لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
دویمه برخه
الهي شعائر او د هغو فلسفۀ
له همدې امله الله تعالی (جل جلاله) هغه ظاهري او محسوسې چارې انتخاب کړې دي، چې هغه ته ځانګړې دي، هغه ته نسبت لري، رحمت یې هغو ته پراخ کړی دی او مهرباني یې ورباندې کړې ده، هغه چارې چې ولیدل شي، انسان د الله تعالی (جل جلاله) ذکر ته متوجه کوي او له هغو سره پېښې، کارونه او حالات تړلي دي چې د ورځو، نعمتونو، الهي دین، د واحد الله تعالی(جل جلاله) د پالنې او په ازمېښتونو کې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د سرلوړۍ رایادوونکي دی، هغه یې «شعائرالله» نومولي دي، هغو ته درناوی یې خپل درناوی او د هغو په اړه سستي کول یې په خپل حق کې سستي کول بللي دي او خلکو ته یې نه یوازې اجازه ورکړې چې په وسیله یې شوق وکړي او فطري لېوالتیا یې په نږدېوالي او مشاهده کولو کې پوره کړي، بلکې دې کار ته یې لېواله کړي او رابللي. فرمایلي یې دي: «ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ». «دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دی».[1]
او فرمایلي یې دي: «ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ». «دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى».[2]
د انسان په طبیعت کې د مینتوب او مهربانۍ عنصر، په ژوند کې د دې دواړو اغېز او په دین کې یې مقام
انسان یوازې عقل او جامد موجود نه دی چې د قانون یا خپلسرۍ پر وړاندې سر ټیټ کړي او اوسپنیزه دستګاه نه ده چې د معلوم قانون تر چتر یا مشخص خط لاندې مزل او حرکت وکړي، بلکې انسان له عقل او زړه، ایمان او عاطفې، پیروۍ او عاجزۍ، شدیدې لېوالتیا او ناارامۍ، مینې او مهربانۍ څخه جوړ شوی دی او همدا چاره د هغه د لویوالي، شرافت، کرامت، قوت، نبوغ، نوښت، سرښندنې او ځان تېرېدنې راز دی او د همدې چارې له امله توانېدلی چې هره پېچلې او سخته مسئله حل کړي، حیرانتیا راپیدا کړي، خارق العاده کارونه رامنځته کړي او د الهي امانت د مسؤلیت د ترسره کولو وړ شي، هغه امانت چې اسمانونه، ځمکه او غرونه یې له منلو عاجز پاتې شول، ځانونه یې ترې وساتل او ووېرېدل؛ خو انسان یې مسؤلیت ومانه او داسې مقام ته ورسېد چې هیڅ مقربه ملایکه، حیوان، نبات او جامدات هلته نه دي رسېدلي. له الله تعالی سره د انسان اړیکه یوازې قانوني او عقلي اړیکه نه ده، په داسې ډول خپل مسؤلیت ترسره کړي، مالیات یې ورکړي، په وړاندې یې سر ټيټ کړي او د اوامرو او احکامو اطاعت یې وکړي، بلکې له مینې او مهربانۍ ډک پیوند دی، چې باید حتمن مهرباني، لېوالتیا، مینه، سوز، سرښندنه او له ځان تېرېدنه ورسره مله وي او دا چارې پر دې پیوند برلاسې وي. د اسلام دین نه یوازې له دې اړیکې خلک نه منع کوي، بلکې خلک ورته رابولي او هغه تغذیه او پیاوړې کوي.
له دې امله ځینې وخت قرآن په دې تعبیر مؤمنان معرفي کوي: «وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلّهِ». «او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي».[3]
او ځینې وخت هغوی مخاطبوي او فرمايي: «قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالُ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ». «(اى پېغمبره!) ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي».[4]
او خپل پېغمبر او رسولان یادوي، له الله تعالی سره د هغوی مینه او مهرباني بیانوي، په دې مینه کې یې د لېوالتیا او سرښندنې په اړه خبرې کوی او د حضرت یحیی علیه السلام په اړه فرمايي: «وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا. وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا». « او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي او دى ډېر پرهېزګاره و».[5]
او د خپل خلیل ابراهیم علیهالسلام کیسه کوي چې څه ډول یې د الله تعالی مینې او اطاعت ته د خپل ګران زوی پر مینې ترجیح ورکړه، د هغه پر ستوني یې چاړه کېښوده، چې هغه ذبح کړي، تر دې چې الله تعالی یې په دې ازمېښت کې په رښتینولۍ او بریالي کېدو شاهدي ورکړه او ویې فرمایل: «وَنَادَيْنَاهُ أنْ يَا إِبْرَاهِيمُ. قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ. إِنَّ هَذَا لَهُوَ البلاء المُبِينُ». «او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه، یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو، بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و ».[6]
او په همدې خاطر یې د ابراهیم علیه السلام په ستاینه کې فرمایلي دي: «إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمُ أَوَّاهُ مُّنِيبُ». «بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر حلم والا، ډېر نرم زړى (او الله ته) رجوع كوونكى و».[7]
صفتونه، مینه او نرمي تحریکوي
له دې مخې قرآن د الله تعالی د صفاتو موضوع، نعمتونو او الهي بخششونو ته دوام ورکړی، په اړه یې ټینګار کړی دی او زیاتره یې بیان کړي دي؛ ځکه الهي صفتونه مینه تحریکوي او مینه او لېوالتیا رامنځته کوي. که دا لوړ صفتونه او ښکلي نومونه نه وای، چې قرآن بیان کړي دي، په احادیثو کې یاد شوي دي، د مینانو او عاشقانو مینه ورباندې راغلې ده، عارفانو او پوهانو یې په اړه نغمې ویلې دي، تسبیح ویونکو په هغو د الله تعالی پاکي بیان کړې ده او غواصانو یې په ژورو کې لامبو وهلې ده، دا دین به جامد، لرګین او بېروحه وای، د پیروانو پر زړونو به یې اغېز نه کاوه، مینه او عاطفه به نه تحریکېده، شور او حماسه به یې نه رامنځته کوله، په لمانځه کې به خشوع، په سترګو کې به اوښکې، په دعا کې به زارۍ او ژړا او په جهاد کې به سرښندنه نه رامنځته کېده، له الله تعالی سره به د انسان اړیکه مړه او محدوده وای، له ژوند، روح، انعطاف او پراختیا څخه به خالي وای او ژوند سراسر وچ او جامد کېده، په داسې ډول چې په هغه کې هیڅ احساس، لېوالتیا، نرمښت او مینه نه پاتې کېده او په دې وخت کې به د ژوند او مرګ او د انسان او جماداتو ترمنځ هیڅ توپیر پاتې نه و.
هغه جام څه ارزښت لري، چې اوبه ترې روانې نه شي؟
مسلمان انسان د خپل زړه لپاره خوړو او د عاطفې لپاره توښې ته اړتیا لري. همداراز اړتیا لري چې تل خپله لېوالتیا پوره کړي، خپله تنده ماته کړي او جام یې ډک شي؛ ځکه کومه کاسه چې ډکه وي او شیان ترې توی نه شي، څه ارزښت لري؟ همداراز انسان اړتیا لري چې دا جام جاري شي؛ ځکه کوم جام چې تر خولې ډک شي او جاري نه شي، څه ارزښت لري؟
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1]. حج: 32.
[2]. حج: 30.
[3]. بقره: 165.
[4]. توبه: 24.
[5]. مريم،: 12-13.
[6]. صافات،: 104-106.
[7]. هود: 75.