لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (څلورمه برخه)
د واده او کورنۍ اهمیت او اړتیا
واده او کورنۍ د انسان له بنسټیزو او فطري اړتیاوو څخه دي. د قرآن کریم آیتونه دا په ډاګه کوي چې د زوجیت اصل د ټولو مخلوقاتو په طبیعت کې ایښودل شوی دی، که هغه حیوانات دي، که نباتات دي او که غیرژوندي موجودات. يا په بل عبارت په دې نړۍ کې د مخلوقاتو فطرت په واده او یوځای والي ولاړ دی؛ نه پر یوازیتوب او ګوښه والي. قران کريم کې الله تعالی په دې باره کې فرمايي:«سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لا يَعْلَمُونَ.» ژباړه: پاک او سپیڅلی دی هغه ذات چې ټول مخلوقات، لکه بوټې، انسانان او هغه څه چې ټول تاسي نه پرې پوهېږئ، جوړه او جفت ډول پیدا کړي دي.[۱]
د کورنۍ د اهمیت په برخه کې همدا خبره کفایت کوي چې الله تعالی د انبیاؤوعلیهم السلام لپاره سنت ګرځولې ده: «وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً.» ژباړه: موږ له تا (ای محمد ﷺ) مخکې هم پېغمبران استولي دي او هغوی ته مو مېرمنې او اولادونه ورکړي دي.[۲]
په اسلام کې د واده او کورنۍ اهمیت دومره لوړ دی چې قرآن کریم د مېړه او مېرمنې اړیکه له جامو سره تشبیه کړې ده. یعنې لکه څنګه چې له یخنۍ او ګرمۍ د ساتلو او آرام لپاره د بدن د پټولو لپاره جامو ته اړتیا ده همداسې واده هم د انسان د روح او بدن د سلامتۍ لپاره اړین دی. انسان له ډېریو اخلاقي او رواني انحرافاتو د ژغورلو، سکون او آرامۍ لپاره د ژوند ملګري/ ملګرې ته اړتیا لري. «هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ.» ژباړه: هغوی (مېرمنې) ستاسو لپاره جامې دي، او تاسې (مېړه) د هغوی لپاره جامې یاست.[۳]
د اسلام له نظره ټول انسانان باید د واده په چارو کې برخه واخلي، بې پروايي پکې و نه کړي، او له فقر او بې وسۍ څخه و نه وېرېږي. ځکه الله تعالی پخپله د روزۍ ضمانت ورکړی دی. الله تعالی د یوه عام خطاب له مخې فرمایي: «وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ.» ژباړه: ستاسو له بې واده كسانو او ستاسي له مريانواو وينځو څخه چې څوك نيكان وي، د هغوی نكاح وكړئ، كه هغوى بې وزلي وي، الله تعالی به يې له خپل فضله شتمن كړي او الله تعالی پراخي راوستونكى او ډېر پوه دی.[۴]
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم واده د خپل سنت یوه مهمه برخه بللې ده: «النِّکاحُ مِن سُنَّتي، فَمَن لَم يَعمَل بِسُنَّتي فَلَيسَ مِنّي.» ژباړه: نکاح زما له سنتو څخه ده، څوک چې زما په سنتو عمل ونه کړي، نو زما له امت څخه نه دی.»[۵]
پیغمبر صلیاللهعلیه وسلم د لاندې ویناوو په وسیله د نکاح ارزښت لوړ کړی او خپلو پیروانو ته یې د نکاح کولو اهمیت څرګند کړی دی:
۱.«يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ.» ژباړه: ای د ځوانانو ډلې! که له تاسې کوم څوک د واده کولو توان لري، نو واده دې وکړي، ځکه واده د سترګو د ساتنې او د انسان د عفت د خوندي کولو سبب ګرځي.»[۶]
د واده له برکته د انسان جنسي غریزه چې د انسان له پیاوړو فطري غوښتنو څخه ده ، خپل طبیعي او مشروع مسیر ته برابریږي او انسان تر ډېره له هغو ګناهونو څخه خوندي پاتې کېږي چې د جنسي غوښتنې له امله ترسره کېږي.
۲.«مَنْ كَانَ مُوسِرًا لِأَنْ يَنْكِحَ ثُمَّ لَمْ يَنْكِحْ فَلَيْسَ مِنِّي.» ژباړه: هغه څوک چې د واده کولو مالي وس لري، خو بیا هم واده نه کوي، نو زما له امت او لارې څخه نه دی.[۷]
پورته احادیث او لارښوونې د دې لپاره راغلي چې د انسان طبیعي اړتیاوې په مشروع او سالمه بڼه پوره شي، د روحاني بحرانونو، جنسي ناروغیو او ټولنیزو او اخلاقي ستونزو د خپرېدو مخه ونیول شي.
په یوه بل حدیث کې د رسول الله صلیاللهعلیه وسلم له قوله ویل شوي: «الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ.» ژباړه: دنیا متاع ده، او د دې دنیا تر ټولو غوره او ارزښتناکه متاع نېکه ښځه ده.[۸]
انسان د واده په مرسته خپلې جنسي غوښتنې مهاروي، روحي سکون او آرامتیا ترلاسه کوي. د کورنۍ په سیوري کې روغ او سالم ټولنیز تعامل رامنځته کیږي، ځکه چې انسان د واده او اولاد په برکت د پلار او مور د زحمتونو ارزښت درک کوي، د پلارولۍ او مورولۍ خوښي تجربه کوي. همدا معنوي احساسات یوازې د کورنۍ د رامنځته کیدو په برکت ترلاسه کېږي او له واده پرته ټولنه له معنوي ارزښتونو بې برخې کیږي.
اسلام هغو کسانو ته چې د واده وس نه لري لارښوونه کوي چې د عفت او پاک لمنۍ لاره خپله کړي او د روژې په نیولو سره خپلې جنسي غوښتنې وځپي، تر څو الله تعالی د خپل فضل او کرم له لارې وس او توان ورکړي.
الله تعالی فرمایي: «وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ.» ژباړه: او هغه كسان دې پاك لمني اوسي چې نكاح نه مومي، تر دې چې الله تعالی يې له خپل فضله غنيان كړي.»[۹]
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم هم د پخواني حدیث په دوام کې ځوانانو ته په خطاب کې فرمایي: «وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ.» ژباړه: که څوک د واده وس نه لري، نو روژه دې ونیسي، ځکه روژه د جنسي قوې د کمزوري کېدو سبب ګرځي او له ګناه یې ژغوري.[۱۰]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] سوره یس، آیت ۳۶
[۲] سوره رعد، آیت ۳۸
[۳] سوره بقره، آیت ۱۸۷
[۴] سوره نور، آیت ۳۲
[۵] القزويني، محمد بن یزید، سنن ابن ماجه، ج۱، ص۵۹۲، کتاب النکاح، باب ما جاء في فضل النكاح، حدیث: ۱۸۴۶، دارالفکر – بیروت.
[۶] هماغه منبع.
[۷] الطبراني، سلیمان بن احمد، المعجم الكبیر، ج۲۲، ص۳۶۶، حدیث: ۹۲۰، مکتبة العلوم والحكم – الموصل، ۱۴۰۴هـ / ۱۹۸۳م.
[۸] النيسابوري، مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، ج۴، ص۱۷۸، باب خیر متاع الدنیا المرأة الصالحة، حدیث: ۳۷۱۶، دار الجیل – بیروت.


