Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»قرآن؛ تلپاتې معجزه (درېیمه برخه)
متفرقه دوشنبه _7 _جولای _2025AH 7-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه (درېیمه برخه)

د معجزې (اعجاز) تعریف
د الهي دینونو په تاریخ کې د خلکو په وړاندې د پیغمبرانو علیهم السلام د ریښتونولۍ اثبات یو له اصلي مسایلو څخه و.
الله تعالی د دې ننګونې د له منځه وړلو لپاره خپل پیغمبران په دلایلو او نښانو سره مجهز کړې وه، چې تر ټولو مهمه یې (معجزه) وه. په اسلامي فلسفه کې د معجزې بحث ځانګړی مقام لري او بیا په خاص ډول د عقایدو په علم کې چې د نبوت د اثبات تحقق د معجزې پر بنسټ استوار دی.
په دې برخه کې په تفصیل سره د معجزې په پېژند، ځانګړونو، له کرامت سره یې په توپیرونو، سحر او نورو خارق العاده چارو او په دې اړه د قراني استدلالونو او حدیثو په برخه کې بحث کیږي.
  • د معجزې لغوي او اصطلاحي معنا
الف: لغويي معنا
معجزه د عربي ژبې د (ع ج ز – عجز) له کلمې څخه اخېستل شوې، چې معنی یې (ناتواني) راځي. په اصل کې معجزه هغه کړنه ده، چې خلک یې له ترسره کولو څخه عاجز او ناتوانه دي.
ب: اصطلاحي پېژند
د کلام علم د معجزې اصطلاحي تعریف داسې کوي؛ “أمر خارق للعادة، مقرون بالتحدي، سالم عن المعارضة.” [1] – له عادت څخه خلاف داسې کار، چې نور پرې ننګول شوې وي او د چا له لوري یې د مقابلې  امکان نه وي.
  • د معجزې شرایط او ارکان
علماؤ د معجزې او نورو عادت خلاف/ خارق العاده کړنو ترمنځ د توپیر لپاره ځینې شرایط ذکر کړي، چې په لاندې ډول یې یادوو او له دې شرطونو پرته معجزه نشي ورته ویل کېدای.
  1. د بل چا له لوري د مقابلې وړتیا نه درلودل
دا چې هېڅوک هم ونکړای شي، ورته کار ترسره کړي، لکه؛ موسی علسه السلام ته د نیل رود دوه ځایه کېدل، د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لخو د سپوږمۍ دوه ځایه کېدل او د عیسی علیه السلام په لاس د مړو ژوندي کېدل.
  1. د عادت خلاف/ خارق العاده
معجزه باید د بشر له وړتیاو او د طبیعت له قوانینو لوړه وي، لکه؛ د بیدیا له تېږې د حضرت صالح علیه السلام لپاره د ناقې ( اوښې) راوتل او د دوو ګوتو ترمنځ د ابو راوتل او فوران کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره.
  1. د نبوت له ادعا سره تطابق
معجزه باید د نبوت د دعوه لرونکي کس د رېښتونولۍ د ثبوت لپاره وي او د هغه له غوښتنې سره سمه پېښه شي، ځکه که یې چېرته د غوښتنې خلاف ترسره شي، نو نه یوازې چې معجزه نه شمېرل کیږي، بلکې د نبوت مدعي درواغجن بلل کیږي. د سیرت په کتابونو کې راځي؛ د اوبو د زیاتولو لپاره مسیلمة الکذاب د خپلې  خولې منحوسې لاړې په څاه کې توف کړې، خو د الله تعالی په قدرت سره د هغې څاه اوبه وچې شوې، که څه هم خارق العاده کړنه وه، خو د ده غوښتنې خلاف او معجزه ونه بلل شوه او دی کذاب دی.
  1. له ننګونې سره مله وي
دا چې پیغمبر خلک ننګوي تر څو ورته کړنه ترسره کړي؛ “فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ” [البقرة: ۲۳] [2]
  • د معجزې، کرامت او سحر ترمنځ توپیرونه
د معجزې، کرامت او سحر ترمنځ توپیرونه په لاندې ډول دي؛
الف: له کرامت سره توپیرونه
  • کرامت: کرامت هغه له عادت خلاف کړنه ده، چې د خدای تعالی له ولي څخه صادریږي، پرته له دې چې د نبوت ادعا وکړي او موخه یې، د بنده اکرام او د ایمان تقویت دی او د نبوت د اثبات لپاره نه وي. «ولكن كثير من المتأخرين يفرقون في اللفظ بينهما، فيجعلون المعجزة للنبي، والكرامة للولي.» [3]
  • معجزه له ننګونې سره مله وي، خو کرامت کې څوک نه ننګول کیږي او په ځانګړو فردي شرایطو کې پېښیږي.«لأن الكرامة عبارة عما يظهر من غير اقتران التحدي به، فإن كان مع التحدي فإنا نسميه معجزة.»[4]
ب: له سحر سره یې توپیر
سحر یو ډول دوکه کوونکې کړنه ده، چې د شیطان په وساطت او د پټو ځواکونو په مرسته ترسره کیږي، خو معجزه د الله تعالی له طرفه او په حق لاره کې ده[5].
  • معجزه علم نه دی، خو سحر علم دی.
  • معجزه ترلاسه کېدونکي یا کسبي نه ده، بلکې بخششي ده، خو سحر کسبي او ترلاسه کېدونکی دی، سحر د ځانګړو قوانینو او اصولو درلودونکی دی چې د زده کړې په صورت کې یې د قوانینو له پلي کولو وروسته له فرد څخه صادریږي، خو معجزه داسې نه ده.
په قرانکریم کې د پیغمبرانو د معجزو نمونې
د مخکینیو نبیانو علیهم السلام معجزې
  • موسی علیه السلام؛ لکړه یې پر ښامار بدلېدل او ورته د سیند دوه ځایه کېدل
  • عیسی علیه السلام؛ د مړو ژوندي کول او له مور څخه د زېږېدلو ړندو، بینا کول
  • صالح علیه السلام؛ له تېږې څخه ورته د اوښې راوتل
  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې؛
قرانکریم – تر ټولو ستره او تلپاتې معجزه- “وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ” [بقره: ۲۳]
  • شق القمر – د سپوږمۍ دوه ځایه کېدل – «اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ» [قمر: ۱]
  • د خوړو برکتي کېدل، د تېږو، ونو غږ او سلګونه نورې.
دوام لري…
مخکنۍ بر خه | وروستۍ برخه

 

([1]) شرح المقاصد في علم الكلام (2/ 176)

[2]  خلاصه­ای از (العرفان فی علوم القرآن: ۵۰-۵۳)

[3] شرح الطحاوية – ط الأوقاف السعودية ص: 507

[4] الاقتصاد في الاعتقاد للغزالي ص: 107

[5]  العرفان في العلوم القران څخه اخېستل شوې ، مخ ۵۴

Previous Articleد کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لسمه برخه)
Next Article سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (اتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۵)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (پينځه‌څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD12 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.