Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینتولوژی»ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)
ساینتولوژی پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه

لومړۍ برخه

لنډیز
ساینټولوژي یو نوی دیني خوځښت دی، چې په ۱۹۵۲ز کال کې د امریکايي ساینس پوه او لیکوال ال. ران هابارد له‌ خوا جوړ شو. هابارد په اصل کې د علمي تخیلي اثارو لیکوونکی و، چې خپل نظرونه یې د ذهني ‌پوهې یا ډایانټکیس په بڼه وړاندې کړل. وروسته یې دا نظرونه د رواندرملنې له میتود څخه د ساینټولوژي په نوم یو منظم دین ته وغځول.د دغه ښوونځي د پیروانو په نظر، ساینټولوژي یو بشپړ دین دی او موخه یې د انسان د وجود حقیقي شناخت او له مادي محدویتونو، رنځونو او دردونو څخه د روح خلاصون دی. خو د انتقادکوونکو او څېړنونکو له نظره دا مفکوره یو فکري او شبه ارواپوهنیز (نیمه ارواپوهنيز) ښوونځی دی، چې خپل ځان ته یې د دین رنګ ورکړی؛ ځکه په لومړي سر کې د دې ښوونځي بنسټ اېښودونکي دا نظرونه د ذهني ‌پوهې په بڼه وړاندې کړي وو، نو له دې څرګندېږی چې دا ښوونځی یو فکري او روحاني سازمان دی نه یو بشپړ دین؛ همدا لامل دی چې دا مفکوره د نړۍ د ژوندیو دینونو په لیسټ کې شامله نه ده او د دې مفکورې په اړه څېړنې او موندنې هم محدودې دي.
دې ښوونځي د دې تبلیغاتو په خپرولو سره چې ( دا دین کولای شي چې رواني او روحي دردونه د تل لپاره دردمن کړي) ډېر پیروان د ځان پر لورې جذب کړل. په ډېرو هېوادونو کې یې ځانګړي سازمانونه رامنځ ‌ته کړل، له ۵۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د یوه دین او مذهب په نوم پېژندل کېږي او په ټوله نړۍ کې ۳۰۰۰ فعالې کلیساوې لري. خو برعکس ځینې هېوادونه بیا ساینټولوژي د یوه دین په نوم نه پېژني او د دې سازمان په کلیسا پورې تورونه لګوي او وايي: د ساینټولوژي کلیسا د دولتونو په چارو کې د نفوذ لپاره جوړه شوې ده او ځینې اروپايي هېوادونه لکه: آلمان او فرانسه دا کلیسا د یوه دیني خیریه بنسټ په توګه نه پېژني، بلکې د «سوداګریز شرکت» نسبت ورته کوي؛ ځکه چې دې دین خلکو ته روښانه انځور نه دی وړاندې کړی او پروګرامونه یې په پټه او مرموزه توګه پر مخ ځي. له همدې امله یې دا ډول تورونه ځان ته راجلب کړي دي.
کلیدي ټکي: نوی دیني خوځښت، روان‌درملنه، دایانټیکس، ساینټولوژي، د ساینټولوژي کلیسا او هابارد.
سریزه
ساینټولوژي (Scientology) چې ځینې وخت یې لفظي مانا « د پوهې ‌پېژندنه) هم ژباړل شوې، یو نوی دیني خوځښت دی، چې په ۱۹۵۲ز کال کې د امریکايي ساینس‌ پوه او لیکوال ال. ران هابارد له‌ خوا جوړ شو. دا ښوونځی د روان پېژندنې، فلسفي او معنوي باورونو ټولګه ده، چې اوس ‌مهال هم ځان د پوهې، فلسفې او یوه دین په توګه معرفي کوي.
دا ښوونځی په لومړیو کې د روان‌درملنې د علمي میتود په توګه وړاندې شو، د دې ښوونځي بنسټګر هابارد په ۱۹۵۰ ز کال کې د ( ډیانټیک: د رواني روغتیا عصري علم) په نوم یې یو کتاب ولیکه او هغه یې خپور کړ. د دې لپاره چې هابارد په دې کې کتاب کې له روحي او رواني ستونزو څخه د خلاصون په موخه یوه مهمه او د جذابیت لاره وړاندې کړې وه، نو د خلکو پام یې ځان ته را واړوو. دا نظرونه ورو ورو بشپړ شول او بلاخره د یوه اعتقادي سیسټم په توګه منځ ته راغی چې موږ هغه د ساینټولوژي په نوم پېژنو.
د ساینټولوژي ښوونځي د جوړېدو ډېره موده نه وه تېره شوې، چې د دې ښوونځي د درسونو د خپرولو او تبلیغ په موخه په ۱۹۵۴ ز کال کې د ساینټولوژي په نوم کلیسا هم جوړه شوه.  دې کلیسا د دې ښوونځي ټول پلانونه او موخې اداره کولې. د ساینټولوژي کلیسا هڅه کوي چې مشهورې څېرې په تېره د هالیوډ لوبغاړي د ځان پر لورې جذب کړي. دا مشهورې څېرې او هنرمندان، لکه؛ جان ټراولټا، کاټریل بل، ټام کروز او جانسوم بي، په څېر کسان دي. د دې مشهورو کسانو د جذبولو موخه دا ده چې د دوی له لارې د دغه ښوونځي او کلیسا شهرت او اعلانونه په مؤثره او ښه توګه تر سره شي.
دې ښوونځي په ډېرو هېوادونو کې ځانګړي سازمانونه لري، چې د دې ښوونځي نظریې او مفکورې خپروي او ترویجوي. دا سازمان له۵۰ څخه په ډېرو هېوادونو، لکه؛ امریکا، اسټرلیا، هندوستان، مکسیکو، نیوزیلنډ، پرتګال، سویس، تایوان، جنوبي افریقا، تانزانیا او نورو… کې د رسمي دین په توګه پېژندل شوی دی او له ۳۰۰۰ څخه ډېرې فعالې کلیساوې په ټوله نړۍ کې لري.
د ساینټولوژي پیروان یعنې ساینټولیسټان دا ښوونځی د یوه ځانګړي دین په توګه معرفي کوي، چې ځانګړې ښوونې لري؛ خو بل‌ خوا ډېری منتقدان او څېړونکي يې د ساینټولوژي دین‌والی ردوي او دا یو فکري او شبه ‌ارواپوهنیز (نیمه‌ارواپوهيز) ښوونځی ګني، نه یو ځانکړی دین او مذهب. ځينې هېوادونه له تر اوسه د ساینټولوژي کلیسا په اړه چې د دغه ښوونځي مشري کوي مثبت لیدلوری نه لري؛ هغه یو مرموز سازمان ګڼي، چې یوازې د دولت په چارو کې د نفوذ لپاره جوړه شوې ده. یو شمېر نور هېوادونه، لکه؛ فرانسه، المان او انګلستان د ساینټولوژي کلیسا یو سوداګریز شرکت بولي او د دې دین مستقل حیثیت په بشپړ ډول ردوي. دا ښوونځی په اروپا کې د خطرناکې ډلې په نوم معرفي شوی دی، حتی فعالیتونه یې هم ورته محدود کړي دي.
سره له دې چې په امریکا او اروپا کې ارواپوهانو او مذهبي مشرانو د ساینټولوژي په اړه سختې نیوکې کړې دي، دې ښوونځي له هم په ډېرو هېوادونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دغه پرمختګ لامل دا دی چې ساینټولیسټان ادعا کوي، چې دوی د افرادو د روحي او رواني رنځونو درملنه کوي. دوی خلکو ته دا سپارښتنه کوي، چې دوی کولای شي د ساینټولوژي درسونو په کارؤلو سره انسان له غمونو او داخلي دردونو څخه و ژغوري او تل ‌پاتې خوشحالي یې ور په برخه کړي. ځکه چې دېری خلک له عاطفي او رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي، دا ژمنه د دوی لپاره جذابه ده، نو له همدې امله ساینټولوژي ته مخه کوي.
ساینټولوژي له الحادي (بې‌دینه) ګمراهو او خطرناکو نظامونو او ‌‌‌‌‌‌ډلو سره اړیکه درلوده او له هغوی هم اغېزمنه شوې ده؛ لکه څنګه چې د دغه ښوونځي بنسټ‌ګر هابارد په ۱۹۵۴ ز کال کې له فرانسوي سازمان چې د نړۍ یو له مرموزو او خطرناکو سازمانونو څخه و چې بنسټ‌ګر یې الیسټر کرولي و، نېږدې او دوستانه اړیکې درلودې او د دغه سازمان له نظریاتو هم اغېزمن شوی و. ویل کېږي چې د هابارد په لاس جوړ شوی سازمان د بېلابېلو سرچینو تر اغېزو لاندې راغلی، چې علمي تخیلي داستانونه، هندي عقیدې، ارواپوهنیزې فرضیې دي، چې د زیګموند فروید، کارل یونګ، او ویلیام سرجنت له خوا وړاندې شوې دي. لکه څنګه چې یو ساینټولوژي پیرو ویلي: «دا ډله د فروید له ارواپوهنې سره ورته والی لري او له بودایزم، هندوییزم، او ناستیزم څخه اخیستل شوې ده، چې د عیسویت یوه بدعتي څانګه ده.»
دا څېړنه هڅه کوي چې د ساینټولوژي ښوونځی له بېلابېلو اړخونو وڅېړي. په پیل کې د دې مکتب تعریف او تاریخي شالید بیانوي او د رامنځ‌ ته کېدو څرنګوالی یې تشریح کوي؛ وروسته بیا د دې خوځښت افکار، عقیدې او نور اړوند فرعي موضوعات تر بحث لاندې نیسي.
دوام لري…
سرچينې:
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لسمه برخه)
Next Article قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

الحاد

آتئیزم «خدای نه منل» (دريمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

 د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دیارلسمه برخه)

یکشنبه _19 _اکتوبر _2025AH 19-10-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد(دولسمه برخه)

پنجشنبه _16 _اکتوبر _2025AH 16-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه) له قران کریم او نبوي…

نور یی ولوله
ساینتولوژی

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه لومړۍ برخه لنډیز ساینټولوژي یو نوی دیني خوځښت…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لسمه برخه)

چهارشنبه _22 _اکتوبر _2025AH 22-10-2025AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لسمه برخه) شپږم…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (څلورمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ‌زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (څلورمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.