په اصل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تشریع تر ټولو مهم مقصد دا دی، چې د انسانانو لپاره واقعي مصالح (رېښتونې ګټې) خوندي او له واقعي مفاسدو (ریښتنو زیانونو) څخه یې وساتي، چې د پخوانیو او اوسنیو علماؤ له لوري ورته بېلابېل عناوین او عبارتونه استعمال شوې دي خو هدف یې یو دی او په دریو برخو ضروریاتو ( اړین مصالح)، حاجیاتو (اسانچاري مصالح) او تحسینیاتو (وقار او نظم ورکوونکي مصالح) باندې وېشل شوي دي، البته ځینو درې ګوني مقاصد، درې ګوني مصالح هم بللي دي.
د دې یادونه اړینه ده، چې په یادو دریو بڼو کې د انساني مصالحو یا شرعي مقاصدو محدودول په اصل کې استقرايي یا زینه په زینه حصر دی، چې د شرعي مقاصدو له مطالعې او په بل اړخ کې د انساني مصالحو له تحقیق او څېړنې څخه لاسته راغلی دی.
د (المستصی في علم الاصول) کتاب کې امام محمد الغزالي په دې اړه بحث کړی، نوموړي د شریعت له نظره مصالح په دریو برخو (ضروریاتو، حاجیاتو او تحسینیاتو) وېشلي، چې د ضروریاتو په برخه کې یې د شریعت پنځه ګونو مقاصدو ( د دین ساتنې، د نفس/ژوند ساتنې، د عقل ساتنې، د نسل ساتنې او د مال ساتنې) ته اشاره کوي او بیا وايي؛ ” هر هغه څه چې د دې پنځه ګونو اصولو د ساتنې تضمینونکي وي مصالح او هر څه یې چې له منځه وړي مفاسد بلل کیږي.” هغه له دې وروسته دا پایله ترلاسه کوي، چې؛ دا ناممکنه ده، هغه شریعت چې د خوی او عادت د سمون هڅه لري له مقاصدو دې خالي وي. شریعتونه د کفر، قتل، زنا، غلا او د مسکراتو د څښاک په حرمت کې اختلاف نه لري.
د قرانکریم ایتونه او نبوي احادیث د دې موضوع څرګند بیان کوي، الله تعالی فرمايي:
اې پیغمبره! کله چې تا ته مؤمنې ښځې راځي، تر څو پر دې بیعت درسره وکړي، چې له الله سره به څه شریک نه نیسي، نو له هغو په دې شرط بیعت واخله، چې (غلا به نه کوي) په حدیث شریف کې راځي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې له ښځو بیعت اخیسته او کله چې د شرطونو دې بند ته ورسېد، نو د ابوسفیان ښځې (هند) وویل؛ ابو سفیان بخیل دی، خو زه یې له مال څخه د غذا او خرڅ پیسې اخلم نو ایا دا کار سم دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هو، درته حلال دی.
او له هغوی څخه بیعت واخله په دې شرط چې (زنا به نه کوي) او د زنا حرمت یوازې د اصلي شرمګاه د زنا حرامولی نه دی، بلکه په حدیث شریف کې راغلي چې؛ “د آدم د اولاد لپاره د زنا یوه برخه لیکل شوې ده، چې هغه یې بېله شکه تر سره کوي؛ نو د سترګو زنا کتل دي، د غوږونو زنا اورېدل دي، د ژبې زنا خبرې کول دي، لاسونه زنا کوي او د هغوی زنا – نیول دي، پښې زنا کوي، او د هغوی زنا د فحشا پر لور روانېدل دي؛ زړه تمه او خواهش کوي او بیا شرمځای (فرج) دا خواهش یا تصدیقوي، یا یې ردوي.”
د (ألا یشرکن) شرط د دین ساتنې ته اشاره کوي، چې توحید او د شرک نه کول، له ټولو چارو مخکې عملي کول دي او د (ولا یسرقن) شرط بیا د مال ساتنې ته اشاره کوي، نو غلا، غصب، رشوت/ اختلاس او ورته نور کارونه حرام شوې دي، ځکه په مال تجاوز بلل کیږي او د (ولا یزنین) شرط بیا د نسل ساتنې ته اشاره کوي، دا ځکه چې زنا او لواط د نسل د ګواښلو لپاره تر ټولو خطرناک کار دی او همداشان د (ولایقتلن) شرط بیا د نفس د ساتنې لپاره اېښودل شوی دی.
دا پېښه د مکې د فتحې په ورځ وه، چې ښځې راغلې تر څو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړي، نو بیا الله تعالی یې خپل رسول ته امر وکړ، چې په دې ذکر شوو شرطونو ورسره بیعت وکړي.
په دې ایت کې د عقل ساتنې یادونه په څرګند ډول نه ده شوې، ځکه چې عقل د نفس برخه بلل کیږي او انسان هغه وخت معتبر شمېرل کیږي، چې د عقل له نعمت څخه برخمن وي. د عقل لوړ موقف ته په کتو اسلامي شریعت ورسره ځانګړي احکام تړلي او اسلامي پوهانو په انفرادي ډول ذکر کړی دی، ځکه چې ټول مقاصد ورپورې تړاو لري او مکلفیت هم د عقل له سالم والې سره تړلی دی.
د دې مصالحو اهمیت له دې څخه هم ښه څرګندیږي، چې د مکي دور پر مهال د لومړۍ عقبې تړون/بیعت په همدې موضوعاتو ترسره شوی وو. امام بخاري رحمه الله د (وفودالانصار) تر باب لاندې له عباده بن صامت رضي الله عنه څخه چې په همدې د لومړۍ عقبې د تړون په وفد کې یې شتون درلود، داسې روایت کوي؛ ” په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر شاوخوا یوه ډله صحابه را ګرځېدلي ناست وه، ویې فرمایل: «بایعُونِی عَلَى أَنْ لَا تُشْرِكُوا بِاللَّهِ شَيْئًا، وَلَا تُسْرِقُوا، وَلَا تَزْنُوا، وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ، وَلَا تَأْتُوا بِبُهْتَانِ تَفْتَرُونَهُ بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَأَرْجُلِكُمْ، وَلَا تَعْصُوا فِي مَعْرُوفٍ، فَمَنْ وَفَي مِنكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا فَعُوقِبَ فِي الدُّنْيَا فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا ثُمَّ سَتَرَهُ اللَّهُ فَهُوَ إِلَى اللَّهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ وَإِنْ شَاءَ عَاقَبَهُ، فَبَايِعْنَاهُ عَلَى ذَلِكَ.»
ژباړه: له ماسره په دې بیعت وکړئ، چې له الله سره به هېڅ شی هم نه شریکوئ، غلا به نه کوئ، زنا به نه کوئ، خپل اولادونه به نه وژنئ، له ځان په خلکو پسې خبرې مه تړئ، له نیکو او ښو کارونو څخه سر مه غړوئ، نو چا چې په دې عهد او تړون وفا وکړه، اجر یې پر الله تعالی دی او څوک چې له دې ګناهونو څخه یوه ګناه وکړي او په دې دنیا یې جزا (حد یا تعزیر) ووینې نو دا یې کفاره شوه او که چا یوه ګناه له دې ګناهونو څخه وکړه او الله تعالی یې پرده وکړه، نو عاقبت یې له خدای سره دی، که چېرته وغواړي بښنه ورته کوي او که وغواړي جزا یې ورکوي.
راوي زیاتوي؛ موږ په همدې مواردو د خدای له رسول صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ.
هغه څه چې د دې مقاصدو اهمیت لا ډېر ښکاره کوي، هغه دا دي چې الله تعالی د هغو لپاره چې د دې مقاصدو خلاف ورزي کوي، شرعي سزاوې (حدود) ټاکلې دي؛ لکه: د قصاص سزا، د ارتداد حد، د مسکراتو حد، د غلا حد او د زنا حد. الله تعالی په دې اړه فرمایي:
[اې محمده (صلي الله عليه وسلم)!] دوى ته ووايه چي راشئ، زه تاسي ته اوروم چې ستاسو رب پر تاسو باندې څه بنديزونه لګولي دي؛ دا چې له هغه سره څوك مه شريكوئ؛ له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ؛ خپل اولاد د مفلسۍ له وېرې مه وژنئ، موږ تاسو ته هم روزي دركوو او هغو ته به یې هم ورکړو؛ او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې کېږئ هم مه، كه ښكاره وي او كه پټ؛ او هغه نفس چې الله هغه محترم ګرځولى دى، مه وژنئ مګر په حق سره. دا خبرې دي، چې د دې لارښوونه يې تاسو ته کړېده، تاسو بايد له پوهې او ادراك څخه كار واخلئ.
ابن مسعود رضي الله عنه وايي، هر څوک چې غواړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري مهر شوي وصیت ته وویني، نو د انعام سورت ( ۱۵۱ – ۱۵۳) ایتونو دې ولولي.
[اې محمده (صلي الله عليه وسلم)!] دوى ته ووايه چي راشئ، زه تاسي ته اوروم چې ستاسو رب پر تاسو باندې څه بنديزونه لګولي دي؛” د الهي محرمات عبارت دي له دې چې؛ له خدای تعالی کوم څه شریک مه ګرځوئ، یعنی دا هغه لومړی څه چې رب تعالی پر تاسو لازم کړي او یا یې تاسو د هغې لپاره پنځولې (خلق) کړې یاست، دا ده چې له هغه سره شریک پیدا نه کړی. ” له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ!” یعنې د دوی د امر او نهیې اطاعت وکړئ او دا پخپله د دې معنا هم لري چې د دوی نافرماني باید ونشي. ” خپل اولاد د مفلسۍ له وېرې مه وژنئ، موږ تاسو ته هم روزي دركوو او هغو ته به یې هم ورکړو؛ ” ځکه د بنده ګانو رزق یې په پیداکوونکي باندې دی، نو په همدې اساس درېیم حرمت د اولاونو وژنه ده، (املاق) د فقر معنی ورکوي او باید یادونه وشي، چې د جاهلیت په دور کې به خلکو خپل زامن او لوڼې د فقر او غربت له وجې وژل او د دې ترڅنګ یې د ننګ او شرم له امله هم له لوڼو سره دا ظالمانه چلند کاوه او وژلې یې. ” او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې کېږئ هم مه – كه ښكاره وي او كه پټ” او ګناهونو ته نږدې کېږئ مه، چې له زنا او لواطت له همدې ډلې دی او دا بد کارونه که په ښکاره وي یا هم په پټه او دا څلورم حرام عمل دی. ” او هغه نفس چې الله هغه محترم ګرځولى دى، مه وژنئ مګر په حق سره.” د قصاص پر مهال د یو کس وژل، یا د محصن (نکاح کړي) زاني وژنه او یا هم د ارتداد له امله وژنه، چې په سمه او شرعي محکمه کې پر حکم وشي، حق وژنه بلل کیږي.
دا هغه سببونه دي، چې شرعې یې له مخې د مسلمان قتل مشروع کړی دی، په اړه یې ډېر احادیث هم څرګندونې لري، چې یو یې د ابن مسعود رضي الله عنه روایت دی او وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه چا وژنه چې د الله تعالی په وحدانیت او زما پر رسالت ګواهي ورکوي له دې دریو سببونو( د محصن نارینه یا ښځینه، د قصاص پر اساس د نفس قتل او د هغه چا وژل چې خپل دین یې پرېښی او د مسلمانانو له ټولۍ وتلی دی.) پرته روا نه ده.
په دې ایت کې پنځه ضروري مقاصد ذکر شوي، چې لومړی یې د دین ساتنه ده – ألا تشرکو ـ او ورپسې په بل ایت کې د نفس ساتنه راغلي – ولاتقتلو النفس – او د نسل ساتنه بیا په – ولا تقربواالفواحش – ایت کې ذکر شوې، ځکه فحشاء د نسل ساتنې متضاده کړنه ده او د عقل ساتنه بیا په (لعلکم تعقلون) برخه کې یاده شوې او د مال ساتنه بیا (ولا تقربوا مال الیتیم) کې ذکر شوې ده.
سعید بن زید رضي الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ” مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ و من قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهید.” هر څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شي، شهید دی، هر څوک چې یې د دین په دفاع کې ووژل شي، شهید دی، هر څوک چې د خپل ځان په دفاع کې ووژل شي، شهید دی، هرڅوک چې د خپل ناموس او عزت په لار کې ووژل شي، شهید دی.
نو د دې مقاصدو د دفاع په لار کې د شهادت درجه ترلاسه کول د دې مصالحو د مقام او اهمیت څرګندونه کوي.