لیکوال: م. فراهي توجګي
امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدان ترې وېره لري (دریمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر طریقه
دا ښکاره ده چې هر کار خپله ځانګړې لاره او طریقه لري؛ که هماغه لاره او طریقه تعقیب نه شي نو نتیجه نه ورکوي.
په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې باید له حکمت، بصیرت او مشورې څخه کار واخیستل شي. کله چې منکر وینو نو سمدستي به چیغې او فریادونه، بد او رد نه وایو؛ بلکې لومړی به خپل لاس دعا ته پورته کوو او له الله جل جلاله څخه به مرسته غواړو، وروسته به ښه فکر او مشوره کوو چې له کومه ځایه یې پیل کړو او څنګه اقدام وکړو؟
الله متعال فرمایي: ﴿ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ﴾ [۱] ژباړه: «بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه.»
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه د ځینو شبهاتو ځوابونه
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه ځینې شبهات او اشکالات راپورته شوي دي چې دلته به یې ځینو ته ځواب ورکړل شي:
لومړۍ شبهه
ځینې وايي: پر موږ لازمه ده چې خلک په خپل حال پرېږدو او د دوی په شخصي ژوند کې مداخله و نه کړو. دوی ته دې د هغه معروف په اړه امر نه کیږي چې له ترسره کولو سره یې علاقه نه لري، او د هغې منکر په اړه دې نهې نه ورته کیږي چې له ترسره کولو سره یې لېوالتیا لري؛ ځکه دا کار د خلکو له شخصي آزادۍ سره چې په اسلام کې ثابته شوې، سازګاري نه لري.
دوی د خپلې ادعا د صحت لپاره د قرآن کریم لاندې آیت شریف د دلیل په توګه راوړي چې الله متعال فرمایي: ﴿لَا إِکْرَاهَ فِی الدِّینِ قَدْ تَبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِ﴾ [۲] ژباړه: «په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده.»
د شبهې ځواب
۱. امر بالمعروف او نهی عن المنکر که په سم، منطقي او معقول ډول ترسره شي، نو نه یوازې له فردي آزادۍ سره په ټکر کې نه دی، بلکې د عقل او انساني فطرت له مخې د تأیید وړ هم دی.
د مثال په ډول که چېرې ولیدل شي چې یو کس د څاه پر غاړه ولاړی دی او نېږدې ده چې څاه ته ورولویږي او هلاک شي، نو که چېرې په سم او معقول ډول هدایت ورته ونشي او په څاه کې له لویدو څخه و نه ژغورل شي نو دا د عقل خلاف چاره ده. د سالم عقل حکم دا دی چې د ټولنې پوه او بیداره خلک باید د ټولنې ناپوه او ویده وګړي سمې لارې ته هدایت کړي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لارې یې له تباهۍ او د اخرت له عذاب څخه وژغوري.
۲. لکه څنګه چې په خپل ځای کې ثابته شوې ده، د انسان وروستی هدف او غایه د الله تعالی قرب او نږدېوالی دی، نه په منکراتو کې ډوبېدل. دې کې شک نشته چې د انسان آزادي باید د انسان د غایي هدف تأمین کوونکې واوسي. په همدې اساس ویلی شو چې د اسلام له نظره آزادي د انسان د کمال د ترلاسه کولو یوه وسیله ده، د بشري مکتبونو برعکس چې آزادي یو هدف ګڼي.
هېره دې نه وي چې د فرد سعادت او کمال د هغه په اختیار او انتخاب پورې تړلی دی، خو انسان نه شي کولای چې “د انتخاب د آزادۍ” تر نامه لاندې د نورو د آزادۍ مخه ونیسي، د ټولنې د کمال په لار کې خنډ شي او یا د ټولنې کمال ته زیان ورسوي. په دې موضوع یوازې په اسلام کې نه، بلکې په ټولو بشري مکتبونو کې ټینګار شوی دی.
موږ پوهېږو هغه کسان چې په ټولنه کې په ښکاره ډول منکرات ترسره کوي، د بېنظمۍ او بېحرمتۍ له لارې ټولنه فساد او تباهۍ ته بیايي. نو د فرد کمال او آزادي هغه مهال د درناوي وړ ده کله چې د ټولنې کمال ته زیان ونه رسوي.
په همدې اساس د دولت او حاکمیت د مهمو دندو له جملې یوه یې هم دا ده چې هم له فردي آزادۍ ملاتړ وکړي او هم د ټولنیزې آزادۍ او د ټولنې د کمال ساتنه وکړي. په اسلام کې آزادي ذاتي ارزښت نه لري، په اسلام کې د آزادۍ ارزښت هدف او مقصد پورې تړلی دی؛ که چېرې آزادي د انسان د سعادت لپاره وي او د ټولنې د فرهنګي، تعلیمي او روزنیز پرمختګ سبب ګرځي، نو په بشپړ ډول ارزښت لري، له دې پرته آزادي بېارزښته ده او یا آن د ارزښت ضد بڼه خپلوي.
حق خبره دا ده چې فطري آزادي او ټولنیزه آزادي هره یوه یې خپله ځانګړې فلسفه او حکمت لري. انسان په فطري ډول آزاد پیدا شوی تر څو خپل مطلوب کمال ته ورسېږي؛ خو که چېرې له خپلې ازادۍ څخه د خپل ځان یا د ټولنې د زوال په موخه استفاده کوي نو ازادي یې د سلب وړ ده، ځکه د انسان د آزادۍ سرحدونه د ټولنې د اهدافو له مخې ټاکل کیږي.
۳. یاد آیت په عقیده کې جبر او زور نفې کوي؛ ځکه چې عقیده او ایمان له زړه سره تړاو لري چې په زور او جبر سره نه تر لاسه کېږي. د «لَا إِکْرَاهَ فِی الدِّینِ» جمله یوه خبري جمله ده او الله تعالی له دې جملې ورسته د «قَدْ تَبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ» جمله راوړې ده؛ او دوهمه جمله د لومړۍ جملې د دلیل په توګه راغلې ده.
یعنې کله چې د هدایت لاره روښانه شي او حق څرګند شي، نو په عقیده کې جبر ته اړتیا نه پاتې کېږي. په نورو آیتونو کې په څرګند ډول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وجوب بیان شوی دی. همدارنګه د حدودو او تعزیراتو په برخه کې پراخ بحثونو ترسره شوې دي چې هدف یې په ټولنه کې د منکراتو د تکرار مخنیوی دی. یاد ټول احکام د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ښکاره مثالونه دي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] النحل: ۱۲۵
[۲] البقره: ۲۵۶