له کومې ورځې چې پر ځمکه د اسلام د لمر وړانګې لګیدلې دي، نو د دې سپېڅلي دین پر وړاندې ګڼو دوښمنانو (یهودو، صلیبیانو، مجوسانو او…) تل فتنې او دسیسې را پورته کړې دي، او هڅه یې کړې ده چې ددې پاک دین بنسټونه کمزوري کړي، د فرضي احکامو په اړه یې شک او تردید رامنځته کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقام ټیټ وښيي او رڼا یې خاموشه کړي.
په همدې اساس دښمنانو د اسلامي ټولنې پر وجود یو پر بل پسې خپل زهرجن خنجرونه لګول. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته تر ټولو لومړی د ارتداد خنجر و چې د اسلامي ټولنې پر وجود ولګید چې د لومړني خلیفه ابوبکر صدیق رضی الله عنه له قاطعیت او ځواک سره مخ شو. د ارتداد خوښت د مجوسانو او یهودانو له لوري طرحه او تنظیم شوی و.
کله چې د اسلام دښمنان پوه شول چې د ارتداد لار کار نه ورکوي او مسلمانان نشي سره ویشلی، نو د اسلامي ټولنې پر بدن د زهرجن خنجر د لګولو لپاره یې یوه بله تګلاره غوره کړه. دا ځل عبد الله بن سبأ یهودي چې یو کینهکښ انسان و ډګر ته راووت. نوموړي په ظاهره ځان د حضرت علي رضی الله عنه او اهل بیتو دوست معرفي کاوه، خو په پټه یې خپل زهر او منحرفې نظریې خپرولې.
په حقیقت کې ابن سبأ د هغو ټولو فرقو ښوونکی شو چې تر ده وروسته را پیدا شوې، ځکه چې ده د الحاد تخم وشینده.
د دښمن له لوري د تېره شوو جنجرونو له جملې یو یې د «دُرُوزي» فرقه ده. یاده فرقه د هغو فرقو له ډلې څخه ده چې د اسلامي ټولنې له منځه را پورته شوه او د اسلام او شریعت په اړه یې ځانګړی تعبیر وړاندې کړ. یاده ډله د ځانګړو تفسیرونو له مخې چې ځینې وخت له بدعتونو او ناسمو عقایدو سره مل وي، د اسلام له اساسي اصولو څخه فاصله اخیستې ده. په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې د دې ډلې نظریات، باورونه او کړنې وڅېړل شي او د قرآن کریم، صحیحو سنتو او د سلف صالحو د فهم په رڼا کې وسنجول شي.
د دورزي، نصيريه، اسماعيليه، بهائيه او د ګڼو نورو ګمراهو او منحرفو فرقو د تعدد په پام کې نيولو سره چې د مسلمانانو په منځ کې راپيدا شوي او د اسلامي ټولنې په وجود کې د خنجر په څېر ښخې شوي دي او همدارنګه ددې فرقو له حقيقت څخه د ډېریو مسلمانانو د بېخبرۍ له امله مې چې ډیری مسلمانان د اسلامي مذاهبو په سترګه ورته ګوري، پرېکړه وکړه چې د «دُرُوزيانو عقيدې» په اړه څېړنه غوره کړم.
په دې څېړنه کې به هڅه وکړم چې د ټولو مسلمانانو پر وړاندې د دروزي فرقې حقيقت څرګند کړم، تر څو د حق او باطل ترمنځ توپير ورته روښانه شي.
په پای کې به د «الدرزي» او «حمزه بن علي» په لاس د «الحاکم بأمر الله» د حکومت پر مهال د «دُرُوزي» مذهب د پيدايښت څرنګوالی بيان کړم او په ترڅ کې به یې هغو عقایدو ته هم اشاره وکړم چې دُرُوزيانو له اسماعيليه څخه اخيستي دي.
سریزه
اسلام هغه دین دی چې د الهي وحې، سالم عقل او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ثابت سنت پر بنسټ ولاړ دی. د اسلام سپېڅلي دین د قرآن کریم د نزول او د خاتم الانبیا صلی الله علیه وسلم د دقیقو او روښانه بیانونو له مخې د بشریت د هدایت لپاره یوه بشپړه نقشه ترسیم کړې چې د قیامت تر ورځې د انسانانو د ټولو مادي او معنوي اړتیاوو ځواب ویونکې ده.
سره له دې د اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې تل داسې ډلې راڅرګندې شوې دي چې د دیني اصولو د منلو پر ځای چې د دوی دنیوي او آخروي عزت تضمینوي او له روحاني، نفسي او شيطاني بندګۍ څخه یې ژغوري، شخصي برداشتونو، فردي الهامونو او بېسنده دعوو ته مخه کړې او له عزت او سکون څخه د ډک ژوند لاره یې پریښې ده چې په پایله کې یې داسې فرقې او جریانونه رامنځته شوې دي چې نه یوازې خپله په ګمراهۍ او تباهۍ کې لویدلي، بلکې د نورو د ګمراه کولو او له انسانیت څخه د اړولو په هڅه کې دي.
د دغو ګمراه او بېلارې فرقو له ډلې یوه یې همدا د دروزي فرقه ده چې تل یې اسلام او مسلمانانو ته د زیان رسولو هڅه کړې او د هغو خونخوارو او ظالمو صهیونیستانو ترڅنګ پاتې شوې ده چې د لارښوونې او حکم مرجع یې یهودیان دي. د «دُرُوزيانو» ډله دعوه کوي چې ګواکې ځانګړو معارفو ته لاسرسی لري، بېسارې عرفاني تجربې یې تر لاسه کړې دي، د هدایتګرو خوبونو او شخصي الهامونو څښتنه ده. دوی په دې توګه غواړي چې د ځان لپاره معنوي مقام او فکري مرجعیت رامنځته کړي.
یاده ډله د مبهمو او بېاساسه خبرو او تعبیرونو له مخې خپل پیروان داسې لوري ته سوق کوي چې په ډېریو مواردو کې له شرعي چوکاټونو، د عقل له اصولو او د علم له ضوابطو سره هېڅ ډول همغږي نه لري.
یاده فرقه نه یوازې په عقیدوي اصولو کې له ابهامونو او تناقضاتو سره مخ ده، بلکې په ټولنیزو چلندونو او دیني مراسمو کې هم کله نا کله په افراط او تفریط کې لوېږي، چې دا کار کولی شي د ټولنې لپاره په فکري، اخلاقي او حتی سیاسي کچه خطرناکې پایلې ولري.
د وحیاني نصوصو پر ځای پر خوبونو تکیه کول، د عقلاني استدلالونو پر ځای احساساتو ته لومړیتوب ورکول، او له هغو شخصیتونو څخه بېچون او چرا اطاعت کول چې ځانونه د مکاشفو او الهامونو څښتنان ګڼي، د هغو ځانګړنو له ډلې څخه دي چې دا بهیر یې له جدي نقد سره مخ کړی دی.
لکه څنګه چې د عقیدې سلامت او د دین د اصالت ساتنه د هر مسلمان لپاره یوه شرعي او عقلاني وجیبه ده، نو د دې فرقې دقیق پېژندل او د فکري او عملي اړخونو رابرسېره کول هم د دیني روښانتیا، د عقیدوي پولو د ساتنې او د بدعتونو د خپرېدو د مخنیوي په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي. د دغې بهیر د فکري بنسټونو، د معرفت سرچینو، ځانګړو دعوو او ټولنیزو پایلو څېړنه له موږ سره مرسته کوي چې د دې ګمراه فرقې ریښې په دقیقه توګه وپېژنو او له عقایدو او باورونو یې ځانونه خبر کړو.
په دې لنډه مقاله کې هڅه شوې چې په علمي او مستند ډول د یادې فرقې بېلابېل اړخونه تحلیل شي، ترڅو یې د ټولو پر وړاندې حقیقي څېره څرګنده شي، او ټولنه یې له انحرافي خطره باخبره او لرې پاتې شي.