لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لسمه برخه)
فرانسوی سیاسي فیلسوف مونتسکیو:
لیبرالان حتی د لیبرالیزم په مفاهیمو کې هم یو له بل سره توافق نه لري؛ د بېلګې په توګه «فردي ازادي» د دوی ترمنځ یوه شریکه نکته ده، خو د «فردي ازادۍ» په اړه د دوی تعریفونه یو ډول نه دي او د وخت په تېرېدو سره ګڼ بدلونونه پکې راغلي دي.
په اتلسمه پېړۍ کې کلاسیک لیبرالان د منفي ازادۍ پلویان وو؛ خو په راتلونکو پېړیو کې مختلف نظریات راپیدا شول او په وروستیو کلونو کې د ځینو لیبرالانو له لوري د ازادۍ یو جمهوريپاله قرات ( چې موخه ترې له تسلط څخه خلاصون دی) وړاندې شو.
د نظر تر ټولو لوی اختلاف د دولت د رول په اړه دی. کلاسیک لیبرالان یا لیبرتارینان دولت یو «ضروري شر» ګڼي؛ ځکه دوی باور لري چې د دولت هر اقدام د شخصي ازادۍ پر وړاندې یو ډول تعرض دی. خو د بلې ډلې په نظر دولت یوه طبیعي وسیله ده چې ښايي ځورونکی (سرکوبګره) تمامه شي، خو دولت د دې وړتیا هم لري چې عامه خیر رامنځته کړي، هغه خیر چې افراد یې په یوازې ځان نشي ترلاسه کولای.
ځینې لیبرالان، انسان د باور وړ موجود نه ګڼي، ددوی په باور د انسان اصلي محرک ددوی خپلې شخصي ګټې او پر نورو مسلط کیدل دي؛ له همدې امله باید انسان د قانون په اساس محدود شي.
خو یو شمېر نور لیبرالان بیا دا ډول وېره بېاساسه ګڼي. جیمز مدیسن یادونه کوي چې کله د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون لیکل کېده، نو یوې ډلې باور درلود چې یوازې د «استبداد ځنځیرونه» کولای شي چې د یو بل پر وړاندې د انسانانو د نابودۍ مخه ونیسي.
د لیبرالیزم د رامنځتهکېدو یا پلي کېدو په اړه هم د نظر اختلاف موجود دی. یوه ډله باور لري چې د لیبرالیزم د تطبیق لپاره یوازې مناسبه قانونسازي او لازم دولتي بنسټونه بسنه کوي؛ خو د بلې ډلې نظر بیا دا دی چې که چېرې لیبرالیزم د محدود دولت په معنا واوسي، نو د محلي فرهنګي دودونو (که مذهبي وي او که سیکولر) له لوري به رد شي، ځکه محلي دودونه غواړي چې پر خلکو بشپړه ولکه ولري او د دوی پر ژوند د تل لپاره واک وچلوي.[۱]
اصلي زمینې:
د لیبرال نظریهپردازانو او فیلسوفانو د بحث موضوعات په مختلفو زمانو، بېلابېلو کلتورونو او سیمو کې له یو بل سره ډېر تفاوت درلودلی دی.
د لیبرالیزم د موضوعاتو او نظریو تنوع د هغو قیوداتو له لارې درک کېدای شي چې د لیبرال مفکرینو او خوځښتونو له خوا د «لیبرالیزم» له نوم سره یو ځای شوي دي؛ لکه: کلاسیک، مساوات پالنه، اقتصادي، ټولنیز، رفاهي دولت، اخلاقي، انسانپال، کمالپال، دموکرات، او نهادپال.
یاد ډول ډولونه یوازې د هغو قیوداتو یوه برخه ده چې د لیبرالیزم تر چتر لاندې راغلي دي.[۲]
سره له دې پراخې تنوع او توپیرونو، لیبرال فکر په خپلو بنسټیزو مفاهیمو کې ډېر لږ اختلافات سره لري او د ځینو اساسي اصولو پر سر بېلابېل مکاتب توافق سره لري: پر فردي ازادۍ او برابري ایمان، له خصوصي مالکیت او د افرادو له حقونو ملاتړ، له محدود مشروطه دولت ملاتړ، د کثرتپالنې، زغم، خپلواکۍ، د بدن تمامیت او رضايت په څېر د مهمو ارزښتونو منل. [۳]
لیبرال فیلسوف «جان ګری» د لیبرال فکر ګډ اساسات فردپالنه، مساواتغوښتنه، اصلاحباوري، او نړیوالپالنه ګڼي. فردپالنه د ټولنیز فشار پر وړاندې د فردي اخلاقو پر برترۍ ټینګار کوي؛ مساواتغوښتنه همدا برتري د ټولو انسانانو لپاره غواړي؛ اصلاحباوري باور لري چې ټولنیز او سیاسي نظم د نسلونو په تېرېدو سره ښه کېدای شي؛ او نړیوالپالنه د انسانانو اخلاقي وحدت ته ارزښت ورکوي او کوچني کلتوري توپیرونه کم اهمیته ګڼي. [۴]
د اصلاحغوښتنې عنصر د سختو مناقشو موضوع پاتې شوې ده؛ د ایمانوئل کانت په څېر متفکرینو چې د بشر پر پرمختګ یې باور درلود، له دې نظریې څخه دفاع وکړه، خو د ژان ژاک روسو په څېر اشخاصو چې د ټولنیزې همکارۍ له لارې د انسانانو د اصلاح هڅه یوه ناکامه هڅه بولي سخت انتقاد پرې کړی دی. [۵]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] ـ Galston, “Liberalism”, The Encyclopedia of Political Thought. ۲–۳.
[۲] ـ Young, p. ۲۵.
[۳] ـ Young, p. ۴۵.
[۴] ـ Gray, p. xii.
[۵] ـ Wolfe, pp. ۳۳–۶.


