ليکوال: م. فراهي توجګي
امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدان ترې وېره لري (څلورمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه د ځینو شبهاتو ځواب
دويمه شبهه
ځينې کسان وايي: «د قرآن کریم له آيتونو څخه داسې استفاده کېږي چې ګواګې موږ باید یوازې د خپلو ځانونو په فکر کې واوسو، خپل نفس تزکيه کړو او د نورو د ګمراهۍ په اړه هېڅ مسؤولیت نه لرو؛ ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ…﴾ ژباړه: «ای مومنانو! د خپلو ځانو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب كوم تاوان نه درته كوي خو چې خپله پر سمه لار ياست.»[۱]
د شبهې ځواب
۱. مخالفینو چې کوم ظاهري مفهوم له دې آیت څخه اخیستی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وجوب له قطعي نصوصو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی؛ په همدې اساس اړینه ده چې پورته آیت له ظهور څخه منصرف کړل شي، تر څو له نورو آیتونو سره په تضاد کې واقع نه شي.
۲. الله تعالی په دې آیت کې نورو ته د ګمراهۍ په سبب ضرر نه رسول د انسانانو هدایت پورې مشروط کړې دي، او موږ پوهېږو چې انسان تر هغې هېڅکله بشپړ هدایت ته نه شي رسېدلای؛ ترڅو چې پر خپلو ټولو ورسپارل شويو مسؤلیتونو او مکلفیتونو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر یې یوه برخه ده عمل و نه کړي.
۳. د «عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ» کومه جمله چې په آیت کې راغلې ده په حقیقت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر اهمیت دلالت کوي؛ ځکه نفس ته پاملرنه هغه وخت بشپړېږي کله چې انسان خپلو شرعي دندو ته ارزښت ورکړي، او د دغو شرعي دندو له جملې یوه یې هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر ده.
قاضي بیضاوي وایي: «د آیت د نزول شأن دا دی چې مؤمنانو د اسلام له دعوت وروسته د کافرانو پر کفر افسوس کاوه او د هغوی د ایمان هیله یې درلوده.»
د پورته آیت په تفسیر کې له سعید بن مسیب څخه روایت شوی دی چې: «إِذا أَمَرتَ بِالمَعروفِ وَنَهَيتَ عَنِ المُنکَر، لا يَضُرُّکَ مَن ضَلَّ إِذا اهتَدَيتَ» ژباړه: «کله چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترسره کړې او له دې لارې هدایت ته ورسېږې، نو په دې صورت کې د ګمراه انسان ګمراهي هېڅ زیان نه درته رسوي.»
درېيمه شبهه
ځينې کسان وايي: «ددې لپاره چې موږ پخپله په بشپړ ډول د معروف له مخې عمل نه کوو او له منکر څخه ځان نه ساتو؛ نو پر موږ لازمه نه ده چې نور انسانان ښو ته را وبولو او له بدو یې منع کړو، بلکې یوازې د خپل نفس روزنې ته باید وخت ورکړو. ځکه چې الله تعالی هغه کسان غندلي دي چې خپل ځانونه یې هېر کړې وي خو نورو ته نصیحت کوي. لکه څنګه چې فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ﴾ ژباړه: «اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟ د الله پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسي هغه څه واياست چې نه يې كوئ.»[۲]
همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﴿أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ﴾ ژباړه: «آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟»[۳]
د شبهې ځواب
۱. یاد آیتونه د هغه چا د غندنې لپاره نه دي نازل شوي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده ترسره کوي، بلکې د هغه کس غندنه کوي چې خپله له معروفه لاس اخلي او منکر ترسره کوي. په بل عبارت پورته آیت د هغه کس غندنه کوي چې ځان یې هېر کړی وي او د خپلې وینا مطابق عمل نه ترسره کوي.
۲. هر مکلف دوه تکلیفه لري: یو د معروف ترسره کول او د منکر پرېښودل، دویم امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترسره کول. د یوې واجبې پرېښودل د بلې واجبې د پرېښودو لپاره هېڅ دلیل نه شي کېدای.
۳. دې کې هیڅ شک نشته په کامل ډول معروف ته د خلکو رابلل او له منکر څخه منع کول د خلکو پر نفسونو ډېر اغېز لري، خو نیمګړی او غیرکامل دعوت هم بېاغېزې نه وي. البته داسې باید نه وي چې انسان خپله پر معروف عمل نه کوي او یوازې نورو ته امر او نهی کوي.
څلورمه شبهه
ځینې وايي: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه دا چاره د فتنې او شخړې سبب ګرځي.
د شبهې ځواب
۱. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر موارد یو له بل سره توپیر لري؛ په ځینو مواردو کله چې اړین مصلحت شتون ولري، که د فتنې، تشنج او شخړې وېره هم موجوده وي اړتیا ده چې خلک راویښ کړل شي.
۲. د دې لپاره چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه ډېره کمه عملي شوې، دا سنت په خلکو کې له منځه تللی او ځینې خلک حتی وېره ترې لري. خو که چېرې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده عامه شي، نو بیا څوګ د خلکو پر وړاندې د تعرض جرئت نه شي کولای.
۳. که چېرې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه د دقت، درناوي او احترام له مخې ترسره شي، نو د خطر هېڅ ډول وېره نه پاتې کیږي.
پنځمه شبهه
ځینې وايي: «ایا غوره به نه وي چې د یوه او بل عقایدو ته درناوی وکړو؟ او بل دا چې هغو کسانو ته به څوګ امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده ترسره کوي؟»
د شبهې ځواب
۱. باطلو عقایدو ته هېڅکله باید احترام ونه شي.
۲. هو، له بده مرغه ځینې ګناهکاران، خلک د واجباتو پرېښودو او د منکراتو ترسره کولو ته رابولي.
شپږمه شبهه
ځینې وايي: که د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه واجب وي، نو ولې له ځینو متلونو سره په ټکر کې راځي؟ لکه: «عیسی په خپل دین، موسی په خپل دین»، «چې پخپله کجوره خوري، نو نور به څنګه د کجورو له خوړلو منع کړي؟»، «هیڅوګ د بل په قبر کې نه لویږي»، «په یو ګل نه پسرلی کېږي»، «د پاکانو عملونه له ځان سره مه مقایسه کوه» او داسې نور…
د شبهې ځواب
د څېړنو له مخې دا ډول متلونه د استعماري دولتونو له لوري رامنځته شوې دي.
پورته موارد د یادو دوو مهمو واجباتو په اړه یواځې یو څو محدود شبهات وو چې وړاندې شول.
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] المائدة: ۱۰۵
[۲] الصف: ۲-۳
[۳] البقرة: ۴۴