چې تاسو ته مو د مور په خېټه کې بڼه او شکل درکوي.”
” أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ ما فِي السَّماواتِ وَ ما فِي الْأَرْضِ[5] – ایا نه وینئ، هر هغه څه چې په ځمکې او اسمانونو کې دي، الله تعالی تاسو ته مسخر (تابع) کړي دي؟”
دا ایتونه همدې باطني او فطري فهم ته اشاره کوي، چې ایا په دې نه پوهیږئ، چې په ځمکې او اسمانونو کې هر څه دي، د انسانانو لپاره مسخر شوې دي؟ په دې برخه کې هېڅوک هم ناپوهه نه دي او ټول پوهیږي.
خدای تعالی د بقرې په سورت کې وايي: ” وَ أَنْتُمْ تَعْلَمُونَ تاسو ټول پوهېږئ ( ناپوهي په نورو مواردو کې ده، په دې برخه کې ټول پوه یاست.”
او له دې وروسته بیا فرمايي: ” وَ أَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظاهِرَةً وَ باطِنَةً – ټول مادي او معنوي نعمتونه مو تاسو ته درکړي دي.” البته دا مادي او معنوي نعمتونه د هڅو په پایله کې ترلاسه کېدای شي، له هڅو او فعالیت پرته هېڅ هم نشو ترلاسه کولای.
څنګه کېدلای شي، چې د عقل په توسط خدای تعالی اثبات شي؟
سالم فطرت او د میثاق ایت ته په نظر سره د خدای د وجود اثبات کېدای شي، د خدای تعالی د شتون نښې د دې ژوندانه په هر پړاو کې شته او په هرڅه کې د خدای تعالی په وجود باندې ښکاره دلایل شتون لري.
خدای تعالی د ژوند په جریان او د هستې په هر ذرې کې د خپل شتون نښې لري، لکه؛ قدرت، ژوند، علم او نورو صفتونه.
په نړۍ کې ټولې پدېدې د خدای د شتون ښکارندویې دي او تاسو کولای شی، چې د نړۍ په هرې پدیدې او کمالي صفت کې د خدای تعالی د وجود شتون حس کړی.
خدای یعني د ژوند، وجود، پوهې، ځواک او نور کمالاتو د شتون لامل، کوم څه چې په هستي کې شته. د خدای تعالی په اړه ژورې پوهېدنې ته رسېدل، ډېرو هڅو او د خدای تعالی پېژندنې د بېلابېلو مراتبو څخه له تېرېدو وروسته ترلاسه کېدای شي، چې په لاندې کرښو کې ورته اشاره کیږي.
د خدای تعالی په پېژندنه کې د انسان ستونزه د تصدیق او باور ستونزه نه ده، بلکه د تصور ستونزه، د خدای تعالی د شتون موضوع که چېرته په ښه ډول تصور شي منل فطري دي او په فطري شیانو کې شک بې معنی دی.
نو په دې برخه کې شک د تصدیق شک نه دی، بلکه د تصور او شناخت شک دی، چې د تصوراتو د برخې سره اړه پیدا کوي. د انسان له کړنو داسې ښکاري، چې په خدای ایمان لري او د هغه نمانځنه کوي، خو په اړه یې سم تصور او شناخت نه لري، نو که چېرته وکولای شي، چې په څېړنې، تفکر او خپله له خدای څخه د مرستې په غوښتولو سره یې حقیقي تصور پیدا کړي، نو په اړه به یې حتمي تصدیق او باور پیدا کړي او دا ستونزه به په کلي ډول ختمه شي.
په دې اړه چې ولې په انسان کې د خدای تعالی په اړه شک د تصور شک دی، نه د تصدیق او یقین، یو دلیل یې خپله قران دی، په قرانکریم کې د خدای د وجود د اثبات د اصل موضوع نه ده تعقیب شوې او ان په دې اړه یو دلیل هم نه دی راغلی، هغه څه چې په قرانکریم کې شته، هغه د خدای تعالی توحید، صفتونه او کمالات دي او د استدلال او اثبات بحث ټول د فلاسفرانو او کلام د علم د پوهانو په تألیفاتو کې دی.
قرانکریم د هغه چا په اړه چې د خدای په شتون شکمن دی، یا فکر کوي، چې په اړه یې شک لري داسې وايي:
” أفى الله شک فاطر السموات والأرض[6] – ایا د خدای تعالی په وجود باندې شک کوی؟ څوک چې د ځمکو او اسمانونو خدای دی! “
د دې ایت مفهوم دا دی، چې د ځمکې او اسمانونو په لیدلو سره یې په خالق باندې شک عقلاني نه دي.
د خدای تعالی په وجود باندې شک کول داسې دي، لکه یو څوک چې یو اسمان څکالی (ساختمان) وویني او د بنسټ په اړه یې شک کوي او یا هم یو کتاب ولولي، خو د لیکوال د شتون په اړه یې شکمن وي او یا هم یو شعر ولولي خو د شاعرن د شتون په اړه یقیني نه وي. که یې د کلام د عالمانو په اصطلاح ووايو، چې صنع وویني، خو د صانع په شتون شکمن وي او که یې د فلاسفر په ژبه ووایو؛ معلوم پېژني، خو د علت په اړه شکمن وي او که یې د عارفانو په رسم ووایو؛ مظهر وویني، خو د مظهر د وجود په اړه شک کوي، نو ایا ستاسو په نظر داسې شکمنتیاوې معقولې دي؟
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] مطهري، پر مارکسیېزم نقد
[2] شوری سورت – ۱۱ ایت
[3] ابراهیم سورت – ۱۰ ایت
[4] ال عمران سورت – ۶ ایت
[5] لقمان سورت – ۲۰ ایت
[6] ابراهیم سورت – ۱۰ ایت