اسماعیل پاشا د مصر په بېلابېلو برخو کې له ۳۰ څخه ډېرې شانداره ماڼۍ جوړې کړې، لکه اسکندریه، جیزه، صعید او د نیل ډیلتا. هغه د عابدین ماڼۍ بیا ورغوله څو د زاړې قلعه ځای ونیسي او د دولت مرکز شي، د الجزیره ماڼۍ یې د امپراتریس اوژني د میلمهتوب لپاره جوړه کړه، د قبه ماڼۍ یې د خپل ولیعهد لپاره جوړه کړه، او پر دې سربېره یې د بوسفور په غاړه هم یوه شانداره ماڼۍ جوړه کړه. دا ماڼۍ د نړۍ پر ګرانبیه شیانو او نایابو سوغاتونو سینګار شوې وې.
واکمن، خو د خپل ولس لپاره نه
اسماعیل پاشا په سیاسي ډګر کې د بهرنیانو لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې کړې. اروپایي شرکتونو ته یې ځانګړي امتیازات ورکړل، ګډې محکمې (محاکم مختلط) یې جوړې کړې، او د مصري قاضیانو ترڅنګ یې بهرني قاضیان مقرر کړل څو بهرني وګړي وکولای شي خپل حقوق خوندي کړي. د بریتانیا او فرانسې پالیسۍ یې تعقیبولې، حال دا چې دا دواړه استعماري ځواکونه په مصر کې یو د بل سیالان وو.
د سویز کانال پلور، هغه معامله چې مصر یې پر ګونډو کړ
اسماعیل پاشا په پای کې پر بریتانیا د سویز کانال د سهم د پلورلو له لارې د مصر خپلواکۍ ته سخت زیان ورساوه. بریتانیا، چې دا معامله یې یو ستراتیژیک اقدام باله، ژر تر ژره د سهم بیه ورکړه. له بلې خوا، د سویز کانال شرکت د فرانسې تر کنترول لاندې و، چې دې حالت مصر د استعماري قدرتونو د سیالۍ په میدان بدل کړ.
د بهرنیو څارونکو راتګ، د استعماري تسلط پیل
اسماعیل پاشا اروپایي څارونکو ته اجازه ورکړه چې د دولت حسابونه وڅېړي، بودیجه یې تر نظر لاندې ونیسي، او بالاخره د مصر اقتصاد تر خپل واک لاندې راولي. هغه آن دوو اروپایي وزیرانو – یو انګریزی او بل فرانسوی – تو په خپله کابینه کې ځای ورکړ، او هغوی ته یې د حکومتي پرېکړو د ردولو «ویتو» کولو صلاحیت ورکړ. د دې حکومت په سر کې د نوبار پاشا په نوم یو ارمني و، چې د بریتانیا په پلوی مشهور و.
د دغو سیاستونو په پایله کې مصر عملاً د اروپایي قدرتونو تر اقتصادي او سیاسي ولکې لاندې مستعمره شو. مالي بحرانونو او د پورونو زیاتوالي د مستقیمې استعماري مداخلې لپاره زمینه برابره کړه، او بالاخره مصر د استعمار تر اسارت لاندې راغی (کفاح الشعب، ج۱، ص ۱۴۱-۱۵۶).
په مصر کې فکري ویښتیا، له اصلاحغوښتنې تر فکري انقلابه
په هماغو ورځو کې چې مصر له اقتصادي بحرانونو او د بهرنیانو له نفوذ سره لاس او ګرېوان و، سید جمالالدین اسدآبادي د ۱۸۷۱ د دسمبر په ۱۳ / د ۱۲۸۸ هجري قمري د محرم په لومړۍ نېټه مصر ته داخل شو. اسماعیل پاشا، چې لا هم د واک په اوج کې و، په پیل کې د ده له اصلاحغوښتونکو افکارو هېڅ ډول خطر نه احساساوه. له همدې امله د مصر دولت له هغه تود هرکلی ورکړ، او د اسماعیل وزیر، ریاض پاشا کلنی معاش ورته وټاکه. دا اقدام چې په مصر کې بې سابقه و، د سید د علمي مقام د درناوي ښکارندوي کوله، خو په حقیقت کې دولت د ده له بالقوه فکري او سیاسي نفوذ څخه خبر و (عصر اسماعیل، ج۲، صفحه ۱۵۵، به نقل از کتاب حکیم مشرق زمین؛.
مصر د دوو قدرتونو تر منځ، له عثماني خپلواکي، خو په غرب پورې تړلتیا
په هغه وخت کې مصر د محمد علي د کورنۍ تر واک لاندې، ځان د عثماني امپراتورۍ څخه مستقل باله او نه یې غوښتل چې د عثماني سلطان تابع پاتې شي. خو له بلې خوا، اسماعیل پاشا د دې لپاره چې مصر اروپایي بڼه غوره کړي، ځان د لوېدیځو پانګوالو تابع کړی و. په داسې فضا کې، د سید جمالالدین شتون، چې د ویښتابه او د استعمار ضد نظریات یې درلودل، کولی شوای دوه بیلابیلې اغېزې ولري: له یوې خوا، هغه ددې ملاتړی و مصر له عثماني څخه خپلواکي واخلي، او له بلې خوا یې د بهرنیانو پر ضد نظریات د اسماعیل پاشا له اقتصادي او سیاسي پالیسۍ سره مستقیم ټکر درلود.