Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدان ترې وېره لري (لومړۍ برخه)
متفرقه یکشنبه _10 _اگست _2025AH 10-8-2025AD

امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدان ترې وېره لري (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي
امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدان ترې وېره لري (لومړۍ برخه)
لنډیز
د دې څیړنې موخه د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د موضوع څیړل او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه د شکونو ځوابول دي. په دې څیړنه کې له معتبرو علمي کتابونو ګټه پورته شوې ده؛ او د څیړنې  اړین معلومات د کتابتوني روش له لارې راټول شوي دي.
د امر بالمعروف موخه هغو کارونو ته د خلکو هڅول دي چې د شریعت له نظره غوره او نیک ګڼل شوي دي، او له نهی عن المنکر بیا موخه له هغو کارونو د خلکو منع کول دي چې د شریعت له نظره بد او ناوړه ګڼل شوې دي. د ځینو په نظر منکر یوازې د ګناهونو او معاصیو لپاره کارول کېږي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې منکر د حرامو او مکروهاتو دواړو لپاره کارول کېږي. په هر حال، «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» یوه الهي فریضه ده. واضحه خبره ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دین ساتونکی او د ديني فرایضو د پلي کېدو ضامن دی، او غوره انسانان او غوره امت هغه دی چې خلک له بدو منع کوي او ښو ته یې رابولي. همدارنګه فلاح او نېکمرغي خیر ته د خلکو په رابللو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې نغښتې ده. د دې فریضې له دلایلو څخه د اسلامي حکومت د رامنځته کیدو اړتیا پیدا کیږي، او بله دا چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د الله تعالی په لار کې له جهاد کولو څخه لوړ مقام لري. نو لازمه ده چې د دې مسئلې مبهم اړخونه په دقت سره وڅېړل شي  او د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې روښانه شي.
امام غزالي رحمه‌الله په خپل ارزښتناک کتاب «احیاء علوم الدین» کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په بحث کې وایي: «امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دین تر ټولو ستر محور او هغه مهمه موضوع ده چې الله تعالی یې د ترسره کولو لپاره ټول انبیا علیهم‌السلام راولېږل. که د امر بالمعروف او نهی عن المنکر بساط سره جمع شي او په علم، پوهه او عمل کې یې سستي وشي، نو د انبیاوو ټول پیغامونه به له منځه ولاړ شي، دیانت به وران شي، سستي او بې‌حالي به خپره شي، ګمراهي به پراخه شي، ناپوهي به دود شي، فساد به تر هر ځای ورسېږي، ټولنه به له اصلاح څخه خارجه شي، هیوادونه به وران شي او بندګان به هلاک شي؛ خو د قیامت تر ورځې پورې به د هلاکت احساس ونه کړي.»
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دین له بنسټیزو ښوونو څخه دی چې د ټولنې د اخلاقي، ټولنیز او دیني سلامت ساتلو کې اساسي رول لري او قرآن کریم د اسلامي امت له لوړو ځانګړتیاوو څخه ګڼلې ده.
“كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنّٰاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ اَلْمُنْكَرِ وَ تُؤْمِنُونَ بِاللّٰهِ وَ لَوْ آمَنَ أَهْلُ اَلْكِتٰابِ لَكٰانَ خَيْراً لَهُمْ مِنْهُمُ اَلْمُؤْمِنُونَ وَ أَكْثَرُهُمُ اَلْفٰاسِقُونَ”[۱] ژباړه: «تاسي هغه غوره ډله ياست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره راویستل شوېده تاسي د نيكۍ امر كوئ او له بديو منعه، او پر الله جل جلاله ايمان لرئ كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو دهمدوى لپاره ښه وه، په هغو كې ځينې مومنان هم شته؛ خو د دوى زياتره سرغړوونكي دي.»
دا اصل یوازې یوه فردي دنده نه، بلکې ټولنیز مسؤلیت دی چې د فساد مخه ونیسي، خیر خپروي او عدالت ټینګوي.
ددې برعکس د دین ځینې منکران یا ملحدین یاده چاره د نورو په ازادۍ کې لاسوهنه ګڼي او د فردي حقونو خلاف یې بولي. په ځواب کې یې باید وویل شي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر بېځایه لاسوهنه نه ده، بلکې د انحرافاتو په وړاندې ټولنیز مسؤلیت دی. لکه څنګه چې په هره ټولنه کې د اړیکو د تنظیم او د عامه زیان د مخنیوي لپاره قوانین جوړېږي، شریعت هم د دې اصل په وسیله ټولنه له خطا او سقوط څخه ساتي. له مسؤلیت پرته مطلقه ازادي، ټولنه بې‌نظمۍ او ویجاړتیا ته رسوي. همدارنګه امر بالمعروف خیر ته د نورو را بلل دي، نه جبر؛ او نهی عن المنکر د مهربانۍ مشوره او خبرداری دی، نه تحمیل.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر حکم
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام مبین دین له فرایضو او واجباتو څخه دی، لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: “وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ” [۲] ژباړه: «او باید له تاسي یوه ډله داسې وي چې خلک خیر ته رابلي، او پر نېکۍ امر کوي او له بدۍ منعه کوي او همدا کسان کامیاب دي.»
یعنې که یوه ډله خلک نور د نیکو کارونو ترسره کولو ته وهڅوي او د بدو کارونو مخه یې ونیسي، نو په دنیا او آخرت کې به بریالي او سرلوړي وي، او که داسې یې ونه کړل، نو ماتې به یې خوړلي وي.
همدارنګه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک ارشاد دی چې: “مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ” [۳] ژباړه: «که له تاسو نه څوک کوم منکر (بد کار) وويني، نو په لاس سره یې باید (عملًا) بدل کړي، که دا کار نشي کولای، نو په خپله ژبه دې یې بد وګڼي (وينا دې پرې وکړي)، او که دا هم نه شي کولای، نو په خپل زړه کې دې یې بد وګڼي، او دا د ايمان تر ټولو کمزورې مرتبه ده.»
یعنې که د لاس او ژبې په وسیله د بد کار مخه ونه نیسي نو باید پوه شي چې ایمان یې ضعیف دی.
الله تعالی په هغو قومونو لعنت ویلی او له خپل رحمت څخه یې محروم کړي دي چې دا مهمه دنده یې پرېښې ده، لکه څنګه چې الله تعالی د سورة مائدې په ۷۸-۷۹ آیتونو کې فرمایي: “لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ”[۴]  ژباړه: «له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو هغوى به يو بل له هغه ناوړه كاره نه ايسارول چې كولو به يې، يقيناً ډېر بد وو څه چې دوى كول.»
د یهودانو په منځ کې یوه ډله وه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده یې ترسره کوله، خو په مقابل کې یې یوه بله ډله چوپه او بې‌پروا وه او دا دنده یې نه ترسره کوله. هغوی به د دې دندې ترسره کوونکو او له بدۍ منع کوونکو ته ویل: ولې هغه قوم ته نصیحت کوئ چې الله تعالی به یې په پای کې له منځه یوسي او یا به یې په دردناک عذاب اخته کړي؟!
د نهی کوونکو ځواب به دا و: موږ له دې امله له بدۍ منع کوو چې د خپل رب په وړاندې خپله دنده ترسره کړو او په دربار کې یې بې‌مسؤلیته پاتې نه شو. برسېره پر دې کېدای شي زموږ خبرې د ظالمانو او ګناهکارانو په زړونو اغېز وکړي او له طغیان او سرکشی څخه لاس واخلي.
الله تعالی دا کیسه د سورة اعراف په ۱۶۴ آیت کې داسې بیانوي: “وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ”[۵] ژباړه: «او كله چې يوې ډلې يې وويل: د څه لپاره داسې خلكو ته نصيحت كوئ چې الله يې تباه كوونكى يا سخت عذاب وركوونكى دى، هغوى ويل: ستاسو رب ته د عذر پيدا كولو لپاره او دا چې ښايي دوى هم وويريږي.»
که تاریخ ته وګورو وبه وینو چې ګڼ داسې سخت‌زړي انسانان موجود وو چې هیچا یې د هدایت هیله نه درلوده؛ خو د علماوو او د دین د مشرانو د دعا او بلنې په برکت، د الله تعالی له هدایت څخه برخمن شول او د دین او د الله تعالی د بندګانو تر ټولو غوره خدمتګاران وګرځېدل. لکه: عمر بن خطاب، خالد بن ولید او نور رضي الله عنهم.
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] آل‌عمران: ۱۱۰

[۲] آل‌عمران: ۱۰۴

[۳] رواه مسلم

[۴] سورة مائده ۷۸-۷۹

[۵] سوره اعراف: ۱۶۴

اسلام اسلامي تمدن اسلامي شریعت امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدان ترې وېره لري
Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه څلوېښتمه برخه)
Next Article د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (دوهمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.