لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله
اتلسمه برخه
۱. د سید جمالالدین افغان نبوغ او اجتهاد
ښاغلی پلنت د سید جمال الدین افغان د نبوغ په اړه وايي چې دا نبوغ د هغه په اجتهاد او کوښښونو کې نغښتی دی. هغه د بېلابېلو هېوادونو له خلکو غوښتل چې د اسلام پر وړاندې د خپل دریځ په اړه بیاکتنه وکړي او هغه د سلف صالح طریقو ته راوګرځوي. سید جمال الدین ټینګار درلود چې مسلمانان باید د خپلو معلوماتو کچه پراخه کړي او ځانونه د وخت له علم سره همغږي کړي. هغه همداراز له قرآن او سنتو څخه د معتبرو او قطعي منابعو په توګه ګته اخیستله او دا توان یې درلود، چې له دې منابعو څخه دلایل راوړي. د هغه په باور که قرآن او سنت په سم ډول تاویل شي، مسلمانان به له سترو پېښو او د خپل وخت له علمي او ټولنیزو پرمختګونو سره هملاري شي.[1]
۲. د سید جمالالدین افغان وطنپالنه
کله چې له سید جمال الدین افغان څخه د هغه د وطن په اړه پوښتل کېدل، په ځواب کې به یې ورته ویل:«زه بې وطنه یم»، یعنې نن سبا مسلمانان وطن نه لري. دې خبرې په هغه وخت کې د مسلمانانو سخت ژوند ته په یوه ډول اشاره کوله، چې د ظالمو واکمنو تر استعمار او ظلم لاندې و. په واقعیت کې سید جمال الدین افغان دې ټکي ته اشاره کوله چې مسلمانان په خپلو هېوادونو کې په یوه ډول بېوطنه او مسافر دي؛ ځکه استعمارګرو د هغوی سیمې اشغال کړې دي؛ خو په حقیقت کې ټول مشرق د هغه استوګنځی و. هغه د مشرق شخص و، هر ښار او دیار ورته په دې سرحد او سیمه کې اهمیت درلود او بېمخالفته حقوق یې پر غاړه لرل.
۳. د سید جمالالدین افغان حکمت او رسالت
سید جمالالدین افغان هغه حکیم و چې د حکمت په څرنګوالی ښه پوه شوی و. هغه پوهېده چې حکمت خلکو ته د ګټې رسولو په معنا دی. له دې مخې د مشرق مسلمانانو ته د پرمختګ د لارو په وړاندې کولو کې نه یوازې اغېزناک و، بلکې په راتلونکې کې به هم هیڅکله ضایع نه شي. سید جمال الدین هڅه کوله چې خلک له فکري جمود څخه وژغوري او هغوی د ټولنیزو او سیاسي تحولاتو پر لور هدایت کړي.
۴. پر اصلاحي و انقلابي غورځنګونو د سید جمال الدین اغېزښندنه
اصلاحي او انقلابي غورځنګونه چې په عربي هېوادونو، ترکیې، فارس او افغانستان کې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې رامنځته شول، په مستقیم ډول یې د سید جمال الدین افغان له رسالت څخه الهام اخیستی و. په دې غورځنګونو کې د سید افکارو او ښوونو رغوونکی رول ترسره کړ او د دې غورځنګونو زیاترو سرلارو د هغه له افکارو ګټه واخیسته. دا اغېز ښندنه دومره مهمه وه چې دا یو غورځنګ هم د سید جمال الدین له افکارو له استفادې پرته بریالی کېدای نه شو. د هغه افکار چې د عقل، د زړه د جرأت او د ضمیر د ازادۍ پر اساس وو، راتلونکي نسلونه یې په خپلو اصلاحي حرکتونو کې پایښت لرونکي وساتل.[2]
۱. د فرد سمیت له نظره د سید جمال الدین افغان شخصیت
فرد سمیت په دې باور دی چې سید جمال الدین افغان په نولسمه پېړۍ کې د اسلامي نړۍ محور و. هغه د اسلام د لید طرز او ملاحظات په نوې بڼه وړاندې کړل او په دې لاره کې یې په پیاوړي ځواک او اراده ګام واخیست. له دې امله ویلی شو چې سید جمال الدین افغان په خپلو نوښتګرو افکارو د مسلمانانو په ذهنیت او تفکر کې اساسي بدلون رامنځته کړ.[3]
۲. د اسلام پر پرمختګ د سید جمال الدین افغان د افکارو اغېز
د سید جمال الدین افغان شخصیت او د ژوند سیرت په مستقیم ډول په راتلونکو پېړیو کې د اسلام له ګڼو پرمختګونو سره اړوند دی. په شلمه پېړۍ کې به کم اسلامي غورځنګونه ومومئ چې د هغه د افکارو تر اغېز لاندې نه وي یا یې هغو ته اشاره نه وي کړې. د سید شهرت نه یوازې د یوه نوښتګر عالم یا د پلان جوړوونکي يیا سازمانوونکي په توګه دی، بلکې د هغه د شخصیت رښتینی اهمیت هغه وخت څرګندېږي چې له ستونزو او پاشلتیاوو سره د اسلامي نړۍ په مخ کېدو کې د هغه د تفکر او تصمیم نیونې طریقې ته پام وکړو.
۳. د اسلامي نړۍ د خنډونو او ستونزو د لرې کولو لپاره د سید جمال الدین کړنلارې
سید جمالالدین په ډېر شوق او جامع توګه په اسلامي نړۍ کې موجودې ستونزې او خنډونه وارزول. هغه د اسلامي نړۍ په ژور درک او د شته ستونزو په دقیقې پېژندنې سره تصمیم ونیو چې دا خنډونه لرې کړي. له دې امله هغه نه یوازې د نویو ټولنیزو ستونزو پر وړاندې لوړ ګامونه واخیستل، بلکې د پخوانیو پاشلتیاوو او ضعفونو پر وړاندې یې هم اقدام وکړ. سید جمال الدین له بېهدفه او بېتفکره تقلید څخه، چې له پخوا څخه په اسلامي نړۍ کې په میراث پاتې و خلاصون وموند او د مسلمانانو د اصلاح او تحول په لټه کې و.
۴. زړورتیا ته هڅونه او د اصلاح پر لور حرکت
سید جمالالدین افغان هغه شخص و چې په خپلو اغېزناکو خبرو یې مسلمانان زړورتیا ته هڅول او د خپل وضعیت د اصلاح لپاره به یې هڅه کوله. هغه په ښه توګه درک کړې وه چې مسلمانان په هغې دوره کې له ډېرو ستونزو او رنځونو سره مخ دي او باید د خپل وضعیت د ښهوالي لپاره جدي تصمیم ونیسي. له دې امله، سید جمالالدین به تل هغوی د زړورتیا او راسخ هوډ لرلو ته هڅول چې له خپل سخت وضعیت څخه راووځي او د اسلامي نړۍ د اصلاح او بیا رغونې په لټه کې اوسي.[4]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . نهاد الغادری، التاريخ السري للعلاقات الشيوعية الصهيونية، ۷۴مخ.
[2] . حکیم مشرقزمین، ۱۰مخ.
[3] . شحرور، محمد، دراسات إسلامیة معاصرة فی الدولة والمجتمعه، ۳۴۶-۳۴۷مخونه.
[4] . منبع قبل، ۳۴۶-۳۴۷مخونه.