لیکوال: ابو عائشه
نشنلیزم
(دوه ویشتمه برخه)
نشنلیزم په پهلوي دورې کې:
د حاکمې ایډیالوژۍ په توګه د مليپالنې رېښه پهلوي دورې ته رسیږي.[[1]] د مشروطیت تر انقلاب وروسته نشنلیزم د یوه ځواکمن سیاسي بهیر بڼه واخیسته او کله چې پهلوي کورنۍ واک ته ورسېده، نو د ایران د حکومتي نظام ایډیالوژي وګرځېده. [[2]]
لومړۍ پهلوي دوره د غیردیني مليپالنې بهیر د تثبیت مرحله وه؛ تر دې چې دغه مفکوره د سلطنت رسمي ډسکورس [یا ګفتمان] شو. ډېری کسان په دې باور دي، چې پهلوي سلطنت، په تېره بیا رضا شاه د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو په موخه مليپالنې ته مخه کړه. په همدې لړ کې د رضا شاه حکومت مليپالې او لرغونپالې تاریخلیکنې ته مخه کړه او د تجدد ترڅنګ یې د سیکولارې مليپالنې د عقایدو او اصولو ترویج پیل کړل.[[3]]
په دوهمه پهلوي دوره کې، د مليپالنې بهیر وغځېد او په تېره بیا له ۱۳۳۲ هـ.ش کال وروسته، د شېراز د ۲۵۰۰ کلن جشن په لمانځلو سره اوج ته ورسېد. دې جشنونو پهلوي سلطنت د لرغوني ایران د تمدن او کلتور د ساتونکي په توګه معرفي کړ. په همدې دوره کې د مليپالنې او لرغونپالنې پر محور ولاړې تاریخلیکنې هم دوام وموند او د حکومت د مشروعیت لپاره یوه مهمه وسیله وگرځېده.[[4]]
نشنلیزم په ایران کې د لومړی ځل لپاره د مشروطیت په دوره کې له لیبرالي تمایلاتو سره یو ځای په سطحي ډول مطرح شو؛ خو د رضا شاه په دوره کې یې شدت واخیست، رضا شاه د ایران هغه تمدن ته مخه کړه چې تر اسلام وړاندې یې شتون درلود. په دې دوره کې اسلام ته د یوه یرغلګر په نظر وکتل شول او اسلامي ارزښتونه له سپکاوي سره مخ شول. نشنلیستانو لرغونو رواجونو او مظاهرو ته په تقدس قایل شول او هڅه یې وکړه چې له فارسي ژبې څخه عربي کلمې لرې کړي او د «اسلامیت» پر ځای «ایرانیت» مطرح کړي. دا ډول فعالیتونه د رضا شاه د استبدادي ملاتړ په مرسته په پراخ ډول تعقیبېدل. نشنلیستانو د دې پر ځای چې د غربي استعمار او پر دغه هېواد یې د پټ حاکمیت سره مخالفت وکړي، د هغه اسلام په مقابل کې ودرېدل چې د ایران روح بلل کېده. د اسلام د رد او د آریایي نژاد د برترۍ له لارې یې هڅه وکړه چې لویدیځ د ایرانیانو خپلوان معرفي کړي او اسلام له ایراني هویت څخه بېل کړي.[[5]]
د رضا شاه په واکمنۍ کې مليپالنه په یوه دولتي او حکومتي مفهوم او مفکوره بدله شوه. رضا شاه د «پانایرانیسم» تر شعار لاندې هڅه وکړه چې دین له سیاست څخه بېل کړي. هغه د خپلو لوېدیځو بادارانو په سپارښتنه د لرغوني ایران او آریایي قوم د ستایلو هڅې وکړې، څو د اسلام پر ځای شاهنشاهي نشنلیزم اساس وګرځوي. رضا شاه د خپلې واکمنۍ مشروعیت هم له اسلام څخه د وړاندې هویت د بیا راژوندي کولو او لرغونپالنې پر بنسټ ودراوه.[[6]]
د دې دورې نشنلیزم په لاندې محورونو ولاړ و:
-
په ایران کې تر اسلام د وړاندې هویت بیا راژوندي کول او د هخامنشي پاچاهانو الګو ګرځول،
-
له اسلامي ارزښتونو سره مقابله او د لرغونپالې ایډیالوژۍ ځای پر ځای کول،
-
د متمرکز دولت پیاوړي کول او د دیني بنسټونو کمزوري کول،
-
له فارسي ژبې څخه د عربي لغتونو پاکول.[[7]]
په ایران کې تر ټولو مشهور مليپال روڼآندي (روشنفکران)
په ایران کې د مليپالنې د مفکرینو یو مهم کس، میرزا فتحعلي آخوندزاده دی. دی لومړنی کس و چې په خپلو آثارو کې یې د ایراني نشنلیزم عناصر د معاصر سیاسي مفهوم له مخې مطرح او تر یوه بریده تئوریکه بڼه ورکړه.[[8]] آخوندزاده او میرزا آقاخان کرماني دواړه د اسلام منتقدین وو او د دین او سیاست د بېلتون غوښتنې یې کولې. دوی به د ایران تر اسلام وړاندې میراث ته ارزښت ورکاوه او غربي تمدن به یې ستايي.[[9]]
یادو روڼآندانو اسلام او د شریعت احکام د ټولنې په زیان بلل او غوښتل یې چې نشنلیزم د اسلام ځای ناستی شي.
میرزا آقاخان کرماني د ایران د هغو رواجونو، دودونو او د زرتشت دین ستاینه کوله چې اسلام وړاندې مطرح وو، او هڅه یې کوله چې د نشنلیزم او ایرانپالنې یو رومانټیک انځور وړاندې کړي. کرماني په خپلو لیکنو کې د ایران پولې معطرې، خاوره یې له سرو زرو ارزښتناکه او هوا یې بېسارې بلله.
د دې بهیر د مخکښانو له ډلې د ملکمخان او د هغه پلویان یاد کولی شو، خو میرزا آقاخان کرماني د نورو په پرتله ډېر فعال و. دی هڅه کوله چې د ایراني ملت د بیا راژوندي کولو لپاره، لرغوني کلتور، په ځانګړي ډول زرتشتي دین ته ورستنیدل عملي کړي. د پراخو تبلیغاتو له لارې یې هڅه کوله چې اوسنۍ ایران له لرغوني تاریخ سره ونښلوي، په دې برخه کې یې نشنلیزم د ایراني هویت د پیاوړتیا وسیله ګڼله.[[10]]
د روشنفکرۍ او ایراني نشنلیزم لومړنيو پلویانو لکه میرزا آقاخان کرماني، آخوندزاده، میرزا ملکمخان او نورو باور درلود چې د ایران د وروستهپاتې والي اصلي لامل د عربو شتون او د اسلام نفوذ دی. دوی د ایران د ژغورنې لاره په دې کې لیدله چې په ټولو برخو کې باید له غرب څخه پیروي وشي. دا ډله چې کولای شو «غربيپاله نشنلیزم» یا «تجددپال» یې وبولو، د یادې نظریې د خپرولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي.[[11]]
دوو معاصرو لیکوالانو، میرزا فتحعلي آخوندزاده او جلالالدین میرزا قاجار (۱۲۴۶–۱۲۸۹ هـ.ش) ته د نوې نشنلیستي مفکورې اصلي استازي ویل کېږي. که څه هم دا دواړه لیکوالان په پیل کې له یو بل سره آشنا نه وو، خو د مليپالو افکارو د خپرولو لپاره یې همزمانه مبارزه کوله. وروسته سره ملګري شول او تر یوه حده له یوه او له بل څخه اغېزمن شول . د دوی افکار او نظریات پر راتلونکي نسل، په تېره بیا میرزا آقاخان کرماني (۱۲۷۰–۱۳۱۶ هـ.ش) باندې ژور اغېز وکړ او هغه یې د همدې فکري مکتب په مطرح استازي بدل کړ.[[12]]
په ایران کې مليپال ګوندونه
په ایران کې مليپالنه د نورو هېوادونو په څېرد مختلفو طیفو او احزابو لرونکې ده. ځینې مهم مليپال ګوندونه په لاندې ډول دي:
-
حزب ایران: دې حزب ځانګړې ایډیالوژي نه درلوده او سره له دې چې یو نشنلیستي حزب ګڼل کېده، مدرنیزم او سوسیالیزم ته یې هم د نشنلیزم له امله خپلو برنامه کې ځای ورکړی و.
-
پانایرانیست حزب:[[13]] دا حزب یو نشنلیستي حزب و چې د ایران پر وحدت او د ملي هویت پر ساتنې یې ټینګار کاوه.
-
د ایران ملي جبهه: دې جبهې په ایران کې د سیاسي تاریخ په ودې ژور تأثیر درلود، او د مهمو ملتپالو سیاسي بنسټونو له ډلې شمېرل کېده.
-
د ایران د ملت حزب: دا حزب د نشنلیستي تمایلاتو لرونکی و او د ایراني هویت د بیا راژوندي کولو لپاره یې هڅې کولې.
مهمه یادونه
نن ورځ ګڼ شمېر هغه ایرانیان چې د مليپالنې له مفکورې اغېزمن شوې دي، دینغندنې ته د اصلي دندې په نظر ګوري. دا ډله خلک باور لري چې د ایران د لرغونې جمال او جلال د له منځه تګ اصلي عامل ایران ته د اسلام راتګ او د عربي ژبې نفوذ دی. دوی هڅه کوي چې د مليپالنې، لرغونپالنې او د ایرانیت د بیا راژوندي کولو له لارې، د ایران پخوانۍ موقعیت له سره ورغوي. دا ډول تمایلات عموماً له غربي او اروپایي افکارو اخیستل شوي دي او د دې فکر پالوونکي په شدیده توګه د لوېدیځ تمدن تر اغېز لاندې راغلې دي.
دوام لري…
[1]– صفایي، علیرضا مؤمن، علیني، علي اکبر، په ایران کې د مليپالنې رامنځته کېدل (موردي څېړنه: د لومړي پهلوي دوره)، د ملتونو د نړیوالو څېړنو مجله، پنځم کال، ۴۹مه ګڼه، ۱۳۹۸ هـ ش، مخ ۱.
[2]– ضیاء، مصباح، مليپالنه د معاصر سیاسي تاریخ په رڼا کې، د ملي جبهې تاریخ ته بله کتنه، وېبسایټ: د پایداره فرهنګ او ادبیاتو د مطالعې او څېړنې مرکز، د حافظ مجلې له قوله، زمری ۱۳۸۷، ۵۳مه ګڼه.
[3]– علیخاني، علياکبر، دین او مليپالنه په ایران کې؛ له تقابل نه تر تعامله، د ملي مطالعاتو فصلنامه ، ۹۳مه ګڼه، څلورویشتم کال، ۱ ګڼه، ۱۴۰۲ هـ ش، مخ ۲۱.
[4]– پخوانۍ اثر
[5]– مظفري، آيت، په معاصر ایران کې د مليپالنې بهیر، راسخون، ۱۳۹۲ هـ ش.
[6]– احمدپور، نیما، له ایرانپالې مليپالنې تر پرديپال نشنلیزم، جوان آنلاین،۱۳۹۹ هـ ش.
[7]– نظیفي، نازنین، په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته د مليپالنې او اسلامپالنې ترمنځ تعامل او تقابل، د ستراتیژیکو سیاسي څېړنو فصلنامه، دوهم کال، دوهمه ګڼه، ۱۳۹۲ هجري شمسي، مخ ۲۰۴.
[8]– علیخاني، علياکبر، دین او مليپالنه په ایران کې؛ له تقابل نه تر تعامله، د ملي مطالعاتو فصلنامه ، ۹۳مه ګڼه، څلورویشتم کال، ۱ ګڼه، ۱۴۰۲ هـ ش، مخ ۲۰.
[9]– د ایراني نشنلیزم ابهامات، له فرانسوي ژبې څخه ژباړه: منوچهر مرزبانیان، اریان ۲۱، ۲۰۱۷.
[10]– مریجي، شمس الله، په ایران کې د روشنفکرو بهیرونو بیا پېژندنه ، پرتال جامع علوم انسانی: علوم سیاسی ۱۳۸۶، ۳۷مه ګڼه.
[11]– دیلمقاني، فرشید، د ایراني روشنفکرانو له نظره د ملي هویت پر اساس د سیاستونو اړتیا، فصلنامه سیاست ، درېیم کال، دولسمه ګڼه، ۱۳۹۵ هـ ش، مخ ۳۳.
[12]– ادمیت، فریدون، د میرزا فتحعلي آخوندزاده افکار، ۱۳۴۹ هـ ش، مخ ۱۰۹.
[13] – احزاب ملیگرا در ایران، وبگاه پاسخگویی به سؤالات دینی، تاریخ نشر: 1396.