Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)
اسلامي علما چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله
اوولسمه برخه

سید جمال‌الدین افغان: تر خپل وخت لوړ مصلح
سید جمال‌الدین افغان هغه شخصیت و چې فکر او عمل یې سره یوځای کړل او خپل نوم یې د اسلامي ویښتیا په تاریخ کې تلپاتې کړ. هغه نه یوازې یو متفکر، بلکې یو مبارز او په اسلامي نړۍ کې د ازادي غوښتونکو او اصلاحي خوځښتونو الهام بښونکی و. سیاسي او ټولنیزې اوضاع ته د هغه ځیر کتنې، د شرق او غرب له تمدن څخه یې ژور درک او د استعمار او استبداد په نقد کې بې سارې زړورتیا یې له هغه تلپاتې څېره جوړه کړه.
افغان باوري و چې د مسلمانانو وروسته پاتې‌والی په تقدیر کې لیکل شوی برخلیک نه، بلکې د فکري جمود، له پوهې د غفلت او د استعمار د سلطې پایله ده. هغه مسلمانان پوهاوي، یووالي او د اسلام اصیل روح ته ورستنېدو ته وربلل او په دې تګلوري کې یې هم د شرق له حکمت څخه ګټه اخیسته او هم یې د غرب له پوهې. د هغه څو اړخیز شخصیت له علمي او فکري نبوغ نیولې تر وطن دوستۍ او له استبداد سره تر مبارزې پورې د دې لامل شول چې نوم یې د فکري او انقلابي رهبرانو ترمنځ وځلېږي.
په ادامه کې د سید جمال الدین افغان د ژوند ځینې برخې، تفکر و اغېزې ارزوو، چې په اسلامي نړۍ کې د فکر د ژورتیا او د نفوذ د پراختیا ښودونکی دی.
۱. د سید جمال‌الدین افغان جرأت او حریت
د سید جمال الدین افغان د لیدلوري ښېګڼه او غوره‌والی له هغه اړخه ډېر د پام وړ دی، چې د هغه د تفکر د ژورتیا او د علم د پراخوالي ښودونکی دی. هغه په زړورتیا او روشنفکرۍ سره، د استعمار پر نقد سربېره، په تېره له هرې خوا چې ظلم او ستم راته، له استعمارګر غرب څخه نیولې د علم او تمدن تر څراغ لرونکي غرب پورې په توپیر قایلېده. دا لیدرلوری په حریت پر ټینګار سربېره په ټولنیزو او سیاسي افکارو کې د ژور بدلون بیانوونکی و.
۲. له نړیوالو خوځښتونو خبرتیا او د استعمار نقد
سید جمال‌الدین افغان له سم درک سره چې د نړیوالو خوځښتونو او د هغو د بدلونونو په اړه یې درلود، په تېره یې د غربیانو د پرمختګ طریقې ته پام وکړ او درک کړې یې وه چې غرب د استعمارګر په توګه باید د اسلامي نړۍ له خوا وننګول شي. هغه په زړورتیا او دقت سره د استعمارګر غرب او د علم او تمدن د څراغ لرونکي غرب ترمنځ په توپیر قایل و.
۳. له فکري جمود سره مبارزه او بدلون ته اړتیا
سید جمال الدین افغان باوري و چې که اسلامي نړۍ د غرب د استعمار پر وړاندې مقاومت کول غواړي، لومړی باید له فکري جمود او تحجر څخه خلاصون ومومي. هغه د واقعیتونو د منلو په لازموالي ټینګار کاوه او په دې باور و چې د ټولنې بدلون او تکامل د غربي علومو پوهاوي او مطالعې ته اړتیا لري. د هغه په آند د غرب علم او ټکنالوژي کولی شي چې له استعمار سره په مقابله کې له اسلامي نړۍ سره مرسته وکړي، په دې شرط چې له غربي علمي طریقو او سمو اصولو ګټه واخیستل شي.
۴. د غربي علم د زده کولو په لازموالي ټینګار
سید جمال‌الدین افغان د غرب د علم او ټکنالوژۍ په زده کولو ډېر ټینګار درلود. د هغه په باور د دې لپاره چې مسلمانان وتوانېږي د غرب د استعمار له سلطې څخه خلاصون ومومي، باید له غربي علمي طریقو ګټه واخلي او علمي او ټکنالوژیکي اصول یې زده کړي. هغه باوري و چې که له غربي علم څخه سمه او له اسلامي لیدلوري سره برابره ګټه واخیستل شي، د اسلامي ټولنو له پرمختګ او خپلواکۍ سره مرسته کولی شي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleد حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)
Next Article د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان (اووه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌ باورۍ سره یې ټکر (شپږمه برخه)

یکشنبه _14 _دسمبر _2025AH 14-12-2025AD7 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌ باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (لومړی برخه)

یکشنبه _14 _دسمبر _2025AH 14-12-2025AD19 Views

لیکوال: خالد یاغي‌ زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (لومړی برخه) لنډیز د…

نور یی ولوله
دینونه

شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)

شنبه _13 _دسمبر _2025AH 13-12-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه) سریزه په تېره برخه کې مو د شېنتو مذهب…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (پنځمه برخه)

شنبه _13 _دسمبر _2025AH 13-12-2025AD19 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌ باورۍ سره یې ټکر (شپږمه برخه)

یکشنبه _14 _دسمبر _2025AH 14-12-2025AD

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (لومړی برخه)

یکشنبه _14 _دسمبر _2025AH 14-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.