لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (اوولسمه برخه)
د ځمکې او اسمانونو خلقت
د نړۍ د پیداښت نظریې له پخوا زمانې څخه د بشر ذهن بوخت کړی دی او د څرنګوالي په اړه یې ګڼې نظریې وړاندې شوې دي. دې نظریاتو د فلکي حسابونو او یا هم فزیکي اصولو پر اساس هڅه کړې چې د بشریت تر ټولو لومړي سؤال (نړۍ څنګه پیل شوه؟) ته ځواب ووايي.
په دې اړه مروجې نظریې
د نړۍ د پیداېښت په اړه ګڼ شمېر نظریې وړاندې شوي، چې له دې ډلې یوه نظریه د سترې چاودنې (بېګ بنګ) نظریه ده. یاده نظریه ادعا کوي، چې نړۍ شاوخوا ۱۳.۸ میلیارد کاله پخوا له یوې کوچنۍ کتلې څخه پیل شوې ده او تر نن ورځې پورې د پراخېدو په حال کې ده.
دا نظریه د کهکشانونو د پراختیا او د کاسمیک شالید وړانګو پر تیوریو ولاړه ده.
د دې په مقابل کې، د ثابت جهان تیوري (Steady State) ده چې ادعا کوي کاینات تل همداسې موجود و او سره له دې چې پراخېږي، نوې ماده په پرلهپسې ډول تولیدېږي څو د کاینات کثافت ثابت پاتې شي. دا تیوري د شلمې پېړۍ په منځنیو لسیزو کې مشهوره وه، خو د د کاسمیک شالید وړانګو له کشف وروسته یې خپل اعتبار له لاسه ورکړ.
بله تیوري، د دوراني کایناتو تیوري (Cyclic Universe) ده چې کاینات بې پایه جریان بولي او وايي، چې نړۍ د غوړېدو او ټولېدو په حالت کې ده. د دې نظر له مخې، له هرې سترې چاودنې وروسته يوه ستره راچپه کېدنه (Big Crunch) رامنځته کېږي او کاینات زېږې، له منځه ځي او بیا زېږي.
له بلې خوا، M تیوري چې د ریسمان فزیک څخه اخیستل شوې، خورا پېچلې بڼه وړاندې کوي. دا تیوري وايي چې زموږ کاینات د څو کایناتو (Multiverse) له ډلې یو دی او هغه څه چې موږ یې د ستر چاودېدلو په نوم پېژنو، ښايي د لوړو بعدونو (Higher Dimensions) کې د برینونو (Branes) ترمنځ د ټکر پایله وي.
سره له دې چې دا نظریې بنسټیز توپیرونه لري، خو ټولې د یوې ګډې پوښتنې د ځواب موندلو هڅه کوي: د کایناتو اصلي ماهیت څه دی او کوم برخلیک یې په تمه دی؟
قرانکریم او د نړۍ پیدایښت
ټول اسماني دینونه نړۍ د خدای تعالی مخلوق ګڼي او وايي، چې د نړۍ جوړښت د طبیعت له قوانینو څخه بهر دی او پیل او پای لري.
قرانکریم د لارښوونو لپاره را لېږل شوی کتاب دی، خو کله ناکله له ځینو عجیبو رازونو څخه هم پرده پورته کوي، چې ډېری رازونه یې نن تجريي علم درک کړې دي. قرانکریم نړۍ د الله تعالی د مخلوق په حیث معرفي کړې، چې له هېڅ څخه منځته راغلې. په ګڼ شمېر ایتونو کې ورته اشاره شوې ده. ” إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ” اعراف – 54 ايت ژباړه: په حقيقت کې ستاسي رب هماغه الله دى چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پيدا کړل. همداشان د اعراف: ۵۴، یونس: ۳، هود: ۷، فرقان: ۵۹، سجده: ۴، ق: ۳۸ و حدید: ۴ ایتونو کې هم په ورته مضمون عناوین شته.
دا ایتونه په ضمني ډول د سترې چاودنې نظریې ته ورته طرحه وړاندې کوي، چې نړۍ له یوه واحد حالت څخه پراخه شوې ده. په یوه بل ایت کې راځي؛ ” أَوَلَمۡ يَرَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَنَّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ كَانَتَا رَتۡقٗا فَفَتَقۡنَٰهُمَاۖ وَجَعَلۡنَا مِنَ ٱلۡمَآءِ كُلَّ شَيۡءٍ حَيٍّۚ أَفَلَا يُؤۡمِنُونَ ” الانبيا – 30 ايت ژباړه: ايا کافران په دې نه پوهیږي، چي دغه ټول اسمانونه او ځمكه يو له بله سره نښتي ول، بيا موږ دوى دواړه بېل کړل. او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا کړ. ايا هغوى (زموږ دغه خلاقيت) نه مني؟
د( رتق) او (فتق) کلماتو معناوې
په عربي ژبه کې د «رتق» کلمه د تړل کېدو، سره نښلیدو او بې درزه یا بې تشې کېدو مانا لري، په داسې حال کې چې «فتق» د پرانستلو، څیرولو یا بېلولو معنا ورکوي. د دې تفسیر له مخې، یاد ایت څرګندوي چې د پیدایښت په پیل کې، اسمانونه او ځمکه د یوه سره تړلي جرم په توګه موجود وو او بیا د الهي ارادې په وسیله یو له بله جلا شول.
د پخوانیو مفسرینو نظر
امام فخر الدین رازي رحمه الله او تفاسیري اقوال یې؛ په دې اړه د مفسرینو عمده نظریات د فخرالدین رازي د قول د بیان په پیل سره داسې خلاصه کوو.
-
حسن، قتاده، سعید بن جبیر او عکرمه له ابن عباس څخه روایت کوي؛ ځمکه او اسمان په لومړیو کې سره یو ځای وو، نو خدای تعالی بیا د (فتق) جریان وکړ، یعنې اسمان یې لوړ کړ او ځمکه په خپل ځای پاته شوه.
-
ابوصالح او مجاهد وايي؛ اسمان په لومړیو کې یو واحد څيز و، چې بیا په اوو اسمانونو سره جلا شو او ځمکې هم په همدې شان.
-
د ابن عباس، حسن او ډېریو نورو مفسرینو نظر؛
اسمان او ځمکه په لومړیو کې سره تړلي او ژوند پکې نه وو، وروسته اسمان سوری شو او باران وورېد او ځمکه هم پرې کړای شوه او بوټې ترې را زرغون شول.
-
د ابومسلم او اصفهاني نظر؛ د رتق څخه مراد د خلقت نشتون او د فتق مفهوم بیا د مخلوقاتو ایجاد دی.
-
فتق له تیارې وروسته د رڼا ظهور ته وايي.
له دې پنځو نظریو څخه، لومړۍ نظریې د خپل سیاق او لغوي معنی له مخې غوره او قوي ده، ځکه د عربي ژبې د (رتق او فتق) په اصلي معانیو استواره ده، لکه څنګه چې امام فخرالدین رازي لیکي؛ «وبهذا الطريق صار الوجه الرابع والخامس مرجوحًا، ويصير الوجه الأول أولى الوجوه». [1]
( په همدې ډول څلورم او پنځم نظر کمزوری بلل کیږي او لومړۍ نظریه تر ټولو غوره هغه ده.)
معاصر لیدلوري؛
ځینې معاصر مفسرین او مسلمان پوهان د قرآن کریم آیتونه د معاصر ساینس له موندنو لکه د سترې چاودنې او د کاینات د پراخېدو له نظریو سره موافق بولي او اټکل کوي چې قرآن کریم په دې مفاهیمو کې عجیبه اشارې لري.
لکه څنګه چې وویل شو، د سترې چاودنې تیوري وایي چې کاینات له یوه ډېر متراکم او ډېر تود ټکي څخه پیدا او وروسته پراخ شوې دي.
د اسلام له نظره کاینات مخلوق دی او پیل لري، خو ساینس د طبیعي میکانیزمونو د تشریح هڅه کوي، په داسې حال کې چې دین د وروستي علت او اصلي سرچینې په اړه خبرې کوي.
زغلول النجار او د سترې چاودنې نظریه
ځمکپوه او د قران څېړونکی داکټر زغلول النجار یاد ایت د سترې چاودنې د نظریې موافق بولي او دلایل یې داسې وړاندې کوي؛
-
نړۍ د پیل له یوې نقطې څخه شروع شوې، چې ډېره متراکمه او ګرمه وه.( رتق)
-
وروسته دا نقطه وچاودېده او نړۍ په پراخېدو پیل وکړ. (فتق)
د دې په پایله کې چې کومې وریځې او ګردونه راغلل، نو اسمانونه، ځمکې، کهکشانونه، ستورې او نورې سیارې ترې تشکیل شوې.
هغه وخت کې چې انسانانو د نړۍ په ازلیت باور درلود، قرانکریم په ډېرې ساده ژبې او مفهوم داسې حقیقت بیان کړ، چې نن ورځ پوهانو په ډېرو پرمختللو وسایلو ترلاسه کړی دی.
بل ایت چې له دې بحث سره مستقیم تړاو لري، هغه د فصلت سورت ۱۱ ایت دی؛ ” ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ وَهِيَ دُخَانٞ فَقَالَ لَهَا وَلِلۡأَرۡضِ ٱئۡتِيَا طَوۡعًا أَوۡ كَرۡهٗا قَالَتَآ أَتَيۡنَا طَآئِعِينَ ” ژباړه: بيا هغه د اسمانو خوا ته متوجه شو چې په هغه وخت کې محض لوګى و. هغه اسمان او ځمکې ته وويل: “منځ ته راشئ، كه تاسي وغواړئ او كه ونه غواړئ.” – دواړو وويل: “موږ د فرمان منونكو په توګه رامنځ ته شوو.”
دا ایت څرګندوي، چې له لومړۍ جداینې وروسته اسمان د دود په حالت کې و او د نن ورځې ستور پېژندنه هم د اسمان همدا پلازما حالت ښيي.
د سید قطب رحمه الله تفسیر؛ له ژر تطابق څخه ډډه کول
سیدقطب رحمه الله په خپل تفسر (في ظلال القران) کې په دې ټینګار کوي، چې یاد شوی حقیقت د غور او فکر وړ دی، خو باید قرانکریم په ناثابته علمي نظریو باندې تطبیق نه شي، ځکه یادې نظریې بدلون کوي، خو قرانکریم ثابت حقیقت دی، چې د هدایت لپاره دی او اړتیا نشته چې د فزیک یا کیهانې پېژندنې د کتابونو ځایناستی دې شي او زیاتوي؛
«ونتقبل النظريات الفلكية التي لا تخالف هذه الحقيقة المجملة التي قرَّرَها القرآن، ولكننا لا نجري بالنص القرآني وراء أية نظرية فلكية، ولا نطلب تصديقًا للقرآن في نظريات البشر، وهو حقيقة مستيقنة، وقصارى ما يقال: إن النظرية الفلكية القائمة اليوم لا تُعَارِضُ المفهوم الإجمالي لهذا النص القرآني السابق عليها بأجيال”. [2] ( موږ د فلکي نظریو هغې برخې منو، چې د هغه کلي حقیقت سره تعارض ونلري، چې قرانکریم وړاندې کړي، خو د قرانکریم متن باید د فلکي نظریاتو پیرو نشي او د قرانکریم تصدیق په یادو نظریو سره نه کوو، ځکه قران یقیني حقیقت دی.)
په خلاصه ډول د د نن ورځې فلکي نظریه د قرانکریم له هغه کلي مفهوم سره تعارض نه لري.
پر ایت د ایمان پایلې
موخه وال پیداېښت: د قرآن کریم آیتونه څرګندوي چې د کایناتو پیداېښت تصادفي نه دی، بلکې یو پوه او توانا خالق پنځولي دي.
د نړۍ د ازلي/ ابدي والي نظریې رد؛ دا ایت د نړۍ د ابدیت نظریه باطله او ردوي.
د وحدانیت لپاره دلیل: لکه څنګه چې کاینات د یوه ځواکمن ذات له لوري پیل شول، واک او برخلیک یې هم د هغه واحد ځواکمن په لاس کې دی.
تفکر او تدبر ته بلنه: د «أَوَلَمۡ يَرَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ» تعبیر د قرآن هغه اشاره ده چې انسانان د پدیدو په اړه د ژور فکر او علمي پوهې ته رابلل کېږي.
په پای کې، لنډه دا چې د انبیا سورت د ۳۰م آیت کریم، د قرآني هدایت یوه روښانه بېلګه ده. دا آیت هم اعتقادي اړخ لري، هم علمي پیغام او هم د توحیدي تفکر او د کیهان پېژندنې لپاره یو بنسټ برابروي.
بې له شکه، که مسلمانان د دې ډول علمي اشارو سره په دقت او څېړنه چلند وکړي، د علمي موندنو په ډګر کې به مخکښان شي. قرآن د کایناتو د درک کیلۍ انسان ته ورکړي، خو د قفلونو پرانستل یې د فکر کولو او د بشري علومو د زدهکړې په غاړه ایښي دي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
([1]) فشرده و خلاصه از: تفسير الرازي = مفاتيح الغيب أو التفسير الكبير (22/ 137-137).


