
لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزی
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
پنځمه برخه
په قرآن کریم کې د حضرت ابراهیم علیهالسلام کیسه او له مکې ښار سره یې اړیکه
حضرت ابراهیم علیهالسلام د معبد د یوه لوی کاهن په کور کې زېږېدلی دی؛ د هغه کاهن په کور کې چې بتان به یې تراشل، خرڅول او د لوی معبد مسوولیت ورتر غاړه و. د حضرت ابراهیم علیهالسلام پلار هم د عقیدې له پلوه او هم د کسب و کار له اړخه په دې معبد پورې تړلی و. کله چې عقیده په کسب پورې وتړل شي او دیني احساس له مالي ګټو سره یوځای شي، نو څومره لویه ستونزه او پیچلې غوټه ترې جوړیږي؟
په داسې تورو تیرو کې دې ته هېڅ هیله نه راټوکیږي، چې څوک دې ایمان راژوندی او د دغو خرافاتو او بتپرستیو پر وړاندې په مینې او ولولو سره راپورته شي؛ خو په همدې شرایطو کې هم مهربان خدای یو د سالم زړه خاوند نبوت ته چمتو کاوه، ترڅو نړۍ بدله کړي.
«وَلَقَدْ اٰتَیْنَا اِبْرٰهِیْمَ رُشْدَهٗ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهٖ عٰلِمِیْنَ»[۱] «او یقینًا یقینًا موږ ابراهیم ته د هغه هدایت له دې نه مخكې وركړى و او مونږ په هغه باندې پوه وو».
ابراهیم (علیه السلام) خپل انقلاب له هغه ځایه پیل کړ، چې کېدای شي د نړۍ ستر انقلابونه یې هم پښو ته هم ونه رسیږي او نه تراوسه داسې یو انقلاب چا درک کړی وي؛ دا نقطه د کورني ژوند پړاو دی، هغه پړاو چې له کوره پیلېږي؛ هغه کور چې انسان پهکې پیدا شوی وي، ژوند پهکې کوي او دا ټول هغه څه دي چې قرآن کریم یې په معجزهیي او روښانه اسلوب سره بیانوي؛ لکه د ابراهیم علیهالسلام په لاس د بتانو ماتول، د بتپرستانو غوسه، حیرانتیا، سرګرداني او له دې زړور ځوان څخه غچ اخیستل، د اور بلول او د هغې سړېدل او پر سلامتۍ بدلېدل او د ظالم پاچا په وړاندې د ابراهیم ښکاره مناظره ټولې هغه پېښې دي چې په دې انقلاب کې پېښې شوي.
دا انقلاب بیا په داسې بڼه پای ته رسېږي چې وطن پرې له ټولې پراخۍ سره را تنګ شوی وي او ټولنه یې په وړاندې راپورته شوي وي، حکومت یې په لټه کې وي؛ خو دی دا هر څه بېاهمیته ګڼي، داسې ښکاري لکه له پخوا یې چې دغسې ورځو ته انتظار درلود او طبیعي پایله ورته ښکاريده؛ نو له خپلې خاورې په خوښۍ او رضا سره وځي؛ خو خپله اصلي سرمایه، یعنې ایمان ژغوري. یوازې د ځمکې پر مخ ګرځي او هیڅوک په کې نه پېژني؛ سره له دې چې ټول هېوادونه په بتپرستۍ، خرافاتو، د دروغو معبودانو په عبادت او شهوتپرستۍ کې یو له بله سره برابر دي. تر دې چې د مصر خاورې ته رسي او هلته هم له امتحانونو او سپکاوي سره مخ کېږي، خو په پای کې د خپلې هغې مېرمنې په مرسته چې پاچا د تمې په سترګه ورته کتل نجات مومي، شام هېواد ته پناه وړي او هلته استوګنه غوره کوي. هلته یو قیمتي نیالګۍ کري، خلک له بتپرستۍ څخه د یو واحد رب عبادت ته رابولي، او په شام کې له استوګنې خوند اخلي؛ داسې ځای چې هره خوا زرغونتیا، روزي او د طبیعت ښکلاوې ځلیږي.
لا ډېر وخت تېر شوی نه وي، چې ابراهیم علیهالسلام ته امر کېږي چې یوې بلې سیمې ته لاړ شي، داسې سیمه، چې د شنهوالي او اوبو له پلوه د شام له خاورې سره بشپړ توپیر لري. ابراهیم علیهالسلام نه ځان ته د بل نظر حق ورکاوه او نه یې په کوم خاص وطن پورې ځان تاړه؛ بلکې د یوه مطیع بنده په توګه یې، ټول جهان خپل وطن ګاڼه او ټول بشري نسل یې خپله کورنۍ ګڼله. ابراهیم علیهالسلام ته امر وشو، چې له خپلې مېرمنې «هاجرې» او کوچني زوی سره یو ځای هلته هجرت وکړي. داسې ځای ته، چې تنګه دره ده او له هر لوري غرونه پرې راچاپېر دي، هوا یې وچه، اوبه او مرسته کوونکی پهکې نهشته، او له آبادیو بې برخې سیمه ده. ابراهیم (علیه السلام) ته امر وشو، چې همدلته خپله کمزورې مېرمن او شیدې څښونکی ماشوم پرېږدي او دا کار پر الله تعالی د توکل، د هغه د حکم د ادا کولو، او د الهي تقدیر په وړاندې د تسلیمۍ له مخې ترسره کېږي. دلته نور نه بېصبري شته، نه وېره، نه خواخوږي، نه احتیاط، نه ستړیا، نه ناراحتي، نه سستي او نه هم د الله تعالی د وعدې په اړه شک؛ بلکې دا د تجربو پر وړاندې سرکښي، له طبیعت سره مخالفت، له ظاهري اسبابو سره پرېکون، پر غیبي حقایقو ایمان او پر الله تعالی باور دی؛ قدمونه هغه لړزېږي کله چې یو څوک پر الله تعالی باور له لاسه ورکړي، د قوي ایمان په شتون کې بنده په خپله قوي کیږي.
له کوم څه چې وېره وه، هغه هم پېښ شول: ماشوم تږی شو او دا حالت د مور تنده دوه چنده کوي؛ هېڅ هیله نه تر سترګو کېده، آن د اوبو یو کوچنی سوری هم نه و، چې تنده یې پرې ماته کړې وای. دلته د مور عاطفه، مهرباني او د زوی پر وړاندې خواخوږي راپارېږي، مور د اوبو یا داسې کاروان په لټه کېږي، چې اوبه ورسره وي. له یوې غونډۍ بلې ته، په بېصبرۍ او وارخطایۍ منډې وهي، خو له ماشوم سره مینه او زړه سوی یې بېرته ورګرځوي تر څو ځان ډاډه کړي، چې زوی یې ژوندی دی، وروسته بیا له تندې څخه د زوی د بایللو وېره پرې زوروره کېږي، په منډو، له یوې خوا بلې خوا ته، د اوبو یا د انسان د نښو نښانو په لټه وځي. له یوې خوا د خپل انساني فطرت له مخې وارخطا او اندېښمنه ده او له بلې خوا د خپل ایمان او پر الله تعالی د باور له مخې آرامه ده؛ ځکه چې د یوه پیغمبر مېرمن ده او پوهېږي چې د اسبابو لټه له ایمان او پر الله تعالی له باور سره هېڅ ډول تضاد نه لري. نو له همدې امله که څه هم وارخطا ده خو ناهیلې نه ده؛ که څه هم مؤمنه ده، خو بېکاره نه ده ناسته او نه هم د ناتوانۍ او بېوسۍ اظهار کوي. دلته یوه داسې ننداره رامنځته کېږي چې آسمان یې ساری نه دی لیدلی؛ د الله تعالی رحمت ځان ښکاره کوي او په معجزیي ډول له ځمکې اوبه راپورته کېږي؛ دا اوبه د تلپاتې او برکتناکې سرچینې په توګه بهېږي، نه کمیږي او نه هم ختمېږي. دا اوبه دومره ارزښت لري چې ټول مخلوقات، غرونه او نسلونه په بر کې نیسي؛ دا د ټولو زمانو او ملتونو لپاره یوه الهي ډالۍ ده، چې خواړه، شفا، برکت او ثواب پکې نغښتی دی.
الله تعالی د دې مخلصې مؤمنې مېرمنې دا اضطراري حالت تلپاتې کوي او د یو اختیاري عمل بڼه ورکوي؛ داسې عمل چې د هر عصر او نسل ستر حکیمان، فیلسوفان، نابغهګان، پاچاهان او مخور ورباندې مکلف کېږي، او له دې پرته د دوی عبادت بشپړ نه ګڼل کېږي، تر څو چې د صفا او مروې تر منځ منډه چې د هر مطیع او محبوب د وصال ځای دی ترسره نه کړي.
دا تلاش او منډه په دې نړۍ کې د مسلمان د دریځ تر ټولو غوره نمونه ده؛ ځکه مسلمان هم له عقل، هم له عاطفې، احساس او هم عقیدې برخمن دی. عقل د خپل ژوند د خیر او مصلحت لپاره کاروي، خو کله ناکله د احساس او عاطفې اطاعت هم کوي، چې له عقله څخه ژور دی. مسلمان په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې له شهواتو او غولوونکو ښکلا ډکه ده؛ خو دې د صفا او مروې تر منځ د منډه وهونکي په څېر دی، د دنیا له ټولو ښکلاوو تېرېږي، هېڅ توجه ورته نه کوي او ځان ورپورې نه تړي.
هدف، فکر او تمرکز یې په خپل راتلونکي دی. خپل ژوند هغه څو محدودې دورې ګڼي چې د الله تعالی د اطاعت او د هغه د دین د منلو له مخې یې باید طی کړي. ایمان یې نه پرېږدي چې له هڅې او پلټنې لاس واخلي او خپلې هڅې او کوششونه یې پر الله تعالی له توکل او پر هغه له باور څخه نه منع کوي.
د ژوند اصلي روح او ارزښت په همدې آزادۍ، هڅې، مینې او تسلیمۍ کې نغښتی دی. ماشوم لویېږي، داسې عمر ته رسېږي چې د پلار عاطفه نوره هم ورسره پیاوړې کیږي او د خپل پلار په هڅو کې ځان شریکوي. مهربان، عزتمن او له انساني عاطفې ډک پلار، د زړه له تله خپل بچي سره د ژورې مینې احساس پیدا کوي. ځکه د ده زړه یو سالم زړه دی، چې یوازې د الله تعالی د مینې لپاره ځانګړی شوی دی. دا زړه د عامو انسانانو د زړونو په څېر نه دی؛ دا د «خلیلالرحمن» زړه دی. له انسان سره په محبت کې هم شریک او سیال نه منل کیږي؛ خو که دا محبت له الله تعالی سره واوسي، نو څومره به لوړ، ژور او لوی وي؟
په همدې موده کې ابراهيم عليهالسلام خوب ويني، داسې اشاره ورته کېږي چې خپل ګران او زړه ته ورتېر زوی باید حلال کړي. د انبياوو خوب د وحي په مانا وي، د ابراهيم عليهالسلام خوب څو ځله تکرارېږي، تر دې چې يقيني کیږي چې دا يو الهي امر دی، يو حتمي حکم دی، چې بايد پلي شي. ابراهيم عليهالسلام خپل زوی ازمېيي، ځکه دا کار د هغه له رضايت او صبر پرته عملي کېدای نه شي. خو زوی يې، يعنې اسماعيل عليهالسلام، په ډېرې نېکۍ، اخلاص او قربانۍ سره د الله د امر منلو ته غاړه ږدي. ولې به داسې نه کوي؟ هغه خو پېغمبر دی، د پېغمبر زوی دی، او د راتلونکي ستر پېغمبر نیکه دی! «قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ».[۲] ژباړه: «نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې.»
دلته داسې یو څه پېښېږي چې عقل يې نهشي درک کولی؛ پلار خپل ځوان، زړه ته ورتېر او خوږ زوی له ځان سره وړي، چې ذبحه یې کړي، او زوی د خپل پلار او خپل رب اطاعت کوي. دواړه ځانونه د الله تعالی امر ته تسلیموي. شيطان د دوی مخې ته راځي، هغه موجود چې د انسانانو د ګمراهۍ او محروميت هڅې کوي او غواړي چې دوی له دې کار څخه راوګرځوي، نافرمانۍ او له ژوند سره مينې کولو ته یې هڅوي، خو دوی مقاومت کوي، د شيطان په خبرو نه غوليږي او له الهي امر پرته بل هېڅ نه مني.
همدلته داسې یو څه پېښېږي چې فرښتې حيرانیږي، انسانان او پريان وېرېږي. زوی د ذبح کولو په موخه پښې غځوي، پلار یې چاقو پر ستوني ورږدي، په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې ذبحه يې کړي، خو د الله تعالی اراده بله ده. وروسته څرګندیږي چې هدف، د اسماعيل عليهالسلام ذبحه نه و، بلکې هدف د ده د محبت ذبحه کول و؛ هغه محبت چې د الله تعالی له مينې سره یې سيالي کوله. د زوی پر مرۍ د چاقو په ايښوولو سره دا محبت ذبحه کېږي؛ اسماعيل عليهالسلام ژوند ته پيدا شوی، تر څو وده وکړي، نسل يې دوام وکړي او د ده له نسل څخه وروستی پېغمبر، سيدالانبياء نړۍ ته راشي؛ نو څنګه به مخکې له دې چې الهي اراده پوره شي، وژل شوی وای؟
الله تعالی د اسماعيل عليهالسلام پر ځای له جنت څخه د قرباني کولو په موخه يو پسه راولي، او دا قرباني د حج د ورځو د تلپاتې سنت په توګه د ده په نسل او پيروانو کې پاتې کیږي؛ چې قرباني وکړي، د دې سترې پېښې ياد تازه کړي او د خپل مال یوه برخه د الله تعالی په لار کې قرباني کړي. «فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينَ * وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ * قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ * إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ * وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ * وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ * سَلَامٌ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ»[۳] ژباړه: «نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه او موږ ده ته آواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه بېشكه موږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و او موږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو او موږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې، دا چې سلام دې وي په ابراهیم.»
الله تعالی له ابراهيم عليهالسلام سره د شيطان د مقابلې کیسه تلپاتې کړه. هغه ځایونه چې شيطان به د ابراهيم عليهالسلام مخې ته راڅرګندېده او د الهي امر د پلي کولو مخه يې نيوله، الله تعالی دا ځایونه د «رجم» (يعنې د شيطان ویشتلو) په ځایونو بدل کړل او دا عمل هر کال د حج په مراسمو کې بيا بیا تکرارېږي. دا یو داسې سمبول دی چې پهکې د شیطان پر ضد د کرکې، غوسې او سرکښۍ اعلان کېږي.
دا حرکت هغه مؤمن ته چې ايمان يې رښتينی وي، فهميې ژور وي او اطاعت يې بشپړ وي، نو خوند، ژوند او مينه وربخښي. مؤمن بايد پوه شي چې تل له بدۍ، فساد، شيطان او د هغه له پوځ سره په جګړه کې دی او بايد درک کړي چې د مؤمن له خوا د شيطان حق يوازې سپکول، ذلت او ویشتل دي.
وخت تېر او اسماعيل عليهالسلام ستر شو، په يوه پیاوړي ځوان بدل شو. الله تعالی هغه ته نبوت او مشري ورکړه. د ابراهيم عليهالسلام د دعوت نتيجه څرګنده او پراخه شوه او د يوې ټولنې بڼه یې خپله کړه؛ خو دا ټولنه يوه داسې مرکز ته اړتيا لري چې تکيه پرې وکړي، پناه ورته يوسي او د ايمان بنسټ پهکې کېږدي. په داسې حال کې چې د شتمنو ظالمانو ماڼۍ او د طاغوت عبادتځايونه پراخ شوي وي او هلته د نفساني غوښتنو، شهوتونو او شيطان پرستۍ واک وي، پر ځمکه داسې يو ځای نه وي پاتې چې خاص د الله عبادت ته ځانګړی شوی وي او عبادتکوونکي او زائرين پهکې پاک شي.
کله چې دين پياوړی کېږي او د اسلامي امت بنسټ ټينګېږي، الله تعالی ابراهيم عليهالسلام ته حکم کوي چې زما لپاره يو کور جوړ کړه، داسې يو ځای چې د خلکو لپاره د امن ځای واوسي او د الله تعالی د عبادت مرکز وګرځي. پلار او زوی دواړه، دا ساده کور (کعبه) چې په ظاهره ډېره له عجز ډکه او ساده ښکاري، خو په باطن کې ډېر ستر، لوړ او دروند مقام لري، په ګډه جوړوي. دوی دواړه د دې کور د بنسټ ډبرې ږدي او دې مقدس کار ته ملا تړي.
«وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ»[۴] ژباړه: «او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زموږه رَبه! زموږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې اى زموږه ربه! موږ ستا (حكم) منونكي جوړ كړه او زموږه په اولاد كې (هم) يوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او موږ ته زموږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زموږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا تهٔ ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې.»
کعبه د یوه بېساري ایمان او خالص نیت پر بنسټ جوړه شوه. الله تعالی دا کور په خوښۍ سره ومنلو، د تلپاتې کېدو فیصله یې وکړه او د ښکلا، عظمت او روحاني ځواک جامه یې ور واغوسته. الله تعالی له کعبې سره د انسانانو زړونه داسې وتړل چې په ډېرې مینې سره د هغې په لور حرکت وکړي، حتی خپل مالونه او ځانونه هم قربان کړي، تر څو ځان تر دې کوره ورسوي. خو دا کور له مادي ښکلا، فیشن، تمدني ځل و بل، طبیعي ښکلا، او ښاري جاذبو څخه تش دی. دا په یوه وچ، بېاوبو او له ښاري تمدن څخه لیرې ځای کې جوړ شوی، خو د الله په امر د نړۍ د روحونو په مقناطیس بدل شوی دی. کله چې د کور د جوړلو کارونه تکمیل شول نو ابراهیم عليهالسلام ته حکم وشو: «وَأَذِّنَ فِي النَّاسِ بِالْحَجِ يَأْتُوكَ رِجَالاً وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ».[۵] ژباړه: «او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه، د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ.»
د ابراهیم عليهالسلام په زمانه کې انسانان د مادي اسبابو بندګان شوي وو. هر څه یې د اسبابو پر بنسټ سنجول، دوی باور درلود چې اسباب په خپل ذات کې مؤثر دي او د یوه بېل خدای په توګه په ارزښت ورته قایل وو چې دا د بُتپرستۍ بله بڼه وه. خو د حضرت ابراهیم عليهالسلام ژوند د همدې فاسد تفکر پر ضد یو انقلاب و. ده د خلکو پام یواځې د یو الله پر لور راواړاوه، داسې الله چې هر څه یې له هېڅه پیدا کړي او د دې قدرت لري چې اسباب له پایلو څخه جلا کړي، له اشیاوو څخه طبعي ځانګړتیاوې (خواص) واخلي او حتی برعکس یې کړي. الله د هر څه واکمن دی، هر څه چې غواړي، هر وخت او د هر چا لپاره یې مسخّرولی شي.
خلکو د حضرت ابراهیم عليهالسلام د سوزولو لپاره اور بل کړ او په غوسه یې وویل: «حَرِّقُوهُ وَانصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ». [۶] ژباړه: «وسوځوئ دا سړی! او د خپلو خدایانو ملاتړ وکړئ که څه کولی شئ!». خو ابراهیم عليهالسلام پوره باور درلود چې اور هم د الله تعالی د حکم تابع دی، نه یو مستقل او خپلواکه ځواک. دی پوهېده چې د اور سوځوونکې ځانګړنه دایمي نه ده، بلکې دا خاصیت هم الله ورکړی او کله چې الله وغواړي، دا ځانګړنه ترې اخلي.
اور د الله له خوا ورکړل شوی یو عاریتي طبیعت لري، د الله له ارادې څخه مستقل نه دی، نو که الله وغواړي، اور له منځه وړلی شي، سړولی یې شي او د نجات په وسیله یې بدلولی شي. ابراهیم عليهالسلام د همدې ایمان، باور او توکل له مخې ځان اور ته وسپاره او پایله دا شوه چې همدا الهی حقیقت ښکاره شو.
«قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ * وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ»[۷]
ژباړه: «موږ وویل: اى اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې او دوى له هغه سره د ضررناك مكر كولو اراده كړې وه، نو موږه هم دوى بې حده تاوانیان وګرځول».
په هغه زمانه کې خلکو باور درلود چې ژوند یوازې په هغه ځایونو کې ممکن دی چرته چې شینوالي، اوبه، روزي او سوداګري وي. دوی به تل د داسې ځایونو لټون کاوه چې طبیعي ښکلا، تجارت، زراعت او د صنعت امکانات ولري، تر څو خپلو کورنیو او بچیانو ته آرام ژوند برابر کړي؛ خو حضرت ابراهیم عليهالسلام د دې عادت خلاف عمل وکړ. ده پر رواجونو او د دنیا پر اسبابو د تکیې پر وړاندې قیام وکړ. د خپلې کوچنۍ کورنۍ (هاجره او اسماعیل عليهالسلام) لپاره یې داسې وچه دره وټاکله چې نه پهکې زراعت کېده، نه سوداګري، نه اوبه وې او نه انساني ژوند. دا ځای د دنیا له تمدني مرکزونو، شتمنیو او امکاناتو ډېر لرې و. ابراهیم عليهالسلام الله تعالی ته دعا وکړه چې د ده کورنۍ ته، په هغه وچه او سحرا کې پراخ رزق ورکړي، د خلکو زړونه د دوی خوا ته راواړوي او له ظاهري اسبابو پرته او پېژندل شویو لارو څخه میوې او روزي ورته چمتو کړي. هغه داسې دعا وکړه: «رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعل أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ».[۸] ژباړه: «اى زموږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زموږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي.» او الله تعالی د حضرت ابراهیم عليهالسلام دعا قبوله کړه، د هغه د اولاد لپاره یې روزي برابره کړه ددوی امنیت یې تضمین کړ، او د دوی ښار یې د خیرونو او میوو په مرکز بدل کړ.
«أَوَلَمْ نُمَكّنْ لَهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلَّ شَيْءٍ رِزْقًا مِنْ لَدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ».[۹]
«ایا موږ هغوی ته یو امن حرم نه دی برابر کړی؟ داسې ځای چې د هر څه مېوې ورته راوړل کېږي، دا د موږ له لوري رزق دی، خو زیاتره خلک نه پوهېږي.»
«فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَأَمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ».[۱۰] ژباړه: «نو دوی باید د دې کور رب (مالک او پالونکی) عبادت وکړي، هغه څوک چې دوی ته یې د لوږې پر مهال خواړه ورکړل، او له وېرې یې امن ورکړ.»
ابراهیم عليهالسلام خپله کورنۍ په داسې وچه دښته کې پرېښوده چې یوه څاڅکی اوبه هم پهکې نه وې، داسې ځای چې نه د تندې د خړوبېدو چاره په کې کېده، نه د ژوندي پاتې کېدو څه لاره وه؛ خو ناڅاپه د شګو له منځه اوبه راوخوټېدې، داسې اوبه چې د تل لپاره جاري شوې، خلکو ترې وڅښلې او خپلو سیمو ته یې یووړې. هغه خپله کورنۍ په داسې وچه او بېاوسېدونکو ځای کې پرېښوده، خو ډېر ژر دا ځای په داسې یوه مقام بدل شو چې له هر لوري خلک ورمات شول.
همدا ډول د حضرت ابراهیم عليهالسلام ژوند د هغه مهال د سرکشه مادهپالنې پر وړاندې یو ستر چلنج و او د هغو کسانو پر وړاندې یو بغاوت و چې اسباب یې معبودان ګڼل او ژوند یو عملي مثال و د ریښتیني ایمان، الله تعالی پر مطلق قدرت باور او دا پر الهی سنت د باور یوه نښه وه چې الله تعالی څه ډول اسباب د خپل بنده تابع ګرځوي او داسې کارونه تر سره کوي چې عقلونه یې نهشي درک کولی.
دوام لري…
[1]. انبیاء: ۵۱.
[2]. صافات: ۱۰۲.
[3]. صافات: ۱۰۳ ـ ۱۰۹.
[4]. بقره: ۱۲۷ ـ ۱۲۸.
[5]. حج: ۲۶ ـ ۲۹.
[6]. انبیاء: ۶۸.
[7]. انبیاء، آیه: ۶۹ ـ ۷۰.
[8]. ابراهیم: ۳۷.
[9]. قصص: ۵۷.
[10]. قریش: ۳ ـ۴.