لیکوال: ابوعایشه
کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)
د اهل سنت والجماعت دلایل
د قرآن کریم آیتونه
په قرآن کریم کې ګڼ داسې آیتونه موجود دي چې مسلمانان اتحاد، اتفاق او یووالي ته رابولي، او له وېش، اختلاف او جلاوالي څخه چې د جګړې، ماتې او په چارو کې د خنډ او ځنډ لامل کېږي، منع کړې دي. د نمونې په ډول په څو مواردو بسنه کوو: الله تعالی فرمایي: ﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا﴾ ژباړه: «او تاسو ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ اوګوندي مه كوئ او د الله هغه نعمت درياد كړئ چې كله په خپلو كې دښمنان وئ بيا يې ستاسو د زړونو ترمنځ مينه واچوله نو د ده په نعمت (لورينه) سره ورونه ورونه شوئ.»[۱]
الله متعال په یو بل ځای کې فرمایي: ﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ ژباړه: «او د هغو په شان مه کیږئ چې بېل شول او اختلاف یې وکړ وروسته له هغې چې څرګندې نښې ورته راغلې، او دوی لپاره ستر (لوی) عذاب دی.»[۲]
رب العالمین په یوه بل آیت کې فرمایي: ﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّـٰبِرِينَ﴾ ژباړه: «او د الله او د هغه د رسول خبره منئ او خپلو كې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او باد (قوت) به مو لاړ شي، او صبر كوئ، يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.»[۳]
له پورته آیتونو د استدلال طریقه داسې ده چې یاد ټول آیتونه مسلمانان وحدت، یووالي، همبستګۍ او همغږۍ ته رابولي او له وېش، اختلاف او جلاوالي څخه یې منع کوي. وېش، اختلاف او جلاوالی هغه موارد دي چې عادتاً د شخړې، ناکامۍ او زیان سبب ګرځي.
یاد ټول آیتونه د اسلامي امت پر وحدت او تضامن دلالت کوي او دا چاره په واقعیت کې هغه وخت تحقق مومي کله چې د امت مشري او قیادت د یوه شخص په لاس کې واوسي، او کوم څوک یې په وړاندې په مخالفت او جګړه لاس پورې نه کړي. دې کې شک نشته چې د دوو یا له دوو د زیاتو امامانو او خلفاوو شتون د دې لامل کیږي چې له یوه او بل سره په مخالفت او شخړه کې ولویږي او هڅه وکړي چې یو پر بل برتري ومومي، او دا چاره د دواړو لوریو ترمنځ د تقابل لامل کیږي او ګڼې ستونزې راولاړوي چې اسلام له دې کار څخه منع کړې ده. له همدې امله اتفاق پر دې دی چې د مسلمانانو امام او خلیفه باید یو واوسي؛ ځکه هغه مسؤولیت چې د یوه واجب د تکمیل لامل کیږي، پخپله هم واجب دی.[۴]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
صریح احادیث شتون لري چې په یوه عصر کې د څو امامانو او خلفاوو د شتون پر ممنوعیت دلالت کوي. د دغو احادیثو له جملې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱. ابو سعید خدري رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې وفرمایل: ﴿إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الآخَرَ مِنْهُمَا﴾ ژباړه: «کله چې د دوو خلفاوو په لاس بیعت ترسره شو، نو دوهم هغه یې ووژنئ.»[۵]
د قتل امر په دې دلالت کوي چې په یو وخت کې د دوو امامانو او خلفاوو ټاکل منع دي؛ ځکه د قتل حکم هغه مهال ورکول کېږي کله چې موضوع ډېره خطرناکه او جدي واوسي. له همدې امله د دوو خلفاوو لپاره بیعت کول جایز نه دي. ځینو علماوو د قتل حکم په «خلع او اعتراض» باندې تأویل کړی دی، خو دا تأویل ناسم او د واقعیت خلاف دی؛ ځکه ګڼ داسې احادیث شته چې همدا موضوع په وضاحت سره بیانوي.[۶]
۲. عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څه واورېدل چې ویې وفرمایل: «هر څوک چې له یوه امام سره بیعت وکړي، لاس یې په لاس کېږدي او له زړه یې ومني، نو د خپل توان تر حده باید اطاعت ترې وکړي. که چېرې کوم بل امام راشي او د مشرۍ پر سر له لومړي امام جګړه وکړي، نو د دوهم امام سر ورپرې کړئ.»[۷]
۳. عرفجه بن شریح رضي الله عنه وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویې وفرمایل: «کله چې تاسې ټول پر یوه کس د امیر په توګه راټول شئ او بیعت ورسره وکړئ او یو څوک راشي او وغواړي چې ستاسې وحدت له منځه یوسي او جماعت مو متفرق کړي، نو ویې وژنئ.»[۸]
د امت اجماع
صحابه کرام رضی الله عنهم اجمعین په دې خبره متفق ول چې په اسلام کې له یو نه زیاتو کسانو ته د خلافت سپارل روا نه دي. دلیل یې دا دی چې کله انصارو په سقیفۀ بني ساعده کې وویل: «مِنَّا أَمِیرٌ وَمِنْكُمْ أَمِیرٌ» ژباړه: «یو امیر به له موږ (انصارو) څخه وي او یو بل له تاسې (مهاجرو) څخه» خو مهاجرینو له دې وړاندیز سره موافقه ونه کړه او رد یې کړ.[۹]
یادونه:
د دې موضوع په اړه ګڼو علماوو د امت اجماع را نقل کړې ده. البته باید پام مو وي چې دلته له اجماع موخه د صحابه کرامو او د امت د صالحو سلفو اجماع ده؛ ځکه ځینې ډلې (لکه کرامیه) له دې نظر سره مخالفت کړی دی، خو د هغوی مخالفت د اهل سنت والجماعت په اجماع کې هېڅ خنډ نه رامنځته کوي.
د یوې شبهې ځواب
که چېرې یو کس اعتراض وکړي چې مسلمانان نن سبا په هره سیمه او یو عصر کې ګڼ امیران او مشران لري، نو څنګه ویلی شو چې د اهل سنت والجماعت نظر دا دی چې ټول مسلمانان باید یو امیر او یو رهبر ولري؟
ځواب یې ډېر ساده دی، او د لږ فکر او تأمل له مخې هر پوښتونکی ورباندې پوهیدلی شي. یاد نظر د امت د یووالي او اتحاد تر ټولو غوره درمل دي؛ ځکه که چېرې دا لیدلوری عملي شي، نو ټول اسلامي امت د یوه بیرغ تر سیوري لاندې راټولولی شي. د یادې طرحې د تطبیق په صورت کې د امت بېپایانه کړکېچونه او ګڼ شمېر ستونزې پای ته رسېدلې شوې.
خو د اسلامي امت درد له همدې ځایه راپیل شو چې د دښمنانو د توطئو او دسیسو په پایله کې وپاشل شو او داسې یې له یوه او بله بېل کړل چې نن ورځ د هر ډول ستونزې په رامنځته کېدو سره د خپلو مسلمان وروڼو درد ته د رسېدو توان نه لري.
خو د پورته پوښتنې اصلي ځواب دا دی چې: د دوو امامانو ټاکل هغه وخت جواز نه لري کله چې ټول مسلمانان په یوه ځای، یوه سیمه او یوه محدوده کې اوسېږي، او د دوو امامانو په ټاکلو سره د فتنې او شخړې د رامنځته کېدو وېره موجوده وي. خو په هغه صورت کې چې مسلمانان سره جلا وي، په بېلو هېوادونو او لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، او د ستونزو په وخت کې یو او بل ته رسیدګي او د یو او بل لاسنیوی نشي کولای، نو په دې حالت کې جایز ده چې په هره سیمه کې بېل امیر او رهبر وټاکل شي څو د مسلمانانو چارې پر مخ یوسي او ستونزې یې حل کړي.
په دې اړه د علماوو ځینې اقوال ذکر کوو:
-
د المواقف کتاب لیکوال علامه ایجي رحمه الله فرمایي: «په داسې یوه جعرافیه کې چې وسعت یې کم وي له دوو امامانو بیعت کول روا نه دي؛ خو که د سیمې وسعت پراخ وي او یو امیر ونه شي کولای چې ټولې چارې سمبال کړي او ستونزې یې حل کړي، نو په دې صورت کې اجتهاد ته اړتیا پیدا کیږي.»[۱۰]
-
علامه بغدادي رحمه الله فرمایي: « که چېرې د ددو هیوادونو ترمنځ بحر یا کوم بل داسې لوی خنډ شتون ونه لري چې د ټولو اتباعو ستونزو ته د رسیدګۍ مخه نیسي نو په دې حالت کې د دوو امامانو شتون روا نه دی. له دې پرته د هر هېواد د خلکو لپاره روا ده چې د ځان لپاره امام وټاکي او اطاعت ترې وکړي.»[۱۱]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] آل عمران، ۱۰۳ آیت.
[۲] آل عمران، ۱۰۵ آیت.
[۳] انفال، ۴۶ آیت.
[۴] عبدالله بن عمر دمیجي، الإمامة العظمی عند أهل السنة والجماعة، ۱۴۰۳هـ.ق، مخ ۵۵۶.
[۵] صحیح مسلم، کتاب: إذا بویع لخلیفتین، ج ۳، ص ۱۴۸۰، حدیث ۶۱.
[۶] عبدالله بن عمر دمیجي، الإمامة العظمی عند أهل السنة والجماعة، ۱۴۰۳هـ.ق، ص ۵۵۷.
[۷] صحیح مسلم، کتاب: الأمر بالوفاء ببیعة الخلفاء، ج ۳، ص ۱۴۷۲، حدیث ۴۶.
[۸] صحیح مسلم، کتاب: حکم من فرق أمر المسلمین وهو مجتمع، ج ۳، ص ۱۴۸۰، حدیث ۶۰.
[۹] عبدالله بن عمر دمیجي، الإمامة العظمی عند أهل السنة والجماعة، ۱۴۰۳هـ.ق، ص ۵۵۸.
[۱۰] نایف بن علي الشحود، المفصل في أحکام الهجرة، باب: أرکان الدولة الإسلامیة ونشأتها وشخصیتها، بیتا، ص ۲۲.
[۱۱] هماغه اثر، ص ۲۲.