لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه
د ملي افکارو او وېښتابه نظریو ترویج
په مصر کې د سید جمال الدین د استوګنې په لومړیو کې د هغه افکار یوازې د معنوي او فرهنګي اصلاح رنګ درلود او مخامخ یې پر سیاست نیوکه نه کوله، هغه د ټولنیز معلم او مصلح په حیث فعالیت کاوه، تر څو عمومي پوهاوی زیات کړي.
خو په ۱۸۷۶ کال کې، په مصر کې له شدید اقتصادي ناورین وروسته، د هغه افکارو انقلابي رنګ خپل کړ او په همدې وخت کې یې د اروپایانو په نفوذ باندې مخامخ نیوکې پیل کړې او د مصر خلکو ته یې خبرداری ورکړ، چې پر غرب د دوی مالي او سیاسي تکیه به مصر د استعمار لومې ته ورکش کړي.
سید جمال الدین افغان او د اسماعیل پاشا د حکومت ننګونې
د هغه تصور خلاف سید جمال الدین افغان په لومړیو کې د اسماعیل پاشا له حکومت سره مخامخ دښمني نه درلوده او د مصر د حکومت پر ځای یې د اروپایانو په لاسوهنو نیوکه کوله؛ خو د وخت په تېرېدو او د مصر د اقتصادي ناروین په پراختیا او د اروپایانو د لاسوهنو په ډېرېدو سره د سیدجمال الدین نظریو په نامستقیم ډول حکومت هم له ننګونو سره مخ کړ. ده خلکو ته ښوده چې باید له خپلو حقونو څخه خبر وي او حکومت ځان د هېواد مطلق مالک ونه ګڼي. دې تفکر د مطلقه حکومت سنتي بنسټونه ولړزول او نوي سیاسي حرکتونو ته یې لاره جوړه کړه.
پایله: له اقتصادي تړاو څخه تر ملي وېښتابه پورې
لکه څنګه چې د سید جمال الدین افغان تکړه شاګرد محمد عبده وايي، مصر په هغه وخت کې له نارویني حالت سره مخ وو، خلکو باور درلود چې نیکبختي او بدبختي یې د پادشاده په ارادې پورې تړاو لري او خلک د حکومت په وړاندې هېڅ حق نه لري؛ خو د سید جمال الدین تفکراتو دا باور بدل کړ او خلکو ته یې دا درک ورکړ چې حکومت مطلق مالکیت نه لري او باید ملت د خپلو حقونو لپاره ودریږي.
دا بدلون د هغه نهضت د پیل لامل شو چې وروسته یې د استعمار ضد او ملت پاله هڅو ته دوام ورکړ، که څه هم په نهایت کې د اسماعیل پاشا حکومت وپرځېد، خو استعمارګرو په مصر خپله سلطه پراخه کړه، خو د سید جمال الدین افغان کرل شوی تخم په اسلامي نړۍ کې د سیاسي او فکري بیداری مهم عامل وګرځېد.
د حاکمانو د ظلم په وړاندې د خلکو پوهاوی او بېداري
خلک په لومړیو کې نه پوهېدل، چې د دوی او حکومت ترمنځ اړیکه څه ډول ده، یوازې په دې پوهېدل چې دوی تابع او محکوم دي او باید د حاکمې طبقې امرونه او منهیات ومني. چا هم ځانته دا حق نه ورکاوه چې ازادانه خبرې وکړي او د هېواد د ادارې او اصلاح په اړه څه ووايي.
که چا داسې خبرې کولې، نو یا به تبعید کېده، مال او شتمنۍ به یې مصادره کېدل او یا به هم په مرګ محکومېدل. کله چې سید جمال الدین افغان مصر ته لاړ او د خلکو له مختلفو طبقو سره یې اشنايي پیدا کړه نو د خلکو په شیریانونو کې د احساس روح پوه شو، وېښتابه وخوځېده او غفلت پرده یې له غوږونو څخه لیرې شوه.
د اسلامي امت په وېښتابه کې د سید جمال الدین افغان اثر
دا نظر یواځې د امام محمد عبده نه دی، بلکې ټول هغه کسان چې سید جمالالدین افغان په اړه بحثونه کوي،
په یوه خوله وايي، چې مصر ته د سید جمال الدین افغان په ورتګ سره د هرې برخې طالب العلمان پرې راټول شول او د ده په اصلاحي دعوت په اسلامي هېوادونو کې د اسلامي اصولو، قواعدو او اجتماع ترمنځ توافق او یووالی ایجاد شو.
د دې خوځښتونو پایلې د انساني ژوند منظم کول او د عربي او نږدې شرق د هېوادونو د وضعیت د سمون لپاره هڅې وې او دا تفکرات د پراختیا په حال کې دي. دا خوځښتونه غواړي چې دا هېوادونه د استعمار له قید او استبداد څخه خلاص کړي او د ترقي لوړو پوړیو ته یې ورسوي.
د مصر په فکري بدلونونو کې د سید جمال الدین افغان نقش
د سید جمال الدین په اړه یوازې شرقي څېړونکي نه بلکه غربي پوهان هم د ده د رول په اړه ورته نظر لري. د مصر د دې تاریخي دورې په اړه – جورج کرک – وايي، چې مصر له پنځوس کلونو څخه را په دېخوا د اروپا تر اثر لاندې و او تعلیمي نظام یې هم اروپايي شوی و، خو یوازې د بڼې له اړخه او په ماهیت کې لا هم پخوانی و، دې کړنې د ځوانو اصلاح غوښتونکو یوه ډله صحنې ته را کش کړه، چې – افندي ـ بلل کېده، پر دوی د سیدجمال الدین د ازادۍ غوښتنې او اصلاح طلب فکر ژوره اغېزه کړې وه. نوموړی یو اصلاح غوښتونکی دعوتګر و او دا هیله یې درلوده، چې ټول اسلامي هېوادونه د اروپا له منګولو ازاد او د دوی شتمنۍ د اروپا له استثمار څخه خلاصې شي او غوښتل یې چې دا ټول هېوادونه د یوه اسلامي خلافت تر جنډۍ لاندې راټول شي.
د اسماعیل پاشا اصلاحات او د خلکو غبرګون
سید جمال الدین افغان له تبعید وروسته په ۱۸۷۱ کال کې مصر ته ورسېد او هلته یې اته کاله خلکو ته دعوت وکړ، د دې ترڅنګ د اسماعیل پاشا عامه چارې او برنامې چې د دولت په اړه یې وې او په تولید او تجارت کې یې مهم رول اداء کړ، خلکو ته ګټورې نه وې او عام خلک د مالیاتو تر دارنه بار لاندې شول، چې د ۱۸۶۱ کال په نسبت یې په ۱۸۷۵ کال کې پنځه برابر زیات مالیات اداء کړل او دې چارې د اسماعیل پاشا په وړاندې د خلکو کینه او بدبیني را وپاروله او دا ټول لاملونه یوځای او خلکو د حاکمې طبقې په وړاندې پاڅون وکړ او خلکو له اسماعیل پاشا څخه مخ واړاوه.
د سید جمال الدین افغان تر اثر لاندې د مصر په ادبیاتو او کلتور کې بدلون
استاد احمد امین په دې اړه وايي؛ په مصر کې د سید جمال الدین افغان استوګنې پر افکارو اثر وکړ او د مصر په ادبیاتو او کلتور کې ژور بدلون محسوس شو، له دې مخکې د مصر ادبیات د استوکراټانو (اشرافو) تر اثر لاندې وو او یوازې پکې د پادشاهانو او ځواک لرونکو خلکو ستاینې کېدې.
ادبیات د سندرو په شان یوازې د حاکمانو د خوشحالۍ او ساتېرۍ لپاره وو او هېڅ چا هم د یادې طبقې د ظلم په اړه څه نه ویل.
په هغه وخت کې له هېڅ یوه حاکم سره حساب او کتاب نه کېده، د خلکو مالونه غصب کېدل او چا چې دا مالونه مصرفول نو ستاینه به یې کېده.
خو مصر ته د سید جمال الدین په ورتګ سره نوموړي ادبیات د خلکو د خدمت او دفاع لپاره وکارول او د هغوی حقونه یې پکې بیان کړل، خلکو ته یې پوهاوی ورکړ، ظلم یې وغانده او غوښتنه یې وکړه، چې نور د تیارو پر لور لاړ نه شي.
د خلکو د ازادۍسندره او د خلکو حقونه
سید جمال الدین افغان له خلکو وغوښتل چې د حاکمانو له جزاګانو ونه وېریږي او باید په دې پوه شي، چې حاکمان د دوی پر سر ځواکمن دي، هغه د خلکو د اخېستل شوو حقونو او خوښیو د بیا اخېستلو هڅه کوله او په دې ترتیب سره په مصري ادبیاتو کې نوی بدلون را څرګند شو او له دې وروسته به ادیبانو د حاکمانو د ستایلو پر ځای د خلکو د حقونو دفاع کوله او د حکامو د مسؤلیت په اړه به یې لیکنې کولې. دا نوې سندره او نغمه وه، چې مسلمانان یې له استبدادي عصر څخه وروسته عصر سره اشنا کړل.
د سید جمال الدین نوی تفکر او تربیتي فلسفه
احمد امین یو بنسټیز سوال مطرح کوي، هغه دا چې کومه نوې مفکوره او تازه فکر چې د سید جمالالدین شاګردانو د خپل استاد له مجلسه ترلاسه کړ، باور یې پرې وکړ او بیا یې هغه په عمل کې پلی کړ. دی دا نوښت څېړي او د هغې بنسټیزې ځانګړنې څرګندوي. زما له نظره د دې نوښت تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د ژوند ټول علمي او عملي اړخونه یې له یو مرکزي محور سره وتړل. دا بېلابېل عناصر نه یواځې دا چې یو بل ته قوت ورکوي، بلکې د یوه ګډ هدف تر چتر لاندې منظم او همغږي کېږي او یو ټولیز انسجام رامنځته کوي.
په دې ډول لیدلوري کې، دا تصور ناشونی ښکاري چې انسان دې داسې فلسفي ژوند ولري چې عام او خصوصي اړخونه یې دې یو له بله بېل او خپلواک وي. برعکس، دا اړخونه باید له یو بل سره تعامل ولري او په ګډه یو همغږی او منسجم یووالی رامنځته کړي. که دا هدف پلی شي، انسان یوه واقعیت لیدونکي لیدلوري ته رسېږي او له دردناکو شکونو او فکري سرګردانیو څخه ځان خلاصولی شي. هغه د همدې فکري دریځ له مخې دا وړتیا پیدا کوي چې سم له ناسمه او ګټه له زیانه سره جلا کړي او وپوهېږي چې کوم کار باید وکړي او له څه شي ځان وساتي. دا واقعبینه لیدلوری د یو څراغ حیثیت لري، چې د هغه د ژوند لارې ته رڼا وربښي.
په مصر کې د سید جمال الدین افغان د تدرېس بڼه
د همدې ژور درک او بصیرت پر اساس سید جمال الدین افغان په مصر کې خپلو شاګردانو ته درس ورکاوه، هغه د خپلو ښوونو د پراختیا لپاره له هر ممکنې وسیلې استفاده کوله او په خپل کور کې یې منظمې درسي ناستې درلودې. دا علمي ناستې د ګڼ شمېر محصلینو او د پوهنتون د زده کړیالونو د پام وړ وې.
په دې علمي ناستو کې به سید جمال الدین د فقهې او یا هم فلسفې متن لوست او بیا یې به یې د هغه په رڼا کې خپل افکار شرحه کول او له دې سبک څخه به یې د خپلې ادبي او سیاسي رایې د ترویج لپاره کار اخېست او کله به یې هم د مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه ویناوې کولې.
محمد عبده د سید جمال الدین افغان دوه درسونه موږ ته را نقل کړي، چې یو یې د تعلیم او تربیې په اړه دی او دوهم یې د صنعت په اړه.