لیکوال: شعیب احمد غزنوي
بدعت او دقیقه مانا یې
(پنځمه برخه)
۹. امام قرافي (رحمهالله)
علامه احمد بن علي مَنجور د «الإسعاف بالطلب مختصر شرح المنهج المنتخب على قواعد المذهب» کتاب په ۲۵۲مه برخه کې چې مالکي فقهې پورې اړه لري د امام قرافي په اړه وايي: «تر کومه چې ما لوستي او لیدلي، اصحاب د بدعت پر ردولو اتفاق سره لري او ابن زید او نورو مشخص او معین کړی دی. د مطلب د تفصیل په توګه ویلی شو، چې بدعت پر پنځو ډولونو وېشل شوی دی:
-
واجب بدعت: هغه بدعت دی، چې د واجبو شرعي قوانینو لاندې راځي، لکه په هغه وخت کې د قرآن کریم او احادیثو تدوین او راټولول، چې د لهمینځه تلو وېره یې موجوده وي، ځکه راتلونکو نسلونو ته د الله تعالی دین رسول اجماعاً واجب دي او غفلت پهکې حرام دی. په داسې حالاتو کې د بدعت د وجوب په اړه اختلاف ښه کار نه دی.
-
حرام بدعت: حرام بدعت هغه بدعت دی، چې د تحریمي شرعي اصولو لاندې راځي، لکه: ګمرک او داسې نور دود شوي ظلمونه. همداراز، هغه نوې پیدا شوې چارې چې د شریعت د اصولو سره په ټکر کې وي؛ لکه جاهلانو ته پر عالمانو ترجیح ورکول او شرعي مسؤلیتونه میراثي کول او نا اهلانو ته یې یوازې په دې وجه سپارل، چې پلار یې د همدې منصب څښتن و، که څه هم دی یې وړ نه وي.
-
مستحب بدعت: مستحب بدعت هغه بدعت دی چې د استحبابي شرعي قواعدو لاندې راځي، لکه: په په جماعت سره تراویح ترسره کول؛ د صحابه کرام (رضياللهعنهم) د ساده ژوند برعکس، د قاضیانو او والیانو لپاره مناسب لباس او ښه وضعیت رامنځته کول، ځکه نن سبا د ټولنې اصلاح او شرعي مصالح په ټولنه کې د مسئولینو له احترام پرته شوني نه دي.
-
مکروه بدعت: مکروه بدعت هغه بدعت دی چې د کراهت لرونکو شرعي قواعدو لاندې راځي، لکه: په ځینو ورځو کې په دې نیت عبادتونو، ودونو، یا پېر او پلور ترسره کول چې تر نورو ورځو غوره او نېکې دي.
-
مباح بدعت: مباح بدعت هغه بدعت دی چې د مباح شرعي قواعدو لاندې راځي، لکه: د وړو د جوړلو او استفاده کولو لپاره د غلبیل کارول او ….په روایاتو کې راغلي، چې تر رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) وروسته چې خلکو لومړنی شی جوړ کړ، هغه غلبېل و. دا چې د ژوند ښه او هوسا کول مباح دي، نو هغه وسایل هم مباح دي چې ژوند ورسره ښه کیږي.
دې خبرو ته په کتو ، هر بدعت (یوازې د دې لپاره چې نوی دی) ګمراهي نه ده. ډېر داسې بدعتونه شته چې د شرعي اصولو لاندې راځي، له همدې امله یې ترسره کول د ګمراهۍ لامل نه کیږي. ځکه دا ډول بدعت په لغوي توګه بدعت دی خو له شرعي پلوه بدعت نه ګڼل کیږي. نو شرعي بدعتونه یواځې هغه بدعتونه دي چې حرام او مکروه وي او د شریعت له عام او کلي اصولو او قواعدو سره سمون نه لري.
د اسلام ځینې عام او کلي اصول:
-
«لا ضَررَ و لا ضِرارَ» «په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول روا نه دي» دا قاعده هره نوې چاره چې ځان یا نورو ته زیان رسوي، حرامه ګڼي، حتی که په اړه یې قرآن کریم او سنتو کې صریح حکم موجود نه وي.
-
«وَ أفْعلوا الخيرَ لَعَلَّكُم تفْلِحُون» «او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ». دا آیت د هغو کارونو د ترسره کولو امر کوي، چې خیر او نېکي پهکې وي، په دې شرط چې له هغه څه سره چې شارع په صراحت سره منع کړي، تضاد ونه لري او یا په راتلونکي کې د فساد د رامنځته کېدو لامل نه شي.
-
«الضرورات تُبيحُ المَحْظورات»؛ «ضرورت؛ حرامه چاره مباح کوي». د دې قاعدې له مخې هر هغه څه چې شرعاً منع شوي وي، په اضطراري حالت کې جایز کېږي؛ ځکه ضرورت خپل ځانګړي احکام لري؛ خو د دا ډول مباح کار ترسره کول یوازې د اړتیا تر کچې جایز دي، نه له هغې زیات. ضرورت هغه حالت ته ویل کېږي چې د انسان یا حیوان روغتیا، یا د انسان او حیوان د وجود د کوم غړي بقا ورپورې تړلې وي، چې که ترسره نه شي، د هلاکت، د غړي د زیان، د مزمنې ناروغۍ د رامنځته کېدو یا د ناروغۍ د علاج د ځنډ لامل ګرځي.
-
«إذا تَعارَضَ الحلال والحرامُ في أمرٍ رُبِّحَ الحرام احتياطاً» «کله چې په یوه موضوع کې د حلال او حرام ترمنځ ټکر راغی، نو احتیاط دا دی چې له حرام څخه ځان وساتل شي.»
-
«ما حُرِمَ أخْذُهُ حُرِمَ إعطاؤه» «هر هغه څه چې اخیستل او تملک یې حرام دی، ورکول یې هم حرام دي.» (لکه د خنزیر غوښه، شراب او نور هغه شیان چې په اسلام کې منع شوي دي).
-
«البَيَّنَةُ على مَن ادَّعى واليَمينُ على مَن أَنْكَرَ» «مدعي باید شاهد ولري او مدعي علیه باید قسم وکړي». البته په هغه صورت کې چې په کافي اندازه شواهد نه وي.
-
«الأمورُ بمقاصِدِها و الأعمال بالنيّاتِ» «کارونو په مقاصدو او اهدافو پورې تړلې دي او عملونه په قصد او نیت پورې تړلي دي.» د هر کس د عمل او کار ارزښت د هغه له نیت او هدف سره تړلی دی.
-
«إعْمالُ الكلامِ أَوْلَى مِنْ إهمالِهِ» «په خبرو عمل کول، د هغوی له بېاغېزې کولو او لغوه کولو څخه غوره دي.»