Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کمونیزم»د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 
کمونیزم چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

څلورمه برخه

د کمونېزم د لومړیو بنسټونو رامنځته کېدل او اصول یېپه مخکني یاداښت کې د لینن په ځینو نظریاتو بحث وشو، په دې بحث کې به یې په نورو نظریو بحث وشي.
مارکس د ګوندونو په اړه ډېره څه نه وو ویلي، ځکه د نوموړي په وخت (شلمه پېړۍ) کې احزابو مهم رول نه درلود. البته لینن بیا د خپل باور له مخې، چې په روسي کارګره طبقه کې سیاسي وېښتابه د استثمار تر مفهوم ډېر په ورو پراختیا پیدا کوي، نو د مخکښ حزب په اړه یې خپلې نظریې ته پراختیا ورکړه.
نوموړي په خپل کتاب (څه باید وشي؟) چې په ۱۹۰۲ کې لیکل شوی وايي، چې په سیاسي برخه کې ځینې تر نورو هغو ډېره پوهه لري او باید د سیوسیالېزم په لور د ټولنې د هدایت مسؤلیت په غاړه واخلي. له یوه مخکښ ګوند څخه داسې یو سیاسي روایت د افلاطون له هغو افکارو سره تشبیه شوی، چې له پاچاه څخه د فلاسفرانو د ملاتړ په اړه یې کړي دي، د دې ترڅنګ لینن د یاد ګوند په مخفي توب ټینګار درلود.
ځینې کسان چې د لنین له دریځونو څخه ملاتړ کوي، په دې باور دي، چې د لینن مطلوب مخفي ګوند د شلمې پېړۍ د تزاري استبداد په وړاندې یو اړین مورد وو، خو حقیقت دا دی، چې بلشویک ګوند — چې وروسته د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند بڼه یې خپله کړه — آن له واک ته رسېدو وروسته هم د خپل جوړښت ډېرې بنسټیزې ځانګړتیاوې هم بدلې نه کړې. په حقیقت کې، لنین په ۱۹۲۱ کال کې، یعنې د سلطنت تر نسکورېدو ډېر کلونه وروسته، د ګوند دننه لا هم د سخت انضباط غوښتنه وکړه. د لنین دا لیدلوری، چې یو کمونیستي ګوند باید نخبه‌محوره او پټ وي، د ده له تر ټولو مهمو سیاسي میراثونو څخه شمېرل کېږي.
د امپریالېزم په اړه د لینن نظریه دلته د پام وړ ده، ځکه پایله یې د مارکس د نظریې په تعقیب کې ژورې وې. دا نظریه د خوځښګرو له لوري په پرلپسې ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره پلي شوه، ان په داسې ځایونو کې هم چې مارکس خپله هم ناسم بلله.
د ۱۹۱۷ کال د لومړۍ نړۍوالې جګړې په اوږده خپاره شوي تحلیل کې لینن دا څرګنده کړه؛ چې امپریالېزم د پانګه والې تر ټولو د اوج ټکی دی.
د نړۍ سترو امپراطوریو نړۍ په خپل منځ کې وېشلې وه او د لینن په وینا؛ اوس یوازنی لار چې هر امپراطوري د نوي سرچینو او بازارونو د موندلو لپاره درلوده هغه د نورو امپراطوریو د مستعمراتو تسخیر وو.
لنین دا تلپاتي هڅه چې د قلمرو د پراخولو او زیاتې ګټې د لاسته راوړلو لپاره روانه وه، د اروپايي زبرځواکونو ترمنځ یې د لومړۍ نړیوالې جګړې بنسټ باله.
 د دې موضوع اړیکه له کمونېزم سره دا ده، چې لینن له خپلې نظريې څخه د بلشویکانو د واک نیولو د توجیه لپاره ګټه واخیسته، سره له دې چې پوهېده؛ د کلاسیکو مارکسیستي تحلیلونو له مخې، روسیه لا د یوه سوسیالیستي انقلاب لپاره چمتو نه وه.
لنین باور درلود چې روسیه — چې د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه یې د صنعتي کېدو لړۍ په چټکۍ سره پیل کړې وه، خو لا هم یې لویه برخه کرنیزه وه — چې د پانګوالو هېوادونو په لړۍ کې تر ټولو کمزوری حلقه ده. که دا زنځیر په همدې کمزوري ټکی کې وشلېږي، نو د نړیوال پانګوال نظام ټول جوړښت به وشړیږي. له دې وروسته به روسیه د هغو هېوادونو له‌خوا چې کافي پرمختللي دي، تر څو له پانګواله سیستم څخه سوسیالیزم ته لاړ شي، لکه انګلستان، فرانسه او جرمني، د نړیوال سوسیالیستي نظام مدار ته راکاږل شي.
د ۱۹۲۰ لسیزې په لومړیو کې څرګنده شوه، چې پانګه والي نظام نه نړیږي، خو بیا هم بلشوریکانو د قدرت سپارلو ته چې په ۱۹۱۷ کې یې ترلاسه کړی و، زړه ښه نه کړ. په دې ترتیب لینن په کلاسیکه مارکسیستي نظریې بنسټیز بدلون راوست.
بله مهمه نکته په کمونېزم کې د لینن کړنه دا وه، چې نوموړي د مارکس په نسبت د سوسیالېزم او کمونېزم ترمنځ واضح توپير ته قایل وو. مارکس دا داوړه اصطلاحات کله نا کله د یو بل پر ځای استعمالول، که څه هم سوسیالیزم یې د کمونېزم مقدمه بلله، خو لینن په څرګند ډول ویل، چې په سوسیالېزم کې باید د ثروت وېش د کمونېزم له اصولو سره متفاوت وي او دا اصل چې؛ له هر چا څخه یې د ځواک په کچه او هر چا ته د اړتیا په کچه، اصطلاح یې په سوسیالېزم کې دې اصطلاح ته چې؛ (له هر چا څخه د ځواک په اندازې او هر چا د کار په کچه) ته واوړله.
له دې توپیر څخه د دې لپاره کار اخیستل کېده، چې د کمونیستي هېوادونو ترمنځ د ځینو وختونو د پام وړ عوایدو توپیر توجیه شي. همداراز، لنین د مارکس په پرتله ډېر ټینګار درلود چې سوسیالیستي انقلاب وروسته باید یو پیاوړی دولت ژر تر ژره جوړ شي؛ داسې یو دولت چې وروسته د واک په ګدۍ کې د کمونیستانو لاس ته ولوېد.
سټالینېزم؛
دا رایجه ده، چې نظریې او افکار د ځانګړو افرادو په نومونو نومول کیږي، د نمونې په ډول په مسحیت، بودایزم، کنفوسیوسېزم، ډاروینېزم، مارکسېزم، بناپارټېزم، کېنزېزم او نورو بحثونو کې یې یادولای شو.
سټالین هم خپل اېزم لري او په یوه ذهني درک بدل شوی، چې معمولا منفي دی، خو سره له دې کله چې د سټالینېزم په اړه پوښتنه کیږي، نو هر څوک یې په اړه ځانګړی تعریف لري، نو په همدې اساس موږ د سټالینېزم په اړه ځانګړي اصطلاح لرو، خو یو او ځانګړی تعریف ورته نه لرو.
لینن د ۱۹۲۴ کال په جنوري میاشت کې ومړ، چې سمدستي د د رهبر ټاکنې لپاره د کمونېزم ناوړتیا ښکاره شوه.
د ۱۹۲۰ کال د لسیزې په وروستیو کې، سټالین چې ګرجستاني ټبری و، د رهبرۍ د ځایناستي په مبارزو کې یې د خپلو سیالانو لکه لېون تروتسکي پر وړاندې بری وموند. تر هغې مودې پورې سټالین د یوه منځ‌لاري او مصلحت‌پال شخصیت په توګه انځورېده او دا انځور یې له تروتسکي سره څرګند تضاد درلود، هغه تروتسکي چې یوه ځلېدونکې فکري څېره، خو اکثراً سرسخت او بې‌رحمه و. خو د سټالین دا مصلحت‌پال انځور په خپله یو ډول طنز و؛ ځکه چې کله یې واک پیاوړی کړ، نو د تاریخ له ظالمو دیکتاتورانو څخه یو شو.
که څه هم سټالین ژور تفکر نه درلود، خو بیا هم یې د کمونېزم په نظریه کې یوه څه ونډه لرله او کله به یې خپل کړنې د نیم‌نظري مفاهیمو له لارې توجیه کولې. د هغه تر ټولو مهم نظریاتي رول په کمونیزم کې؛ «په یوه هېواد کې د سوسیالیزم» د مفهوم دفاع وه، چې د ۱۹۲۵ او ۱۹۲۶ ترمنځ یې مطرح کړ. دا کوم ژور یا لرلید لرونکی مفهوم نه و، ځکه یوازې یې هغه تحولات توجیه کولای شول، چې په هغه وخت کې د شوروي اتحاد تر نامه لاندې د سیمې دننه پېښېده. دا مفهوم هم په اصل کې د سټالین خپله اختراع نه وه. سره له دې چې ده د ۱۹۲۴م کال په وروستیو کې یو څه مبهم اشاره ورته کړې وه، خو په حقیقت کې دا فکر د ده د یوه بل سیال، نیکولای بوخارین، چې رهبرۍ ته یو احتمالي نوماند و، وده ورکړه. یاده نظریه وه، چې سټالین د رسمي سیاست بڼه ورکړه.
د دې سیاست موخه یوازې دا نه وه چې په یوه هېواد کې سوسیالیزم رامنځته شي، بلکې هڅه یې دا وه چې دا کار په داسې هېواد کې وشي، چې پخپله ان لنین منلې وه چې دغه هېواد لا د سوسیالیستي نظام د منلو لپاره چمتو نه دی. له همدې امله، دا سیاست د کلاسیک مارکسیزم له دوو اساسي اصولو سره ټکر درلود. له بلې خوا، دا سیاسي مفکوره د تروتسکي د «دایمي انقلاب» له نظریې نه ډېره د شوروي وګړو د پاملرنې وړ وګرځېده؛ ځکه چې ډېری خلک له جګړو او انقلابونو ستړي شوي وو او ثبات یې غوښته.
 «په یوه هېواد کې سوسیالیزم» نظریه، وروسته د سټالین د نورو مهمو تګلارو د توجیه لپاره هم وکارول شوه او دا تګلارې بیا د کمونیستي نظامونو د اصلي ځانګړتیاوو په توګه وپېژندل شوې. دغو ځانګړتیاوو کې د دولت لخوا د صنعتي کېدو د پلان ترتیب او د ځمکو او کرهڼې شراکت وو. که څه هم دا بحث شته چې د سټالینېزم دوې نورې ځانګړنې – یعنې د دولت تر مشرۍ لاندې پراخ وېره خپرول او د رهبر شخصیت ته د فرقې بڼه ورکول – د کمونیزم د نظریې برخې وې او که نه، خو په ډېرو نورو هېوادونو کې دا دواړه د عملي کمونېزم د مهمو نښو په توګه څرګندې شوې.
دوام لري…
مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه
Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)
Next Article سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

اړوند منځپانګې

نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (درېیمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته وېشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه څلورمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه ویشتمه برخه احیاء علوم…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD12 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.