Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه څلوېښتمه برخه)
اسلامي علما یکشنبه _20 _اکتوبر _2024AH 20-10-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه څلوېښتمه برخه)

مولانا د امت ستر خواخوږی او دردمن
د حضرت سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله د دعوت يوه له مهمو او اغېزناکو ځانګړنو څخه چې د ده په ويناوو او هم په اثارو او مقالو کې څرګندېږي، د هغه ژور احساس او دردمن روح دى، داسې درد چې د نوموړي د ارام او سکون مخه يې نيولې وه. تل به د اسلامي امت فکر هغه ځوراوه او په دې اړوند به یې خبرې، ليکنې، دعوتي او اصلاحي سفرونه کول، او د اسلامي امت د خير او ښېګڼې او د هدایت او ايمان په لاره کې يې د مسلمانانو د راګرځولو لپاره له هيڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوله. ډاکټر یوسف قرضاوي رحمه الله د حضرت مولانا ندوي په اړه لیکي: «خدای پاک هغه ته یو ځلانده زړه او پراخه سینه ورکړې وه چې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او قویم دین له مینې څخه ډک وو. هغه د سینې په مینځ کې د سخاوت چینه درلوده چې هیڅکله وچه نشو ، داسې ډیوه چې هیڅکله مړه نشوه او داسې سکورټه چې هیڅکله په ایرو بدله نشوه . د الله جل جلاله د لارې دعوت کوونکي لپاره لازمه ده چې له داسې زړه او داسې احساس څخه ګټه پورته کړي چې له مينې، شفقت، ولولې او حرارت څخه ډک وي او نورو ته یې په داسې ډول ورکړي چې له سکون څخه حرکت ته، له خوب څخه ویښتیا لوري ته او له مرګه یې د ژوند لوري ته راوګرځوي. د هغو کسانو خبرې چې ویښ زړه لري د دوی د اثارو په اوریدونکو او لوستونکو باندې خورا ښه اغیزه لري؛ ځکه چې که خبرې له زړه څخه راووځي په زړه کې به پاتې شي او که له ژبې راووځي نو له غوږونو نه بهر نه ځي او په همدې اساس و چې د حضرت حسن بصري رحمه الله ویناوې د نورو د حلقو برعکس، په ټولو حاضرو کسانو باندې خورا ښه اغیزه درلوده.
یو ویښ زړه تل سړی دردمنوي؛ هغه درد چې د امت له امله وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې ویل شوي دي:«کان رسول الله صلی الله علیه وسلم متواصل الاحزان، دائم الفکرة، لیست له راحة». رسول الله صلی الله علیه وسلم تل غمجن، له فکرونو ډک او راحت نه و.
بې له شکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ښکلې ځانګړنه د علامه ندوي په وجود کې څرګنده وه او له همدې سپېڅلي او د برکتونو ډک ښوونځي څخه یې د امت لپاره د خیر او خواخوږي درس اخیستی و. تل به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د خیر او ژغورنې په غم او درد کې وخت تېراوه او په همدې اساس د هغه زړه راښکونکې او معنوي ویناوې په اورېدونکو باندې عجیبه اغېزه کوله او د هغه د اغیزمنو ویناوو په رڼا کې یې خپل اصلي مقصد موندل. لکه څنګه چې د هغه د علمي او فکري ودې په لومړیو کې، کله چې په 1951 کې یې مصر ته سفر وکړ، د الازهر پوهنتون د بهرنیو محصلینو په مخ کې یې وینا وکړه او د دردناکو خبرو غشې یې د حاضرینو او اوریدونکو په زړونو کې ولګېدل او ډیر ښه اثر یې پریښود.
لکه څنګه چې ډاکټر مصطفی سعید الخان د ورته وینا په اړه لیکي:
دغه وینا د دین په وړاندې د عالم د اخلاص ښکارندوی او د علم په څیر د خدای د ورکړل شویو نعمتونو او د اوریدونکو د زړونو د راجلبولو او د وینا او نصیحت څخه د اغیزمن کیدو لپاره د هغه د لیوالتیا څرګندونه وه چې د وینا له پایته رسېدو دمخه، هر یوه ګډونوال هوډ وکړ چې په پوهې، بصیرت او اخلاص سره د الله تعالی لوري ته بلنه وکړي.
په حقیقت کې دا زړه دې چې زړونه جذبوي او د مینې او جذبې په لومه کې یې را نیسي. علامه ندوي نه یوازې د خلکو په بلنه او اصلاح کې ځان وقف کړ، بلکې نورو ته یې هم د دغه قیمتي ګوهر لارښوونه وکړه او د مسلمانانو عمومي غفلت یې یاد کړ او د هغې د اصلاح طریقه یې هم یادوله؛ هغه یوازې په وینا بسنه نه کوله؛ بلکي د خپل باطني او ایماني ارمانونو د پوره کولو لپاره له هرې لارې دننه کېده او له ټولو حرکاتو او سکناتو څخه يې د بلنې او اصلاح بوی راتلو او د ژوند په هره شېبه کې یې په بېلابېلو نومونو او ډولونو په دې لوړو او ژورو کې ګامونه پورته کول.
ادامه لري…
Previous Articleمعتزله (اته شپېتمه برخه)
Next Article دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD22 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.