Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»
اسلام دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار

څلورمه برخه

حاجي امر ته په تمه وي
حج له خپلو مناسکو، رکنونو او اعمالو سره یو تمرین او  د مطلق اطاعت څرګندول، الهي اوامرو ته غاړه کېښودل او غوښتنې یې پوره کول دي. پر دې اساس حاجي د مکې، منیٰ، عرفات او مزدلفې ترمنځ تګ راتګ کوي، کله استوګن کېږي او کله بیا کډه کېږي، کله ځنډیږي او کله روانیږي، کله خېمه دروي او کله یې بېرته راټولوي، فرمان ته غوږ او اشارې ته په تمه وي؛ خپله اراده، اختیار او آزادي نه لري، په منیٰ کې ښکته کېږي او پرته له دې چې په مزدلفه کې ودرېږي، بې له ځنډه عرفات ته لېږل کېږي او په عرفات کې دریږي، ټوله ورځ په دعا او عبات بوختېږي او له ځانه سره وايي چې تر ماښام وروسته هم همدلته پاتې شي او دمه وکړي؛ خو هلته د پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي او د مزدلفې پر لور د تلو امر ورته کېږي. د ژوند په اوږدو کې یې لمونځونه په خپلو وختونو ادا کړي دي؛ خو په عرفات کې ورته د ماښام د لمانځه په نه کولو امر کېږي؛ ځکه هغه د خپل رب بنده دی او د لمانځه او عبادت بنده یې نه دی او هغه په مزدلفه کې د ماخستن له لمانځه سره یوځای ادا کوي. په مزدلفه کې پاتې کېدل یې خوښېېږي او تصمیم نیسي چې تر یوې مودې هملته پاتې شي؛ خو هغه ته اجازه نه ورکول کېږي او منیٰ ته د تلو امر ورته کېږي. د حضرت ابراهیم علیه السلام، د نورو انبیاوو، مینانو او عاشقو مؤمنانو ژوند داسې و، ښکته کېدل او بیا روانېدل، پاتې کېدل بیا لېږل، تړل او پرانیستل، ماتول او کلک تړل، وصال او بېلتون. هغوی د هیڅ عادت او رسم پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، هیڅ شهوت ته یې ځواب نه دی ورکړی او د خواهشاتو یې نه ده منلې.
د وخت او ځای غوره‌والی او د مینې او مهربانۍ موسم
غوره وه چې دا کار په داسې ځای کې ترسره شي، چې د مینانو مشر او د مخلصانو رهبر هلته و؛ هغه څوک چې تر هر چا زیات یې له الله تعالی سره مینه وه، په خپل وخت کې د الله تعالی په نزد تر ټولو ډېر محبوب و. کوچنۍ، پاکې او مبارکې کورنۍ یې په مینه، دوستۍ، اخلاص، ژمنتیا، ځان تېرېدنه او سرښندنه کې رول لوبولی دی او د خالصې مینې، پاکې ملګرتیا او اعجاز لرونکي اخلاص په تاریخ کې یې حیرانوونکې او ښکلې کیسه اجرا کړه او تر هغه وروسته انبیاوو، پېغمبرانو، د توحید پالونکو، مخلصانو او سرښندونکو مینانو په بېلابېلو دورو کې دا مناسک ادا کړي، د هغه ځای ته حاضر شوي دي، د هغوی پیروي یې کړې ده، د هغه په پلونو تللي دي، دا کیسه یې تکرار کړې ده، له کعبې یې طوافونه او د صفا او مروه ترمنځ ځغاستنه کړې په عرفات کې درېدلې، په مزدلفه کې یې شپه کړې، رمي جمرات یې کړي او په منیٰ کې په نورو عبادتو بوخت شوی دی. په دې وخت او ځای او د دې کیسې په فصلونو کې چې دوی یې تکراروي او اعمال یې ترسره کوي، د مینې نسیم بویوي، له ایمان او مهربانۍ ډکه فضا چې په هغه کې ژوند کوي او د امت بېلابېل قشرونه چې له هغو سره یې اړیکه پیدا کړې، یوه موده ورسره ژوند کوي او په دې دیني او روحي لیدنه کې چې په ټوله ځمکه کې ساری نه لري او په دې زارۍ، فریاد، دعا، ذکر، لبیک ویلو او استغفارونو کې حقیقت نغښتی دی، چې مړو زړونو ته ژوند وربښي، لټ همتونه لمسوي، ویده نفسونه راویښوي او د مینې او لوړلید ستوری چې تت شوی دی او یا تیاره کېدو ته نږدې دی، روښانوي او الهي رحمت جذبوي. عارفو علماوو هم د مسلمانانو د سترو راټولېدنو پرېمانه اغېز او د الهي رحمت په زیاتولو، د سختو زړونو په تحریکولو او د هیلې او لېوالتا په راپارولو کې د همتونو اجتماع، دعاګانو او رښتینو زړونو ته اشاره کړې ده.
حجت الاسلام امام محمد غزالي رحمه‌الله وایي: «همتونه چې سره راټول شي او زړونه د فریاد او زارۍ لپاره خالص شي، لاسونه د الله تعالی پر لور اوږده شي، غاړې د هغه پر خوا کږې شې، سترګې اسمان ته ځیر شي او ټول په یوه اراده د رحمت غوښتونکي شي، مه ګڼه چې هیله یې بې‌ځوابه پاتې کېږي او هڅه یې بې‌ګټې کېږي او هغه رحمت چې په ټولو کېږي له دوی به سپمول کېږي».[۱] شيخ الاسلام احمد بن عبد الرحیم دهلوي رحمه‌الله هم وايي: «پوه شه چې حج په یوه وخت کې د غوره کسانو د لویې ډلې راټولېدل دي، چې د هغو انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو یادوونکي دي چې الله تعالی ورباندې انعام کړی دی او دا راټولېدنه په هغه ځای کې ده چې په هغه کې واضح دلایل شته او د دین مخکښو ډلو د الهي شعایرو د درناوي، فریاد، زارۍ کولو، د الله تعالی لخوا د خیر او نېکۍ ته هیله لرلو او د ګناهونو د بښل کېدو په خاطر هغه ته مخه کړې ده؛ ځکه که همتونه او ارادې په دې کیفیت راټولیږي، نو پر هغوی به د رحمت او مغفرت نزول نه ځنډېږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مقصد همدا دی چې فرمایلي یې دي: «ما رؤيَ الشيطانُ يوما هو فيه أصْغَرُ، ولا أدْحَرُ ولا أحْقَرُ، ولا أغْيَظُ منه في يوم عرفة».[۲] «شیطان د عرفې له ورځې په بله هیڅ ورځ ډېر سپک، شړل شوی، ذلیل او په غوسه نه دی لیدل شوی».[۳]
او فرمایلي یې دي: «روحي پاکوالی او طهارت دا هم دی چې په هغه ځای کې ودریږي چې صالحانو یې تل درناوی کړی او هلته دریږي او د الله تعالی په یاد آبادوي؛ ځکه دا چاره د ځمکنیو پرښتو د اړیکې سبب کېږي او د نېکانو لپاره د آسماني پرښتو په عامه دعا کې هم شاملېږي او کله چې هلته ورځي، نو پر نفس یې طبیعت برلاسه کېږي».[۴]
د حنیف ملت د سرلاري، حضرت ابراهیم علیه السلام سره د ژمنې تازه کول د حج له لویو مقاصدو څخه دی
د حج له اصلي اهدافو څخه د حنیفی ملت د سرلاري او بنسټګر ابراهیم خلیل الله علیه السلام سره د اړیکې تازه کول، له روح څخه یې اشباع کېدل، د هغه د میراث ساتل، خپل نننی ژوند د هغه له ژوند  سره پرتله کول، د مسلمانانو د اوسنیو شرایطو ارزول، د فساد، تېروتنو یا هغه تحریفونو سمول چې په ژوند کېې مو پېښ شوی دی او خپل اصل او منبع ته د دې ټولو راګرځول دي. پر دې اساس حج د مسلمانانو لپاره کلنی نمایش دي، چې کړنې او ژوند مو کنټرولوي او له دغه لارې مو د هغو ملتونو او ټولنو له نفوذ او اغېز څخه  خلاصوي چې په هغو کې ژوند کوو.
شيخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم دهلوي رحمه‌الله وايي: «د حج له مقاصدو څخه یو مقصد دا دی، چې له هغه میراث سره ورتوالی او همغږي وشي، چې خلکو ته د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام څخه په میراث پاتې دی؛ ځکه هغه دواړه د ابراهیمي دین سرلاري او د عربو لپاره یې بنسټګر دي، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدې لپاره مبعوث شوی، چې ابراهیمي دین یو ځل بیا راڅرګند شي او په دې توګه یې مقام لوړ شي او همدا د «مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ».[۵] آیت معنا ده.
له همدې امله، باید پر هغو مواردو پابندي وشي چې د هغه له سرلاري څخه مشهور شوي دي، لکه د حج سنتونه او مناسک.[۶]
حج؛ د ابراهیم علیه السلام د داستان تکرارول او نندارې ته وړاندې کول
د حج او د هغې پر ټولو افعالو او مناسکو د حاکمې روحیې یوه ځانګړنه دا ده، چې په هغې کې مینه او مینتوب، سرښندنه او زړورتوب او همداراز، زړه او عاطفې ته د بدن او فکر د مهار سپارل او د عاشقانو او مینه پالو، د سرلاري او رهبر ابراهیم خلیل الله علیه السلام پیروي ده. همدا وجه ده، چې مسلمانان کله له بیت الله الحرام سره مینه، لېوالتیا او سرښندنه څرګندوي او کله حجر الاسود ښکلوي او لمسوي. کله د مهربانه مور په پیروۍ د دوو غرونو، یعنې صفا او مروې ترمنځ منډه وهي، هغه که په ارامتیا او وقار وي او که په منډه او بیړه وي. بیا د ترویه په ټاکلې ورځ منیٰ ته ځي، له هغه ځایه عرفات ته مخه کوي، په میدان او سیمه کې یې درېږي او په دعا او مناجاتو بوختېږي. بیا په مزدلفه کې شپه تېروي او بیاځلي منیٰ ته ستنېږي، سرونه خرېیي او د ابراهیم علیه السلام او محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو په پیروۍ مالونه ذبحه کوي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[۱]. الغزالی، محمدبن محمد، احياء علوم الدین، ۱ټوک، ۲۴۳مخ، اخلاق، ربع یکم: ربع عبادات، ترجمه: خوارزمی، مؤیدالدین محمد، اتم چاپ، تهران ۱۳۹۲ش، انتشارات علمی و فرهنگی.
[۲]. الجزري، مجدالدين أبو السعادات، جامع الأصول في أحاديث الرسول، یوم عرفة، رقم الحدیث: ۶۸۶۶، الطبعة: الأولى، الناشر: مكتبة الحلواني – مطبعة الملاح – مكتبة دار البيان.
[۳]. الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجة­الله البالغة، ۱ټوک، ۵۹ټوک، باب ۵۳، ژباړه: شیخ الحدیث مولانا سید محمدیوسف حسین­پور رحمه‌الله، انتشارات شیخ الإسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.
[۴]. الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجة­الله البالغة، ۱، ټوک، ۵۹مخ، باب ۵۳، ترجمه: شیخ الحدیث مولانا سید محمدیوسف حسین­پور رحمه‌الله، انتشارات شیخ الإسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.
[۵]. حج: ۷۸.
[۶]. الدهلوي، احمد بن عبدالرحیم، حجة­الله البالغة، ۲ ټوک، ۴۲مخ، باب ۷۱، ژباړه: شیخ الحدیث مولانا سید محمدیوسف حسین­پور رحمه‌الله، انتشارات شیخ الإسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.
Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «دیارلسمه برخه»
Next Article د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «درېیمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

Blog

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD3 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور لسمه…

نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD7 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.