لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لسمه برخه)
شپږم درس: له حرامو څخه د مخنیوي په موخه د نفس روزل
خدای جل جلاله ادم علیهالسلام او بيبي حوا ته دا ډول امر کوي: “لَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ“.[1] ژباړه: « دې ونې ته مه ورنېږدې کېږئ او له هغې ونې څخه مېوې مه خورئ، که داسې وکړئ نو له ظالمانو څخه به شئ.» دا حکم د نفس د روزنې او له مشکوکو ځایونو څخه د ځان ساتلو تمرین دی، ځکه چې نفس د شیطاني وسوسو او نفسي غوښتنو پر وړاندې کمزوری نه شي او حرامو ته زړه ښه نه کړي. پیغمبر صلیعلیه وسلم په یوه ښکاره بیان کې په دې اړه وايي: “إنَّ الحلالَ بيِّنٌ وإنَّ الحرامَ بيِّنٌ وبينهما أمورٌ مُشتبِهاتٌ لا يعلمهنَّ كثيرٌ من الناس فمنِ اتَّقى الشُّبُهاتِ استبرأ لدِينِه وعِرضِه، ومن وقع في الشُّبهاتِ وقع في الحرامِ ، كالراعي يرعى حول الحِمى يوشكُ أن يرتعَ فيه، ألا وإنَّ لكلِّ ملكٍ حمًى ، ألا وإنَّ حمى اللهِ محارمُه”.[2]
ژباړه: « حلال څرګند دي او حرام هم څرګند دي او د دوی تر منځ داسې مشکوکې کړنې شته چې ډېری خلک ترې خبر نه دي؛ نو هر هغه څوک چې له دې شبهاتو څخه ځان وساتي، نو هغه خپل دین او ځان پاک وساته او هر هغه څوک چې په دې شبهاتو کې ښکېل شي نو حرامو ته ورننوځي، لکه هغه شپون چې په منع شویو څړځایونو کې څاروي څروي او هره شېبه دا امکان لري چې د ننه ورشي، خبر اوسئ، چې هر باد شاه حریم لري او د خدای جل جلاله حریم هغه محرمات دي چې منع شوي دي.»
حافظ ابن حجر د دې مثال په تشریح کې دا په ګوته کوي، چې د عربو پاچاهانو د خپلو څارویو لپاره ځانګړي څړځایونه ساتل او هر هغه چا به چې له اجازې پرته هلته څاروي څرول سزا به یې ورکوله. د دې پیژندل شوي مثال سره رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو مخاطبانو ته وښودله، لکه څنګه چې د شاهي احاطې څخه لرې پاتې کیدل هوښیارانه دي، نو د الهي منع شوې احاطې څخه لرې پاتې کیدل هم اړین دي؛ ځکه چې منع شوې احاطې ته نېږدې کیدل حتی په احتیاط سره هم د ښوییدو خطر زیاتوي، ځکه کله کله څاروي حریم ته ننوځي یا د حریم له باندې د وچکالۍ له امله شپون مجبورېږي چې دننه لاړ شي. الله تعالی چې حقیقي مالک دی، د خپل حریم محرمات ټاکلي دي. دغه مفهوم د قرآن کريم په ډیرو آیتونو کې یاد شوی دی. لله جل جلاله په دې اړه وايي:[3] “تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ“[4] ژباړه: « دا (د روژې او اعتکاف احکام) الهي حدود دي، نو هغوی ته مه ور نېږدې کېږئ. په دې توګه الله تعالی خپلې نښې انسانانو ته روښانه کوي، ترڅو دوی پرهیز ګاران شي.»
دغه راز له فحشا څخه د مخنیوي او د یتیم له مال څخه د لرې والي په اړه الله جل جلاله وايي: “وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ“.[5] ژباړه: « او کبیره ګناهونو ( لکه زنا) ته چې ور نېږدې نه شئ که څه هم د کبیره ګناهونو ترسره کول د خلکو لپاره ښکاره یا پټ وي »
“وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ”.[6] ژباړه: « د یتیم مال ته نېږدې مه ورځئ مګر په ښه طریقه او غوره لاره، چې د هغې ساتنه او زیاتوالی وکړي او په دې خدای تعالی خوښونکي لاره کې دوام ورکړئ، تر هغه چې یتیم خپل بشپړ بلوغ ته ورسیږي او هغه وخت چې هغه وکولی شي خپل مال کې په سمه توګه تصرف وکړي، په هغه وخت کې د هغه خپل مال هغه ته وسپارئ.
فقهاوو له دې آیتونو څخه د «سدّ ذرائع» ( د فساد د تړلو لار) قاعده استنباط کړې ده؛ یعنې که څه هم یو عمل په ظاهر کې بې خطره وي خو که پایله یې فساد ته ورسېږي، نو منع دی.[7]
له دې اصل څخه الهام اخېستونکو کسانو نه یوازې له حرامو څخه؛ بلکې حرامو ته له ورنېږدې کېدو څخه هم ځانونه وساتل، ډېری هغوی ان له حلالو څخه هم پر هېز وکړ د دې لپاره چې حرامو ته ور نه شي.
حسن بصري (رح) وايي: « پرهېز ګاران په تقوا کې دومره مخکې لاړل چې ډېری یې د حرامو له وېرې له حلالو هم پرهېز وکړ.»[8]
ابن عمر را نقلوي: « زما خوښېږي چې د خپل ځان او حرامو تر منځ د حلالو شیانو یو خڼډ جوړ کړم چې مات یې نه کړم.»[9]
ابوالدردا هم په دې ټینګار کوي: « د تقوا کمال دا دی چې بنده له الله جل جلاله څخه ذره ذره وډار شي او حتی ځینې حلال کارونه هم د دې وېرې له امله پرېږدي چې خدای تعالی مه کړه حرامو ته ونه لوېږي؛ تر څو د ځان او حرامو ترمنځ یو خنډ موجود وي»[10]
اووم درس: ادم علیهالسلام د خپلو اولادونو پر مخ د توبې دروازه پرانیستله
له منع شوې ونې څخه د مېوې د خوړولو په خاطر له جنت څخه د حضرت آدم علیه السلام او د هغه د مېرمنې شړل، په حقیقت کې د هغوی د نسل لپاره یو خیر او برکت و. الله تعالی د دې پېښې په برکت د خپل رحمت دروازې پرانېستلې او هغوی ته یې د ګناهونو له پایلو څخه د خلاصون لاره وښودله. له همدې امله، توبه د ګناه پر وړاندې یو قوي سپر(ساتونکی) ګڼل کېږي، چې ګناه په بشپړه توګه له منځه وړي؛ تر دې چې مادي او رواني اثرهم نه ترې پاتې کېږي. لکه څنګه چې څرګنده ده چې ګناهونه که څه هم لنډ مهاله وي؛ خو په انسان رواني اغېزې کوي او تل یې ځوروي، تر دې چې انسان دوو پایلو ته ورسېږي.
لومړی دا چې یو انسان د ګناه په تکرارولو دومره عادت شي، چې نوره پښیماني نه احساسوي او نه نور خپل وجدان ځوروي. دا حالت هماغه توره پرده ده چې زړه تیاره کوي او انسان د ښو او بدو ترمنځ د توپیر کولو له وړتیا څخه محروموي، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي:“كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ“.[11] ژباړه: « هیڅکله! هیڅکله! د دوی (ناوړو او بد صورت) عملونو په وجه د دوی زړونه زنګ وهلي دي او د دوی په زړونو کې د زنګ په څیر ځای پرځای شوي دي او د دوی لپاره یې د لارښوونې لارې تړلې دي)»
دویم دا چې انسان له قادر او بښونکي الله تعالی څخه د بښنې په غوښتلو سره له ګناه څخه د خلاصون احساس تجربه کوي؛ داسې احساس چې انسان ته د ګناه پرېښودو او د هغې د هېرولو توان ورکوي. ځکه چې انسان ډاډ ترلاسه کوي چې هغه به مسؤول نه وي. دا حالت یوازې د توبې له لارې ترلاسه کېږي؛ هغه توبه چې الله تعالی حضرت آدم علیه السلام ته وښودله او بشر ته یې د یوې الهي ډالۍ په توګه ورکړه.
له جنت څخه د ادم علیهالسلام شړل د انسانانو د بدبختۍ لامل نه دی
دې تېروتنې انسانان هیڅکله له خوښۍ یا تل پاتې ژوند څخه محروم نه کړل، ځکه چې د انسان پیدایښت د تل پاتې جنت لپاره نه و؛ بلکې د قرآن کريم د حکم له مخې:”إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً“.[12]د ځمکې د ابادولو ماموریت دی. په حقیقت کې، همدا پېښه وه چې د توبې او استغفار دروازې یې پرانستې او د اعلی فردوس لپاره د حقیقي او ابدي ژوند لاره یې هواره کړه.
د سمدستي توبې او استغفار اړتیا
مسلمان باید سمدستي له ګناه وروسته الله تعالی ته توبه اوباسي، لکه څنګه چې حضرت آدم علیه السلام او بي بي حوا بې له ځنډه توبې او استغفار ته مخه کړه. د توبې ځنډ د دې سبب کېږي چې ګناه په زړه کې نفوذ وکړي، زړه سخت کړي او انسان ته د ګناه د بیا کولو جرئت ورکړي. د «ران» د تفسیر په اړه حسن بصري رحمه الله وايي «الرَّین« په ګناه پسې ګناه ده، تر هغه چې زړه ړوند شي او مړ شي».[13] که انسان دې مرحلې ته ورسېږي، نو توبه ورته ناممکن کېږي؛ ځکه نه له ګناه څخه پښېمانه وي، نه یې د پرېښودو توان لري او نه د راتلونکي لپاره د نه تکرار اراده لري. دا درې عناصر (پښېماني، ژر پرېښودل او د نه تکرار اراده ) د حقیقي توبې ستنې دي. نو څنګه ممکنه ده چې څوک په داسې حالت کې توبه وکړي؟[14]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچينې:
. محمد بن إسماعيل، البخاري، صحیح البخاری، شماره حدیث: 52؛ مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، شماره حدیث: 4070. [2]
. عبدالوهاب بن علی، السبکی، حاشیه العطار علی جمع الجوامع، بیروت: دار الکتب العلمیه، بیتا، ج2، ص198.[7]
. عبدالرحمن بن احمد، ابن رجب، جامع العلوم و الحکم، السعودیه: دار ابن الجوزی، 1420ق، ج1، ص74.[8]
. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج4، ص485. [13]
. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن للدعوه و الدعاه، ج1، ص32. [14]


