
لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (دروېشتمه برخه)
د انسان بدن؛ د هستۍ په اینه کې تر ټولو نږدې معجزه
د انسان بدن؛ دا پېچلی، بې جوړې، دقیق او ژوندی جوړښت، د خدای تعالی د قدرت او حکمت یوه ستره او حیرانونکې نښه ده. کله کله موږ د الهي نښو د لیدلو لپاره په لرو کهکشانونو کې سترګې ګنډو، په داسې حال کې چې یوه تر ټولو ستره نښه موږ ته نږدې او ان زموږ د وجود برخه ده، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي؛
دلته به د انسان د بدن د جوړښت پېچلی او له عقله لوړ ترکیب په علمي او مفصل ډول تر څېړنې لاندې ونیسو، چې د عجایبو یوه نړۍ ده، داسې عجایب که په اړه یې لږ فکر هم وکړو، نو موږ به د عاجزۍ، خشوع، عقلانیت او هدایت لوري ته سوق کړي.
د پوست نظام: د ودې، نظم او نوښت یوه معجزه
وېښتان:
د هر انسان په سر کې په اوسط ډول شاوخوا ۳۰۰ زره وېښته شته. هر وېښته خپل ځانته جلا جوړښت لري چې پکې لاندې موارد شامل دي:
-
د وېښتو پیاز چې د ریښې او ودې اصلي ټکي دی؛
-
رګونه او شریانونه چې د وینې د تغذیې چارې پر مخ وړي؛
-
د وېښتو د نېغېدو عضله، چې د سړو یا د وېرې پر مهال فعاله کېږي؛
-
د حسي اعصابو رشته چې تحریکي احساسونه درکوي؛
-
د غوړ غده چې د پوست او وېښتو نرموالی ساتي؛
-
رنګ جوړوونکې غده (ملانوسایت) چې د وېښتو رنګ ټاکي.
-
پوست:
د پوست د سطحې لاندې شاوخوا ۱۵ میلیونه د خولو غدې شتون لري. دا غدې د یوې طبیعي یخچالۍ په څېر د بدن تودوخه برابروي، رطوبت په تعادل کې ساتي او د زهرجنو موادو په ایستلو کې مرسته کوي.
سترګه: له څو پوړیز جوړښت سره ژوندۍ کېمره
د انسان سترګه یوازې د لېدلو یوه اله نه ده؛ بلکې د رڼا د شننې یو ډېر دقیق سیستم دی. د سترګې په شبکیه کې لس پوړیزه حجروي جوړښتونه شته چې په ټوله کې پکې شاوخوا ۱۴۰ میلیونه د رڼا نیوونکي حجرې دي:
-
مخروطې حجرې (cones): د رنګونو پېژندلو لپاره؛
-
د ستنې په بڼه حجرې (rods): د رڼا د شدت او په تیاره کې د لیدلو لپاره.
له سترګې څخه یو بصري عصب مغز ته نښلول شوی چې شاوخوا ۵۰۰ زره عصبي رشتې لري. د لید پروسه په مغز کې په هماغه شېبه کې ترسره کېږي چې انځور ترلاسه کېږي او ورسره د رنګ، شکل، ژورتیا او خوځښت تحلیل هم کېږي.
غوږ: د غږیزو څپو دقیق شنونکی
د انسان په غوږ کې د غږ د اخیستلو جوړښت د سترګې د لید جوړښت ته ورته دی. د غوږ حلزوني برخه شاوخوا ۳۰ زره د اورېدلو ځانګړې حجرې لري چې آن د غږ د فریکونسۍ او شدت خورا باریک توپیرونه هم احساسوي.
په مغز کې یو ډېر دقیق نظام شته چې د دواړو غوږونو ترمنځ د غږ د رسېدو ډېر کوچنی توپیر محاسبه کوي، دا توپیر له یو پر زر او شپږ سوه مه شېبه (۱/۱۶۰۰ ثانیه) څخه هم کم وي، خو د همدې له مخې د غږ دقیق لوری انسان ته څرګندېږي.
ژبه او خوله؛ د خوړو د خوند د څکولو او بیان مرکز
د انسان د ژبې سطحه له شاوخوا ۹ زره د خوند وړو برجسته ګیو (taste buds) پوښل شوې ده. دا حسوونکي د خوږ، مالګین، تریخ او تروش خوند ترمنځ توپیر کولی شي او د خوند اړوند معلومات مغز ته لېږي.
هر توری چې ژبه تولیدوي، د ۱۷ عضلو ګډ کار ته اړتیا لري، هغه هم په داسې کره همغږي سره چې خبرې ممکنوي.
د خولې په مخاط (د دننه پوښښ غشا) کې شاوخوا ۵۰۰ زره ژوندۍ حجرې شتون لري. هر پنځه دقیقې نیم میلیون حجرې مري او په هماغه شېبه نیم میلیون نوې حجرې ځای ناستې کېږي؛ دا د بدن د ژوندي او پرلهپسې نوي کېدو یوه حیرانوونکې بېلګه ده.
وینه؛ د ژوند سیند
په هر مکعب ملي متر وینه کې شاوخوا (۵ میلیونه) سره کرویات شته، چې دا کرویات په ورځني ډول؛
-
۱۵۰۰ ځله په وینه کې ګرځي؛
-
تر ۱۱۵۰ کیلومتره ډېر واټن طی کوي.
که چېرته د یوه بالغ انسان د وینې سره کرویات د یوه بل ترڅنګ ترتیب کړو، نو د ځمکې د محیط شپږ برابره اوږدوالی به ولري.
زړه؛ هوښیار پمپ کوونکی
د انسان ژوند په منځني ډول؛
-
د ورځې (۱۰۰۰۰۰) ځله غورځي؛
-
شاوخوا (۸۰۰۰) لېټره وینه د ورځې او شپې په اوږدو کې پمپ کوي.
-
د ژوند په اوږدو کې په منځني ډول شاؤخوا (۲۸۰) میلیون لېټره وینه ټول بدن ته رسوي.
دا کړنې په منظم او خپلواک ډول روانې وي، چې د انسان په ژوند کې ستره معجزه ده.
مغز؛ د پېچلتیا او تحلیل شهکار
په مغز کې شاوخوا ۱۴۰ میلیارده ملاتړې حجرې شتون لري چې ډېری یې لا هم د ساینس لپاره ناڅرګند فعالیتونه لري. مغز، سره له دې چې د بدن د ټولو پروسو او کړنو مسؤلیت لري، خو تر اوسه د خپل جوړښت او دندې بشپړ درک نه لري؛ دا یوه حقیقت دی چې انسان هم عاجز کوي او هم یې د ژور فکر لور ته رابولي.
سږي: د ژوند د ساه ډګر
په سږو کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه د هوا وړې کڅوړې (الویولي) شته. که د دې کڅوړو ټوله سطحه پرانستل شي، شاوخوا ۲۰۰ متره مربع مساحت پوښي.
سږي هره ورځ:
-
نږدې ۲۵ زره ځله ساه اخلي؛
-
شاوخوا ۱۸۰ متره مکعبه هوا بدن ته دننه کوي.
ینه (ځیګر): د بدن بېوقفې لابراتوار
د انسان ینه:
-
شاوخوا ۳۰۰ میلیارده فعالې حجرې لري؛
-
کولای شي په هرو څلورو میاشتو کې ځان په کامل ډول نوی کړي.
-
له ۵۰۰ څخه ډېر مهم بایوکیمیاوي فعالیتونه ترسره کوي، لکه د زهرجنو موادو تصفیه، د صفرا تولید، د وینې د شکر تنظیم، د غوړو متابولیزم تنطیم او نور.
له ینې پرته انسان تر دریو ساعتونو زیات ژوندی نشي پاته کېدای، دا د انسان د بدن د ترکیب یوه تر ټولو مهمه، حیاتي او پېچلې عضوه ده.
د هضم او جذب نظام
د معدې د دیوال په جوړښت کې شاوخوا یو میلیارده حجرې شتون لري چې هره ورځ څو لیتره د هایدروکلوریک اسید (HCl) ترشح کوي.
یو مهمه پوښتنه دا ده: ولې دا قوي اسید خپله معده نه هضموي؟ علمي ځواب یې د معدې په ځانګړي مقاوم مخاطي پوښ او ځانګړو حفاظتي سیستمونو پورې تړلی دی؛ خو په پای کې، د معدې جوړښت خپله یوه بیولوژیکي معجزه ده.
د کوچنیو کولمو په هر سانتي متر مربع کې له ۳۶۰۰ څخه ډېر د جذب وړ وړې زُغابې (پرزې) شته چې د خوړو اړین مواد جذبوي او په هرو ۴۸ ساعتونو کې په بشپړ ډول نوي کېږي.
پښتورګي: ۲۴ ساعته تصفیوي مرکز
هر پښتورګی شاوخوا یو میلیونه د تصفیې واحدونه (نفرونونه) لري؛ که د دغو واحدونو د نلونو ټول اوږدوالی سره یوځای شي، شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره کېږي.
د بدن وینه په ورځ کې پنځه ځله له بډوګو تېرېږي تر څو پاکه شي. د پښتورګو په نشتون کې د بدن کیمیاوي تعادل په څو ساعتونو کې ګډوډېږي.
په خلاصه ډول ویلای شو؛ چې د انسان د بدن، دا خورا پېچلی او همغږی نظام، خپله یو ژوندی کتاب دی چې په هره حجره کې د یوه پوه او توانمند خالق نښه ښکاري. په ټولې هستۍ کې هېڅ سیستم نشته چې د انسان د جوړښت په شان دې پکې په دې کچه دقت، نوسازي، هوښیاري او دوام وي. دا نښې یوازې د طبیبانو یا پوهانو لپاره د درک وړ نه، بلکې هر د عقل خاوند یې درک کولای شي.
” وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ ” الذاریات ۲۱) او پخپله ستاسې په خپل وجود کې (د عبرت نښانې دي). ايا تاسې په ځير كتونكي نه ياست؟
دوام لري…