لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نههڅلوېښتمه برخه)
د حدیثو د اصولو علم
د جرح او تعدیل علم
دا خبره ښکاره او روښانه ده چې له راویانو او ناقلینو پرته د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د احادیثو او روایتونو د پیژندلو بله هېڅ لاره نشته؛ له همدې امله د راویانو د حالاتو، د هغوی د ژوند د مسیر تعقیب، د نیتونو او موخو درک، د دوی د مقامونو او طبقو پیژندنه، او د موثقو او ضعیفو راویانو ترمنځ توپیر کول د صحیح او غیرصحیح حدیثو د تشخیص تر ټولو مهمه وسیله ده.
دا هماغه علم دی چې «د جرح او تعدیل علم»، «علم رجال» یا «د راویانو د معیار په علم» مشهور دی، چې د نړۍ په هېڅ ولس یا ملت کې یې ساری نشته. د دې علم لپاره دقیق اصول او ضوابط ټاکل شوي، تر څو د روایت د منلو یا نه منلو له اړخه د راویانو حالات وڅېړل شي. یاد علم د حدیث د علم نیمایي برخه بلل کېږي، او د راویانو د ارزونې او د هغوی په اړه د قضاوت معیار ګڼل کېږي، او د نبوي سنتو د تحریف او جعل څخه د ساتنې محافظ دی.
د احادیثو عالمانو د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د احادیثو د تحریف، جعل او دروغو پر وړاندې د دفاع لپاره، چې کېدای شي سیاسي، ګوندي، فکري، مذهبي، یا آن د حاکمانو د رضا یا توجه د جلبولو په موخه ترسره شوي وي، یو ځانګړی علمي منهج غوره کړ چې «د جرح او تعدیل علم» بلل کېږي.
یاد علم د حدیث د سند ـ یعنې د راویانو د سلسلې ـ پر څېړنه تمرکز لري؛ ځکه سند هغه لاره ده چې متن ته غځیدلې ده او د حدیث د متن صداقت یا دروغ، د راوي په صداقت یا دروغو پورې اړه لري. که چېرې سند نه وای نو هر چا به هر څه ویل او که د احادیثو د سندونو تعقیب نه وای نو د اسلام څراغ به مړ شوی وای، او د بدعت او الحاد پلویانو به په اسانۍ سره جعلي احادیث جوړولی.[۱]
د «جرح» اصطلاحي معنا یو راوي ته داسې صفت ورکول یا پر هغه نیوکه کول دي چې د روایت د ردولو لامل یې وګرځي. «تعدیل» بیا هغه صفت ته ویل کېږي چې د راوي روایت د منلو وړ وګرځوي. نو له همدې امله د جرح او تعدیل علم هغه علم دی چې له مخې یې د راویانو د جرح او تعدیل په اړه د ځانګړو تعبیرونو او د هغوی د مختلفو درجو په رڼا کې بحث ترسره کېږي. د دې علم مشروعیت د شریعت د ساتنې، د راویانو د حالت د بیانولو، او د دیني خیرغوښتنې او نصیحت له امله دی، نه د اشخاصو د شخصیت د تخریب له امله.[۲]
په دې برخه کې د محدیثینو انګېزه شخصي تمایل، هوا و هوس یا شخصي علاقه نه وه؛ هغوی به هیڅوک له یوه او بله غوره نه ګڼل، آن که تر ټولو نږدې خپلوان یې هم وای. ځینو به خپل پلار یا زوی هم ضعیف ګاڼه. د مثال په ډول کله چې له امام «علي بن مديني» څخه د ده د پلار په اړه وپوښتل شول، نو ویې ویل: له بل چا وپوښتئ. هغوی وویل: له تا پوښتنه کوو. امام سر ښکته کړ، بیا ویې ویل: دا دین دی، پلار مې ضعیف دی. همداراز ځینو خپل زوی یا ورور هم ضعیف ګڼلي دي.
امام، حافظ او د حدیثو راوي، زید بن ابی أنیسه ویلي دي: «زما له ورور یحیی څخه روایت مه کوئ.»
په همدې اساس ځینې ځانګړي شرطونه موجود دي چې د جرح یا تعدیل کوونکي (د راوي نقاد) په برخه کې باید په پام کې ونیول شي. د هغوی له جملې:
-
راويبایددعلم،تقوا،دیانتاوصداقتخاوندوي؛
-
دجرحاوتعدیللهعلتونواودلایلوسرهباید بلدتیاولري؛
-
دعربيژبېلهجوړښتسره بایدپورهآشناوي،ترڅولهخپلېاصليمعناپرتهکلمېاستعمال نهکړياوپهناحقډول راويجرحنهکړي.[۳]
سربېره پر دې محدیثینو د روایتونو د تایید یا رد د درجو د مالومولو په موخه د راویانو د توصیف لپاره ځانګړې اصطلاحات کارولي. دا اصطلاحات په لاندې ډول دي:
لومړی: د توثیق (اطمنان) یا تعدیل الفاظ
-
هغهالفاظچېدشدیدتاکیدپهډولدتوثیقڅرګندونهکوي؛لکهد «أفعل» صیغهچېدبرترۍمعنالري،لکه:
-
«أوثقُ الناس» (تر ټولو موثق خلک)،
-
«أثبتُ الناس» (تر ټولو پایداره راوي)،
-
«إلیه المنتهى فی التثبت» (د وثاقت وروستی حد هغه ته رسیږي).
-
هغهالفاظچېدتوثیقصفتپکېتکرارشویوي؛یالفظاً،لکه:
-
«ثقة ثقة»،
-
یاپه معنایي ډول،لکه: «ثقةحافظ»، «ثبتحجة»، «ثقةمتقن».
-
هغهعباراتچېیوازېیوځلدتوثیقکلمهپکېذکرشوېوي؛لکه:
-
«ثقة»،
-
«ثبت»،
-
«إمام»،
-
«حجة»،
-
یادېته ورته نور د مفرد معنا لروونکي عبارتونه،لکه: «عدلحافظ»، «عدلضابط».
د «لا بأس به» (مانع نه لري)، یا «لیس به بأس» (عیب پکې نشته) عبارتونه له امام ابن معین پرته، یا «صدوق» (رښتینی)، «خیار» (نیکوکار)؛ خو امام ابن معین ویلي دي: که زه درته ووایم «لیس به بأس» (عیب پکې نشته)، نو مانا یې دا ده چې هغه ثقه (د باور وړ) دی.
هـ. هغه څه چې ویل شوي دي: «محلّه الصدق» (د هغه ځای د صداقت ځای دی)، یا «إلى الصدق ما هو» (د صداقت خواته مایل دی)، یا «شیخ» (مشر او د علم خاوند)، یا «مقارب الحدیث» (د هغه حدیث حقیقت ته نږدې دی)، یا «صدوق له أوهام» (رښتیاویونکی دی، خو وهمونه لري)، یا «صدوق یَهِم» (رښتینی دی، خو خطا کېږي)، یا «صدوق إنشاءالله»، یا «أرجو أنه لا بأس به» (هیله لرم چې عیب ونلري)، یا «ما أعلم به بأساً» (زه نه پوهېږم چې کومه ستونزه پکې وي)، یا «صُوَیلِح» (کممرتبه خو د باور وړ راوي)، یا «صالح الحدیث» (د هغه حدیث د منلو وړ دی).
د روایتونو د مرتبو په اړه قضاوت:
که راوي د لومړیو دریو مرتبو له جملې څخه واوسي، نو حدیث یې «صحیح» ګڼل کېږي، که څه هم ځینې تر ځینو صحیحتر وي.
که راوي د څلورمې مرتبې له جملې څخه واوسي، نو حدیث یې «حَسَن» ګڼل کېږي.
که راوي د پنځمې مرتبې له جملې څخه واوسي، نو حدیث یې د استناد وړ نه دی، یوازې د «اعتبار» لپاره ذکر کېږي؛ که نور روایتکوونکي هم ورسره موافق وي، قبلېږي، او که نه وي، ردېږي.
دویم: د جرح الفاظ
۱. هغه صفات چې د جرح پر شدت دلالت کوي، لکه:
-
«أکذب الناس» (تر ټولو دروغجن خلک) یا «د دروغو حد پر ده تمام دی» یا «د دروغو ستن ده».
۲. لکه:
-
«وضّاع» (حدیث جوړوونکی)
-
«کذّاب» (ډېر دروغویونکی)
-
«یضع الحدیث» (په حدیث کې دروغ وایي)
-
«یختلق الحدیث» (حدیث اختراع کوي)
-
یا د امام شافعي په نزد: «لا شیء» (هیڅ ارزښت نه لري)
۳. لکه:
-
«متهم بالکذب» (د دروغو تور پرې لګېدلی)
-
«متهم بالوضع» (د جعل تور پرې دی)
-
«یسرق الحدیث» (حدیث غلا کوي)
-
«ساقط» (لوېدلی/بېاعتباره)
-
«هالک» (هلاک شوی)
-
«حدیثه ذاهب» (حدیث یې ضایع شوی)
-
«ترک الحدیث» (حدیث یې پرېښودل شوی)
-
«ترکوه» (خلکو پرې ایښی)
-
«فیه نظر» یا «سکتوا عنه» (یوازې د بخاري له نظره – یعنې بحث پرې نه دی شوی)
-
«لیس بثقة» (ثقه نه دی)
۵.لکه:
-
«ردوا حدیثه» (حدیث یې رد شوی)
-
«ضعیف جداً» (ډېر ضعیف)
-
«لا یساوی شیئاً» (هیڅ ارزښت نه لري)
-
«فاسد» (فاسد دی)
-
«لا یجوز الروایة عنه» (له هغه څخه روایت کول جایز نه دي)
-
«لیس بشیء» (هیڅ هم نه دی) – د غیر شافعي له مخې
-
«منکر الحدیث» (د بخاري له نظره: د منکر حدیث لرونکی)
۵. لکه:
-
«ضعیف» (کمزوری)
-
«ضعّفوه» (تضعیف کړی یې دی)
-
«منکر الحدیث» (د غیر بخاري له مخې)
-
«حدیثه مضطرب» (حدیث یې ګډوډ دی)
-
«لا یُحتَجّ به» (پر حدیث یې استدلال نه کېږي)
-
«واهی» (ډېر کمزوری)
۶. لکه:
-
«فیه کلام» (په اړه یې خبرې شوي)
-
«فیه ضعف» (کمزوري لري)
-
«لیس بالقوی» (قوي نه دی)
-
«لیس بالحجة» (حجت نه دی)
-
«لیس بالمتین» (د باور ود نه دی)
-
«سئ الحفظ» (حافظه سالمه نه ده)
-
«لیّن» (نرم یا ضعیف دی)
-
«تعرف وتنکر» (پېژانې یې خو ردوې یې)
-
«لیس بالحافظ» (حافظ نه دی).
قضاوت
-
له لومړۍ تر څلورمې مرتبې راویان:
دا راویان هیڅ اعتبار نه لري؛ نه پرې استناد کېدای شي او نه د شاهد په توګه راوړل کېږي.
-
د لومړۍ او دوهمې مرتبې راویان:
د دوی احادیث جعلي دي.
-
د درېیمې مرتبې راویان:
د دوی احادیث متروک دي.
-
د څلورمې مرتبې راویان:
د دوی احادیث ډېر ضعیف دي.
-
د پنځمې او شپږمې مرتبې راویان:
د دوی حدیثونه فقط د اعتبار لپاره ذکر کیږي، یعنې په یوازې ځان د استناد وړ نه دي، خو که د حدیث څو لوري (طُرُق) موجود وي، نو حدیث یې د «حَسَن» مرتبې ته رسېږي.[۵]
پوهانو د راویانو په اړه خپل نقدونه او ارزونې د «جرح او تعدیل» په کتابونو کې راټول کړې دي، او په دې کتابونو کې ضعیف روایان د «الضعفاء» تر عنوان لاندې ذکر شوې دي، لکه:
-
د امام بخاري «الضعفاء الکبیر او الضعفاء الصغیر»
-
د امام نسائي «الضعفاء والمتروکین»
هغه کتابونه چې یوازې ثقه (باورمن) راویان پکې ذکر شوي دي، لکه:
-
د امام ابن حبان «الثقات»
په ځینو نورو کتابونو کې بیا دواړه ډلې هم «ضعیف» او هم «ثقه» روایان ذکر شوي دي، چې مشهور هغه یې دا دي:
-
د امام ابن سعد «الطبقات الکبرى»
-
د امام حافظ ابن کثیر «التکمیل فی معرفة الثقات والضعفاء والمجاهیل»
یادې ټولې هڅې ددې څرګندونه کوي چې د اسلامي امت علماوو د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د سنت د ثبت او حفاظت لپاره څومره هلې ځلې کړي دي. هغوی دا علم ابداع کړی او بنسټ یې ایښی، داسې علم چې د اسلامي امت ځانګړنه ده او په ټول بشري تاریخ کې یې ساری نشته.
له همدې امله «صحاح سته» کتابونه په ځانګړې ډول «صحیح بخاري» او «صحیح مسلم» د احادیثو په برخه کې د تاریخ تر ټولو باوري منابع دي چې د دقیقې څېړنې او علمي میتودونو له مخې ترتیب شوي دي.[۶]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] ما ذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۳۷۸. د “الحضارة الإسلامیة” له اثر څخه، تألیف محمد ضیف الله البطاینة، مخ ۳۲۲.
[۲] العونی، الشریف حاتم بن عارف، خلاصة التأصیل لعلم الجرح و التعدیل، ص ۶، دار عالم الفوائد، مکه مکرمه، سعودي عربستان.
[۳] هماغه ماخذ، مخ ۲۷.
[۴] تيسير المصطلح الحديث، ص۱۸۹.
[۵] تجیسیر المصطلح الحدیث، ص ۱۹۲.
[۶] هماغه، ص ۱۸۸.


