لیکوال: "ابوعائشه"
د مريم عليها السلام په کيسه کې راغلي چې هغې په غيرموسم کې بېلابېلې مېوې خوړلې.
د کرامت اثبات په عقل او شرع سره عيانا: د مريم عليها السلام حمل، په غير فصل کې هغې ته د هر ډول مېوې رسېدل. دا هغه خارقالعاده شيان دي چې معجزه نه ګڼل کېږي، ځکه چې د معجزې شرايط په کې نشته. له مريم عليها السلام سره د زيات رزق شتون يو له هغو څيزونو څخه دی چې معمولاً د عادت خلاف ګڼل کيږي او دا پخپله د اولياو د کرامت ثبوت دی.
الله تعالی په کهف سورت کې د مؤمن او موحد ځوانانو يوې ډلې کېسه يې کړې ده او فرمایي: «أم حسبت أن أصحاب الكهف والرقيم كانوا من آياتنا عجبا إذ أوى الفتية إلى الكهف فقالوا ربنا آتنا من لدنك رحمة وهيئ لنا من أمرنا رشدا فضربنا على آذانهم في الكهف سنين عددا ثم بعثنهم لنعلم أي الحزبين أحصى لما لبثوا أمدا…»؛
علامه عضالدین ایجي په «کتاب المواقف» کې لیکي: «اصحاب کهف چې خدای تعالی مصیبتونو څخه يې درې سوه کاله یا زیات وساتله، د امت د علماو په اجماع سره په پیغمبرانو کې نه شمیرل کیږی؛ ځکه چې په دې کېسه کې ذکر شوي امور معجزې نه دي او د معجزې یو شرط دا دی چې معجزه د نبوت له ادعا او تحدي سره يو ځاي وي.«
Previous Articleدیني پلورالیزم «کثرتپالنه» (څلورمه برخه)
Next Article د جهميې فرقه «ډله» (درېيمه برخه)