لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
لومړۍ برخه
لنډیز:
د اسلام له مهمو احکامو څخه یو هم د بیت الله زیارت او د حج ادا کول دي. هر مسلمان د بلوغ، عقل، مالي توان او نورو خاصو شرایطو له پوره کولو وروسته په دې مکلف دی، چې حج وکړي او لږ تر لږه باید په ټول عمر کې یو ځل دا وجیبه پر ځای کړي. حج د اسلام له هغو مهمو او متعالي برنامو څخه دی، چې ډېر ټینګار ورباندې شوی او په قرآن کریم کې د حج په اړه ګڼ شمېر آیتونه نازل شوي، او آن د «حج» په نوم یو جلا سورت هم شته.
همدا ارزښت او مقام د دې لامل دی، چې حج د دین په فروعاتو کې شامل شي. د حج تر ټولو مهم او ګټور حکمت، الله تعالی ته د بندګۍ اظهار دی او دا هدف د حج په ټولو اعمالو لکه احرام، طواف، سعی، قرباني او نورو کې څرګند دی. حاجي د احرام په تړلو سره له مادي او دنیوي تعلقاتو څخه ځان خلاصوي، د زیاناړوونکو مشغولاتو څخه آزادي مومي او معنوي او عرفاني فضا ته د پورته کېدو او سفر لپاره چمتو کېږي. همدارنګه حج د اسلامي امت د یووالي ستره ننداره ده. هر مسلمان مکلف دی چې له دنیوي تعلقاتو او بندونو څخه ځان خلاص کړي او د ژوند له عادي جریان څخه ځان راوباسي او په دې ستره روحاني ننداره کې برخه واخلي.
سریزه:
حج له پخوا راهیسې تر ننه د مسلمانانو ترمنځ ځانګړی اهمیت لري. هر کال سلګونه زره مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مکې مکرمې او مدینې منورې د سپېڅلې خاورې په لور ورخوځيږي او سربېره پر ټولو ستونزو او سختیو ځانونه میقات ته رسوي او د لبیک په ویلو سره د حج فریضې ادا کولو ته چمتو کېږي. حج د اسلامي عباداتو په کتار کې له مهمو او له عظمته ډک عبادت دی. حج د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی او د مسلمانانو ترمنځ د دوستۍ او پیوستون یوه مهمه وسیله ده.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم حج د دین بنسټ او رکن ګڼلی، قرآن کریم هغه څوک چې له دې فریضې څخه تېښته کوي، کافر بللی او حضرت ابراهیم علیهالسلام له الله تعالی څخه غوښتنه کړې چې د خلکو زړونه ورمات کړي. د حج اعمال او مناسک د انسان د معنوي سیر و سلوک یو تعلیمي مکتب دی، حاجي هلته یو نیک طبیعته انسان وي، کله چې له فرښتو سره یو ځای په بیت المعمور کې د خدای د کور طواف کوي او د مینې هغه پروانه وي چې د محبوب د وصال لپاره د «لبیک» په ویلو سره ځان سوځوي. هغه کسان چې دې کور ته د توبې له نیت پرته له ګناهونو سره ورځي نو هیڅ ګټه نه شي تر لاسه کولی. د دې حریم سپکاوی کوونکي الله تعالی رسوا کوي، خو هغه څوک چې دا لاره په صداقت او اخلاص سره تعقیب کړي، الله تعالی په انعام کې جنت ورکوي. عاشقان او په زړه سوځېدلي کسان دلته ارزښت لري. عارفان د فرښتو پر وزرو قدم ږدي او د حضرت ابراهیم علیهالسلام د پښو د نښو په لیدو سره د صحیح ژوند طریقه زده کوي. پناه وروړونکي د کعبې د طلایي ناوو لاندې دعا کوي او د الله تعالی د رحمت د نزول په تمه اوښکې تویوي.
حج هغه بشپړ عبادت دی چې د نورو عبادتونو نښې هم پهکې لیدل کېږي؛ لکه: د لمانځه په څېر ځانګړي اذکار او حرکات، د روژې په څېر له یو شمېر کارونو ځان ساتل، د جهاد په شان د شیطان پر ضد مبارزه (د جمراتو ویشتل)، د زکات په څېر د مال انفاق کول او د قربانۍ له لارې الله تعالی ته تحفه وړاندې کول.
حج
«وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ * ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ»[۱]
ژباړه: «او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه، د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ، بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي».
اسلام د توحید او د یوه خدای د عبادت په اصل ولاړ دی؛ او هیڅ ډول واسطۍ او استازولي ته پهکې ځای نهشته.
اسلام د سوچه توحید دین دی او له هغو پیغمبرانو او رسولانو پرته چې د خدای له خوا د پیغام رسولو لپاره ټاکل شوي کوم بل څوګ د بنده او خدای ترمنځ د منځګړی په توګه نه مني؛ یعنې دوی د خالق او مخلوق تر منځ په دې چاره کې واسطه وو، چې د الله تعالی د دین تبلیغ وکړي، د د هغه ذات او صفات خلکو ته معرفي کړي او هغه څه چې له الله تعالی سره ښايي او هغه چې نه ورسره ښايي خلکو ته وروښايي او په دې توګه یې سمې لارې ته سم کړي.
په اسلام کې بنده ته اړتیا نهشته چې د الله تعالی د درک لپاره یوه محسوس شي یا بُت ته مخه کړي، یا خپل فکر، تصور او هڅه پر یوه مخلوق متمرکزه کړي او له دې لارې د خدای تعالی عبادت وکړي. ځکه د انسان سترګې د الله تعالی د درک وړتیا نه لري.
په اسلام کې بُتونه، بُتخانې، مظاهر، عکسونه، منځګړي، او د کاهانانو طبقې شتون نه لري.
الله تعالی فرمایي: «وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ، أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ، فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ».[۲] ژباړه: «او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي».
«فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ. أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ، وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى».[۳]
ژباړه: «نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې. خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته».
له همدې امله، اسلام یو داسې دین دی چې غواړي انسان خپل ټول فکر، تصور، نیت او عمل یواځې الله ته خاص کړي. یو ډول توحید غواړي چې له هر ډول واسطې، خیال، بت، منځګړي او دنیايي تمایلاتو پاک وي؛ داسې اخلاص او پرېکون چې تر هغې پورته یې هیڅ تصور نهشي کېدای. اسلام داسې اعتقادي او فکري سطحه غواړي چې نه انسانیت، نه پخواني ادیان، نه فلسفې او نه فکري یا دیني سیستمونه ورته رسیدلي او نه ورته نژدې شوي دي.
الله تعالی خپل ذات داسې توصیف کړی دی چې له هر ډول تشبیې او مخلوقي شباهته پاک دی او له هر څه لوړ دی. هغه فرمايي: «لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ» ژباړه: «د هغه په مثل هېڅ شى نهشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى».
انسان داسې شي ته اړتیا لري، چې ولیدلی شي او خپلې غوښتنې او لیوالتیاوې د تعظیم او تقرب له لارې پوره کړي، د انسان طبیعت هماغه بشري فطرت دی او انسان تل د دې په لټه کې دی، چې هغه په خپلو سترګو وویني او خپل اشتیاق پر هغه متمرکز او هیلې پوره کړي او خپل ټول رغبت د تعظیم او تقرب له لارې اشباع کړي.
دوام لري…
| وروستي برخه
[1]. الحج: ۲۷-۲۹.
[2]. البقرة: ۱۸۶.
[3]. الزمر: ۲-۳.
[4]. الشوری: ۱۱.