Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»امریکا کې د اسلام نفوذ (دویمه برخه)
Blog شنبه _15 _فبروري _2025AH 15-2-2025AD

امریکا کې د اسلام نفوذ (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي

امریکا کې د اسلام نفوذ (دویمه برخه)

د امریکا براعظم ته یوه لنډه کتنه
مخکې له دې چې “کریستف کولمب” په پنځلسمه پیړۍ کې امریکا کشف کړي، د اندلس مسلمانانو امریکا لیدلې وه. په فلادلفیا کې، د یوې غونډې په ترڅ کې، امریکايي ختیځپوهانو ومنله چې مسلمان څېړونکي د ځمکې د کره والي په اړه د څېړنو لپاره امریکا ته رسېدلي وو. په همدې غونډه کې د پنسلوانیا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد، ډاکټر “هوی لن لي” وویل: «مسلمانانو د کریستف کولمب څخه یوه پېړۍ وړاندې امریکا کشف کړې وه.» [۱]
د امریکا براعظم د جغرافیوي عرض البلد له مخې د ۵۵ درجو سویلي عرض البلد څخه تر ۸۵ درجو شمالي عرض البلد ته غځېدلی، او اتلانتيک او آرام سمندرونه یې پر شاوخوا دي.دا براعظم ۴۲,۲۴۵,۰۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري او د ۷۱۲ میلیونه اوسېدونکو له درلودو سره، د اندازې او نفوس له پلوه، دویم لوی براعظم دی.
د استوا خط، د راس‌السرطان مدار، د راس‌الجدي مدار، او د شمالي قطب مدار د دې براعظم له خاورې تېرېږي. امریکا له دوو برخو، شمالي امریکا او جنوبي امریکا، څخه جوړه ده، چې د جزیرو او خلیجونو له لارې، چې مرکزي امریکا نومېږي، سره نښلول شوې ده. د دې براعظم ارتفاعات، چې ډېری یې د شمال – سویل لوري ته پراته دي، د درېیم جیولوژیکي دورې پورې اړه لري.
د شمالي امریکا لوېدیځ ته، له بیرینګ درې (چې په شمال لوېدیځ کې موقعیت لري) څخه د راکي غرونو یوه ځوانه لړۍ پیل شوې، چې تر جنوبي امریکا پورې د انډیز غرونو په نوم دوام لري. د امریکا ختیځ ته د آپالاش غرونه دي، چې له کاناډا څخه تر برازیل پورې، د شمال-جنوب لوري ته غځېدلي دي. د دې ارتفاعاتو په منځ کې پراخې دښتې او جلګې شتون لري، چې ګڼې ویالې پکې بهېږي، او تر ټولو مشهورې یې “ميسي‌سي‌پي” او “آمازون” دي.
د امریکا اقلیم، د جغرافیوي عرض البلد، جغرافیوي ځانګړنو، او ارتفاع له مخې، مختلف ډولونه لري. پرته له مدیترانې اقلیم، د نړۍ ټول اقلیمونه په دې براعظم کې لیدل کېږي.
د سیاسي ویش له مخې
اوس مهال، په دې براعظم کې ۳۱ خپلواک هېوادونه شتون لري. د دې براعظم اوسېدونکي سپین‌پوستي، سور‌پوستي، تور‌پوستي، او مختلط نژادونه دي. تور‌پوستي د هغو مریانو اولادونه دي، چې د انګریزانو، پرتغالیانو، او اسپانیایانو لخوا په بې‌رحمۍ امریکا ته راوستل شوي وو، څو د دې براعظم په کروندو کې د فصلونو په کر کې کار وکړي.
په دې براعظم کې تر ټولو لوی هېواد کاناډا دی، چې مساحت یې ۹,۹۷۰,۶۱۰ مربع کیلومتره دی، او تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد د امریکا متحده ایالات دی، چې ۲۴۳ میلیونه وګړي لري.
د دې براعظم ډېری کډوال پرتغالي او اسپانیايي وو، چې مذهب یې کاتولیک و. له همدې امله، کاتولیک مذهب د سویلي او مرکزي امریکا رسمي مذهب دی، مګر په شمالي امریکا کې د پروتستان مذهب واکمن دی. نور اقلیتونه لکه مسلمانان او ارتودوکس او یهودي خلک په ټوله وچه کې ویشل شوي دي.
امریکايي مسلمانان
د امريکا په وچه کې لومړني خلک چې اسلام يې خپور کړ اسپانیایي مسلمانان وو چې د اسپانیایي او پرتګالي استعماري حکومتونو سره دغه هیواد ته راغلل، او په عیسوي محکمو کې د رامنځته شوي ګواښونو او سختو شرايطو سره سره، د اسلام تبليغ يې وکړ او حتی سور پوستانو ته يې د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو او د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې د اسلام د منلو بلنه ورکړه.
«ډاکټر توماس بي ایرونیګ» چې د نږدې ختیځو هېوادونو په څېړنو کې تخصص لري او په کاناډا کې زېږېدلی دی، په ۱۳۶۷ کال کې د اسلامي فکر په اوومه غونډه کې وویل: «نږدې څلور پیړۍ وړاندې، په امریکا کې د اسلام په خپرېدو کې دوه اسلامي جریانونه لاس درلود، یو له هسپانیې او بل یې له لوېدیځې افریقا څخه. دا دوه جریانونه د ماهرو مسلمانو هنرمندانو څخه جوړ شوي وو، چې هلته د نویو ودانیو د جوړولو لپاره راوستل شوي وو او د (مودرجار) په نوم یادېدل، او همدارنګه د لوېدیځې افریقا ډېر شمېر تورپوستي، چې د مالي، سونګهای او برنو له سلطنتونو څخه د غلامۍ له امله راوستل شوي وو.»
هغه زیاتوي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د سوریې او لبنان عربان، بوسنیایان، آلبانیایان، پاکستانیان او هندیان په دې جریان کې شامل شول. [۲]
په امریکا کې د اسلام د راتګ بېلابېل نظریات
په امریکا کې د اسلام د راتګ په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې باور لري، چې اسلام امریکا ته د ۱۴۹۲ میلادي کال، د سپین پوستو له راتګ څخه لږ مخکې، د مسلمانو بحري تاجرانو له لارې راغلی. یوه بله ډله وايي، چې اسلام د اوولسمې پېړۍ په پای کې، د امریکا او افریقا ترمنځ د مریانو د سوداګرۍ له پیل سره دې خاورې ته داخل شو.
د دغو مریانو یوه لویه برخه د سپین پوستو بادارانو د زور، تهدید، شکنجو او محرومیتونو له امله اړ شول، چې خپل دین پرېږدي. الکسي هیل، چې د دغو مریانو له اولادې څخه دی، په خپل مشهور کتاب «ریښې» کې د دې عقیدې دفاع کړې او د یادو مسایلو په اړه یې مفصل بحث کړی دی.
یو بل نظر دا دی، چې اسلام د نولسمې پېړۍ په پای کې، د منځني ختیځ، هندوستان او منځنۍ اسیا څخه د مسلمانانو د لوی مهاجرت له امله امریکا ته ننوت. دا خلک، چې په خپلو هېوادونو کې له سخت فشار سره مخ وو، د ښه ژوند لپاره یې د امریکا لوېدیځ ته مخه کړه.
د بېلګې په توګه، مسلمان تاتاریان، چې د شوروي د کمونیستي انقلاب له سختو جبرونو سره مخامخ شوي وو، امریکا ته وتښتېدل. د کډوالو په دې ډله کې، د اشغال شوي فلسطین، لبنان، ترکیې، سوریې او اندونیزیا خلک شامل وو. (د دې نظر پلویان باور لري، چې د اسلام دا نفوذ یوازې د متحده ایالاتو په کچه و، نه په ټوله امریکا وچه کې.)
د اسلام د خپرېدو پر وړاندې خنډونه
د امریکا په وچه کې د اسلام د خپرېدو د مخنیوي لپاره، کاتولیکانو په ۱۶ او ۱۷ پېړیو کې، د انګیزسیون په محکمو کې، په زرګونو مسلمانان د کفر او الحاد په تور، ژوندي وسوځول.
په هرصورت، یو شمېر مسلمانان له دې ناورین څخه ژوندي پاتې شول، او د برازیل، ارجنټاین او مکسیکو مسلمانان ځانونه د هغوی له نسل څخه بولي.
په امریکا کې تورپوستي مسلمانان، د اسلام له معنوي او سیاسي ځواک څخه په ګټې اخیستو، د یرغلګرو پر وړاندې پاڅونونه وکړل، خو دا پاڅونونه د سختو سرکوبونو سره مخ شول. د امریکا په بېلابېلو سیمو کې، د تورپوستو مسلمانانو مبارزه، د ټولنیز حیثیت د ترلاسه کولو لپاره، له ۱۷مې پېړۍ څخه تر نن ورځې پورې دوام لري.
د اسلام نفوذ او د مسلمانانو شمېر
له ۱۸۳۰ راهیسې، کله چې د هالنډي او انګلیسي ځواکونو په زور له اندونیزیا او هند څخه یو شمېر خلک امریکا ته ولېږل، په دې کډوالو کې مسلمانان هم شامل وو، چې اولادونه یې اوس د امریکا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.
«روژه دو پاسکیه» وايي: «…په پای کې باید یادونه وشي، چې اسلام په امریکا کې هم شتون لري. د سورینام جمهوریت (د امریکا په شمال-جنوب کې) د ۳۴۰,۰۰۰ اوسېدونکو څلورمه برخه مسلمانان دي، چې نسل یې د اندونیزیا، هند او افریقا مسلمانانو ته رسېږي. همدارنګه، د نورو قومونو مسلمانان، په یوه قوي جریان بدل شوي دي.» [۳]
له لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې، امریکا ته د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د مسلمانانو د کډوالۍ څپې نوې بڼه خپله کړه، او د تورپوستو مسلمانانو په منځ کې یې د اسلام خپرېدو ته وده ورکړه.
د امریکا د مسلمانانو احصایوي وضعیت
له بده مرغه، په امریکا کې د مسلمانانو د شمېر په اړه، کره احصایې نشته. د احصایې ادارې، چې د مسلمانانو مخالفین یې کنټرولوي، د مسلمانانو د دقیق شمېر له ثبتولو ډډه کوي، او همدا لامل دی، چې د بېلابېلو سرچینو شمېرې له یو بل سره توپیر لري.
• په ۱۹۶۸ کې، د امریکا په وچه کې د مسلمانانو شمېر ۱,۱۵۴,۰۰۰ تنه و، چې د نړۍ د ۶۵۹,۲۴۵,۰۸۳ مسلمانانو له ډلې، یوازې ۱.۷٪ یې دلته اوسېدل.
• په ۱۸۷۱ کې، د امریکا په وچه کې د مسلمانانو شمېر ۲,۰۰۰,۰۰۰ ته ورسېد.
• په ۱۹۸۲ کې، دا شمېر ۴,۶۰۰,۰۰۰ ته لوړ شو.
په تېرو لسو کلونو کې، د مسلمانانو نفوس مخ په زیاتېدو دی، او یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې اووه میلیونه مسلمانان ژوند کوي.
ادامه لري…
سرچینې:
[1] محمد علي روحاني، اسلام در آمریكا و كانادا، ص ٦ و ٧.[2] کیهان هوایی، شماره: ۸۵۵ – اول آذر ماه ۱۳۶۸.[3] روژه دو پاسکیه، اسلام و بحران عصر ما، ص ۶۴.
Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوولسمه برخه)
Next Article شل ویناوې، شل روښانه څېرې (اتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (پنځمه برخه) 

پنجشنبه _21 _اگست _2025AH 21-8-2025AD
نور یی ولوله
Blog

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتمه برخه)

دوشنبه _4 _اگست _2025AH 4-8-2025AD
نور یی ولوله
Blog

قران تلپاتې معجزه (څوارلسمه برخه)

جمعه _25 _جولای _2025AH 25-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

شین‌تو دین (دویمه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD7 Views

لیکوال: ابوعائشه شین‌تو دین (دویمه برخه) د شین‌تو د کلمې څېړنه “شین‌تو” کلمه له دوو…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (شپږمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (شپږمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD3 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD

شین‌تو دین (دویمه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.