ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اتهڅلوېښتمه برخه)
د حديث علم اصول
هیڅ امت؛ د اسلامي امت په څېر د خپل دین د تشریح او تبیین لپاره هلې ځلې نه دي کړي. دا ستر کار د اسلامي علومو له ابتکاراتو څخه دی او په نورو امتونو کې نه دا ډول علوم پیدا شوي او نه هم دېته ورته څېړنې ترسره شوې دي. د هغو مهمو علومو له جملې څخه چې د مسلمانانو له لوري څېړل او پلټل شوې دي یو یې هم د «حدیث علوم» دي.
د حدیث علم له «نبوي سنتو» سره تړاو لري، یعنې له قرآنکریم وروسته د اسلامي شریعت له دوهمې منبع سره. د دې علم ارزښت په دې کې دی چې سنتو د قرآن کریم اجمالات توضیح کړي او تفصیل یې وړاندې کړی دی.
رسول الله صلیاللهعليهوسلم به د خپلو ویناوو، کړنو او تقریراتو له لارې قرآن کریم تفسیر او بیانوه او لارښوونه به یې کوله چې اسلام باید څه ډول عملي شي او څه ډول یې احکام تطبیق شي.
د حدیث علم داسې تعریفېږي: د حدیث علم داسې یو علم دی چې په مرسته یې د حدیث د سند (د روایت کوونکو د لړۍ) او متن (د حدیث محتوا او مضمون) حالتونه پېژندل کېږي. د دې علم هدف دا دی چې صحیح حدیث له غیر صحیح حدیثونو څخه بېل او وپېژندل شي.
د حدیث علم په دوو برخو وېشل کیږي:
۱. علم حدیث روایة:
دا هغه علم دی چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه د نقل شویو هر ډول اقوالو، افعالو او تقریراتو سره سروکار لري.
۲. علم حدیث درایة:
دا علم هغه اصول او قواعد څېړي چې له مخې یې د «صحیح»، «حسن»، «ضعیف» حدیث معنا او د هر حدیث ډولونه پېژندل کېږي. همدارنګه یاد علم د روایت د شرطونو، راویانو، جرح او تعدیل، د راویانو تاریخ او سیرت، ناسخ او منسوخ، متعارض او غریب احادیثو او نورو په اړه بحث ترسره کوي.
په لنډ ډول، دا علم د هغو قواعدو ټولګه ده چې د حدیث د سند او متن، یا راوي او مروي د قبلېدو او نه قبلېدو حالتونه تشخیصوي. دغې علم ته د حدیث اصول او یا هم مصطلح الحدیث ویل کېږي.
یاد علم د دې لپاره رامنځته شو چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم احادیث له دروغ او جعل څخه وساتل شي او د صحیحو او غیر صحیحو احادیثو ترمنځ توپیر وشي.
لومړنی کس چې په دې برخه کې یې یو مفصل او جامع کتاب ولیکه امام رامهرمزي و، یاد کتاب د «المحدث الفاصل بین الراوي والواعي» تر عنوان لاندې لیکل شوی و. له هغه وروسته امام حاکم نیشابوري د «معرفة علوم الحديث» تر عنوان لاندې کتاب ولیکه. ورپسې امام ابونعیم اصفهاني د همدې کتاب پر اساس «المستخرج على معرفة علوم الحديث» ولیکه. له اصفهاني وروسته امام خطیب بغدادي خپل مشهور اثر «الكفاية في علم الرواية» ولیکه.
قاضي عیاض د «الإلماع إلى معرفة أصول الرواية وتقييد الأسماع» کتاب تألیف کړ. له ده وروسته امام حافظ ابن صلاح راغی او خپل مشهور «علوم الحديث» کتاب یې ولیکه، د ابن صلاح کتاب د نورو په پرتله جامع او منظم اثر و، پخواني ټول تألیفات یې تر پوښښ لاندې راوستي وو او د علماوو له لوري په پراخه کچه منل شوی و. یاد کتاب وروسته د ګڼو تألیفاتو بنسټ وګرځېد؛ ځینو یې لنډیز ولیکه، ځینو یې شرح ورکړه، ځینو پرې حاشیې ولیکلې او ځینو په منظومه بڼه واړوه.
له امام ابن صلاح وروسته یو له مهمو تألیفات څخه د امام حافظ ابن حجر عسقلاني رحمهاللهتعالی یوه لنډه رساله ده چې «نخبة الفكر» نومېږي، او پخپله امام د «نزهة النظر» تر عنوان لاندې په یوه شرحه کې توضیح کړی دی.
په راتلونکو پېړیو کې نور تألیفات هم ترسره شوې دي، خو ددې لپاره چې مقاله اوږده نشي د ټولو له ذکر کولو څخه تیریږو. [۱]
د حدیث علم بېلابېل ډولونه لري چې د حدیث په اړه د لیدلوري له زاویې سره سم طبقهبندي کېږي:
د موضوع له مخې حدیث په دوو برخو وېشل کېږي:
-
سند: د هغو راویانو سلسله ده چې حدیث یې را نقل کړې دي.
-
متن: د حدیث هغه الفاظ دي چې معناوې څرګندوي او سند پرې ختمېږي.
د حدیث د منسوب کېدو له مخې حدیث په درې ډوله وېشل کېږي:
-
مرفوع: هغه حدیث دي چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ته منسوب شوي وي؛ لکه قول، فعل، تقریر او یا صفت.
-
موقوف: هغه حدیث دي چې سند یې تر صحابي رسېږي.
-
مقطوع: هغه حدیث دي چې سند یې تر تابعي رسیږي.
موږ ته د رارسیدو د څرنګوالي له مخې د احادیثو ډولونه:
-
متواتر:
هغه احادیث دي چې د هرې دورې یا طبقې د یو شمېر لویې راویانو روایت کړې دي او نه یې په عقلي لحاظ دروغ ګڼل ممکن دي او نه د عادت له پلوه. دا ډول احادیث یا د لفظ له مخې متواتر وي یا د معنا له مخې.
-
احاد:
هغه احادیث چې د متواتر شرطونه نه لري، او په درې برخو وېشل کېږي:
-
مشهور: په هر طبقه کې لږ تر لږه درې یا زیات راویان ولري.
-
عزیز: په هره طبقه کې لږ تر لږه دوه راویان ولري.
-
غریب (فرد): داسې حدیث چې په هره طبقه یا ځینو طبقو کې یوازې یو راوي ولري.
د قبول یا رد له مخې حدیث په درې برخو وېشل کېږي:
-
صحیح
-
حسن
-
ضعیف
صحیح او حسن هم په دوو برخو وېشل کېږي:
-
صحیح لذاته
-
صحیح لغیره
-
حسن لذاته
-
حسن لغیره
ضعیف حدیث هم ډېر ډولونه لري د هغوی له جملې ځینې یې دا دي: معلق، مرسل، مدلس، مرسل خفي، منقطع، معضل، موضوع، متروک، مطروح، شاذ، منکر، مضطرب، مقلوب، مدرج، مزید، مصحف او محرف.
له شک پرته اسلامي امت حق لري چې پر دې علم وویاړي او پر قواعدو یې افتخار وکړي؛ ځکه د دې علم هدف دا و چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم اقوال، افعال او تقریرات په واضح، شفاف او له هر ډول شبهې او تحریف څخه پاک نورو نسلونو ته انتقال شي. [۲]
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] الطحان، محمود، تیسیر المصطلح الحدیث، ص ۱۳–۱۵، مکتبة المعارف، ریاض، سعودي عربستان.
[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۳۷۷.


