Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (څلورمه برخه)
متفرقه دوشنبه _21 _اکتوبر _2024AH 21-10-2024AD

دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"

دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (څلورمه برخه)

 
کثرت پالنه
 په اسلام کې، الهي وحی انسانانو ته په بشپړه توګه او پرته له لاسوهنې رسېدلې ده. دا وحی چې د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت‌و په بڼه وړاندې شوې ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري پرته له کوم زیاتوالي او کمښت څخه موږ ته رسېدلې ده. اسلام ځان د انسانیت لارښود او د خدای لخوا یوازینی منل شوی ریښتینی دین معرفي کوي. له همدې امله، انفرادي دیني تجربې د اسلام په حقانیت اغیزه نه کوي او نه د دې دین اصالت کمولی شي. قرآن کریم په دې اړه فرمايي: «وما ینطق عن الهوی؛ ان هو الا وحی یوحی»؛ ژباړه: (پېغمبر صلی الله علیه وسلم د خپلې خوښې له مخې خبرې نه کوي، هغه څه چې له ده اورېدل کېږي، له الهي وحیې پرته چې پر ده باندې نازل شوې، بل څه نه دي.) خداى تعالی خپل پېغمبر ته امر کوي: «فاستمسک بالذی اوحی الیک انک علی صراط مستقیم»؛ (نو هغه څه چې تاته نازل شوي دي ټينګ یې ونیسه، ځکه ته په نېغه لار يې.) همغه مستقيمه او نېغه لار چې مسلمانان د حال په ژبه په هر لمانځه کې وايي:«اهدنا الصراط المستقیم»؛ (موږ په سمه لاره هدایت کړه .) په اسلام کې نه یوازې په تدین او روحانیت ټینګار شوی، بلکې په پاکو عقایدو او نیکو اعمالو هم ډېر ټینګار شوی دی؛ په دې اړه قرآن کریم فرمایي:«الیه یصعد الکلم الطیب والعمل الصالح یرفعه»؛ (پاک کلامونه او ښې عقیدې د خدای په لور پورته کیږي او صالح عملونه هغه لوړوي.)
 په یقین سره ویلای شو چې په غربي نړۍ کې د ټولو معاصرو فکري مذهبونو ریښې لکه د ډاروین نظریه، مارکسیزم، ډیموکراسي، کثرت پالنه او داسې نور چې له لویدیځ څخه نورو ټولنو ته صادریږي او نن ورځ په نړۍ کې د تش په نامه روښانفکرانو  او مفکرانو په منځ کې عام شوي دي، په بشپړه توګه د پخوانیو یوناني فیلسوفانو له آثارو څخه اخیستل شوي. دا پدې مانا ده چې د نوي دور ټول فکري مذهبونه په لرغوني یونان کې شتون درلود. کېدای شي یوازې  د هغوی نومونه، بڼې، او د بیان سمبولونه د هغه څه څخه لږ توپیر ولري چې اوس شتون لري. يعنې دا ټول هغه نظريات چې نن سبا د روښانتيا او عصريتوب د نښې په توګه مشهور دي، ټول د پېړيو مخکنيو افکارو ته د ورګرځېدو له امله دي، او عجیبه خبره دا ده چې دغه روښانفکره اشخاص په مسلمانانو باندې د متحجرو او وروسته پاتو کسانو نومونه لګوي په داسې حال کې کې چې دوی پخپله د پېړيو مخکې زړو، شړېدلو او بې بنسټه افکارو ته په رجوع سره د نړۍ تر ټولو متعصبه او متحجره خلک دي، که څه هم دوی پخپله له دې حالت څخه ناخبره دي.
 په معاصره نړۍ کې، د پام وړ علمي او ټیکنالوژیکي پرمختګونو سره سره، انسانان د اخلاقي، بشري او مذهبي ننګونو سره مخ دي چې داسې ښکاري چې د دوی د نا امیدۍ او ویرې لامل شوي. په عین حال کې، ځینو خلکو د تصمیم نیولو او لارښوونې سرچینې په توګه د انساني پوهې او عقل ځواک باندې تکیه کړې، چې ممکن د دوی په ژوند کې د وحی او معنویت رول کم کړي.
 د دې پوښتنې په ځواب کې چې په لويديځ کې د کثرت پالنې د مکتب د بيا راژوندي کېدو او د هغې د خپرېدو لامل د اروپا تاريخ د عيسويانو تر منځ جګړې او کورنۍ شخړې ګڼلی شو چې په پايله کې يې په ميليونونو انسانان و وژل شول. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په دغه وچه کې کلتوري او مذهبي تنوع له اسیا او افریقا څخه اروپا ته د خلکو د مهاجرت په زیاتیدو سره زیات شو. د افکارو، عقایدو، ملیتونو او نژادونو دغه نوی تنوع په اروپا کې د ټولنیزو شخړو او لانجو لامل شو.
 د دغو ټولنیزو ننګونو په ځواب کې، د ایمانویل کانت په ګډون یو شمیر اروپایي مفکرینو د فلسفې او افکارو له لارې چې په لرغونې یوناني فلسفه کې ریښې لري د حل لارې لټولې؛ کانټ په دې باور و چې مطلق حقایق نشي درک کېدلی او یوازې د انسان ذهنیت حقیقتونه رامینځته کوي، نو هر څوک د خپل نظر له مخې سم او پر حقه دې او هیڅ مطلق حقیقت شتون نلري.
 دا تیوري کیدای شي د کثرت پالنې ځینې بنسټونه جوړ کړي، کوم چې د کلتوري او مذهبي تنوع په دوه اړخیز درناوي او منلو ټینګار کوي. کثرت پالنه هڅه کوي داسې ټولنه رامینځته کړي چیرې چې خلک وکولی شي د توپیرونو سربیره په سوله او همغږي کې ژوند وکړي.
 پلورالیزم، چې په یوناني کلمه کې ریښه لري او د تعدد او ګڼوالي د منلو معنی لري، په مختلفو برخو لکه دین، کلتور، سیاست، اخلاقو او اقتصاد کې د بحث وړ دې. په انګلیسي کې، “ism” د مکتب په معنی او    “plural”  د تعدد معنی لري؛  له همدې امله، پلورالیزم کثرت پالنې او تعدد ته اشاره کوي. دا مکتب په دې باور دی چې هیڅ یوه نظریه، ایډیولوژۍ او لیدلوری په یوازیتوب سره پر حقه نه دې، بلکه ټول کولی شي سم وي.
 دیني پلورالیزم یا کثرت پالنه د پلورالیزم یو له مهمو ډولونو څخه دې چې د دین په برخه کې کثرت پالنې ته اشاره کوي. د دې لیدلوري په باور په نړۍ کې ټول دینونه او مکتبونه سم دي او هر یو انسان ته د دنیا او آخرت خوشالي او نېکمرغي وربښي.
 جان هیک، د عیسوي الهیاتو دینپوه فیلسوف او کشیش، په معاصره نړۍ کې د دیني کثرت پالنې له مخکښانو څخه ګڼل کیږي. جان هیک د جنوري په  20، 1922 کال کې د انګلستان په یورکشیر کې زیږیدلی. هغه د عندیه او سوفسطایانو مکتب بیا راژوندی کړ او د کثرت پالنې تر عنوان لاندې یې معرفي کړ. هیک او نورو فیلسوفانو چې د وحیې له منهج څخه لرې والی غوره کړ، د بشري ټولنې د ستونزو د حل په لټه کې وو او یو داسې مکتب یې بیا راژوندی یا اختراع کړ چې د ځینو منتقدینو په وینا، د بشري ټولنې لپاره ترټولو لوی درد او ناروغۍ کیدی شي. دا نیوکه د دې انګیرنې پر بنسټ ولاړه ده چې کثرت پالنه ممکن د ګډو معیارونو د نشتوالي او د ډیر نسبتیت لامل شي، کوم چې کولی شي د ګډو ارزښتونو او ډله ییز هویت د کمزورتیا لامل شي.
ادامه لري…
Previous Articleعلامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه څلوېښتمه برخه)
Next Article معتزله (نهه شپېتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.