لیکوال: ابو عائشه
کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)
سریزه
تاریخ شاهد دی هغه فرقې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د صحابه کرامو او د تابعینو عظامو (اهل سنت والجماعت) لاره او مسیر یې پرېئښی او هڅه یې کړې چې آیتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث د خپلو نظریو او برداشتونو له مخې تفسیر او تشریح کړي، داسې نظریات او لیدلوري یې وړاندې کړي دي چې له حق او حقیقت څخه ډېر لیرې دي، تر دې چې انسان یې په لوستلو او اورېدلو سره حیران پاتې کیږي او فکر کوي چې دا ډول نظریات یې له کوم آیت او حدیث څخه او څنګه رانقل کړې دي.
د څېړنې په دې برخه کې د هغو مسایلو په اړه بحث کوو چې په اړه یې د اهل سنت او کرامیه فرقې ترمنځ اختلافات موجود دي. د دغو اختلافاتو له جملې یو یې هم د «تنصیب» (په یو وخت کې د دوو امامانو د ټاکلو مسئله ده.
خو مخکې له دې چې د دواړو ډلو ترمنځ اختلاف ته ورشو، غوره به وي چې په خپله د امام او امامت د کلمې په اړه یو څه بحث وکړو، ترڅو پوه شو چې له امامت موخه څه ده او امام چاته ویل کیږي.
د امامت تعریف
امامت په لغت کې:
امامت د «أمّ» د فعل مصدر دی. عربان وایي: «أمّهم وأمّ بهم» یعنې له هغوی مخکې شو (پر هغوی یې تقدم حاصل کړ). امامت او امام هغه چا ته ویل کېږي چې اقتدا ورپسې وشي، مهمه نده چې که دا شخص که رئیس واوسي او که غیررئیس.[۱]
ابن منظور وایي: «امام هغه څوک دی چې یوه ټولنه یا ډله اقتدا ورپسې وکړي، دا اقتدا که د سم کار او مسیر لپاره وي او که د ناوړه او ګمراه کار لپاره ـ هیڅ توپیر نه کوي. د امام جمع «أئمة» دی. امام د هر شي قیم او اصلاح کوونکی دی. قرآن کریم د مسلمانانو امام دی، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امامانو امام دی، خلیفه د رعیت امام دی. او که یو کس د کوم قوم لپاره د لمانځه په موخه مخکې شو او هغه قوم اقتدا ورپسې وکړه نو د همغه قوم امام دی.»[۲]
امامت په اصطلاح کې
له اصطلاحي پلوه علماوو د امامت په اړه بېلابېل تعریفونه ذکر کړي دي؛ که څه هم دغه تعریفونه د الفاظو له اړخه سره توپیر لري، خو د معنا له پلوه یو بل ته نږدې دي.
امام ماوردي رحمه الله د امامت په اړه وايي: «امامت د دین د ساتنې او د دنیا د سیاست او ادارې لپاره د نبوت د خلافت او ځای ناستي په توګه وضع شوی دی.»[۳]
امام الحرمین الجويني رحمه الله وایي: «امامت یوه بشپړه مشري او داسې رهبري ده چې د دین او دنیا په چارو کې عامو او خاصو دواړو ته راجع کېږي.»[۴]
امام نسفي رحمه الله په خپل کتاب کې امامت داسې تعریف کړی دی: «امامت یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نیابت کې د دین اقامه او برپا کول، او پر ټول امت لازمه ده چې اتباع ترې وکړي.»[۵]
یادونه:
د امام او امامت د کلمې په اړه له وړاندې شوو توضیحاتو څخه څرګنده شوه چې له امامت څخه زموږ موخه څه ده او امام څوک دی. امام هغه خلیفه یا مشر ته ویل کېږي چې د هېواد د چارو اداره او د مسلمانانو د چارو تنظیم ورسپارل شوی وي. که څه هم وروسته له هغې چې عثماني خلافت د اسلام د دښمنانو له لوري ونړېد، په اسلامي امت کې نور هېڅ خلیفه پاتې نه شو؛ خو امارت موجود و او راتلونکې کې به هم موجود وي. له همدې امله شرعي احکام باید په هر حالت کې بیان شي. په دې برخه کې د امامت موضوع د اهل سنت والجماعت او همدارنګه د کرامیه فرقې له نظره څېړو.
د امام د ټاکلو په اړه د کرامیه فرقې باور
کرامیه فرقه عقیده لري چې له دوو امامانو (خلیفه او امیر) څخه په دوو سیمو کې بیعت کول روا دي. له دې خبرې د دوی موخه په شام کې د ځینو اصحابو په اتفاق سره د حضرت معاویه رضي الله عنه د امامت او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو او یارانو په اتفاق سره په مدینه، بصره او کوفه کې د حضرت علي رضي الله عنه د امامت اثبات دی.[۶]
کرامیه د امامت په اړه نور باورونه هم لري. دوی د جګړې او شخړې او همدارنګه د احکامو پر سر د اختلاف باوجود هم په یو وخت کې د دوو امامانو شتون روا بولي. ابن کرام په خپلو ځینو کتابونو کې یادونه کړې ده چې حضرت علي او حضرت معاویه رضي الله عنهما دواړه په یوه وخت کې خلیفه او امیر وو، او د هر امیر او خلیفه پر پلویانو د خپل امیر اطاعت او پیروي لازمي ده، ولوکه یو یې عادل او بل یې باغي او تېری کوونکی وي.[۷]
کرامیه فرقه عقیده لري چې په یوه عصر او یوه ښار کې د دوو یا تر دې د زیاتو امیرانو ټاکل او نصب روا دي.[۸]
د کرامیه فرقې دلایل
کرامیه فرقه د خپلې ادعا لپاره په سقیفه کې د مهاجرینو لپاره د انصارو وینا د دلیل په توګه راوړي. انصارو په سقیفه کې مهاجرینو ته وویل: «منا أمیر ومنکم أمیر» یعنې «یو امیر زموږ (انصارو) له لوري او بل امیر ستاسو (مهاجرینو) له لوري».[۹]
دوی د یو بل دلیل له مخې وایي کله چې په یوه عصر کې د دوو یا له دوو د زیاتو پیغمبرانو راتګ او بعثت روا دی، نو په امامت کې هم روا ده چې په یو وخت کې دوه امامان او مقتدیان شتون ولري؛ ځکه چې د امامت په پرتله د نبوت رتبه لوړه او برتره ده، او امامت د نبوت یوه څانګه ده.[۱۰]
علامه نیشاپوري په خپل کتاب «الغنیة فی أصول الدین» کې د کرامیه فرقې عقلي دلیل د اعتراض په ډول ذکر کړی او داسې یې ځوابوي: که څوک دا اعتراض وکړي چې ایا په یو وخت کې د دوو پیغمبرانو شتون کومه ستونزه درلوده یا یې لري؟ په داسې حال کې چې په ډېریو زمانو کې ګڼ شمېر پیغمبران یو ځای موجود وو او هېڅ ستونزه نه وه، نو ولې د دوو امامانو او امیرانو شتون د ستونزې وړ بلل کېږي؟
د دې شبهې ځواب په لاندې ډول دی:
انبیا او پیغمبران علیهمالصلاة والسلام له ګناه پاک او معصوم دي، او هغه کسان چې د پیغمبرانو سهوه روا ګني، د سهوې تثبیت یې ناروا بولي، او حتی کله ناکله خلک له دې کاره منع کوي؛ نو له همدې امله د فتنې له رامنځته کېدو څخه په امان کې دي. خو ائمه او امیران له ګناه پاک او معصوم نه دي، په همدې اساس د دوو یا څو امامانو او امیرانو په شتون کې د فتنې له رامنځته کېدو خوندي نه یو.[۱۱]
د اهل سنت والجماعت لیدلوری
د اهل سنت والجماعت مذهب د ټولو مسلمانانو که پخواني دي او که اوسني، ګډ باور دا دی چې په یوه زمان او مکان کې د څو امامانو شتون روا نه دی.[۱۲]
لاندې د ځینو پخوانیو علماوو اقوال راوړو:
امام ماوردي رحمه الله فرمایي: «کله چې په دوو ښارونو کې له دوو امامانو سره بیعت وشي، نو امامت یې نه منعقد کېږي؛ ځکه د اسلامي امت لپاره په یوه وخت او زمان کې د دوو امامانو او خلیفهګانو ټاکنه او نصب روا نه دی، ولوکه یوې ډلې ناسمه لار غوره کړې وي او خپل عمل روا بولي.»[۱۳]
امام نووي رحمه الله فرمایي: «علماوو په دې موافقه کړې چې په یوه عصر او وخت کې له دوو خلیفهګانو سره بیعت کول روا نه دي.»[۱۴]
علامه نیشاپوري رحمه الله فرمایي: «په یوه عصر کې د دوو امامانو ټاکنه او نصب روا نه دی؛ ځکه د امامانو د ټاکلو موخه د مسلمانانو د چارو اصلاح، د هغوی د اسبابو تنظیم، او د هغو فتنو مخنیوی دی چې راپورته کېږي. کله چې په یوه عصر کې دوه امامان وټاکل شي، نو مصلحت له منځه ځي، او دا کار د فتنې، جګړې او د دوی ترمنځ د دښمنۍ لامل ګرځي. نو مسلمانان له دې کار څخه منع شوي دي. کله چې یو امیر وټاکل شي، نو ټولې چارې د هغه په حکم تر سره کېږي او د هغوی د عملي کېدو لپاره هېڅ مانع نه پاتې کېږي.»[۱۵]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] الفیروزآبادی، محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، 1426هـ، باب فصل الهمزة، ج 1، ص 1077.
[۲] ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیتا، باب أمم، ج 12، ص 22.
[۳] الجربوع، عبد الله بن عبد الرحمن، أثر الإیمان فی تحصین الأمة ضد الأفکار الهدامة، 1423هـ، باب المبحث الثانی: وظائف الإمامة، ومقاصد الحکم، ج۲، ص ۶۴۹.
[۴] مجموع مؤلفات عقائد الرافضة والرد علیها، باب التبیه علی ما فی کتاب الخلافات السیاسیة، ج۲۲، ص۴۹.
[۵] دمیجي، عبد الله بن عمر، الإمامة العظمی عند أهل السنة والجماعة، 1403هـ. ق، ص ۲۹.
[۶] الشهرستاني، محمد بن عبد الکریم، الملل والنحل، تصحيح او تعليق: أ. أحمد فهمي محمد، بیروت – لبنان: دار الكتب العلمية، دوهم چاپ، 1413هـ. ق، ج ۱، ص ۱۰۴.
[۷] تمیمي، عبد القاهر بن طاهر بن محمد، الفرق بین الفرق، تحقیق: محمد محی الدین عبد الحمید، بیتا، ص ۲۲۳.
[۸] الجعیدي، د. شلبي ابراهیم، الکرامیة في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجري، مجله کلیة الآداب، پنځوسم شمېر – جنوري 2012م، ص 335.
[۹] البخاري، محمد بن إسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق: د. مصطفی دیب البغا، 1407هـ. ق / 1987م، باب قول النبی صلی الله علیه وسلم لو کنت…، ج۳، ص۱۳۴۱، حدیث ش. 3467.
[۱۰] الجعیدي، د. شلبي إبراهیم، الکرامیة في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجري، مجله کلیة الآداب، پنځوسم شمېر – جنوري 2012م، ص 335.
[۱۱] نیسابوري الشافعي، ابو سعید عبد الرحمن، الغنیة في أصول الدین، تحقیق: عماد الدین أحمد حیدر، 1406هـ. ق / 1987م، ص 179.
[۱۲] دمیجي، عبد الله بن عمر، الإمامة العظمی عند أهل السنة والجماعة، 1403هـ. ق، ص 553.
[۱۳] الماوردي، علي بن محمد ابن حبیب، الأحکام السلطانیة، تحقیق: أحمد جاد، 1427هـ. ق / 2006م، ص 29.
[۱۴] نووي، یحیی بن شرف، شرح النووي علی صحیح مسلم (المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج)، 1392هـ. ق، باب وجوب الوفاء ببیعة الخلیفة الأول، ج 12، ص 232.
[۱۵] نیشاپوري الشافعي، ابو سعید عبد الرحمن، الغنیة في أصول الدین، تحقیق: عماد الدین أحمد حیدر، 1406هـ. ق / 1987م، ص 179.