شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د سیک دین د رامنځته کېدو طریقه سیکیزم، د نورو دینونو او آیینونو په څېر، ډېره اوږده تاریخي مخینه نه لري، بلکې یو نوی دین دی چې نږدې ۵۰۰ کاله مخکې رامنځته شوی.دا دین د پنځلسمې پېړۍ د اختلافاتو محصول دی. په همدې پېړۍ کې، د هند په نیمه لویه وچه کې د خلکو ترمنځ ژور اختلافونه او ځانګړي کشمکشونه رامنځته شول. په هغه وخت کې، هند د دهلي د مسلمانو پاچاهانو تر واک لاندې و، او د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ مذهبي، طبقاتي او ټولنیز اختلافات ډېر ژور وو. دې وضعیت د یوه اصلاح غوښتونکي او نوي حرکت د رامنځته کېدو لپاره مناسب بستر برابر کړ. په منځنیو پېړیو کې، هند د هندوییزم د “کاست” (ټولنیزو طبقو) د سخت نظام لاندې ژوند کاوه، چې د ټیټو طبقو پر وړاندې ډېر تبعیض پکې کېده. همداراز، په همدې دوره کې صوفیانه اسلام هم د پراختیا په حال کې و، چې د مینې، توحید، مساواتو او عرفان پیغامونه یې خپرول.گورو نانک (۱۴۶۹–۱۵۳۹ زېږدیز) په یوه هندي کورنۍ کې زېږېدلی و، خو د اسلامي او صوفیانه افکارو تر اغېز لاندې هم و. نانک له پیل راهیسې د توحید، یوازیني خدای پرستۍ، او د انسانانو ترمنځ د یووالي پیغام خپور کړ. هغه داسې ښوونې وړاندې کړې چې هدف یې د دینونو ترمنځ د دیوالونو راپرځول و. لاندې موارد د سیک دین د رامنځته کېدو له مهمو عناصرو څخه دي: ۱. د هر ډول مذهبي او طبقاتي تبعیض ردول: گورو نانک ټینګار کاوه چې ټول انسانان برابر دي.۲. توحید (د یوه خدای پالنه): دا یو داسې مفهوم دی چې هم له اسلامي صوفیانه فکر او هم له ځینو هندي فلسفو سره همغږی لري.۳. دیني او فرهنګي ترکیب: د سیک دین له اسلامي طریقو (لکه توحید او له خالص نیت سره عبادت) او له هندو طریقو (لکه کارما او تناسخ) څخه الهام اخیستی، خو خپل ځانګړی جوړښت یې هم درلود. د دینپېژندنې په برخه کې مشهور امریکایي لیکوال او څېړونکی جان بي. نوس (John B. Noss) د سیک د دین د رامنځته کېدو په اړه وايي: «هغه عوامل ډېر وو چې د سیک د دین د راټوکېدو زمینه یې برابره کړه. له مهمو عواملو څخه د وخت پېښو، سیاسي او ټولنیزو بحرانونو، او د هندوییزم له زوال سره د دیني اړتیاوو د نه پوره کولو یادونه کولی شو. د ډېرو له نظره، هندوییزم د وخت په اوږدو کې د جګړو او بحرانونو پر وړاندې خپلو پیروانو ته همغږي نه شي بښلی، لکه څرنګه چې باید یې بښلې وای.د بېلګې په توګه، کله چې په لسمه زېږدیزه پېړۍ کې هند د سلطان محمود غزنوي تر یرغل لاندې راغی، سره له دې چې د مسلمانانو شمېر د هندوانو په پرتله کم و، خو مسلمانانو بری ترلاسه کړ، او بالاخره په یوولسمه پېړۍ کې د شمال لوېدیځ هند ډېری برخې د مسلمانانو تر واک لاندې راغلې.دې ماتې او ورته پېښو د ژور فکر اړتیا راولاړه کړه. ځینو کسانو دا پایله واخیسته چې د مسلمانانو د بری مهم لامل د هغوی دیني عقیده وه، چې هغوی ته یې انګېزه، یووالی او مسؤلیتپذیري ورکوله. برعکس، هندو دین داسې عقیده نه لري چې خپلو پیروانو ته دا ډول انګېزه او یووالی ورکړي.په حقیقت کې، د هندو دین اصولو کې د طبقاتي نظام (کاست)، بتپالنې، د غوښې نه خوړلو (چې د جسماني کمزورتیا لامل کېږي)، د براهمنانو د مطلق حاکمیت او د دیني چارو انحصار په څېر مسایل موجود وو، چې دا ټول د ټولنیز تفرق، سستۍ او بالاخره د زوال لامل ګرځېدلي دي.» د «راماننده» (چې شاوخوا په ۱۴۰۰ز کال کې زېږېدلی) له ښوونو څخه د سیک دین بنسټايښودونکی ګورو نانک اغېزمن شوی و، او د هغه ارشد شاګرد داس کبیر د دې دین د را منځته کېدو یو بل مهم لامل ګڼل کېږي.د راماننده ارشد شاګرد کبیر (۱۴۴۰–۱۵۱۸ز) د هندو دین یو ستر مصلح و او د هندي تفکر پر تاریخ یې ژور اغېز پرېښی دی. کبیر د مسلمانو عالمانو د افکارو تر اغېز لاندې له توحید سره لېوالتیا پیدا کړه، او هغه عقیدې یې رد کړې چې له توحید سره په ټکر کې وې. هغه د بتانو د عبادت له امله هندوان وغندل او ویل یې چې الله تعالی تر دې غوره دی چې د ډبرې یا فلز په یوه مجسمه کې محدود شي او بندګان یوازې په ظاهري عباداتو، د کتابونو په تلاوت، زیارتونو ته په تګ، او نورو تشریفاتي مراسمو کې خپل مسؤلیت خلاص وبولي. ده ټینګار کاوه چې الله تعالی له بندګانو څخه د نفس پاکوالی، اخلاص، او د مینې پر بنسټ طاعت غواړي، چې همدا د انسان د بریا راز دی. کبیر هم د هندوانو او هم د مسلمانانو ملاتړو ته نیوکې کولې، او هغوی یې سپکمغز قشر باله. د کبیر مکتب، چې د اسلامي او هندويي ښوونو ګډوله وه، خپل پیروان پیدا کړل، چې وروسته د «کبیر پنتیها» (یعنې د کبیر پیروان) په نوم مشهور شول. له دغو کسانو څخه یو هم ګورو نانک و، چې د کبیر د افکارو تر ژور اغېز لاندې و. حتی وروسته تر دې چې د سیکانو مشري یې وکړه، هم د خپلو افکارو د بیانولو لپاره اکثر د کبیر له ویناګانو څخه استشهاد کاوه. د سیک دین د رامنځته کېدو کیسه د سیک دین د پېل په اړه یوه مشهوره کیسه روایت شوې ده: ګورو نانک په ځوانۍ کې یو پاک، هوښیار او فکرمند انسان و. د ۱۴۹۹ز کال په یوه ورځ ناڅاپه ورک شو. د هغه جامې د یوې ویالې په غاړه وموندل شوې، خو هر څومره چې خلک یې پسې وګرځېدل، دی ونه موندل شو. درې ورځې وروسته، نانک بېرته راڅرګند شو. په لومړۍ ورځ هېڅ یې نه ویل. که هر څومره پوښتنې به یې ترې کولې، چې چیرته و او څه پېښ شوي وو، خو غلی و. په دویمه ورځ یې خبرې پیل کړې او ویې ویل: «نه هندو دین او نه اسلام! نو زه به کومه لاره غوره کړم؟ باید د خدای لاره غوره کړم. خدای نه هندو دی نه مسلمان. یوازینۍ سمه لاره د خدای لاره ده.» ګورو نانک وویل چې په دې درې ورځو کې د الله تعالی دربار ته وړل شوی و. هلته ورته یو جام ورکړل شو او ورته وویل شول: «دا جام د خدای د نوم له یاد څخه دی. ویې څښه، زه له تا سره یم، تا ته برکت درکوم او روزم دې. هر څوک چې ته یاد کړې، زه به له هغه سره یم. لاړ شه، زما په نوم خوښ اوسه او نورو ته هم دا لاره ور وښیه.» د سیکانو اصلي ټاټوبی د سیکانو اصلي ټاټوبی د هند په شمال لوېدیځ کې د پنجاب ایالت دی. البته د دې ایالت یوه برخه د هند او پاکستان د وېش وروسته د پاکستان برخه شوه.ننسبا د سیکانو لوی اکثریت د هند په پنجاب ایالت کې اوسیږي، او دا ایالت د سیکانو په سیمه مشهور شوی دی. پنجاب د کرنیزو چارو له مخې د هند له بډایو ایالتونو څخه شمېرل کېږي. زیاتره غنم د همدې ځای څخه هند ته برابرېږي، تر دې چې دا سیمه د “هند د غلې انبار” بلل کېږي. دا همداراز د هند لومړنی ایالت و، چې میکانیزه کرنه یې غوره کړه. د سیک آیین او د هغوی د پیروانو ځانګړنې ۱. سیکان زیارکښ خلک دي. دوی باور لري چې پرمختګ یوازې د زحمت له لارې ترلاسه کېږي، نو ځکه د هندوستان په کچه د زیارکښو خلکو په توګه پېژندل کېږي.۲. زیاتره سیکان په تجارت او کرنه بوخت دي، او په همدې توګه د ژوند نفقه ترلاسه کوي. دوی د هند په اقتصاد، سوداګرۍ او کرنه کې مهم رول لري.۳. سیکان فزیکي پلوه قوي بدن لري، او له نورو قومونو سره په پرتله ښه خوراک لري؛ له همدې امله په ځواکمن اندام مشهور دي.۴. دوی خپل ځانګړی فرهنګ، دودونه او مراسم لري. د جامو او طرز ژوند له مخې پېژندل کېږي.۵. سیکان د زړورتیا له امله مشهور دي، او همدا لامل دی چې “سینګ” (زمری یا سردار) لقب ورته ورکړل شوی.۶. د سیک دین ژمن پیروان پنځه ځانګړې نښې لري چې ټول د “ک” توري سره پیل کېږي (په پنجابي ژبه): • کَش (Kesh): اوږده او نه اصلاح شوي وېښتان • کَنگا (Kanga): لرګینه ږمنځ • کَرا (Kara): اوسپنیز لاسبند • کَچها (Kachera): ځانګړی لنډ پرتوګ • کرپان (Kirpan): توره یا خنجر۷. سخاوت د دوی له مهمو ارزښتونو څخه دی. په خپلو معبدونو کې خواړه (لنګر) په وړیا توګه وېشي.۸. ټول انسانان، پرته له نژاد، طبقه یا جنسیت، برابر ګڼي.۹. له خرافاتو، بتپالنې او بېبنسټه مناسکو سره سخت مخالفت لري.۱۰. د نشهيي موادو، شرابو، تنباکو او هر ډول زهري شيانو کارول منع دي.۱۱. دروغ، غیبت، لافې وهل، تور لګول او بېهوده خبرې منع دي.۱۲. له مېرمنې سره خیانت د دوی له ستر ګناهونو شمېرل کېږي. نارینه باید له خپلې مېرمنې سره وفادار وي.۱۳. سنتول (ختنه) د دوی له نظره منع عمل دی.۱۴. د مال او مادیاتو ته له زیاتې پاملرنې نه ملاتړ کوي؛ اعتدال ته ارزښت ورکوي.۱۵. پیروان باید د دنیا له کارونو لاس وانخلي نه، بلکې د اړتیا په اندازه د ژوند اسانتیاوې ترلاسه کړي، خو منزوي او راهبانه ژوند غوره نه بولي.۱۶. د راهبانو یا دیني مشرانو ځانګړې طبقه نه لري؛ دا دود د دوی مشر له منځه وړی.۱۷. تر واده مخکې یا له واده بهر هر ډول جنسي اړیکه سخت منع ده. دوام لري… مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه
دینونه سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD نور یی ولوله
دینونه د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (څلورمه او وروستۍ برخه)دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD نور یی ولوله
دینونه د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (درېیمه برخه)دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD نور یی ولوله