لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (یولسمه برخه)
کلاسیک او مدرن:
د شته اختلافاتو په نظر کې نیولو سره لیبرالیزم عموماً په دوو اساسي ډولونو وېشل کېږي:
۱. کلاسیک
۲. مدرن
کلاسیک لیبرالیزم محدود اهداف لري او په عمومي ډول یو سیاسي مکتب بلل کېږي، خو مدرن لیبرالیزم نامحدوده بڼه لري او اهداف یې عام دي. ویل کیږي چې مدرن لیبرالیزم د کلاسیک لیبرالیزم لپاره یوه جدي ګواښ ګڼل کېږي.[۱]
کلاسیک لیبرالیزم پر محدود دولت، د قانون پر حاکمیت، د استبدادي ځواک پر مخنیوي، فردي مسئولیت او د شخصي ملکیت او قراردادونو پر ساتنې تمرکز لري. کلاسیک لیبرالیزم دموکراتیک مکتب نه دی؛ ځکه هېڅ داسې تضمین وجود نلري چې د اکثریت حکومت یا ګټې دې د قانون له حاکمیت، د ملکیت له حق او مدني آزادۍ سره همغږي ولري.
دوی له رفاهي دولت سره هم مخالفت لري؛ ځکه دوی باور لري چې هر فرد باید د خپلې شخصي رفاه لپاره په خپله هلې ځلې وکړي.[۲]
«توماس هابز» هڅه وکړه چې د انګلستان له کورنۍ جګړۍ وروسته د دولت د قدرت موخه او توجیه تشریح کړي. نوموړي د دې کار لپاره د طبیعي حقوقو له نظریې څخه کار واخیست او د ټولنیز قرارداد د مفکورې په مرسته دې پایلې ته ورسېد چې شاهي نظام د ټولنې لپاره یو مثالي او مطلوب نظام دی.
«جان لاک» د هابز له نظریې څخه د ټولنیز قرارداد او طبیعي حقوقو مفاهیم را واخیستل او استدلال یې وکړ چې کله پاچا په ظالم او مستبد شخص بدلېږي، نو له ټولنیز قرارداد څخه سرغړونه کوي، چې دا کار د وګړو ژوند، ازادي او شخصي ملکیت چې د دوی طبیعي حقونه دي له خطر سره مخامخ کوي.
لاک دې پایلې ته رسېږي چې اتباع حق لري چې د ظالم او مستبد واکمن پر ضد قیام وکړي او له واکه یې لېرې کړي.
لاک د ژوند، ازادۍ او ملکیت ارزښتونه د حکومت له قانون او ځواک څخه لوړ ګڼي، او لیبرالیزم د ټولنیز قرارداد د تیورۍ په اساس تعریفوي.
د روڼاندۍ دورې د لومړنیو مفکرانو له نظره د اساسي حقونو (چې مهم هغه یې ازادي او شخصي ملکیت دي) ساتنه له پراخ او عادلانه قضايي نظام څخه برخمن حاکمیت ته اړتیا لري.[۳]
لیبرالان په دې باور دي چې انسانان ذاتاً له خپلو غریزو پیروي کوي او د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. د دې خطرناک فطرت د مهار او نجات یوازینی لاره دا ده چې د افرادو ترمنځ یوه شریکه او له ټولو لوړه ځواکمنه اداره رامنځته شي، داسې اداره چې وکولای شي په اجباري ډول او د اجرایي تضمین له مخې د خلکو د ګټو او غریزو ترمنځ د ټکر په اړه قضاوت وکړي.[۴]
دا ځواک کیدلی شي د یوې مدني ټولنې په چوکاټ کې رامنځته شي، داسې ټولنه چې افرادو ته اجازه ورکوي ترڅو په خپله خوښه له حاکم ځواک سره ټولنیز قرارداد امضاء کړي، خپل برخلیک په خپله وټاکي، او خپل طبیعي حقوق هغې دولت ته وسپاري چې دوی خپله غوره کړی وي، ترڅو دولت وکولای شي د دوی له ژوند، ازادۍ او ملکیت څخه ساتنه وکړي.
همدا لومړني لیبرالان که څه هم د حکومت د مطلوبې او مناسبې بڼې په اړه سره موافق نه دي، خو ټول په دې نظر دي چې ازادي یو طبیعي حق دی او محدودول یې قوي توجیې ته اړتیا لري.
که څه هم ځینې لیبرال فیلسوفان په ښکاره ډول د دولت له موجودیت سره مخالفت کوي خو لیبرالان عموماً د محدود دولت پلویان دي.
د بېلګې په توګه «توماس پین» لیکي: «دولت حتی تر ټولو غوره حالت کې هم یو ضروري شر دی.»[۵]
د دولت د واک د محدودولو د پروژې د یوې برخې په توګه، ګڼ شمېر لیبرال نظریهپالان لکه «جېمز مډیسن» او «بارون دو مونتسکیو» د قواوو د تفکیک له نظریې څخه دفاع کوي؛ په دې نظام کې د حکومت واکونه په مساوي ډول د اجرائیه، مقننه او قضائیه برخو ترمنځ ووېل کیږي.
دولتونه باید درک کړي لیبرالان له دې نظریې څخه دفاع کوي چې وګړي حق لري چې د هر ډول ممکنې لارې څخه کار واخلي، حتی که اړتیا وي له زور، تاوتریخوالي او انقلاب څخه هم کار اخیستلی شي تر څو د هغه دولت پر وړاندې پاڅون وکړي چې ددوی له غوښتنو سره سم عمل نه کوي.[۶]
معاصر لیبرالان تر ډېره د ټولنیز لیبرالیزم تر اغېز لاندې دي او لا هم د اساسي قانون پر بنسټ د محدود دولت قوي ملاتړ کوي. خو له بل پلوه د وګړو د مساوي حقونو د تضمین په موخه د دولتي او محلي خدماتو پلويان دي.
عصري لیبرالان ادعا کوي چې د حقونو رسمي او تشریفاتي ضمانتونه هغه وخت بېمعنا کېږي، کله یې چې وګړي د استعمال وس او توان ونه لري؛ له همدې امله په اقتصادي چارو د دولت د لا زیات رول پلویان دي.[۷]
لومړنيو لیبرالانو د دولت او کلیسا، دین او سیاست ترمنځ د جلاوالي لپاره زمینه برابره کړه. لیبرالان لکه څنګه چې د روڼاندۍ د دورې له مخکښانو سره همنظر دي، باور لري چې هر ډول ټولنیز او سیاسي نظم د انساني کړنو او چلندونو پایله ده، نه د کومې الهي ارادې.[۸]
ډېریو لیبرالانو په ښکاره ډول له دیني او مذهبي عقایدو سره دښمني درلوده؛ خو د دوی ډېره نیوکه په سیاسي چارو کې د دین پر مداخلې وه. هغوی استدلال کاوه چې د افرادو د بریا د تضمین لپاره د دوی خپل ایمان بسنه کوي، اړتیا نشته چې دولت د دین له لوري اداره یا حمایه شي.[۹]
په معاصره ټولنه کې د دولت د مشخص رول د تعریف سربېره لیبرالان د لیبرال فلسفې په تر ټولو مهم اصل یعنې آزادۍ جدي ټینګار کوي.
له اوولسمې تر نولسمې پېړۍ، له آدام سمېت نیولې تر جان سټوارټ مېل پورې لیبرال مفکرینو ازادي د خلکو په ژوند کې د دولت د مداخلې د نشتون په توګه تعریفوله. دوی ادعا کوله چې هر انسان باید په ازدانه ډول د خپلو ځانګړو ظرفیتونو او وړتیاوو د روزلو فرصت ولري.[۱۰]
د «میل» د ازادۍ کتاب (۱۸۵۹م) چې د لیبرال فلسفې له کلاسیکو متونو څخه ګڼل کېږي، څرګندوي چې: یوازینۍ ازادي چې د ازادۍ د نوم وړ ده، دا ده چې انسانان وکولای شي خپلې ګټې او غوښتنې په خپل خوښه او ځانګړي ډول تعقیب کړي.[۱۱]
د ازاد بازار پر بنسټ د پانګوالۍ ملاتړ هم تل له همدې ازادۍ سره مل پاتې شوې ده.
«فردریش هایک» په خپل مشهور کتاب «د غلامۍ لار» (۱۹۴۴م) کې استدلال کوي چې پر ازاد بازار تکیه کول د دولت له ټولواکۍ (توتالېتاریزم) څخه مخنیوی کوي.[۱۲]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلوکې برخه
سرچینې:
[۱] ـ هماغه، مخونه ۳۶۲–۳۶۳.
[۲] ـ Young, pp. ۳۰–۱.
[۳] ـ Ryan, “Liberalism”, A Companion to Contemporary Political Philosophy، مخ ۳۶۲.
[۴] ـ Young, p. ۳۰.
[۵] ـ هماغه، p. ۳۱.
[۶] ـ Young, p. ۳۲.
[۷] ـ Young, pp. ۳۲–۳.
[۸] ـ Gould, p. ۴.
[۹] ـ Young, p. ۳۳.
[۱۰] ـ Wolfe, p. ۷۴.
[۱۱] ـ Adams, pp. ۵۴–۵.
[۱۲] ـ Wempe, p. ۱۲۳.


