دا ځلانده ستوري د اسلامي مکتب دايمي میراثونه دي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې نړۍ ته غوره نمونې وړاندې کړې دي. که څه هم سیاسي او تاریخي تحولاتو اسلامي امت ته زیانونه اړولي، خو د هرې دورې ستر شخصیتونه د دغو زخمونو د درملنې لپاره راڅرګند شوي دي.
یو له دغو سترو شخصیتونو څخه امام عزالدین بن عبدالسلام سلمي رحمهالله دی، چې خپل ټول ژوند یې د علم زده کړې او د اسلامي تعلیماتو خپرولو ته وقف کړی و. نوموړی نه یوازې یو لوی عالم و، بلکې د هغه معنوي، دعوتي او سیاسي شخصیت هم د اسلام په تاریخ کې ژوره اغېزه پرېښې ده.
نوم، نسب او زوکړه
د علماوو د اجماع له مخې د هغه بشپړ نوم عبدالعزیز بن عبدالسلام بن ابي القاسم بن حسن بن محمد بن مهذب و.علامه عزالدین بن عبدالسلام سلمي رحمهالله په ۵۷۷ هـ.ق (۱۱۸۱ ز) کال په دمشق کې وزېږېد او هلته لوی شو. دمشق له پخوا راهیسې د تمدنونو مرکز و، چې د علمي خوځښتونو زانګو ګڼل کېده او له نړۍ سره یې ديني عالمان راټولول.
زده کړې او علمي مقام
علامه عزالدین د ځوانۍ پر مهال د اسلامي علومو زده کړه پیل کړه. د قوي هوډ، زیاتې هڅې او لېوالتیا له برکته یې په لنډ وخت کې د خپلو معاصرو ډېرو کسانو مخه ونیوله. خدای تعالی هغه ته داسې حافظه او هوښیارتیا ورکړې وه، چې په قرآن، حدیث، فقه او اصولو کې یې ځانګړی مهارت ترلاسه کړ.
نوموړی د نامتو عالمانو لکه علامه فخرالدین بن عساکر، شیخ سیف الدین الآمدي او حافظ محمد قاسم بن عساکر شاګرد و.
د هغه معاصرانو د عزالدین علمي مقام ستایلی دی. علامه ابن دقیق العید هغه ته د “سلطان العلماء” لقب ورکړی. کله چې نوموړی په ۶۳۹ هـ.ق کال مصر ته ولاړ، د “الترغیب و الترهیب” لیکوال حافظ عبدالعظیم المنذري (د هغه وخت مفتي) خپل فتاوی بندې کړې او ویې ویل:”په هغه ښار کې چې عزالدین بن عبدالسلام اوسي، د بل چا لپاره دا مناسب نه ده چې فتوا ورکړي.”
شیخ جمالالدین حاجب وایي:”شیخ عزالدین په فقه کې له امام غزالي رحمهالله څخه لوړ دی.” (طبقات الشافعیه، ۵ ټوک)
امام ذهبي په “العبر” کې لیکلي دي:”هغه د مذهب کامل پوهه، زهد او تقوا درلوده او د اجتهاد درجې ته رسېدلی و.” (حسن المحاضرة، سیوطي، ۱۴۱ مخ)
شیخ عزالدین د دمشق په زاویه غزالیه مدرسه کې تدریس کاوه او د اموي جامع جومات خطیب او د جمعې امام و. شیخ شهابالدین ابو شامه رحمهالله وایي:”هغه د خپلې زمانې ټول بدعتونه له منځه یوړل او د “رغائب” او د “شعبان” د نیمایي لمونځونو باطلېدل یې له شرعي دلایلو سره ثابت کړل.”
د رغائب لمونځ په ۴۴۸ هـ.ق کال رامنځته شو او د نورو عامو بدعتونو په څېر په چټکۍ سره خپور شو. شیخ عزالدین د دې لمانځه مفصل تاریخ لیکلی دی.
د شعبان د نیمایي لمونځ
دا لمونځ د شعبان میاشتې په پنځلسمه شپه اداء کېده، چې سل رکعته و او په ځانګړې طریقې سره ترسره کېده. د اهل سنت علماوو د فتوا له مخې، دا دواړه لمونځونه د خلکو اختراع او بدعت ګڼل شوي دي. ابن سبکي هم دا بدعت بللی، او امام نووي رحمهالله د دې ډول لمونځونو په اړه “جعلي” او “منکر” اصطلاحات کارولي دي.
الملک الکامل او د قضاء مقام
الملک الکامل (د وخت واکمن) غوښتل چې علامه عزالدین د قاضي مقام قبول کړي. شیخ په لومړي سر کې انکار وکړ، خو د ځینو شرطونو تر منلو وروسته یې دا مقام ومانه. همدارنګه، شیخ د الملک الکامل په استازیتوب بغداد ته سفر وکړ، څو د خلافت مرکز ته مهم پیغام ورسوي.
د شیخ الاسلام تصوف
د ابن سبکي له روایتونو ښکاري چې شیخ عزالدین نه یوازې د ظاهري علومو بشپړ ماهر و، بلکې باطني فضیلتونه یې هم درلودل. د هغه ایمان، یقین، پر خدای تعالی توکل، زړورتیا، بېباکي، او دنیا ته زړه نه تړل د هغه د معنویت ښکاره ثبوتونه دي.
ابن سبکي په خپل کتاب “طبقات” کې لیکلي چې شیخ عزالدین رحمهالله د تصوف په لاره کې له امام بهاءالدین سهروردي څخه فیض اخیستی و او د خپلو شاګردانو د تربیې لپاره یې له هغه اجازه اخیستې وه.
همدارنګه، سیوطي رحمهالله ویلي چې شیخ له شیخ ابوالحسن شاذلي څخه هم ګټه اخیستې وه.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر
شیخ عزالدین باوري و چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د علماوو هم نظري او هم عملي مسئولیت دی. د دې دندې پر وړاندې باید هېڅ ډول ستونزې د منلو وړ ونه ګڼل شي.
شیخ، الملک الاشرف ته په یوه لیک کې لیکلي:
“موږ ادعا کوو چې د خدای تعالی حزب یو، د هغه د دین مرستندویان یو. که یو عسکر ځان له خطرونو ساتي، هغه اصلي عسکر نه دی.”
شیخ دا عقیده درلوده چې علم او ژبه د علماوو وسلې دي، او دا دواړه باید د حق د ملاتړ او د باطل پر وړاندې د مبارزې لپاره وکارول شي.
په یوه بل لیک کې یې لیکلي:
“خدای سبحانه و تعالی موږ ته د خپل دین د مرستې امر کړی دی، او څرګنده ده چې زموږ وسلې علم او ژبه دي، لکه څنګه چې د پاچاهانو وسله توره او غشي دي. لکه څنګه چې په وسلهواله جګړه کې د واکمنانو غفلت د منلو وړ نه دی، همدارنګه د علماوو غفلت هم د منلو وړ نه دی. هغوی باید تل د مفسدینو او بدعت کوونکو پر وړاندې مقاومت وکړي.”
د دین لپاره قرباني ورکول
د شیخ عزالدین له نظره، دیني عالم باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر مهال هر ډول تکلیف وزغمي.
هغه د هغو کسانو پر خلاف و، چې د خطر منل د “هلاکت” سره تړلي بولي او د قرآن دا آیت ناسم تفسیر کوي:”وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ” (البقره: ۱۹۵)
شیخ لیکلي:
“د دین لپاره خپل ژوند په خطر کې اچول روا دي.”
د هغه له نظره، د جګړې یو اتل د دښمن د وسلهوالو صفونو ته وردانګي، همدا ډول یو دیني عالم هم باید د حق د لوړولو لپاره د هر ډول خطر منلو ته چمتو وي.
د خدای رضا تر هر څه مهمه ده
شیخ عزالدین دا عقیده درلوده چې:
“څوک چې د خدای رضا تر خپلې خوښې غوره کړي، خدای به هغه ته لوړ مقام ورکړي. او څوک چې د خلکو د رضایت لپاره د خدای نافرماني وکړي، خدای به له هغه څخه ناراضه شي، او خلک به هم له هغه مخ واړوي.”
عرب شاعر وایي:
فليتك تحلو والحياة مريرةُ، وليتك ترضى والأنام غضابُژباړه:”کاش! ستا د مینې خوږوالی ماته راورسیږي، که څه هم زما ژوند تریخ وي. او کاش ته راضي شې، که څه هم خلک ناخوښ وي.”
پایله
د شیخ عزالدین ژوند دا ثابتوي چې هغه ټول عمر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره مبارزه وکړه. هغه هېڅکله د شریعت خلاف اعمالو پر وړاندې چوپ پاتې نه شو، او د دین د دفاع لپاره یې خپل ژو