لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (دوهمه برخه)
د قصاص تاریخي ریښې
د قرآن کریم له نظره د نفس قتل لومړنی جرم دی چې د ځمکې پر مخ ترسره شوی دی، او دا چاره د انسان د تجاوزګرۍ او ځانمحورۍ له خوی څخه سرچینه اخلي. د نفس قتل هماغه وخت هم جرم او ګناه ګڼل کېده. د تاریخ په ټولو دورو کې د دې جرم په وړاندې د انسانانو عکسالعمل د هغوی د پوهې، کلتور او عقلاني ودې له سطحې سره سمه بڼه درلوده.
کله چې دینونه او مذاهب رامنځته شول نو د خلکو د ژوند په طرز یې اغېز وکړ، چې په پایله کې یې وړې ټولنې په لویو ټولنو بدلې شوې او دولتونه را منځته شول. د بشري ټولنو په ژوند کې دا ډول بدلونونو د مجازاتو په عملي کولو او پلي کولو کې هم بدلون راوست، د مجازاتو په ټاکنه او د جرم او جزا تر منځ د تناسب په رعایت کې پرمختګ وشو، او لږ تر لږه د جرم او مجرم په اړه فردي او ټولنیز غبرګونونه تر یوه بریده متوازن شول.
د مجازاتو د اندازې د محدودولو او د جرم او جزا ترمنځ د تناسب د رعایت لپاره، د قصاص موضوع مطرح شوه او له مخې یې مجازات د یوې قاعدې او ضابطې لاندې راوستل شول؛ داسې چې د غاښ په بدل کې به غاښ او د سترګې په بدل کې به سترګې ته سزا ورکول کیده.
اسماني دینونو په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی. د اسماني دینونو له برکته مسؤلیتونو شخصي بڼه خپله کړه او د ټولیزو مجازاتو د پلي کېدو مخه ونیول شوه. یاده چاره د دین او مذهب د ګڼو اغېزو له جملې یوه ده چې په ځینو ځایونو او وختونو کې د مجازاتو د اجرا او تطبیق مخه نیسي؛ لکه په ټاکلو ځایونو او وختونو کې د جګړې منع کول، یا په ځینو وختونو لکه د اختر په شپو او ورځو کې د مجازاتو نه پلي کول او داسې نور.[۸]
په یهودیت کې قصاص په دوو عمومي بڼو ترسره کېده: لومړی اعدام (د سنګسار کولو، سوځولو، په دار ځړولو، په غشي ویشتلو او د تورو په واسطه د ټوټې ټوټې کولو) په توګه به ترسره کېده. په یهودیت کې اعدام یوازې د عمدي قتل لپاره ځانګړی و؛ او دوهم د دیت ورکړه وه چې د رامنځته شوي زیان له کچې څلور یا پنځه برابره زیاته ټاکل کېده او دا چاره به د غیرعمدي قتل په صورت کې ترسره کیده.[۹]
په انجیل کې د قصاص حکم په څرګنده نه دی بیان شوی خو پر عفوې او بخښنې ټینګار د انجیل او د انجیل د پیروانو د پیغام اصلي برخه جوړوي؛ خو ځینې کسان په دې باور دي چې په مسیحیت دین کې د قصاص حکم موجود و، په دې دلیل چې د مسیح دین د موسی علیهالسلام د دین ناسخ نه و.[۱۰]
د جاهلیت په دوره کې د عربو د قصاص بڼه داسې وه چې کله به یو فرد قتل کاوه نو د فرد پر ځای به یې قبیله مسؤله ګڼل کېده؛ قبیلې په هغه حالت کې د فرد د قتل له مسؤلیت څخه ځان خلاصولی شو چې قاتل یې له ځان څخه بېل کړی وای او په عامه اجتماعاتو کې یې له قبیلې څخه شړل شوی اعلان کړی وای. له همدې امله د مقتول وارثانو نه یوازې له فرد، بلکې د هغه د قبیلې له نورو غړو څخه هم د قصاص غوښتنه کوله. په دې غوښتنه کې دومره افراط کېده چې ډېر کله به د جاني او مجنيعلیه ترمنځ د جګړې اور بلېده. دا غوښتنه هغه مهال لا ډېره جدي او شدیده کېده چې مجنيعلیه به د قوم کوم شریف کس یا مشر و. په ځینو قبیلو کې دا غوښتنه ډیری وخت له پامه غورځول کېده او قبیلې به له قاتل څخه ملاتړ کاوه.[۱۱]
اسلام د ظالمانه انتقامونو د تجویز پر ځای د قصاص عادلانه قانون وضع کړ. اسلام په حقیقت کې له یوې خوا قصاص د بېقیده او بېکنټروله چلند له بڼې څخه راوویست او د قاضي او قضاوت د واک تر کنټرول لاندې بڼه یې ورکړه، او له بلې خوا یې له غیرعادلانه انتقام څخه راوباسه او د عادلانه قصاص بڼه یې ورکړه. په دې توګه یې هغه ګډوډ او نامنظم حقوقي حالت ته چې د هماغه وخت ټولنې ورسره مخ وې، د پای ټکی کېښود. د یوه قتل په بدل کې د قاتل د څو خپلوانو وژل یو ډول ړوند انتقام و چې ډېر بېګناه کسان یې ښکار کېدل.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۸] رسولی، محمد اشرف، حقوق جزای عمومی، ص ۱۱۰، کابل: انتشارات واژه، ۱۳۹۶.
[۹] قیاسی، جلالالدین، مطالعۀ تطبیقی حقوق جزای عمومی اسلام و حقوق موضوعه، ج ۱، ص ۱۰۳، انتشارات پژوهشگاه حوزه و دانشگاه، ۱۳۹۶.
[۱۰] هماغه، ص ۱۰۵.
[۱۱] السيد سابق، فقهالسنه (حدود و تعزیرات)، ص ۲۰۱، ژباړن: محمد موسی همت، کابل: انتشارات نویده، ۱۳۷۴.


