Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»قران تلپاتې معجزه (پنځلسمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _6 _اگست _2025AH 6-8-2025AD

قران تلپاتې معجزه (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (پنځلسمه برخه)
د قران علمي اعجاز
له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه مخکې پیغمبران د یوه ځانګړي قوم او یوې محدودې زمانې لپاره مبعوث شوې وه او خدای تعالی یې هم تایید په محسوسو معجزو وکړ، لکه: د موسی علیه والسلام لکړه او یا هم د عیسی علیه السلام له لوري د مړو ژوندي کول، دا معجزې یوازې د همغه وخت د خلکو لپاره محسوسې او د مشاهدې وړ وې.
خو کله چې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم مبعوث کړ، نو تر قیامته یې د هغه د دین تضمین وکړ او په داسې سترو معجزو یې د نوموړي تایید وکړ، چې د اخرت تر ورځې به پاته وي. خدای تعالی فرمايي؛ ” وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانُ لِأُنذِرَكُم بِهِۦ وَمَنۢ بَلَغَۚ  ”  [سوره انعام، آیه ۱۹]. ژباړه: (او دا قرآن ما ته د وحيې په وسيله را لېږل شوی دى، چې تاسي او هر هغه څوك چي دا ورته رسیږي، ټول خبر دار کړم.)
په دې مبارک ایت کې د علمي اعجاز ماهیت څرګند شوی دی؛ چې دا معجزه به د اخرت تر ورځې د خلکو د لاسرسي وړ وي او وحیې د معاني د علومو له هر ډول بشري پرمختګ سره به نوره هم ځلیږي او په هر زمان او مکان کې به د درک وړ وي. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ “ما من الأنبياء ‌نبي ‌إلا ‌أعطي ما مثله آمن عليه البشر، وإنما كان الذي أوتيته وحيا أوحاه الله إلي، فأرجو أن أكون أكثرهم تابعا يوم القيامة.” [1]
ژباړه: له معجزې پرته یو پیغمبر هم نشته او الله تعالی ورته معجزې ورکړي او بیا یې خلکو په لیدو ایمان راوړی، نو کوم څه چې ماته راکړل شوي، هغه وحیې ده او زه تمه لرم، چې د اخرت په ورځ به زما پیروان تر ټولو زیات وي.
د دې حدیث په شرحه کې ابن حجر رح وايي، د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم دا وينا د قرآن کريم د تلپاتې معجزې پر بنسټ ترتيب شوې ده؛ ځکه چې د هغې ګټه ډېره پراخه او نفعه‌يې هر اړخيزه ده. قرآن کريم هم دعوت دی، هم دليل او هم د راتلونکو پېښو خبر ورکونکی دی؛ نو ګټه‌يې نه يوازې حاضرانو، بلکې غايبانو، شته مخلوقاتواو ان هغو ته هم رسيږي چې لا تر اوسه نه دي پيدا شوي. نو دا ترتيب ډېر ښايسته او پر ځای دی.
په دې هکله ويل شوي دي: مطلب دا دی چې د نورو پېغمبرانو علیهم‌السلام معجزې له دوی سره يو ځای پای ته رسېدلې دي او يوازې هغه کسانو ليدلي چې د پېښې پر مهال حاضر وه؛ خو د قرآن کريم معجزه تر قيامته پاتې ده. دا الهي کتاب له بيان، فصاحت، بلاغت او غيبي خبرونو سره دومره لوړ مقام لري چې له عادتونو او بشري طاقتونو څخه لوړ دی. داسې عصر نه دی تېر شوی چې پکې د قرآن يو غيبي خبر نه وي ښکاره شوی، چې دا د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د رسالت د حقانيت ژوندی ثبوت دی. [2]
د راتلونکو حقایقو د کشف په اړه د قران وعده
قرانکریم دا وعده کړې، چې د وخت په تېرېدو سره به په افاقو او نفسونو کې الهي نښې را څرګندیږي؛ ” سَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ ” [فصلت: ۵۳] ژباړه: (ډېر ژر به موږ دوى ته خپلې نښانې په افاقو (هیوادونو) کې هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کې هم؛ تر دې پورې چې دوى ته دا خبره څرګنده شى چي دغه قُرآن په رښتيا سره پر حق دى.)
د همدې ایت په اساس علم د وحیې د حقیقت د کشف وسیله ده او تعارض ورسره نه لري.
کله چې بشر د علمي کشفياتو دور ته داخل شو، نو د څېړنو ډېر دقيق وسايل‌يې په واک کې واخيستل او ویې کولای شو چې د بېلابېلو څانګو لپاره د څېړونکو يو ستر لښکر تيار کړي، څو د ځمکې او اسمان د پراخو افقونو او د انسان د روحاني ژورو اسرارو پلټنه وکړي. دوی د معلوماتو په راټولولو، د پېښو په مشاهده او د پايلو په تحليلو سره يو اوږد سفر پيل کړ؛ دې سفر پېړۍ او عصرونه وخت ونیو.
خو کله چې انځور لا بشپړ شو او حقيقت راڅرګند شو، نو ناڅاپه يوه ستره حيرانوونکې صحنه مخې ته راغله: يو روښانه شعاع، د الهي وحې له هغه نوره چې څه باندې زر او څلور سوه کاله وړاندې پر محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم نازل شوې وه، د قرآن په يو آيت يا د آيت په يوه برخه کې، همدا کشف شوې حقيقت داسې معجزه‌وړ، روښانه او دقيق بيان کړی و، چې انسان‌يې له تعجبه حيران کړ.
د قران د علمي اعجاز ماهیت
د (علمي اعجاز) اصطلاح زموږ په دور کې رواج شوې او په علمي سره د اعحاز ستاینه له علم سره د اړیکې له امله شوې.
مفهوم یې دا دی، چې دا حقیقت له واقعیت سره بشپړ تطابق لري او په اړه یې دلایل شته، نو کوم څه چې قطعي نه وي؛ نو یا هم ګومان دی، یا شک او خیال دی او که چېرته له واقعیت سره تطابق ونلري نو ناپوهي ده او که دلیل ونه لري بیا تقلید بلل کیږي.
د اعجاز تعریف؛
د اعجاز مفهوم دا دی؛  قرانکریم له داسې حقایقو مخکې له مخکې خبر ورکړی، چې وروسته علم کشف او ثابت کړی او د رسول الله په وخت کې د ورته کشفیاتو امکان او وړتیا نه وه او بشریت یې له درک څخه عاجزه وه. دې چارې د رسول الله د رېښتونولی تایید وکړ او دې اعجاز د قران د نړۍوالتوب حقیقت تایید او څرګند کړ.[3]
د (علمي اعجاز تعریف)
علمي اعجاز داسې تعریف کېدای شي؛  له یوه څه یا حقیقت څخه چې قرانکریم او یا هم احادیثو خبر ورکړی وي او بیا وروسته تجربي علم یې اثبات کړی وي، په داسې حال کې چې د قرانکریم د نزول او د یا حدیثو د روایت په وخت کې بشریت د یادو حقایقو د درک وړتیا نه درلوده. نو دې ته علمي اعجاز وايي.[4]
د علمي اعجاز او علمي تفسر ترمنځ توپیر
په اوسنۍ زمانه کې له قرآن کريم سره د تعامل په ډګر کې دوه مهم مفاهيم رایج دي: «علمي اعجاز» او «علمي تفسیر». که څه هم دا دواړه په ذات کې سره يو ډول تړاو لري، خو دندې یې بېلې دي؛
«علمي اعجاز» دې ته ويل کېږي چې قرآن کريم د يوه کائناتي حقيقت (یعنې د هستۍ د يو قانون يا پديدې) بيان تر هغه وړاندې کوي چې ساینس‌يې د تجربوي لارې کشف کړي. دا هماغه څه دي چې له «اعجاز» نه مراد وي – يعنې د بشر له وسې وتلی بيان، چې د الهي علم نښه ده.
خو د قران علمي تفسیر د قراني ایتونو د نوو معانیو کشف ته وايي، چې اساس یې د طبیعي او کَوني علومو پر مټ ترجیح ورکړل شوې وي، پرته له دې چې په تاویل کې یې افراط وشي.[5]
یا هم په بل عبارت د (علمي اعجاز او علمي تفسیر) ترمنځ توپیر دا دی، چې د حدیث یا قران د معانیو کشف ته د طبیعي او ساینسي علوم د څېړنو پر اساس ترجیح ورکړل شوې وي.[6]
په حقیقت کې علمي اعجاز په قرانکریم د پخوا بیان شوي حقیقت وروسته موندنه ده، په داسې حال کې چې علمي تفسیر بیا د علمي لاسته راوړنو پر بنسټ له قران څخه فهم دی.
په علمي اعجاز کې د څېړنې اصول او قواعد
مسلمانو عالمانو د قران د علمي اعجاز په اړه د څېړنو لپاره یو لړ اصول وضع کړي، چې دا برخه د (خپل خوښې تفسر) او ناسم تاویل څخه خوندي پاته شي؛
  • د قرانکریم د علمي تفسیر ډګر ډېر حساس او له ګواښ ډک دی، نو په همدې اساس مفسر باید په پوره احتیاط او له دیني او دنیوي علومو څخه په استفادې دې ډګر ته ننوځي، ځکه د الله تعالی د کتاب تفسیر له سترو انساني مسؤلیتونو څخه شمېرل کیږي.
  • قرانکریم د هدایت او لارښوونې کتاب دی او د طبیعي علومو لپاره نه دی. موخه یې انسان نیکمرغه کول دي او په علمي جزیاتو باندې بحث نه کوي. خو له دې سره سره بیا هم په قران کریم داسې اشارې شته، چې د ایمان لرونکو اشخاصو باور تقویه کوي او د شکمنو شکوک له منځه وړي، دا اشارې داسې تلپاته معجزې دي چې د انسان عقل د ایمان لور ته رهنمايي کوي.
  • قرانکریم هېڅکله هم له عملي حقایقو سره په تعارض کې نه دی، ځکه د الله تعالی کلام دی او د الهي کلام او فعل ترمنځ تعارض ممکن نه دی.
  • د قران کریم حقیقت له هرې بشري پوهې لوړ دی، نو موږ یې باید په خپلې پوهې ونه سنجوو، بلکې خپله پوه د قرانکریم په تله کې وتلو. خدای تعالی د قرانکریم ویونکی دی، خو علم د انسان د هڅو محصول دی.
  • تر هغو چې روښانه اشاره یا قرینه شتون ونلري، نو باید د کلمو له اصلي معنا څخه څنګ ونه وهل شي او مجازي معنا ته یې رجوع ونشي. تجربو ښوولې چې په علمي تفسیر کې دقیق معنی په نظر کې نیول ډېر مؤثر دي.
  • یوازې قطعي شوي علمي حقایق کېدلای شي، چې د قران د علمي تفسیر په برخه کې په نظر کې ونیول شي او له دې پرته هغه علمي نظریې چې له لا هم د تجربې په حالت کې دي، باید د تفسیر بنسټ نه شي.
  • د قراني کلماتو په فهم کې باید د نزول د وخت کلماتي مفهوم په نظر کې ونیول شي او د وروستیو وختونو د ژبنو اثراتو له نظر کې نیولو څخه دې ډډه وشي.
  • د قرانکریم تفسیر باید د عربي ژبې له قواعدو سره سم ترسره شي، ځکه په عربي ژبې نازل شوی دی.
  • د قرانکریم بلاغت او ادبي نزاکتیاوې باید په دقیق ډول پّ نظر کې ونیول، ځکه چې د ایتونو ژوره معنی له همدې سره تړاو لري.
  • قراني عبارتونه په ګڼو مواردو کې څو هممهاله معناوې لري، چې ټولې سمې بلل کېدای شي، نو په همدې اساس د یادو کلماتو د معانیو محدودول یوې معنا ته، مردود کار دی.
  • د علمي یا کائناتي موضوعاتو د اړوندو ایتونو تفسیر باید د ټولو ایتونو پر اساس وي، نه یوازې د یوه ایت پر اساس.
  • قرانکریم د خلقت له نظام سره تعارض نه لري، ځکه د دواړو سرچینه یوه ده؛ قرانکریم د خدای مکتوب کتاب دی او طبیعت یې مشهود کتاب دی.
  • په خلاصه ډول د علمي تفسیر پر مهال باید د سلف صالحو له منهج څخه استفاده وشي او له تکلف پرته اعتدال په نظر کې ونیول شي او الګو برداري یې وشي.
د قران د علمي اعجاز موضوعي اړخونه؛
قرانکریم د خلقت د بېلابېلو اړخونو په اړه اشارې لري، چې له علمي موندنو سره تطابق لري او لاندې مخلفې برخې پکې شاملیږي؛
  • د اسمانونو په اړه
  • د ځمکې په اړه
  • د غرونو په اړه
  • د سیندونو او سمندرونو په اړه
  • د بوټو او نباتاتو په اړه
  • د حیواناتو د نړۍ په اړه
  • د حشراتو په اړه
  • د الوتونکو په اړه
  • د نړۍ د افاقو په اړه
  • د انسان د بدن دننه – د نفسونو اړوند
  • ان د معاصرو علمي مسایلو په اړه لکه د شبيه‌سازۍ موضوع، د چاپېريال ککړتيا او په نورو سيارو کې د ژوند د امکان احتمال – دا ټول د قرآن کريم په آيتونو کې د الهي اعجاز څرګندې نښې دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

([1])  «صحيح البخاري، باب: كيف نزول الوحي، وأول ما نزل، كتاب فضائل القرآن، شمارۀ حدیث: 4696 (4/ 1905)

([2])  فتح الباري لابن حجر، كتاب فضائل القرآن، رقم الحدیث: 4981، (9/ 7 ط السلفية).

[3]  موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة (1/10)، الإعجاز اللغوي في القرآن الكريم:(1/71).

[4] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة (1/16)

[5] مناهج جامعة المدينة العالمية، الإعجاز اللغوي في القرآن الكريم:1/71.

              [6] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة (1/16)

Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (نهمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه‌څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۵)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (پينځه‌څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD12 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.