Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یودېرشمه برخه)
اسلامي تمدن پنجشنبه _10 _جولای _2025AH 10-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یودېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

یودېرشمه برخه

امام ثابت بن قره
امام «ابوالحسن ثابت بن قره بن عرفان الحرانی الصابی» د «حران» اوسېدونکی و، د حران سیمه د دجله او فرات سیندونو ترمنځ موقعیت لري. ثابت بن قره د ۲۲۱ او ۲۸۸ کالونو ترمنځ ژوند کاوه. نوموړی د علم خاوندان زامن او لمسيان درلودل، چې له ډلې یې «سنان بن ثابت» او «ابراهیم بن سنان» یادولی شو. د هغه تر ټولو مشر لمسی «محمد بن جابر بن سنان» و چې په «البتاني» شهرت لري او د فزیک او فلکياتو له سترو علماوو څخه شمېرل کېږي.
ثابت بن قره د ګڼو علومو لکه ریاضیات، طب، فزیک او فلسفې په برخو کې شهرت درلود، او د عربي ژبې سربېره یې په ډېرو نورو ژبو لکه سریاني، یوناني او عبري هم بشپړ تسلط درلود. ثابت بن قره لومړنی شخص و چې د بطلیموس «المجسطی» او «د نړۍ جغرافیه» په نوم آثار یې عربي ته وژباړل. همداراز یې د هندسې په برخه کې د «اقلیدس»، «ارشمیدس» او «آپولونیوس» آثار هم وژباړل. ثابت بن قره د ریاضیاتو او فزیک په برخو کې هم لوی اثار تألیف کړي دي چې د اسلامي نړۍ په ختیځ او لویدیځ کې د عربو او مسلمانانو له لوري ګټه ترې اخیستل کېده. [۱]
د علومو تاریخ‌پوهان پر دې باور دي چې ثابت بن قره د حساب علم د «دیفرانسیل» او «انتگرال» بنسټ ایښودونکی و، ځکه چې ده د هغه جسم حجم محاسبه کړی و چې د دوو منحنیو ترمنځ د محدودې ناحیې له څرخولو څخه منځته راځي. دیفرانسیل او انتگرال حساب د ریاضیاتو له هغو څانګو څخه دي چې د طبیعي او تطبیقي علومو د پېچلو او ستونزمنو مسئلو د حل کولو په برخه کې ډېر مرستندویه تمام شوې دي.
د ثابت بن قره د «قائم‌الزاویه مثلث» هغه مشهوره نظریه چې وایي: د وتر پر سر جوړ شوی مربع د مثلث د نورو دوو ضلعو پر سر د جوړ شویو دوو مربع د مساحتونو له مجموع سره برابر دی، یوازې د قائم‌الزاویه مثلث لپاره نه ده بیان کړې، بلکې خپلې نظریې ته یې د حاده زاویې، منفرجه زاویې او حتی قائمې زاویې لرونکو ټولو مثلثونو ته تعمیم ورکړی. نوموړي یوازې د وتر پر سر د مربع پر کارولو بسنه ونه کړه، بلکې د مربع پر ځای یې د مستطیل او متوازي‌الاضلاع کارونه هم وازمایله (یعنې ثابت بن قره دا نظریه له ټولو اړخونو وڅېړله، کوم چې عیناً له نننۍ عصري طریقې سره سمون لري).[۲]
ثابت بن قره د متحابو عددونو لپاره (هغه عددونه چې جالب ریاضيکي ځانګړتیاوې لري) قوانین جوړ کړل، یادو قوانینو د جادوګرۍ، نجوم او ستورپوهنیزو وړاندوینو په برخو کې مهم رول درلود. نوموړي له «جادوګریزو جدولونو» سره ځانګړې علاقه درلوده، ځکه یاد جدولونه د نن ورځې د ورځپاڼو او مجلو د هغو «الفاظو د ګډوډو معماوو» په څېر وو چې د تفریح او ساعت‌تېرۍ لپاره کارول کېږي.[۳]
عباسي خلیفه معتضد بالله ډېر علاقه مند و چې له علماوو، استعدادلرونکو او هوښیار کسانو سره ناسته پاسته ترسره کړي او د هغوی په ستونزو کې یې فعاله برخه اخیسته. نوموړی به د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کیده، د نوښتونو په اړه د دوی مباحثو ته به یې غوږ نیوه او  ډالۍ او انعامونه به یې ورکول.
معتضد بالله ثابت بن قره ته ډېر درناوی درلود او هغه یې «ابوالحسن» باله، سره له دې چې ثابت بن قره د حسن په نوم هېڅ زوی نه درلود، بلکې دوه زامن یې درلودل، یو د «سنان» او بل د «ابراهیم» په نوم. سره له دې ثابت بن قره په درېیمه هجري پیړۍ (نهمه میلادي پیړۍ) کې لا هم په همدې لقب یادېده.
ثابت بن قره دومره شهرت وموند چې د خپل وخت د عربي او مسلمان علماوو ترمنځ یې د «مهندس العرب» لقب خپل کړ. پر دې سربېره نوموړي په طب او درمل جوړونه کې هم شهرت درلود او د پښتورګو او مثانې د ناروغیو او دواګانو په اړه یې کتابونه ولیکل، چې دا د ده د علم پراخوالی او ژورتیا ښيي.[۴]
له بده مرغه د اروپا او امریکا ډېری ساینسپوهانو هغه خدمتونه له پامه غورځولي چې ابن قره د بشري تمدن لپاره ترسره کړي دي. حتا ځینې یې پوره باور لري چې د عرب عقل نشي کولای د ګالیله، ګاوس، نیوتن، اویلر، فرادي او نورو په څېر د نظريو بنسټ ایښودونکی واوسي. دا موضوع دومره ساده او تصادفي نه ده، بلکې دوه مهم لاملونه لري:
اول دا چې: غربيان په قصدي او ناعادلانه ډول پر عربي او اسلامي علمي او فرهنګي میراث سترګې پټې کړي دي.
دویم دا چې: پخپله عربان هم له خپل علمي میراث څخه غافل پاتې شوي او دې غفلت غربيانو ته ددې زمینه برابره کړې چې دا ډول باورونه رامنځته کړي.[۵]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] د عربو له خوا د علومو تاریخ، ص: ۲۲۹.

[۲] د عربي او اسلامي تمدن ځلاوې په علومو کې، ص: ۱۱۶.

[۳] تاریخ العلوم عندالعرب، ص: ۲۲۹.

[۴] د عربي او اسلامي تمدن ځلاوې په علومو کې، ص: ۱۱۸.

[۵] هماغه سرچینه، ص: ۱۱۹.

Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (شپږمه برخه)
Next Article د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږدېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.