لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)
د مډرنېزم اړوند اصطلاحات
۲. ساینتېزم یا علم پالنه
ساينتیزم یا علم پالنه يوه افراطي فلسفي عقيده ده چې ادعا کوي انسانان يوازې د تجربوي علومو له لارې د نړۍ او هستي په اړه رښتينی شناخت یا پېژندنه ترلاسه کولی شي او دا چې هر هغه علم او پوهه چې د دې چوکاټه بهر ترلاسه او حاصل شي بې ارزښته او د علم یا معرفت اعتبار نه لري.
دا تیوري یا نظریه انسان د تجربوي علومو په ټاکلو حدودو کې بند ساتي او هغه دې ته اړ باسي چې خپلې ټولې هڅې او انرژي دې لارې ته وقف کړي، څو کېدای شي هغه د نړۍ د حقیقت ډیرې طبقې درک او وپېژني او د هغې په اساس د انسان د اوس او راتلونکي ژوند لپاره نقشه جوړه کړي.
هغه ساينس او علم چې لوېديځ يې مطرح کوي د پوهې او معرفت د رامنځته کولو د نورو طريقو لکه فلسفې، دین، تصوف او عقل سره چې له تجربې خپلواک دي، مطابقت نه لري. دا نظریه په حقيقت د پوهېدو لپاره د دې علومو اغېزمنتوب ردوي او په بشپړه توګه يې له پامه غورځوي، حتی د عقل رول تر هغې مني چې دا د تجربې تابع وي یا په تجربه ولاړ وي.
زموږ په وخت او ژوند کې علم پالنه یا ساینسېزم په یوه لوی مصیبت بدل شوی دی، تر دې چې انسان په خپلو علمي لاسته راوړنو ویاړي، د دې ډول پوهې کمزورتیاوې او محدودیتونه یې نه دي درک کړي او هڅه یې کړې چې نړۍ یوازې د تجربوي علم له نظره تفسیر او تعبیر کړي. دا په داسې حال کې ده چې د هستي ټوله پوهه او حقایق د تجربوي علم په چوکاټ کې نه ځایېږي، بلکې له هغې ور هاخوا او ډېر وړاندې دي، داسې لوړ او وحیي علوم شته دي چې د هستي ژور او حیرانونکي حقیقتونه تشریح او رښانه کوي.
یو له هغو جامع او لارښوونکو علومو څخه قرآن کریم دی، یو الهي کتاب دی چې نه یوازې د انسانانو لپاره د ژغورنې قوانین او د ژوند لارښوونې بیانوي، بلکې د نړۍ د رامنځته کېدو، د هستي د د تدریجي جوړښت پروسه، د انسان د تخلیق رازونه، د تخلیق د حیرانتیاوو او ښکلاوو او حتی د تمدنونو د رامنځته کېدو په اړه هم خبرې کوي.
جالبه او په زړه پورې خبره خو دا ده چې ډېری ساینس پوهان یا علم پالونکي که څه هم دوی ممکن دا نه وي منلي خو بیا هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د قرآني مفاهیمو څخه الهام اخیستی او په خپلو ساینسي اختراعاتو او پرمختګونو کې یې کارولي دي.
الف: د علم تعریف او ارزښت
علم عبارت دی له: د تجربوي، عقلي، یا نقلي میتودونو پر بنسټ د سیستماتیکې پوهې او معرفت یوه همغږې ټولګه، چې هدف یې د حقایقو پېژندل او د پېښو ترمنځ اړیکې پیدا کول دي، په داسې ډول چې دا علم یا شناخت د ازموینې، تحلیل او د لېږد وړ وي.
پوهه یا علم د انسان په ژوند کې خورا ډېر مهم او ارزښتمن دی. په حقیقت کې له علم پرته ژوند یو بې معنی او بې هدفه ژوند دی چې انسان په تیاره او مطلقې ناپوهۍ کې ساتي. علم یوه داسې سوځېدونکې شمع ده چې انسان ته رڼا، هدفمندي، پراخ ذهنیت، فکر او فکر کول او داسې نور په برخه کوي.
علم او پوهه په حقایقو د پوهېدو لپاره یوه وسیله ده. د مثال په ډول، فزیک په دې توانېدلی چې د حرکت، جاذبې قوه او د انرژۍ قوانین کشف کړي او دې کشفونو انسانانو ته دا وړتیا ورکړې ده چې د الوتکو، پرمختللو موټرو، برېښنايي فابریکو او نورو اسانتیاوو په څېر وسایلو جوړولو لپاره یې وکاروي.
علم د انسانیت د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه غوره وسیله ده. د علم له لارې انسانان په دې توانېدلي چې د خوړو، روغتیا، امنیت او ترانسپورت په څېر اړتیاوې په لوړه او اغېزمنه کچه پوره کړي. د مثال په ډول، که چېرې موږ د طب علم ته فکر وکړو، موږ به ووینو چې دې پوهې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی او د ډېری عامو ناروغیو لاملونه یې پیژندلي دي، انجینرۍ هم د انسان د هوساینې او اسودګۍ لپاره لاره هواره کړې ده، د کورونو، پلونو، سړکونو او نورو د هوساینې وسایلو جوړول د دې علم او پوهې ټولې لاسته راوړنې دي.
د دې علومو په منځ کې، اسلامي علوم یو ځانګړی ځای لري، چې د ټولو علومو په سر کې دي. دې علومو انسانیت د ناپوهۍ او ګمراهۍ له تیارو څخه راوویست، خراب شوي، خرافاتي او زیان رسونکي کلتورونه او رواجونه یې رد کړل او د غوره ارزښتونو، تمدن او انساني ارزښت سره یې ځای په ځای کړل. مسلمان عالمان او مفکرین د قرآن او سنتو له لارښوونو څخه په ګټې اخیستنې او د دوی په قیمتي تجربو په تکیه کولو سره، په مختلفو علمي برخو کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي. د ډیری طبیعي، تجربوي، طبي او عقلي علومو تالیف او بنسټ د دې پوهانو یا علماوو لخوا اېښودل شوی دی.
تر نن ورځې پورې، د اسلامي نړۍ د لویو مفکرینو او علماوو لکه ابن سینا، رازي، ابن هیثم او نورو نظرونه او نوښتونه په مختلفو علمي برخو کې کارول کېږي، د دوی کتابونه د نړۍ په ځانګړې توګه لکه د متحده ایالاتو او اروپا په معتبرو او غوره پوهنتونونو کې تدریسېږي او نوي څېړنې پرې کېږي.
علم او پوهه د تمدن جوړونکی دی. هغه ټولنې چې په علم یې تکیه کړې ده، سوکالي، پرمختګ او واک یې ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې هېڅ بله پدیده د علم په څېر رول نه شي لوبولی خو علم د انسان داخلي استعدادونه رامنځته کوي او روزي یې.
علم د اختراعګانو مور او د ټیکنالوژۍ سرچینه ده. که چېرې بشر په علم تکیه نه وای کړې، نو هېڅکله به یې مختلف اختراعات او نوي ټیکنالوژي نه وای ترلاسه کړې. هره اختراع او پرمختللې وسیله د یوې ځانګړې پوهې او علم میوه ده. د مثال په ډول، برېښنا، انټرنیټ، موټر او الوتکې ټول د پوهې د ونې خوږې میوې دي.
ب: د علم عمومي طبقه بندي
علم د عمومي طبقه بندۍ له مخې، په دوه اساسي برخو ویشل شوی دی:
۱. ګټور علم یا علم نافع
ګټور علم هغه پوهه ده چې د انسانانو او چاپیریال لپاره ګټوره او مفید وي، هغه که په دنیاوي یا دیني مسائلو کې وي. دا ډول علم د فرد په پرمختګ، د ټولنې په اصلاح په ځانګړي توګه د اسلامي ټولنې او د انساني تمدن په وده کې اغېزمن رول لوبوي.
. بې ګټې علم یا علم غیر نافع
بې ګټې علم هغه پوهه ده چې نه انسانانو ته ګټوره ده، نه طبیعت، نه دنیایي او نه هم په دیني چارو کې یوه لارښوده ده، دا د انساني ټولنې په پرمختګ او ودې کې کوم رغنده رول نه لوبوي، بلکې ځینې وختونه حتی زیانمن هم تمامېږي.
اسلام په ډېر ټینګار سره خپل پیروان هڅولي چې په خپلو ټولو اړخونو کې ګټوره پوهه یا علم ترلاسه کړي او دا یې د لوړو دیني ارزښتونو څخه ګڼلی دی.
د علم یوه تفصیلي طبقه بندي:
د موضوع او تګلارې له نظره، علم په پنځو اصلي کټګوریو ویشل کېدلی شي:
-
طبیعي علوم: لکه فزیک، کیمیا، بیولوژي، ځمکپېژندنه او د هغې د قوانینو پورې اړوند څانګې.
-
انساني علوم: لکه ارواپوهنه، ټولنپوهنه، تاریخ، اقتصاد او هغه علوم چې په انسان او د هغوی د ټولنیزو اړیکو سره تړاو لري.
-
ریاضي او منطقي علوم: لکه ریاضي، منطق، احصایه او هغه علوم چې د تجرید او د عقلي استدلال پر بنسټ ولاړ دي.
-
4. دیني او الهي علوم: لکه: فقه، د فقهې اصول، تفسیر، حدیث، اسلامي عقیدې او علم کلام او نور.
-
عملي او تطبیقي علوم: لکه طب، انجینري، نظامي تخنیکونه، کرنه، صنعت او نور ورته علوم چې د وسایلو او عملي ژوند جوړولو او پراختیا سره تړاو لري.