لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه
شپږمه برخه
د قران ننګونه او د عربو ناتواني
د قران د ځواب په ویلو کې د عربو ناتواني
قرانکریم د خپل نزول له پیله نه یوازې چې خلکو ته د توحید لارښوونه کوله، تر څنګ یې یوه بې مثال دعوت ته هم مټې بډې وهلې وې او خلک یې وننګول، په ځانګړي ډول شاعر مسلکه عربان یې مبارزې ته وغوښتل، چې نمونه یې وړاندې کړي، دا قراني ننګونه یوه تر ټولو مهمه معجزه وه، چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې په بېلو بڼو مطرح شوې او عرب جاهلان سره له دې چې په فصاحت او بلاغت کې مخکښ وه، خو بیا هم د دې ننګونې په وړاندې بې زوره شول او همدې کړنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حقانیت د تایید ټاپه وهله.
د ننګونې (تحدي) معنی
د تحدي کلمه د (حدّ) له رېښې څخه اخېستل شوې، چې لغوي معنی یې مرز او مقابله ده او اصطلاح کې داسې یوه کار ته د خلکو ننګول، چې خپل ځان کې یې وړتیا وینې، استعمالیږي.
په قراني جوړښت کې تحدي، خلکو ته د قران په شان د یوې اندازې یا څو ټوټو راوړلو ته دعوت و او ادعا یې دا وه، چې هېڅوک هم د دې وړتیا نه لري، دا ادعا یوازې ادعا نه بلکې د قران د اعجاز نښه او دلیل دی[1].
په قران کې د ننګونې (تحدي)ّ مرحلې
په قرانکریم ګې ننګونه په مختلفو بڼو او سطحو کې شوې؛
الف: د ټول قران په شان د یوه څه راوړل
” قُل لَّئِنِ ٱجۡتَمَعَتِ ٱلۡإِنسُ وَٱلۡجِنُّ عَلَىٰٓ أَن يَأۡتُواْ بِمِثۡلِ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ لَا يَأۡتُونَ بِمِثۡلِهِۦ وَلَوۡ كَانَ بَعۡضُهُمۡ لِبَعۡضٖ ظَهِيرٗا [2]“
ورته ووايه: “كه انسانان او پيريان ټول لاسونه يو کړي چې د دغه قُرآن غوندې د كوم شي د راوړلو هڅه وکړي، نو را به یې نه شي وړلای، كه ټول يو له بل سره مرسته هم وکړي.”
ب: د قران د لسو سورت مشابه څه راوړل
” أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰهُۖ قُلۡ فَأۡتُواْ بِعَشۡرِ سُوَرٖ مِّثۡلِهِۦ مُفۡتَرَيَٰتٖ وَٱدۡعُواْ مَنِ ٱسۡتَطَعۡتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ “
ايا دوى وايي چې پېغمبر دا كتاب له ځانه په درواغو جوړ کړی دى؟- ورته ووايه: ” ښه؟ كه داسې ده، نو دده په څېر لس سورتونه په درواغو جوړ کړي، را یې وړئ او له الله څخه پرته نور چې هر څوك (ستاسي معبودان) دي، هغوى كه د مرستي لپاره رابللى شئ نو راویې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو کښي) رښتيني ياست.
ج: د قران د یوه سورت مشابه څه راوړل
وَإِن كُنتُمۡ فِي رَيۡبٖ مِّمَّا نَزَّلۡنَا عَلَىٰ عَبۡدِنَا فَأۡتُواْ بِسُورَةٖ مِّن مِّثۡلِهِۦ
او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ.
څومره هم چې عربان ناتوانه کېدل، قرانکریم ننګونه را ټېټوله، خو بیا هم څوک بریالي نشول، چې ننګونې ته ځواب ووايي.
د نزول په وخت کې د عربو ادبي او ژبنیز وضعیت
له اسلام مخکې عربان داسې خلک وه، چې په فرهنګ کې یې ژبې، ادب او شاعري ځانګړی ځای درلود او د (عکاظ) بازار خوندې مهم ځایونه یې د ادبیانو، شاعرانو او مخکښو خطیبانو د سیالیو ډګرونه وه. اوه مشهورې قصیدې چې په (معلقات سبعه) باندې مشهوره دي، تر نن ورځې پورې د عربي ژبې د فصاحت د اوج تر عنوان لاندې پېژندل کیږي.
په داسې یوه وضعیت کې، په ځانګړي او له نظم او نثر څخه په متفاوت سبک د قران نزول، یو ادبي انقلاب هم بلل کېده.
د قران ننګونې ته د جاهلي عربو عکس العمل
جاهلي عربانو د قران د ننګونې او عملي ځواب پر ځای احساساتي عکس العمل وښود او تورونه یې ولګول؛
-
د سحر او کاهنیت تور: دوی ویل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ساحر او کاهن دی، ځکه قران په اورېدونکي ژور اغېز کوي ” هَلۡ هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡۖ أَفَتَأۡتُونَ ٱلسِّحۡرَ وَأَنتُمۡ تُبۡصِرُونَ “
“دا سړی خو ستاسي په څېر يو بشر دى، نو ايا تاسي به ګورئ، د كوډو په لومه کې به نښلئ؟”
-
د قران د اورېدو ممنوعیت: ویل به یې؛ ” وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَا تَسۡمَعُواْ لِهَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ وَٱلۡغَوۡاْ فِيهِ لَعَلَّكُمۡ تَغۡلِبُونَ” او دغه د حق منكران وايي: “دغه قُرآن هيڅكله مه اورئ او (كله چي دا واورول شي)، نو په ده کښي خلل واچوئ، ښايي چي په دې توګه تاسي برلاسي شئ.”
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت تخریب، دوی به یې په ټولنیز او سیاسي تخریت لاس پورې کاوه، ځکه له علمي ځواب څخه ناتوانه وه.
“ بَلۡ قَالُوٓاْ أَضۡغَٰثُ أَحۡلَٰمِۭ بَلِ ٱفۡتَرَىٰهُ بَلۡ هُوَ شَاعِرٞ فَلۡيَأۡتِنَا بِـَٔايَةٖ كَمَآ أُرۡسِلَ ٱلۡأَوَّلُونَ ”هغوى وايي: “دا تيت او پرك خوبونه دي، بلکي دا دده له ځانه جوړه کړې خبره ده، بلکي دا سړی شاعر دى، كه نه نو دى دي داسي كومه نښانه راوړي لكه څنګه چي د پخوا زمانې پېغمبران له نښانو سره لېږل شوي ول.”
د تاریخ ګواهي؛ ولې هېڅ چا هم ځواب ونه وایه؟
له رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو او نورو عربي قبیلو له سختې دښمنۍ سره، سره بیا هم هېڅوک ـ نه په هماغه وخت کې او نه هم د هغې وروسته په پیړیو کې ـ پر دې وتوانېدل چې حتی د قرآن د یوې سورې په شان سوره جوړه کړي، چې د الفاظو او معنا له اړخونو له قرآن سره سیالي وکړي.
که دوی دا توان درلودای، نو تر ټولو منطقي غبرګون به دا و، چې یو کتاب به یې د قرآن په څېر جوړ کړی وای تر څو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت او مشروعیت تر سوال لاندې راولي. خو دا کار یې ونکړ، ځکه بېوسه او عاجز وو.
محمد بن اسحاق رحمهالله د زهري رحمهالله له خولې د ابو جهل کیسه داسې روایت کړې ده:
«کله چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د شپې لخوا قرآن تلاوت کاوه، نو ابو جهل، ابو سفیان (صخر بن حرب) او اَخنس بن شُرَیق به پټ پټ راتلل، څو د هغه صلی الله علیه وسلم تلاوت واوري او دوی له یو بل نه خبر نه وو.»
هغوی د سهار تر وخته د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تلاوت ته غوږ نیولی و. کله چې سهار شو، نو له یو بله بېل شول. خو په لاره کې بیا سره مخامخ شول. هر یو له بل وپوښتل: «ته ولې راغلی وې؟» او هر یو خپل کیسه بیان کړه.
دوی په خپلو منځنو کې ژبه وکړه، چې بیا به داسې کار نه کوي، ځکه له دې وېرېدل، که د قریشو ځوانان یې له دې کړنې څخه خبر شي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوري ته به میلان پیدا کړي او ور مات به شي.
خو په دوهمه شپه یې هر یوه دا فکر کاوه، چې نور دوه نه راځي او خپله هر یو پټ لاړ او تر سهاره یې د رسول الله خوږ تلاوت غوږ کېښود، خو کله چې سهار شو بیا سره مخ شول او یو بل یې ملامت کړل او خپله خبره یې تازه کړه.
په درېیمې شپې بیا همدا کیسه تکرار شوه او بیا یې ژبه وکړه، چې نور به نه راځي او یو له بل څخه بېل شول، خو کله چې د څلورمې ورځې سهار را ورسېد نو اخنس بن شریق خپله لکړه را واخېسته او د ابو سفیان کور ته لاړ او ورته یې وویل: اې د حنظله پلاره (ابوسفیانه)! د هغه څه په اړه دې نظر څه دی، چې له محمده دې واورېدل؟
ابوسفیان یې په ځواب کې وویل: اې ابو ثعلبه! په الله قسم، داسې څه مې واورېدل، چې هم یې پېژنم او هم یې په معنی پوهېږم او ځینې مې داسې څه بیا واورېدل چې نه یې پېژنم او نه یې هم په معنی پوهېږم.
اخنس وویل؛ په هغه خدای زه هم همداسې یم.
وروسته نوموړی د ابوجهل کور ته لاړ او ور دننه شو، ویې ویل؛ اې ابوالحکمه! د هغه څه په اړه څه نظر لرې، چې له محمد څخه دې واورېدل؟
نوموړي یې په ځواب کې وویل: موږ او بني عبدالمناف د شرافت او ستروالي پر سر سخت سیالي درلوه؛ دوی خواړه ورکول، موږ هم خواړه ورکړل، دوی د خلکو چارې په غاړه واخیستې موږ هم همداسې وکړل، دوی بخششونه کول، موږ هم بخششونه وکړل، داسې چې د دوو اسونو غوندې په سیالۍ کې سره برابر وو.
خو اوس وايي، چې زموږ پیغمبر دی او اسماني وحیه ورته را نازلیږي، نو ته راته ووایه، چې څنګه به یې سیالي وکړو؟ په الله قسم، هېڅکله به پرې ایمان رانه وړ او نه به یې هم رېښتونی وګڼو.
له دې وروسته اخنس ولاړ شو او ترې لاړ.
دا تاریخي روایت په څرګند ډول دا شرحه کوي، چې د قریش قبیلو د مشرانو سیالي د دې لامل شوې وه، چې د رسول الله پر ریښتونولی او رسالت اعتراف وکړي، په داسې حال کې چې حقانیت یې کاملا ورته ښکاره شوی و، خو همدې کینې او قبیلوي تعصباتو له ایمان راوړلو څخه ګرځول.
د عربانو د ناتوانۍ نمونه
مشهور درواغجن شاعر، مسیلمه کذاب، چې د نبوت دعوه یې کړې وه، هڅه وکړه چې د قرآن په شان آیتونه جوړ کړي. خو هغه جملې چې ده، د دې لپاره جوړې کړې وې، بېخي کمزورې، بېمعنا او د خندا وړ وې. د بېلګې په ډول: “َا ضُفْدَعُ بِنْتَ ضفدعين، نقي كم تُنَقِّينَ لَا الْمَاءُ تُكَدِّرِينَ، وَلَا الشَّارِبُ تَمْنَعِينَ.” [3]
“اې چونګښې! د دوو چونګښو لورې! غږ وکړه، لکه څرنګه چې تل غږېږې؛ نه ته اوبه چټلې کوې او نه هم د څښونکي مخه نیسې.”
بله نمونه یې “لقد أنعم الله على الحبلى، إذ أخرج منها نسمة تسعى، من بين صفاق وحشى.”
“بېشکه الله پر میندوارې ښځې احسان وکړ، کله چې له هغې نه یو روح راوواته، چې ګرځي، د هغې د نس دننه، د پوستکي له منځه.”
او همدارنګه: “الفيل وما أدراك ما الفيل، له خرطوم طويل” فیل او ته څه پوهېږې چې فیل څه شی دی؟ هغه اوږد خرطوم لري.”
“والعاجنات عجنا، والخابزات خبزا، واللاقمات لقما، إهالة وسمنا، إن قريشا قوم يعتدون. [4]
په اوړه لمدونکو قسم، چې اوړه لندوي، په پخوونکي قسم، چې ډوډۍ پخوي او په ګولې اخېستونکو قسم چې ګولې پورته کوي، غوړي او صفا غوړي ، له شک پرته قریش له حده تېرېدونکي او تجاوزګر دي.
دا چټیات یې د دې پرځای چې خلک یې د قران سیالي وبولي، د خندا او مسخرو وړ وبلل شول او خلکو به ویل، چې دا چېرته او قران چېرته.
د قراني ننګونې معاصر تحلیل
نن ورځ ډېری ژبپوهان، ادیبان او څېړونکي ـ هغه مسلمان دي او که غیر مسلمان ـ چې د قرآن د سبک (ادبي بڼې) په اړه څېړنې کوي، ډېریو یې دا منلې چې د قرآن سبک بېساری او یوازینی دی.
د لوېدیځو څېړنو یوه بېلګه:
لوېدیځو څېړونکو هم د قرآن د حقانیت او اعجاز (نه ورته والي) درک کړی او زیاتره یې دا خبره مني. د بېلګې په توګه، آرتور ج. آربري (Arthur J. Arberry) ـ چې د قرآن یوه ژباړه یې کړې ـ د خپلې ژباړې په مقدمه کې، چې عنوان یې دی “The Koran Interpreted”، د قرآن موسقیت او بلاغي ځانګړنو ته اشاره کړې او ټینګار کوي چې د قرآن دا ځانګړتیاوې دومره ژورې، اغېزمنې او ارزښتناکې دي، چې هېڅ ژباړه یې بشپړ انتقال نشي کولای. په حقیقت کې، د قرآن ژباړه یوه ښکلايي قرباني بلل کېږي.
هغه د خپلې ژباړې د لومړي ټوک په مقدمه کې لیکلي:
«زما اصلي هدف له دې ژباړې دا دی، چې که څه هم قرآن مخکې له دې څو ځله ژباړل شوی، خو هېڅ ژباړه کې دا هڅه نه ده شوې چې د قرآن د بلاغت او موسیقۍ بېلګې، که څه هم نیمګړې وي، تقلید شي. ما دلته یوه نوې لار پرانستل.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] تاج العروس من جواهر القاموس (37/ 410): «والحديا، بالضم وفتح الدال وتشديد الياء: (المنازعة والمباراة.(وقد تحدى): إذا باراه ونازعه الغلبة، وقد نقله الجوهري كابن سيده. ومنه تحدى رسول الله صلى الله عليه وسلم العرب بالقرآن {وتحدى صاحبه القراءة والصراع لينظر أيهما أقرأ وأصرع.
[2] اسراء سورت – ۸۸ ایت
[3] تفسير ابن كثير ط العلمية (4/ 223)