لیکوال: ابو رائف
استعمار (اتمه برخه)
کار او عمل ته هڅونه او د کسالت او سستۍ غندنه:
د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو او سپارښتنو له مخې کوښښ، هڅه، کار کول او زیار ایستل ځانګړي اهمیت لري او د وزګارۍ، تنبلۍ او عجز غندنه شوې؛ په دې اړوند په اسلامي سرچینو او مصادرو کې زیات شمېر آيتونه او حدیثونه شتون لري چې مؤمن انسان کار، خوځښت او زیار ایستلو ته هڅوي او له بې کارۍ او عزلت څخه یې راګرځوي.
د کار او عمل موضوع، طبیعي قانون دې چې الله تعالی په ځمکه کې د هر ژوندي موجود روزي په هغه پورې تړلی ده؛ ځکه چې هر ژوندی موجود فعالیت او خوځښت ته اړ دې؛ نو د تعجب ځای به نه وي چې دغه موضوع د روزي ترلاسه کولو لومړنی بنسټ وګڼو؛ او یاده مسئله په ټولو اقتصادي او رباني نظامونو کې د لومړني اساس په توګه پیژندل کیږي.
الله تعالی فرمایلي دي: «یا ایها الانسان انک کادح الی ربک کدحا فملاقیه»؛ (ای انسانه! ته د رب په لاره کې ډیرې هڅې کوې او بلآخره د هغه سره به لیدنه وکړې)؛ په بل ځای کې فرمایي: «هوالذی جعل لکم الارض ذلولا فامشوا فی مناکبها و کلوا من رزقه و الیه النشور»؛ ( الله هغه ذات دې چې ځمکه یې ستاسو لپاره ارامه کړه ترڅو د هغې په لوړو او ژورو کې ګام پورته کړئ او د خدای له رزق څخه وخورئ او یوازې د الله په وړاندې نشر کیږئ)؛ همدارنګه فرمایي: «هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعا»؛ ( الله هغه ذات دې چې پر ځمکه ټول شیان یې ستاسو لپاره پیدا کړي).
دغه آیتونه د حلالې ګټې او روزي په ګټلو کې پر هلو ځلو او کوښښ او خوځښت صراحتا دلالت کوي او له وزګارۍ او ګوښه والي څخه منع کوي.
د مؤمن انسان د کار او فعالیت لارې او برخې:
۱- د ثمرې اخیستنې برخه: په دې برخه کې هر هغه مورد داخلیږي چې د بیلابیلو کرنیزو او حیواني مختلفو تولیداتو څخه ګټه ترلاسه شي.
۲- د استخراج او اکتشاف برخه: په دې برخه کې هر هغه عمل داخل دې چې د هغه شیانو د ترلاسه کولو سبب شي چې الله تعالی د ځمکې په هره څنډه، غرونو، سیندونو او وچو کې په ودیعت پریښي دي؛ لکه د ښکار لپاره هڅه، د ځنګلونو له ونو څخه ګټه اخیستل، د کانونو استخراج، د کیماوي موادو استخراج، د اوبو او نفتو استخراج او …
۳- د تولید او جوړښت برخه: په دې برخه کې هر هغه شی چې لومړنی شکل او بڼه یې په مختلفو موادو،شکلونو او صورتونو تبدیل شي او انسانانو ته د ګټې رسولو سبب شي، داخلیږي.
۴- د خصوصي یا عمومي او دیني او دنیوي برخه: په دې برخه کې سوداګریز، اداري، لارښوونې، ښوونه او روزنه، حراست او ساتنه، دفاع، صیانت، لیږد او رالیږد او … داخلیږي.
۵- د علمي او فني بحث برخه: په دغه برخه کې د علمي او فني بحثونو لپاره فارغیدل چې د اسلامي امت د پرمختګ او دایمي مخکیوالي سبب کیږي، شامل دي.
یادې برخې، تر ټولو مهمې کاري زمینې او برخې دي چې مؤمن او مسلمان شخص باید په دغو برخو کې نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره کړي.
د اقتصادي فعالیتونو بدله دنیوي او اخروي ده:
د اقتصادي فعالیتونو د اخروي بدلې د اصل رعایت د «دنیا د اخرت کښت دې» شعار سره، له یوې خوا کولای شي د سالمو اقتصادي فعالیتونو تر ټولو قوي انګیزه وګڼل شي او له بلې خوا د الهي عدل نظام د پلې کیدو، او د ایماني او اخلاقي اړیکو د پیاوړتیا او د انساني ترحم د اصل د خپرولو لپاره تر ټولو لوی پړاو دې؛ الله تعالی فرمایلي دي: «الذین آمنوا و هاجروا و جاهدوا فی سبیل الله بأموالهم و انفسهم اعظم درجة عندالله و اولئک هم الفائزون»؛ ( هغه کسانو چې ایمان راوړی او مهاجر شوي دي او د الله تعالی په لاره کې یې په سر او مال سره جهاد کړی، د الله تعالی په وړاندې د لوړ مقام او منزلت څخه برخمن دي او هغوی د دنیا او اخرت نیکمرغه او خپلو موخو ته رسیدونکي کسان دي».
د انساني سالم فطرت سره د هغو همغږي:
د اسلام اقتصادي نظام د نظریاتو او تیوریو د خصوصیاتو له څیړنې څخه په ډاګه واضح کیږي چې د ټولنې د مادي او معنوي غوښتنو تلفیق او نښلول، د مقید مالکیت د ټولو ډولونو په رسمیت پېژندل، د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د حلال او حرامو ویشنه لکه: تولید، توزیع او مصرف، معنوي او مادي اړتیاوو ته د پام کولو د اصل رعایت، په منځلارو محدودیتونو د شغل او دندې د ټاکلو حق، په توزیع او د بازار په کنټرول او څارنه کې لاس وهنه، د سود، احتکار او د دوکې او فریب غندنه او منع کیدل د فطري غوښتنو او انساني ټولنو د خصوصیاتو سره سمون او همغږي لري او د پورته مواردو نه په نظر کې نیول، بیلابیلې ناخوالې او ټولنیزې ناوړه کړنې له ځان سره لري.
پورته موارد د اسلامي اقتصاد د ځانګړتیاوو او صفتونو لنډیز و چې کولای شي د بشري ټولنو د ودې او اقتصادي پرمختګ د تضمینولو سره په نړۍ کې مالې انډول او تعادل رامنځته کړي.
اما له بده مرغه استعمارکوونکي هیوادونه د اقتصادي حقیقتونو په بالعکس ښودنو او د اسلام اقتصادي سیسټم او د هغه مالي نظام ته په پیغور ورکولو، د اسلامي امت نسلونه د اسلامي زده کړو او لارښوونو په وړاندې بدبینه کوي او پر اسلامی نړۍ د ولکې او استعمار په لاره کې کوښښ او هلې ځلې کوي.
ډاکټر «عبدالرحمن حبنکه المیداني» لیکي: «د اسلامي اقتصاد د ځانګړتیاوو او صفتونو د څیړنې په ترڅ کې پوهیږو چې اسلامي نظام د بې شمیره ګټو او ښیګڼو لرونکی دې، د دې ترڅنګ اسلامي اقتصاد له تیري، ظلم، دښمنۍ او فساد څخه پاک او مبراء دې».
ادامه لري…