لیکوال: غیاث الدین غوري
د «دروزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (نهمه او وروستۍ برخه)
د دروزیانو پر وړاندې د اسلامي علماوو دریځ
إنَّ العلماءَ المسلمینَ قد تكلَّموا عن هذهِ الطائفةِ، و حكَموا علیها حكماً واضحاً صریحاً، لا غموضَ فیهِ و لا تردُّدَ، و یَكفی المسلمَ أنْ یعلمَ أنَّهم أجمَعوا على أنَّ الدروزَ لیسوا مسلمینَ، و أنَّهم فرقةٌ مرتدَّةٌ كافرةٌ، خارجةٌ عن دینِ الإسلامِ، لا یجوزُ التزوُّجُ منهم، و لا أكلُ ذبائحِهم، و لا الصلاةُ علیهم، و لا دفنُهم في مقابرِ المسلمینَ، و لا یجوزُ التوارثُ بینهم و بین المسلمینَ، و لا یَحِلُّ دفعُ الزكاةِ إلیهم، و لا یجوزُ تولیتُهم على أعمالِ المسلمینَ.
د اسلام لویو علماوو د تاریخ په اوږدو کې د دروزیانو په اړه څرګنده او پرېکنده فتوا صادره کړې ده. د دغو علماوو په سر کې شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله راځي، د ابن تیمیه رحمه الله لیدلوری وروسته د ګڼو فقهاوو نظریاتي اساس وګرځېد.
ابن تیمیه رحمه الله څرګندوي: دروزیان نه اهل قبله دي او نه کتاب اهل؛ بلکې یوه مرتده ډله ده چې له اسلام څخه وتلې او له اصلي کفارو څخه هم بدتره ده.
هغه زیاتوي: له دروزیانو سره باید د حربي کفارو او مرتدانو په څېر چلند وشي، نه د اهل ذمې په څېر. هغوی له یهودو او نصاراوو هم زیات ګمراه دي او له اسلام سره هیڅ نږدېوالی نه لري.
ابن تیمه رحمه الله څرګندوي چې دروزیان نه لمونځ کوي، نه روژه نیسي، نه حج ته ځي او نه زکات ورکوي او په عین حال کې د ارواحو په تناسخ او د الحاکم بأمرالله په الوهيت عقیده لري. له همدې امله د هغو کسانو له ډلې شمېرل کېږي چې نه په اسلام، نه په تورات او نه په انجیل ایمان لري. ابن تیمیه ټینګار کوي چې د دې ډلې توبه هغه وخت قبلیدلی شي کله چې په ښکاره له خپلو عقایدو را وګرځي او د اسلام په دین کې داخل شي؛ کنه په وړاندې یې باید د شرعي سزا حکم تطبیق شي.
سربېره پر دې ابن تیمیه په خپله فتوا کې ټینګار کوي: هر کله چې یاده ډله د مسلمانانو پر سرحدونو لاسبرې شي، د مسلمانانو مالونه او وینې مباح ګڼي او د اسلام له دښمنانو سره همکاري کوي.
ټولو اسلامي علماوو په څرګند ډول فتوا ورکړې ده چې دروزیان مسلمانان نه دي او د کفارو په څېر چلند باید ورسره وشي. علماوو همدارنګه ټینګار کړی دی چې:
-
د هغوی ذبیحه حرامه ده؛
-
نکاح ورسره باطله ده؛
-
د جنازې پر سر یې لمونځ نه ادا کېږي؛
-
د مسلمانانو په هدیره کې یې ښخول ناروا دي؛
-
د دوی او مسلمانانو ترمنځ هېڅ ډول میراث یا شرعي اړیکه نه ټینګېږي.
د علماوو د متواترو اقوالو پر بنسټ دې پایلې ته رسیږو چې: دروزیان د اسلام له دایرې وتلي، مرتد او کافران دي او د مسلمانانو احکام پرې نه تطبیقېږي. یاد نظر د لویو اسلامي فقهاوو ترمنځ یوه اتفاقي فتوا ده.
پای او پایله
د څیړنې د پایلې په توګه ویلی شو چې «دروزي» فرقه هغه ډله ده چې په ظاهره ځان اهل توحید بولي، خو په حقیقت کې له داسې عقایدو پیروي کوي چې د اسلام اساس تر پوښتنې لاندې راولي. هغوی د الحاکم بأمرالله د الوهيت دعوه لري، د ارواحو په تناسخ باور لري او د اسلامي شریعت پر ځای پر خپلو باطني او رمزي تأویلاتو تکیه کوي.
دروزیانو له پیدایښت نه تر نن ورځې پر پټکارۍ، تقیې او د خپلو عقایدو پر نه افشا کولو ټینګار کړی دی، او دا چاره ددې لامل شوې چې ډېری مسلمانان د دوی له فکري او اعتقادي حقیقت څخه ناخبره پاتې شي.
د «رسائل الحکمه» په څېر د هغوی د اصلي متونو او دروني سرچینو له مستقیمې او ژورې څیړنې وروسته د هېڅ څېړونکي لپاره د شک ځای نه پاتې کېږي چې یاده فرقه نه یوازې له اسلام څخه وتلې، بلکې د دین له اساس سره فکري او ساختاري دښمني لري.
مسلمانو علماوو د دروزیانو په اړه څرګندې او ښکاره خبرې کړې دي او د دوی په اړه یې داسې پرېکنده حکم صادر کړی چې نه پکې ابهام شته او نه تردید.
الله جل جلاله دې موږ له فتنو څخه وساتي، نېک دیني بصیرت دې راپه برخه کړي او د اهل توحید او اهل سنت والجماعت په صف مو دې ټینګ او ثابت ولري.
وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین، وصلى الله على نبینا محمد وعلى آله وصحبه أجمعین.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
۱. عقيدة الدروز عرض ونقد، محمد أحمد الخطيب .
۲. أضواء على العقيدة الدرزية أحمد الفوزان
۳. إسلام بلا مذاهب، د . مصطفى الشكعة
۴ . أصل الموحدين : الدروز وأصولهم، أمين طلع
۵. تاريخ الدعوة الإسماعيلية، مصطفى غالب .
۶. تاريخ المذاهب الإسلامية ، محمد أبو زهرة
۷. الدروز والثورة السورية ، كريم ناشد
۸. طائفة الدروز محمد كامل حسين
۹. مذاهب الدروز والتوحيد عبد الله النجار
۱۰. الدروز وجودهم، مذهبهم، أبو إسماعيل سليم
۱۱. مذاهب الإسلاميين ، عبد الرحمن بدوي
۱۲. دراسة في الفرق والمذاهب القديمة المعاصرة، عبدالله الأمين
۱۳. ۸۱۴۰۳ – ۲۹ ژوئیه ۲۰۲۴ بیبیسی
۱۴. الموسوعة المیسره فی الادیان و المذاهب و الاحزاب المعاصرة: ۳۹۷
۱۵. [ابن منظور / لسان العرب ج ۵ ص ۳۴۸]