
لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (اتلسمه برخه)
بیا، بیا اورېدونکی اسمان او بوټې زرغونونکې ځمکه
قرانکریم د انسان د هدایت کتاب دی، چې د اخلاقي او ایماني پیغامونو ترځنګ د طبیعي پدېدو او کیهاني جوړښتونو په اړه هم ژورې او له معنی ډکې اشارې لري، مثلا: د طارق په سورت کې د ځمکې او اسمان ستاینه په ځانګړې انداز کوي؛ ” وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ – وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ ” الطارق – ۱۱ -۱۲ ) ژباړه: قسم دی په باران اوروونكي اسمان؛ او (قسم دی) په چاودېدونكې ځمکه (چې اوبه، بوټي او داسي نور شیان ځنې راوځي)؛
دلته به د دې دوو لنډو خو ژورو او له مفهومه ډکو پیغامونو علمي اعجاز وڅېړو او د وحیې او معاصرو موندونو ترمنځ د حیرانونکو حقایق سپړنه به وکړو.
-
آسمان – یو عجیبه بېرتهراګرځېدونکی (دوران لرونکی)
د «الرَّجْع» کلمه په لغت کې د بېرته ګرځېدو، بېرته راګرځولو او د پخواني مسیر د تکرار په معنی ده. قرآن آسمان په همدې ځانګړتیا سره بیانوي. په لومړي نظر کې کېدای شي دا تعبیر ساده ښکاري، خو هر څومره چې د بشر پوهه د فزیکي اسمان، ستورپوهنې او اقلیمپوهنې په برخه کې پرمختګ کوي، هماغومره څرګندیږي چې دا توصیف څومره دقیق، بشپړ او الهام بښونکی دی.
الف: د آسماني نظامونو بېرتهراګرځېدونکي خوځښتونه
ټول آسماني اجرام په ټاکلو مدارونو کې حرکت کوي او دا حرکتونه بېرتهراګرځېدونکي او تکرارېدونکي دي. سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا په یوه مدار کې څرخي ، خپل ځای په آسمان کې بدلوي او بېرته لومړني ټکي ته راګرځي. دا دوره هر ۲۹.۵ ورځې وروسته تکرارېږي.
لمر هم، د پخواني تصور پر خلاف، د «شیدو لارې» کهکشان په منځ کې حرکت لري. لمر په یاد مدار کې د کهکشان د مرکز پر شاوخوا را ګرځي، چې تقریبا په ۲۲۵ کلونو کې خپل مسیر یو ځل پوره کوي.
د (هالۍ) په څېر لکۍلرونکي ستوري هم په بېرتهراګرځېدونکو مدارونو کې دي. د هالی لکۍلرونکی ستوری هر ۷۶ کاله یو ځل د ځمکې له څنګ څخه تېرېږي او بېرته راګرځي.
هر څه چې په آسمان کې دي – که ستوري وي، که سیارې، که سپوږمۍ او که نور اجرام – ټول د ګرځېدو، راګرځېدو او تکرار په حالت کې دي. قرآن په یوازې یوه کلمه کې دا ټوله الګو بیان کړې «ذات الرَّجع»، یعنې آسمان چې طبیعت یې بېرته راګرځول دي.
ب) فضايي بیا راګرځېدنه
اسمان یوازې په کیهاني برخو کې بېرته راګرځېدنه نه لري، بلکې ترڅنګ یې هوايي -فضاء هم ورته خصوصیات لري؛
-
د اوبو دوارن: تودخه د ځمکې اوبه د هوا په بڼې د اسمان لور ته پورته کوي او هلته بېرته په وریځو له بدلېدو وروسته د باران په شکل په ځمکې اوري.
-
د ګازاتو دوارن: انسانان اکسېجن تنفس کوي او (کاربون ډای اکساید) خارجوي، خو بوټې او ونې بېرته دا ګاز اخلي او د فوټوسنټېز له لارې یې په اکسېجن بدلوي.
-
الکترو مقناطسي څپې: نن ورځ په نړۍ کې ټول مخابراتي، راډیويي او سپوږمیکیز سیستمونه د څپو د خپراوي په اصل ولاړ دي. استول شوې څپې په فضاء کې خپریږي او بېرته بلې نقطې ته رسیږي.
-
دا ټولې چارې په فضاء کې د بیا ګرځېدو نښې دي، خدای تعالی په رېښتوني ډول سره فرمايي: «وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ» [طارق:11].
-
ځمکه سورۍ او پاشلې خاوره
خدای تعالی په بل ایت کې فرمايي؛ وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ ” الطارق -۱۲ )
ژباړه: او (قسم دی) په چاودېدونكې ځمکه (چې اوبه، بوټي او داسي نور شیان ځنې راوځي)؛
دا تعبیر هم د (ذات الرجع) د ایت غوندې د علمي حقایقو هنداره ده.
الف: د لویو وچو درزونه او ماتېدنې
د د ځمکې د تختو ټیکتونیک تیوري (Plate Tectonics) ثابته کړې چې لویې وچې په پیل کې د یوې واحدې وچې په بڼه سره نښتې وې، خو د وخت په تېرېدو سره له یو بل څخه لیرې شوې. د دغو تختو تر منځ پولې د فعالو درزونو او ماتو په بڼه ښکاري. زلزلې، د اورغورځونکو غرونو چاودنې او د ځمکې د پوست د څیرېدل ټول د ځمکې د «صدع» (شکاف) بېلګې دي.
ب: د ځمکې طبقاتی جوړښت
پوهان د ځمکې داخلي جوړښت د هګۍ له جوړښت سره ورته بولي:
-
د باندې پوښ کلک او ډبرین دی.
-
منځنۍ طبقه نیمهجامده او چسبناکه ده.
-
داخلي هسته د اېشدلې او ګرم مایع په بڼه په دوامداره تلاطم کې ده.
څومره چې د ځمکې ژورو ته ځو، کلکوالی کمیږي او تودوخه زیاتیږي. د ځمکې په مرکز کې، یوه اورینه او مایعه ماده د فوران په حالت کې ده، یعنې په دوامداره تلاطم او اضطراب کې. قرآن کریم دې علمي حقیقت ته اشاره کړې ده؛ ” ءَأَمِنتُم مَّن فِي ٱلسَّمَآءِ أَن يَخۡسِفَ بِكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ ” الملك 16 ژباړه: ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چې هغه ذات چې په اسمانونو کې دى، تاسي به په ځمکه کې ښخ کړي؛ او بیا به دغه ځمکه په ناڅاپي ډول ولړزیږي، وخوځیږي؟
دې ایت د ځمکې د داخل روان او متلاطم حالت د (تمور) په کلمې په ډېر دقت او ښکلا سره بیان کړی دی.
پایله:
د «الرّجع» او «الصّدع» دواړه کلمې د مانا او پوهې یوه پراخه نړۍ په ځان کې رانغاړي. الله تعالی آسمان د بېرتهراګرځېدنې د ځانګړتیا له مخې او ځمکه د هغې د درز لرونکو او طبقو طبقو طبیعت له مخې توصیف کړې ده. دا توصیفونه نه یوازې له ادبي اړخه، بلکې د علمي او ستورفزیکي لید له مخې هم له حقیقت سره سمون لري.
څومره چې بشر د کایناتو په پوهه کې مخکې ځي، هماغومره دې حقیقت ته رسېږي چې قرآن د انسان خبره نه ده، بلکې کائناتو د خالق کلام دی؛ ” أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلۡقُرۡءَانَۚ وَلَوۡ كَانَ مِنۡ عِندِ غَيۡرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ ٱخۡتِلَٰفٗا كَثِيرٗا” [نساء: ۸۲] ژباړه: ايا دا خلك قرآن ته نه ځير کیږي؟ – كه دا د الله پرته د كوم بل چا له لوري واى، نو په ده کښي به ډېر ګډوډ بيان موندل كېدی.
نو چا امي پیغمبر ته خبر ورکړ، چې د ځمکې په داخل کې اوریزه او متلاطمه ماده شته؟
ایا دا قران د سترې مرتبې کلام نه دی؟
دوام لري…