شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټايښودونکي (گورو نانک) ژوند ته کتنه د سیک مذهب بنسټايښودونکی گورو نانک و، چې په ۱۴۶۹ میلادي کال کې د پنجاب ایالت اړوند د «تلوندی» په کلي کې زېږېدلی و. هغه په یوه نسبتاً بېوزله کورنۍ کې را لوی شو. د هغه پلار د کلي د یوه مسلمان زمیندار د مالي چارو مباشر و. دغه زمیندار، د نانک د پلار د وفادارۍ او د کورنۍ د بېوزلۍ له امله، له هغوی ملاتړ کاوه. کله چې یې د نانک هوښیارتیا او تیزهوشي ولیدله، نو ځانګړې پاملرنه یې ورته وکړه. نانک له ماشومتوبه له زدهکړو سره مینه درلوده او خپلې لومړنۍ زدهکړې یې پیل کړې. هغه فارسي، سنسکریت او پنجابي ژبې زده کړې وې. نوموړي شاعرانه طبیعت درلود، کلهناکله به یې شعرونه ویل. سربېره پر دې، هغه د وینا په برخه کې هم ځانګړی توان درلود او د روښانه او اغېزمنې ژبې خاوند و. سره له دې استعدادونو، نانک یو ګوشهنشین شخصیت درلود او له ټولنیزو اړیکو سره یې خاصه لېوالتیا نه درلوده. دا ځانګړنه یې د کورنۍ، په ځانګړې توګه د پلار د اندېښنې سبب شوې وه. پلار یې هڅه وکړه چې نانک کوم کار ته وهڅوي او له یوازیتوبه یې را وباسي. لومړی یې د یو څه مودې لپاره د شپانه دنده ور وسپارله، بیا یې د ګدام مسؤل کړ، خو نانک له دې کارونو سره علاقه و نه ښودله. نانک شاوخوا د شل کلنۍ په عمر واده وکړ او له دغه واده څخه دوه اولادونه وزېږېدل. د نانک د خور مېړه، د سلطانپور ښار د واکمن په دربار کې لوړ مقام درلود. هغه نانک ته بلنه ورکړه چې په دغه ښار کې کار وکړي، او وړاندیز یې وکړ چې د خزانې د مسؤل په توګه وګمارل شي. دا وړاندیز د واکمن لهخوا ومنل شو. هلته، نانک له یوه «مردانا» نومي مسلمان سره آشنا شو، چې د هماغه واکمن په دربار کې به یې خدمت کاوه. نانک د دیني سرودونو ویلو ته مخه کړه او داسې یو ځای یې جوړ کړ چې مسلمانان او هندوان به کولای شول په ګډه پکې ډوډۍ وخوري (موسوعة الملل والأدیان، ټوک ۲، مخ ۱۳۵). سره له دې، نانک هلته هم آرام و نه موند. ډېر ژر له خپل کار څخه ستړی شو او پرې یېښود. د ۱۵۰۰ میلادي کال په وروستیو کې، نانک سلطانپور پرېښود، څو یو صوفیانه او زاهدانه ژوند غوره کړي او د هغه دین تبلیغ پیل کړي، چې له یوې ځانګړې روحاني تجربې وروسته یې ترلاسه کړی و. دا روحاني تجربه هغه مهال ورته رامنځته شوه، چې په یوه ځنګل کې یې د سیند پر غاړه غسل کاوه؛ ناڅاپه ورک شو او یوه بلې نړۍ ته لاړ، هلته د خدای حضور ته وړاندې شو. په دې لیدنه کې، خدای نانک ته د اوبو یو جام ورکړ او ورته ویې فرمایل:«زه له تا سره یم. ته مې خوشبخته پیدا کړی یې. هر څوک چې ستا پیروي وکړي، هغوی به هم خوشبخته کړم. ولاړ شه، زما په نوم تبلیغ وکړه او خلک د خپلې لارې پیروي ته راوبوله. ځان له چټلو اوبو وساته، لمونځ، نیکي او تفکر ته ملا وتړه. دا جام مې له مینې او مهربانۍ درکړی دی.» په هماغه شېبه کې، نانک یوه دعا وکړه، چې وروسته د سیک مذهب د سهار دعا (صبحگاهی) وګرځېده. هغه په دې دعا کې وویل:«خدای یو دی، نوم یې حق دی، پیدا کوونکی دی، له ازله دی، زېږېدلی نه دی، په خپل ذات قائم دی، ستر، مهربان او تلپاتې دی.» (الأدیان الوضعیة، مخ ۳۱۲) نانک له درې ورځو غیبته وروسته له ځنګله راووت او د خپل پیغام تبلیغ یې پیل کړ. په دې لار کې، د هغه ملګری «مردانا» چې د نانک بلنه یې منلې وه، هم ملګری و. دوی دواړو د هند ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل، خو یوازې د پنجاب په سیمه کې یې دعوت بریالی شو، او ډېر کسان د «سیک» په نوم د دوی پیروان شول. د سیک لیکنو له موجودو قراینو ښکاري چې نانک د مغولي امپراتور «بابر» د یرغلونو شاهد پاتې شوی و، او د دغو جګړو پر مهال یې تبلیغي فعالیتونه بند شوي وو. داسې هم ویل کېږي چې یو چا نانک ته د «راوي» سیند پر غاړه یوه ټوټه ځمکه ورکړه، او هلته یې د «کارتارپور» په نوم یو کلی جوړ کړ. د سیک مذهب بنسټايښودونکی او ښوونکی گورو نانک د خپل عمر وروستۍ برخه همدلته تېره کړه او په ۱۵۳۸ میلادي کال کې همدلته وفات شو. له وفات مخکې، یې د «أنفادا» په نوم یو شاگرد خپل ځایناستی وټاکه او هغه یې د سیک مذهب دویم گورو اعلان کړ (هماغه، مخ ۳۱۲). نانک له اسلام سره د مینې ادعا درلوده، خو له بلې خوا یې له خپلو هندويي روزنو او ریښو سره هم ژور تړاو درلود. له همدې امله یې هڅه وکړه چې د دغو دوو دینونو ترمنځ د یووالي یو پل جوړ کړي او د هند په لویه وچه کې د یوه نوي دین بنسټ کېږدي. ځینې څېړونکي باور لري چې نانک اصلاً یو مسلمان و، خو وروسته یې د یوه نوي مذهب بنسټ کېښود. هغه د سیک مذهب لومړنی عبادتځای (معبد) په کارتارپور (اوسني پاکستان کې) جوړ کړ. تر وفات وړاندې یې په ۱۵۳۹ میلادي کال کې، خپل یو پیرو د ځایناستي په توګه وټاکه. نانک د هند د پنجاب ایالت په «دیره بابا نانک» ښار کې خاورو ته وسپارل شو. په دغه ځای کې یوه ردا (جامه) ساتل کېږي، چې ویل کېږي نانک پورې اړه لري. پر هغې د سورۀ فاتحه او د قرآن کریم څو نورې لنډې سورې لیکل شوې دي. له نانک وروسته، لس نور گوروګان د دې دین مشري ته ورسېدل، چې وروستی یې «گوبیند سینگ» (۱۶۷۵–۱۷۰۸) و. هغه د گوروګانو د لړۍ پای اعلان کړ. له دې وروسته، د سیک دیني مشران د «مهاراجه» په لقب پېژندل کېدل، چې تر ټولو مشهور یې «مهاراجه رانجیت سینگ» و، چې په ۱۸۳۹ میلادي کال کې وفات شو (الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب والأحزاب المعاصرة، ټوک ۲، مخ ۷۶۵). دوام لري… مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
دینونه سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD نور یی ولوله
دینونه سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD نور یی ولوله
دینونه د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (څلورمه او وروستۍ برخه)دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD نور یی ولوله