د سلف علما او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه
امام محمد غزالي رحمهالله به په دې ډېره خواشیني څرګندوله، چې د ده د عصر علماوو به د سلفو په څېر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه او د «کلمة حق عند سلطان جائر» (د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کولو) باندې عمل نه کاوه.
هغه د دې ضعف اصلي لامل په علماوو کې دنیا او مقام غوښتنه بولي او باور لري چې ډېری علما د دنیايي ګټو په لټه کې دي او له فاسدو واکمنانو سره له مخامخېدو او ټکر څخه ډډه کوي.
د سلاطینو پر وړاندې د سلفو علماوو زړورتیا
امام غزالي رحمهالله د رښتینو علماو په توصیف کې لیکي: «دا د هغو علماو طریقه وه، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر مهال به د سلاطینو هیبت او قدرت د دوی پر پرېکړو هېڅ اغېز نه درلود. هغوی د الله تعالی پر فضل باور درلود او په دې متیقین وو چې الله تعالی به یې ساتنه کوي. آن که په دې لار کې به شهیدان کېدل هم، د الله تعالی له تقدیر څخه به راضي ول. نیتونه به یې پاک وو او له همدې امله به یې خبرې د اور غشو په څېر به د ظالمانو پر زړونو لګېدې او هغوی کې به یې بدلون راوسته».
خو د امام غزالي په وخت کې حالات بدل شوی وو. هغه د افسوس په قلم لیکلي: «نن د دنیا طمعې د علماو خولې تړلي. دوی تل غلي دي او که څه وایي هم، نو د خبرو او کولو (عمل) تر منځ یې ډېر کم ورتوالی هم نه شته. له همدې امله د دوی خبرې هېڅ اثر نه لري. که همدا نن هم علما اخلاص او صداقت ته مخه کړي او د علم حق ادا کړي، نو بېشکه چې بریالي به شي.»
د رعیت، سلاطینو، علماوو او فساد ترمنځ اړیکه
امام غزالي رحمهالله بیا بیا پر دې ټکي ټینګار کوي چې فساد تل د ټولنې تر ټولو لوړې طبقې، یعنې له علماو څخه پیلېږي، ورپسې حاکمانو ته رسېږي او بالاخره تر عامو خلکو غځېږي.
هغه په دې باور و چې:
۱. د رعیت فساد، د حاکمانو د فساد پایله ده.
۲. د حاکمانو فساد، د علماو د انحراف نتیجه ده.
۳. او د علماو د انحراف محرک، له مال او مقام سره مینه ده.
په دې اړه وایي: «په هغه چا چې د مال او مقام مینه برلاسې شي، نو نه یوازې پر یوه عادي شخص د نیوکې جرات له لاسه ورکوي، بلکې له سلاطینو سره د مقابلې جرئت هم له لاسه ورکوي!»[۱]
په علمي مباحثو کې ګمراهي او له اخلاقي تربیې څخه غفلت
د امام غزالي رحمهالله په زمانه کې ټولنه په شدت سره په فقهي مناظرو او جزئي بحثونو کې ښکېله وه. علمي ناستې او فقهي مناظرو نه یوازې په ديني مدرسو، بلکې د شاهانو په دربارونو کې هم رواج شوې وې. د امام غزالي په باور په فقهي مسایلو کې دا ډول افراط د دې لامل شو چې علما د علم له اصلي هدف، یعنې د نفس له اصلاح او د اخلاقو له تزکیې څخه غافل پاتې شي.
هغه په خواشینۍ سره لیکي: «که له یوه فقیه څخه د صبر، شکر،خوف، رجاء، بغض، حسد، کینې، نفاق، ریا، توکل او داسې نورو موضوعاتو او له هغو څخه د خلاصون په اړه پوښتنه وشي، نو سم ځواب به ورنه کړل شي. په داسې حال کې چې په دې مسایلو پوهېدل د هر عالم لپاره فرض عین دي او نه پوهېدل یې د اُخروي هلاکت سبب دی. خو همدا فقها ممکن د فقهې په جزئي مسائلو داسې بحث وکړي، لکه ټول دین چې په همدې جزئاتو کې خلاصه شوی وي!»
بې ځایه په نادرو مسایلو بوخیتدل او له دیني ضروریاتو غفلت
امام غزالي رحمهالله پر هغو علماو سخت انتقاد کوي چې د فقهې په داسې مسایلو بوخت دي چې نه د ټولنې اړتیا ده او نه د خلکو پر ژوند کوم خاص تاثیر لري. په دې اړه لیکي: «نو بیا به هم فقه ځواب درنه کړي، خو که د لعان، ظهار، سبق او رمي په څېر مسایلو پوښتنه ترې وکړئ، نو په دومره جزئیاتو سره به یې وڅېړي، چې له یوه جزء څخه به یې ګڼې نورې جزوې راوباسي، داسې جزوې چې ممکن کلونه کلونه هم خلک ورسره مخ نه شي او که ورسره مخ هم شي نو ښار کې به ګڼ داسې خلک موجود وي چې د دې جزوو ځواب ووایي؛ خو سربېره پر دې، به دا عالما شپه او ورځ ځانونه په همدې ډول جزئیاتو ځانونه ستړې کوي، او په حفظ او تدریس یې بوخت وي او له هغو مسایلو څخه ځانونه غافلوي، چې شرعاً پرې پوهېدل ضروري دي. که کله بیا د دې مسایلو په اړه یو څوک پوښتنه ترې وکړي، نو په ځواب کې یې وایي چې: «زه د دې لپاره دا علم لولم چې د دین علم دی او فرض کفایه دی!» حال دا چې په دې تعلیم او تعلم، دغه پوهان هم ځانونه غولوي او هم نور خلک؛ ځکه هر عاقل انسان په دې پوهېږي چې که موخه د فرض کفایي ادا کول وي، نو باید تر هر څه وړاندې فرض عین پوره شي او آن نور داسې فرض کفایي مسایل هم شته چې له دې نه ډېر مهم دي او د نورو مسایلو په پرتله باید وړاندې زده کړای شي».[۲]
امام غزالي ددې خبرو له لارې څرګندوي چې ډېری علما د دین له اساسي موضوعاتو څخه غافل دي او د هغو فقهي بحثونو په جزئیاتو کې ښکېل شوي چې د مسلمانانو په عملي ژوند چندان تاثیر نه لري.
د ده په نظر، یو فقیه که د اخلاقو، د نفس د تزکیې او له ګناهونو څخه د ځان ساتلو له لارو چارو سره بلد نه وي، نو که هر څومره په فقهي جزئیاتو کې ماهر وي، بیا یې هم خپل اساسي مسؤلیت په سمه توګه نه دی ادا کړی.
د طب او درملنې په څېر له حیاتي علومو غفلت
د امام غزالي رحمهالله په مهمو انتقادونو کې یو دا دی، چې علماوو هغو علومو ته بې غورې کړې، چې د اسلامي ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه په دې اړه چې د دین علما د طب او طبابت په څېر له له ګټورو علومو غافل پاتې شوي، ژوره خواشیني څرګندوي. هغه په دې اړه لیکي: «د څو ښارونو طبيبان مسلمانان نه دي، او د فقهي احکامو په برخه کې د دوی شهادت د منلو وړ نه دی؛ خو موږ ته نه ښکاري چې کوم عالم دې د دې نیمګړتیا د پوره کولو اړتیا احساس کړې وي او د طب علم ته دې متوجه شوی وي. برعکس، خلک د فقهې په ځانګړې توګه د اختلافي او جدلي مسایلو په لور ورمات دي، حال دا چې هر ښار له داسې عالمانو څخه ډک دی چې د فتوا لیکلو او د دیني پوښتنو د ځواب ویلو وړتیا لري. زه نه پوهېږم چې دیني علما ولې د هغو فرض کفایي شا نیولې چې ګڼ کسان یې په زده کړه بوخت دي او هغه فرایض یې له پامه غورځولې، چې هېڅوک ورته متوجه نه دي؟ آیا د طب د علم په مرسته د اوقافو ریاست، د وصیتونو عملي کول، د یتیمانو سرپرستي، د قضا او فتوا مقام او همداراز، د معاصرو سیالانو او دښمنانو پر وړاندې برتري، ځواک او غلبه ممکنه نه ده؟»[]
امام غزالي ټینګار کوي چې دا ډول بې غوري یوازې د طب تر علم محدوده نه ده، بلکې نور حیاتي او اړین علوم هم له پامه غورځول شوې دي.
«هیڅ داسې ښار نهشته چې هغه کارونه چې د فرض کفایه حیثیت لري ترسره نهشي او دا ممکنه نه ده چې څوک دې پام ورته ونه کړي او علما دې په مطلق ډول غافل ترې پاتې شي. ډېرو څېړنو ته اړتیا نهشته، همدا د طب علم فرض کړئ، چې ډېری اسلامي ښارونه له مسلمانو طبیبانو خالي دي، او په شرعي چارو کې د کافرو طبیبانو شهادت د منلو وړ نه دی. خو له بده مرغه دې برخې ته هیڅ علم لږه علاقه هم نه ده ښکاره کړې.»[۴]
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر له فرض کفایي چارو غفلت
امام غزالي رحمهالله باور دا و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر اساسي کفايي فرایضو څخه په بشپړه توګه غفلت شوی دی. په دې اړه لیکي: «او همدا ډول، امر بالمعروف او نهی عن المنکر چې یو فرض کفایي عمل دی، هم پرېښودل شوی دی».[۵]
د امام غزالي په اند هغه علما چې د ټولنې په وړاندې یې خپل مسؤلیت هېر کړی وي او یوازې په علمي مناظرو، جدلي بحثونو او د فقهې په جزئیاتو بوخت وي، په اصل کې یې د اسلامي مسؤلیت اخیستنې روح یې بایللی دی. هغه په دې باور دی، که دیني علماوو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه ترسره کړې وای، نو فاسدو واکمنانو به هېڅکله د ظلم او فساد جرأت نه درلودای او د ټولنې وضعیت به له اوسني حالت سره ډېر توپیر درلودای.