Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (دوهمه برخه)
متفرقه پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD

امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: م فراهي توجگي
امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (دوهمه برخه)
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر اړتیا
هغه څه چې دې ټولنيزې دندې ته ځانګړی اهميت ورکوي د بني‌آدم ګناهونه دي، کوم چې د عذاب، بربادۍ او تباهۍ سبب ګرځي. لکه څنګه چې الله تبارک و تعالی فرمايي: “ظَهَرَ اَلْفَسٰادُ فِي اَلْبَرِّ وَ اَلْبَحْرِ بِمٰا كَسَبَتْ أَيْدِي اَلنّٰاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ اَلَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ”[۱] ژباړه: «څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکوي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي.»
په وچه او لمده کې تباهي، بربادي، بلاوې او مصيبتونه د هغو اعمالو له امله راڅرګند شوي دي چې خلک يې ترسره کوي او کله چې د الله عذاب راشي، نو صالح او فاسد، ښه او بد، مؤمن او کافر  ټول به پکې راګير شي. الله تعالی فرمايي: “وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ” [۲] ژباړه: «او له هغې فتنې څخه ځان وساتئ چې يوازې د هغو کسانو په برخه نه کېږي چې ظلم کوي (بلکې که د ظالمانو لاس و نه نيول شي، نو وچ او لمده دواړه به د دوی په ګناه کې وسوځي)، او پوه شئ چې الله ډېر سخت جزا ورکوونکی دی.»
رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو کسانو لپاره چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر کوي او د هغو لپاره چې له دې دندې لاس په سر کیږي، يو ډېر ښکلی مثال بيان کړی دی: “مَثَلُ القَائِمِ في حُدودِ اللَّه، والْوَاقِعِ فِيهَا كَمَثَلِ قَومٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سفينةٍ فصارَ بعضُهم أعلاهَا وبعضُهم أسفلَها وكانَ الذينَ في أَسْفَلِهَا إِذَا اسْتَقَوْا مِنَ الماءِ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوْقَهُمْ فَقَالُوا: لَوْ أَنَّا خَرَقْنَا في نَصَيبِنا خَرْقاً وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا، فَإِنْ تَرَكُوهُمْ وَمَا أَرادُوا هَلكُوا جَمِيعاً، وإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِم نَجوْا ونجوْا جَمِيعاً.” [۳] ژباړه: «هغه څوک چې د الله تعالی په حدودو ټينګ ولاړ وي او د منکراتو د له منځه وړلو پر وړاندې قیام کوي، او په مقابل کې یې هغه کس چې په منکراتو کې ولوېږي (حدونه مات کړي) د دواړو مثال د هغو خلکو په څېر دی چې د قرعه‌کشی له مخې ځينې د کښتۍ په پورته برخه کې ځای پر ځای شول او ځينې یې په لاندې برخه کې. هغه کسان چې په لاندې برخه کې وو، کله به یې چې د اوبو د څښلو اراده کوله، نو بايد له هغو کسانو څخه تېر شوي وای چې په پورته برخه کې وو. دوی له ځانه سره وويل: که موږ په خپله برخه کې يو سوری جوړ کړو او پورته کسانو ته زيان و نه رسوو، څه به کېږي؟ که هغوی پرېښودل شي چې دا کار وکړي، ټول به هلاک شي، او که د دوی لاس ونيسي، نو هم خپله ژغورل کېږي او هم  نور.»
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر شرطونه؛ د هغه چا لپاره چې غواړي دا مهمه دنده ترسره کړي او کار يې اغېزمن تمام شي:
۱. تر ټولو لومړی باید خپل ځان اصلاح او خپل نفس تزکيه کړي، له دې پرته یې د امر بالمعروف او نهي عن المنكر هڅې نتيجه نه ورکوي. الله تعالی هغه کسان ملامتوي چې خبرې او عمل یې سره برابر نه وي:
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ، كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ” [۴] ژباړه: «اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟ د الله تعالی پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسي هغه څه واياست چې نه يې كوئ.»
همدارنګه د بقرې سورت په ۴۴ آيت کې فرمايي: “أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ”ژباړه: «آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسې له عقل څخه کار نه اخلئ؟»
۲. امر بالمعروف او نهي عن المنكر د الله تعالی د رضا، د ټولنې د ژغورنې او د الله تعالی د بنده‌ګانو د نجات لپاره ترسره کړي، نه د ريا، ځان‌ښودنې، شهرت او نورو موخو لپاره. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي “وما أمروا إلا ليعبدوا الله مخلصين له الدين حنفاء”[۵] ژباړه: «او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی.»
۳. د صبر او حوصلې خپلول او له زغم څخه کار اخيستل؛ 
ځکه انسان په دې لار کې له ډېرې بې‌مهرۍ، جفا، آزار او اذيت سره مخامخ کېږي. نو بايد حليم او زغمناک واوسي، په استقامت او پايدارۍ خپل کار ته دوام ورکړي او له نااميدۍ او بدګمانۍ څخه ځان وساتي. د همدې لپاره لقمان حکيم [د لقمان سورت په ۱۷م آيت] کې لومړی خپل زوی ته سپارښتنه کوي چې لمونځ ادا کړي او له الله تعالی سره خپل تړاو ټينګ او مستحکم کړي، يعنې خپل نفس اصلاح او تزکيه کړي، لکه څنګه چې ورته وايي: “يا بني اقم الصلاة” ژباړه: «ای زويه! لمونځ قایموه.»
بيا ورته وايي: “وأمر بالمعروف وانه عن المنکر” ژباړه: «خلک نېکو کارونو ته رابوله او له بدو یې منع کوه.»
وروسته ورته وايي: “واصبر علي ما أصابک إن ذلک من عزم الأمور”  ژباړه: «او پر هغو مصیبتونو صبر کوه چې درته رسیږي» دا ټول له هغو بنسټيزو او مهمو چارو څخه دي چې ټينګ عزم او ثبات ته اړتیا لري.
۴. د معروف او منکر پېژندنه؛ 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر یو بل شرط دا دی چې امر کوونکی او نهي کوونکی بايد معروف او منکر وپېژني. له دې پرته مسؤل نه دی چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر وکړي؛ ځکه کېدای شي د ناپوهۍ او نادانۍ له امله د منکر حکم وکړي او له معروف څخه منع وکړي. کله چې یو کس په خپله نه پوهیږي چې یو عمل حرام دی او که نه، خو خلک ترې منع کوي نو دا سمه او موجه خبره نه ده. د بېلګې په توګه امر او نهي کوونکی نه پوهیږي چې موسيقي جواز لري او که نه خو دی یې په اړه امر او نهي کوي؟
۵. د اغېزمن کېدو احتمال؛ 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر يو بل شرط دا دی چې د اغېز احتمال باید موجود وي. يعنې امر کوونکی او نهي کوونکی بايد داسې ګومان وکړي چې امر او نهي یې که نن نه وي نو سبا خو نتیجه ورکوي.
۶. په ګناه اصرار؛ 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر بل شرط دا دی چې ګناهکار پر خپله ګناه ټينګار او سماجت ولري. که څرګنده شي چې هغه کس پرته له دې چې امر او نهي ورته وشي، خپله له خطا لاس اخلي، يعنې معروف ترسره کوي او منکر پرېږدي، نو په دې صورت کې امر او نهي پرې واجب نه ده.
۷. د مفسدې نه‌شتوالی؛ 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر بل شرط دا دی چې مفسده به پکې نه وي. يعنې امر او نهي بايد داسې نه وي چې مفسده ولري. که چېرې امر او نهي د دې سبب ګرځي چې د امر کوونکي او نهي کوونکي يا د بل مسلمان لپاره د ځاني زيان، د عزت زيان يا مالي تاوان په څېر کومه مفسده رامنځته کوي، نو په دې حالت کې امر او نهي واجب نه ده. البته هغه کس چې مکلفیت لري بايد د اهميت ملاحظه وکړي، يعنې په ټولو معروفاتو او منکراتو کې بايد د امر او نهي د ترسره کولو مفسده او د امر او نهي د ترک مفسده سره پرتله کړي، وروسته هغه کار ترسره کړي چې ډېر مهم وي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] روم: ۴۰

[۲] انفال: ۲۵

[۳] رواهُ البخاري

[۴] صف: ۲-۳

[۵] بینه: ۵

Previous Articleکرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)
Next Article قران تلپاتې معجزه (یوېشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۵)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (پينځه‌څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD12 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.