
لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهی
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
درېیمه برخه
د حج او کعبې له لارې د مسلمان د مینې او شوق پوره کېدل
حجة الاسلام امام غزالي رحمهالله په خپلې بېسارې ځیرکتیا او نازک خیالی د شریعت په اسرارو کې موندلې وه، چې شوق د انسان د فطرت برخه او د ژوندیو او سالمو انسانانو یوه اساسي اړتیا ده. انسان تل د یو داسې څه په لټه کې وي چې د ده دا اړتیا پوره کړي، تنده یې خړوبه کړي او له مینې ډک زړه ته یې تسکین ورکړي. له همدې امله کعبه او د حج شعاير او مناسک، او د دې فریضې اړوند ټول احکام، د انسان د فطري مینې، شوق او جذبې د ارامولو لپاره غوره وسیلې دي.
الله تعالی فرمایي: «وَاِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّطَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْقَآىِٕمِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟ وَاَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍ ۟ لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ ۟ ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَلْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ»[۱]
ژباړه: «او (یاد كړه) هغه وخت چې موږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه. او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه. د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ. بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي.»
امام محمد غزالي رحمهالله وایي: «بېشکه چې د الله عزوجل د ملاقات شوق، عاشق دې ته اړباسي چې د ملاقات لاملونو ته مخه کړي. عاشق تل له هر هغه څه سره مینه لري چې له محبوب سره نسبت ولري او کعبه له الله تعالی سره نسبت لري، نو سربېره پر هغه لویې بدلې، چې الله تعالی یې وعده کړې، انسان یې باید د همدې نسبت په خاطر هم ارمانجن واوسي.»[۲]
شيخالاسلام احمد بن عبدالرحيم دهلوي رحمهالله هم همدې موضوع ته اشاره کړې او دا یې د حج اساسي فلسفه بللې ده. هغه وایي: «ډېر کله داسې وي چې انسان له خپل رب سره د ملاقات هیله لري او داسې څه غواړي چې د هغه شوق پوره کړي، خو له حج پرته بله لاره نهمومي».[۳]
نو مسلمان ته پهکار ده چې خپله هیله او شوق پوره کړي، خپله مینه څرګنده کړي، د مینې جام دې په لمنځونو کې جاري کړي، زړه دې پرې ډاډه کړي، تنده دې یې ماته کړي ولولې دې یې پرې آرامې کړي او د نفس شدیدې غوښتنې او موجونه دې وځپي؛ خو محدود څاڅکي دي، چې د خشوع په صورت کې راڅرګندې شوي او یا د څو څاڅکو اوښکو په بڼه تویږي؛ دا قطرې شاید د شوق او سوز هغه اور مړ نه کړي او اړتیا پوره نه کړي، چې په ګوګل کې ژبغړانده دی.
له تنګ زندان څخه پراخې نړۍ ته وردانګل
له همدې امله، هر مسلمان اړتیا لري، چې د خپل روح تنده ماته کړي، د مینې او شوق غوښتنې یې پوره شي، د نفس له شوره خلاص شي او له هغو عادتونو او شیانو چې زړه یې ورسره تړلی، ځان خلاص کړي. که څه هم د رمضان په میاشت کې دا اړتیا تر یوې اندازې پوره کوي، خو د دې لپاره چې له یوۍ خوا د رمضان میاشت د محدودو ساعتونو لپاره وي او له بلې خوا ځینې داسې عوامل شته چې د روژې اغېز کموي؛ لکه د شپې ډېر خوراک، زیات خوب، له اسانتیاسره عادت کیدل او داسې چاپېریال چې انسان یې له هر اړخه محاصره کړی وي؛ داسې لکه یو کوچنۍ ټاپو چې د سخت طوفاني سمندر تر منځ راګیر وي.
له همدې امله، مسلمان یو قوي دانګ او بدلون ته اړتیا لري ترڅو ځان له زاړو عادتونو، محدودو پلانونو او تکراري او ستړې کوونکي ژوند څخه خلاص کړي او یوې نوې نړۍ ته داخل شي؛ داسې نړۍ چې له نوو تجربو، خوځښت، مینې، شوق او اخلاص څخه ډکه وي. دا بدلون باید دومره ژور وي چې انسان له هر ډول بندګۍ خلاص کړي، ټولو بتانو ته شا کړي، د قوم، نژاد او ژبې توپیرونه له منځه یوسي او یوازې د یو خدای وحدانیت ومني. هلته ټول خلک په یوه خوله وایي چې: «لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شریک لک لبیک، إن الحمد والنعمة لک والملک، لا شریک لک»
نو کله چې مسلمان خپل پنځه وخته لمونځونه ادا کړي، هر کال روژه ونیسي او د نصاب مطابق د کال په پای کې زکات ورکړي، بیا یې هم روح بل ډول اړتیا احساسوي. دا اړتیا یوازې په یوه ځانګړي موسم کې پوره کېږي؛ دا موسم د مینې پسرلی دی، د اخلاص خاوندانو د ملاقات وخت دی، هلته عاشقان، شوقیان او د خدای لېوني راټولیږي. دا موسم د حج موسم دی.
د عقلپالو او مادهپرستانو ننګونه او پر غیب د ایمان او الهي اوامرو ته د بشپړې تسلیمۍ بلنه
مسلمان انسان باید د خپل محتاط، تقلیدي او محدود عقل پر وړاندې پاڅون وکړي؛ ځکه د هغه ژوند به څه خوند وي چې نه پکې شور وي او نه سرغړونه؟
مسلمان باید له هغو عادتونو او قوانینو څخه ځان روباسي چې د بشر له خوا جوړ شوي او یا له هغه تمدن سره خدای په اماني وکړي چې وچ، بېروحه او له معنوي ارزښتونو خالي دي. انسان باید د خپل عقل زنځیرونه مات کړي، هغه عقل چې له ډېر وخت راهیسې یې د ده واګي په لاس کې نیولي. دا مهار باید د زړه او مینې احساس ته وسپاري؛ تر څو دا دواړه د عاشقانو په شان آزادانه حکم وکړي او تمرد وکړي، لکه څنګه چې میینان خپل سر ورکوي او هر څه قربانوي.
هغه څوک چې ټولنه او تمدن پرې واکمن وي او د رواجونو، شهوتونو او عادتونو بتان پرې غالب وي، هیڅکله آزادېدای نه شي او هغه څوک چې د توحید پر بنسټ نهوي ولاړ، توحید نهشي درک کولی. هر هغه څوک چې یوازې پر عقل تکیه کوي او د یوه کار مادي او محسوسې ګټې د خپل مخلوق عقل په تله تلي، نهیوازې دا چې کامل مسلمان نهدی، بلکې فرمانبردار بنده هم نهدی.
حج د خپل ژور راز او خاص جوړښت له مخې د عقلپالو او ماديپالو له دودیز فکر سره ټکر لري. حج انسان پر غیب ایمان ته رابولي، له استدلال پرته یې د الله تعالی د فرمان منلو ته رابولي او عقل تر یوه وخته او په یوه ټاکلي ځای کې پرېږدي. حج انسان له دې راګرځوي چې هر وخت د هر عمل لپاره دلیل، منطق او فلسفه وغواړي.
حجةالاسلام امام محمد غزالي رحمهالله، د حج په بیان کې نوې او ژورې خبرې کړي دي. هغه په ښکلې او پیاوړې ژبه داسې تصویر وړاندې کړی چې د حج د روح او حقیقت ژور درک پهکې نغښتی دی، هغه څه چې ډېریو عالمانو او لیکوالانو له پامه غورځولی و.
امام غزالي وايي: «کعبې ته ورتلل داسې ترتیب لري لکه یو کس چې د یوه ستر پاچا حضور ته ورځي. خلک له هرې خوا هلته ببر او ګردجن حالت سره راټولیږي، په عاجزۍ د کعبې رب ته ځان سپاري، د هغه د جلال او عزت پر وړاندې سر ټیټوي. سره له دې چې دا خلک دا هم مني چې الله تعالی نه تر یوه کور محدود دی او نه تر یوه ښاره.»
له همدې امله الله تعالی په حج کې داسې اعمال پر مسلمانانو فرض کړي دي چې نه یې نفس ورسره بلد دی او نه عقل د هغو معناوې درک کولی شي؛ لکه رمي جمرات او د صفا او مروې ترمنځ څو ځله منډه وهل. دا اعمال د بندګۍ او اطاعت حقیقي بڼه ښکاره کوي. ځکه زکات داسې یوه مرسته ده چې هم یې عقل دلیل درک کولای شي او هم عقل ورسره موافق وي. روژه د شهوت ماتولو وسیله ده او دا شهوت د شیطان مهمه وسله ده. کله چې انسان له مشغولتیاوو لاس اخلي، نو د عبادت لپاره وخت پیدا کوي . همداراز رکوع او سجده د الله تعالی پر وړاندې عاجزي ده چې د عبادت بڼه لري او خلک ورسره آشنا دي.
خو د صفا او مروې ترمنځ منډه وهل او شیطان په کاڼو ویشتل داسې اعمال دي چې نفس ترې هېڅ خوند نه اخلي، انسان ورسره نا آشنا وي او عقل یې معنا نهشي درک کولی. د دغو کارونو یوازینۍ موخه دا ده چې دا د الله تعالی امر دی او هماغه فرمان باید عملي شي. دلته عقل بنده کېږي، طبیعت له عادتونو محرومیږي او انسان یوازې د الله د حکم تابع ګرځي. ځکه که عقل یو څه درک کړي، نفس ورته تمایل پیدا کوي او دا تمایل بیا انسان ته د عمل کولو اسانه لار برابروي، چې پوره اطاعت نه ګڼل کېږي. خو د لمانځه او د نورو عبادانو په اړه داسې څه ندي ویل شوي.
دا چې د الهي حکمت تقاضا دا ده، چې د انسان نجات په پوره بندګۍ پورې وتړي او دا بندګي په هغو عباداتو کې ښه څرګندېږي چې معناوې یې عقل ته معلومې نهوي. دا ډول عبادات نفس پاکوي او طبیعت له عادتونو او غوښتنو خلاصوي. کله چې انسان دا درک کړي، نو پوهېږي چې خلک دغو اعمالو په اړه له دې امله حیران دی چې دوی د عباداتو له اسرارو ناخبره دي. او ان شاءالله همدا د حج د حقیقت د درک کولو لپاره کافي ده.»[۴]
امام غزالي رحمهالله په کاڼو د شیطان د ویشتلو په اړه وايي: د رمي جمرات اصلي موخه دا ده چې انسان باید د الله تعالی د مطلق امر اطاعت وکړي او د خپلې بندګۍ او عاجزۍ اظهار وکړي، داسې چې نه عقل پهکې مداخله ولري او نه نفس. همدا راز نیت باید دا واوسي چې د حضرت ابراهیم علیهالسلام پیروي کوي، هغه وخت کله چې ابلیس لعین ورته راښکاره شو، څو د حج په عبادت کې شک ورپیدا کړي. نو الله تعالی ابراهیم علیهالسلام ته امر وکړ چې ابلیس په تیږو وولي او ناامیده یې کړي.
که یو څوک داسې فکر وکړي چې: «ابراهیم علیهالسلام خو شیطان په خپلو سترګو ولید، خو زه خو یې نه وینم، نو ولې یې په کاڼو وولم؟» باید پوه شي چې دا وسوسه هم د شیطان له خوا ده، چې غواړي د انسان اراده کمزورې کړي او له دې اطاعت څخه یې لرې وساتي.
په یاد ولره، که ته په ظاهره د عقبې پر لور تیګه ګوزاروې، خو په حقیقت کې د شیطان پر مخ تیږه ورولي او ملا یې ماتوې. د شیطان سپکاوی او خوارول یوازې د الله تعالی امر د پوره کولو له لارې ممکن دي، نه د عقل او نفس له لارې. دا کار د الله تعالی د تعظیم او لويي څرګندونه ده.[۵]
امام غزالي د قربانۍ او ذبحې په اړه وایي: «پوه شه چې دا قرباني د الله تعالی د تقرب وسیله ده او دا یوازې د هغه د امر پر بنسټ ترسره کېږي؛ نو قرباني بشپړه کړه او هیله ولره چې لکه څنګه چې په روایتونو کې ژمنه شوې ده الله تعالی به د قربانې د هرې ټوټې په بدل کې ستا د بدن یوه برخه له اوره خلاصه کړي. نو هر څومره چې قرباني لويه وي، همغومره به ستا فدیهورکونه (بخښنه او خلاصون) پراخه او عمومی وي».[۶]
دوام لري…
[1]. الحج: ۲۶-۲۹.
[2]. الغزالی، محمدبن محمد، احياء علوم الدین، ج۱، ص۲۴، اخلاق، ربع یکم: ربع عبادات، ترجمه: خوارزمی، مؤیدالدین محمد، اتم چاپ، تهران ۱۳۹۲ش، علمي او فرهنګي خپرندویه ټولنه.
[3]. الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجةالله البالغة، ج۱، ص۲۱۸، باب ۴۷، اسرار حج، ترجمه: شیخ الحدیث مولانا سید محمد یوسف حسینپور رحمهالله، شیخ الإسلام احمد جام خپرندویه، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.
[4]. الغزالی، محمدبن محمد، احياء علوم الدین، ج۱، ص۲۴۰، اخلاق، ربع یکم: ربع عبادات، ترجمه: خوارزمی، مؤیدالدین محمد، اتم چاپ، تهران ۱۳۹۲ش، علمي او فرهنګي خپرندویه ټولنه.
[5]. هماغه، ج۱، ص۲۴۳.
[6]. هماغه.