لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
دېرشمه برخه
هغه مسلمان پوهان چې په بېلابېلو ریاضيکي علومو کې یې تخصص او مهارت درلود
په تاریخ کې بېشمېره پوهان او عالمان تېر شوي چې د ریاضيکي علومو او اړوندو موضوعاتو په وده، پراختیا او بنسټ ایښودنه کې یې خورا مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی او په دې ډګر کې یې تر نورو سبقت اخیستی دی. په دې برخه د هغو مشهور او مهمو پوهانو یادونه کوو چې په دې علمي ډګر کې یې ځانګړی مقام درلود.
امام محمد بن موسی الخوارزمي
امام محمد بن موسی الخوارزمي له ۱۶۴ هجري کال څخه تر ۲۳۵ هجري (۷۸۰ څخه تر ۸۵۰ میلادي) کلونو پورې په بغداد کې ژوند کاوه او همالته وفات شو. نوموړی د عباسي خلیفه مأمون په دوران کې زیات مشهور شو او د ریاضیاتو او نجوم په برخه کې یې ژور اغېز پرېښود. تر دې حده چې مأمون د «بيتالحکمه» مشر وټاکه.
الخوارزمي په بيتالحکمه کې ریاضيکي تفکر ته وده ورکړه او د «لومړۍ» او «دویمې» درجې معادلو د تحلیل لپاره یې داسې سیستمونه رامنځته کړل چې د یوه مجهول په لرلو سره د جبري او هندسي طریقو له لارې حل کېدل. نوموړي د همدې هڅو په پایله کې د الجبر علم په یو منطقي او علمي ساختار بدل کړ.
نو له همدې امله د الخوارزمي د «الجبر و المقابله» اثر د الجبر علم د ودې په برخه کې لومړنۍ منظمه او اصولي هڅه ګڼل کېږي.
هغه ریاضيات چې مسلمان علماوو له یونانیانو څخه ترلاسه کړي وو د اولادونو ترمنځ د میراث د ویشلو لپاره د قانوني محاسبې په برخه کې ډېر پېچلي او سخت وو، تر دې چې کله ناکله یاده محاسبه ناممکنه هم ښکاریده. دې ستونزې الخوارزمي وهڅاوه چې یوه دقیقه، پراخه او د تطبیق وړ لاره ولټوي، په همدې اساس یې د الجبر علم وکاراوه.
الخوارزمي وکولای شول چې په بغداد کې د مشغولیت ترڅنګ د خپل مشهور کتاب د لیکلو لپاره وخت پیدا کړي. [۱]
الخوارزمي د خپل کتاب (حساب الجبر و المقابله) په مقدمه کې یادونه کوي چې د خلیفه مأمون له لوري ترې غوښتل شوي وو چې داسې یو کتاب ولیکي چې د خلکو د ستونزو، په ځانګړي ډول د میراث او وصیتونو د قضیو د حل په برخه کې اسانه او ګټور وي. دلته د همدې کتاب د مقدمې یوه برخه راوړو:
«موږ د هغه څه له لوري وهڅول شو چې خدای تعالی امیرالمؤمنین امام مأمون ته ورکړي، د هغه خلافت پر جامه یې ځان سینګا کړ چې په میراث یې وړی و. همدارنګه له علم سره دده مینې، نږدېوالي له علماوو او د هغوی له اولادونو سره د سختو موضوعاتو د اسانه کولو او د ستونزمنو مسئلو د روښانه کولو په برخه کې د ده د مرستو په برکت مې د (حساب الجبر و المقابله) په نوم یو کتاب چې دقیق او جامع حسابونه پکې شامل دي تألیف کړ. ځکه خلکو دې کتاب ته د میراث، وصیت، تقسیمات، احکام، سوداګرۍ او هر هغه څه چې د دوی د ورځني تعامل برخه جوړوي اړتیا درلوده، لکه د ځمکو مساحت، د سیندونو کرايه، هندسه او نور مسائل. ما دا کار د نېک نیت له مخې ترسره کړی او هیله لرم چې یاد آثر د علماوو له لورې د خدای تعالی په فضل او له هغې پوهې سره چې د الهي نعمتونو په اړه یې لري و منل شي. په دې کار کې له خدای څخه مرسته غواړم او پر هغه توکل کوم، لکه څنګه چې هغه د ستر عرش مالک دی.» [۲]
د «حساب الجبر و المقابله» کتاب د رابرت شوستري له لوري د شپږمې هجري (دولسمې میلادي پېړۍ) په جریان کې لاتیني ژبې ته وژباړل شو. دا کتاب په اروپا کې د لاتیني ژبې له لارې مشهور شو خو په ۱۲۴۷ هجري (۱۸۳۱ میلادي) کال کې د انګلستان د آکسفورډ ښار په «بودلین» کتابتون کې د دې اثر یوه عربي نسخه وموندل شوه او په هماغه کال د عربي حروفو په بڼه هم په اروپا او هم عربي او اسلامي نړۍ کې خپره شوه.[۳]
الخوارزمي د «محدداتو» په برخه کې داسې نظریات وړاندې کړل چې نن ورځ د معاصر الجبر له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.
خو لومړنۍ عالم چې محدداتو ته یې وده ورکړه جاپانی عالم «سِکي کاو» (۱۶۴۲–۱۷۰۸ میلادي) و، نه لکه څنګه چې ځینې لویدیز پوهان ادعا کوي چې دا کار د آلماني فیلسوف «ویلهلم لایبنیتز» (۱۶۴۶–۱۷۱۶ میلادي) له لوري ترسره شوی و، بلکې هغه کس چې محدداتو ته یې عموميت وروباښه او په علمي ژوند کې یې تطبیق کړل، فرانسوی عالم «آگوستین لوئیس کوشي» (۱۷۸۹–۱۸۵۷ میلادي) و.
الخوارزمي د معادلې د رېښې د موندلو په برخه کې له ساختاري میتود څخه په بریالیتوب سره استفاده وکړه. له همدې امله د دوو موضوعاتو تر منځ خطا د الخوارزمي اختراع ګڼلی شو. یادې طریقې په عددي تحلیل کې مهم رول درلود او په انګلیسي ژبه کې د جوړښتي طریقې په نوم یادیږي.
الخوارزمي د مساحتونو لپاره ځانګړی واحد معرفي کړ او له «تکسیر» څخه یې استفاده کوله چې موخه یې هماغه سطحي مساحت او حجم دی. نوموړي د یو شمېر اشکالو د مساحت او حجم د محاسبې هڅه وکړه لکه د مستقیمو اضلاع لرونکو سطحو اشکال، او هندسي اجسام لکه دایره، د دایرې برخه، درېمخیز او څلورمخیز هرم، مخروط او کره.
الخوارزمي د π (پای) لپاره له تقريبي اعدادو لکه ۲۲/۷ یا ۱۰ څخه د اجسامو د سطحې یا حجمونه د محاسبې لپاره استفاده کوله. له همدې امله الخوارزمي د الجبر علم د ځینو جبري مفاهیمو په کارولو سره لا پیاوړی او بډای کړ. [۴]
الخوارزمي پوهېده چې په ځینو حالتونو کې د مجهول لپاره د مقدار (خیالي مقادیر) موندل ناشوني دي، الخوارزمي دا حالت «ناممکن حالت» باله. یاده اصطلاح د ریاضیکي علماوو تر منځ تر هغې چې مشهور سویسي عالم «لئونارد اویلر» (۱۷۷۷–۱۷۸۳ میلادي) د خیالي مقاديرو تعریف وړاندې کړ په همدې نوم یادیده.
اویلر خیالي مقدار داسې تعریف کړ چې: کله یو خیالي مقدار په خپل ځان کې ضرب شي، نتیجه یې منفي مقدار وي، او په دې اړه یې ګڼ مثالونه هم وړاندې کړل. وروسته بیا آلمانی عالم «کارل ګاوس» (۱۷۷۷–۱۸۵۵ میلادي) د خیالي مقاديرو مطالعې ته ځانګړې پاملرنه وکړه، د خیالي مقاديرو خواص یې تشریح او لا شفاف کړل.
د یادونې وړ ده چې خیالي مقادرو په پای کې د ریاضي خورا مهمو برخو، یعنې د «مرکب تحلیل» علم ته لار پرانیسته چې نن ورځ د معاصرو ریاضيکي علومو له بنسټیزو څانګو څخه شمېرل کېږي.
له شک پرته د دې علم بنسټ او اعتبار تر ټولو لومړی د اسلامي عالم محمد بن موسی الخوارزمي نوم ته راجع کېږي، او وروسته هغو لوېدیځو عالمانو ته چې پر خیالي مقاديرو یې څېړنې وکړې او «دمرکب تحلیل» تر عنوان لاندې ېې د یوه مستقل علم بڼه ورکړه. [۵]
دوام لري…
مخکنۍ برخه |وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص ۱۱۲.
[۲] الخوارزمی، محمد بن موسی، کتاب الجبر و المقابله، ص ۱۷، الجامعه المصریه، کلیة العلوم، ۱۹۳۷م.
[۳] تاریخ العلوم عند العرب، ص ۳۳۸.
[۴] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص: ۱۱۴.
[۵] هماغه ماخذ.