شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp ليکوال: شکران احمدي قرآن، د انسان د ژوند پروګرام (لومړۍ برخه) قرآن یوازینی الهى پیغام دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپل اصالت ساتلی او د تاریخ اوږده لاره یې په ښه او باعزته توګه تېره کړې او د وخت له هر ډول ناخوالو او لاس وهنو څخه یې ژغورلی دی. «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ»[1] ژباړه: پاته شو دا ذكر (قرآن)، دا موږ نازل کړيدى او موږ په خپله ددې ساتندويان يوو. قرآن یوازینی کتاب دی چې د انسان د شخصیت په جوړښت کې بنسټیز رول لوبوي، د هغه د کرامت ساتنه کوي او د انسانانو سربیره د ټولو مخلوقاتو حقوق په پام کې نیسي. هدف دا دی چې قرآن د ټولو ارزښتونو لرونکی دی او د انسان د ژوند په هره برخه کې لارښوونې لري. همدارنګه د قرآن دغه تعلیمات مقطعي او یو اړخیزه نه دي؛ بلکې د قیامت تر ورځې پورې به ځلیږي. قرآن د هدایت یو منشور دی چې وتوانېدل د خورا غیر متمدن او بې فرهنګه قومونو څخه پوهان او ټولنپوهان حوړ کړي چې د اخلاقو او کلتور له پلوه غوره نمونه وه. نو د اسلامي امت لپاره لازمه ده چې د خوښۍ اوج ته د رسېدو او د فردي او ټولنیزو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره قرآن ته رجوع وکړي. سریزه قرآن کریم د الله جل جلاله پیغام دی چې د بشریت د لارښوونې لپاره رالېږل شوی دی. په نړۍ کې ډېر کتابونه شته خو د قرآن مریم جامعیت ته هيڅ کتاب نشې رسېدلی. له دې نظره چې د کتاب لوستل له هغه څخه زده کول دي، په طبیعي ډول د هر کتاب ارزښت د هغه چا لپاره توپیر لري چې غواړي د ژوند په ټولو برخو کې د خپل شخصیت د جوړښت لپاره د کتاب محتوا تعقیب کړي، او په لومړي سر کې د کتاب د لیکوال مقام ډېر مهم دی او له الله جل جلاله څخه کوم لوی استاذ شتون لري چې قرآن یې کلام دی؟ قرآن هغه کتاب دی چې د کائناتو خالق په خپل ګران پیغمبر باندې د خلکو د لارښوونې او د هغوی د شخصیت جوړونې لپاره نازل کړی دی. لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ»[2]؛ ژباړه: او (دا د همغي شاهدۍ تيارى دى) چي موږ دغه كتاب پر تا نازل کړی دى، چي په ډاګه ښكاره د هر شي څرګندوونكى دى. او د هغو خلكو لپاره هدايت، رحمت او زيرى دى چي د امر منني غاړه یې ايښې ده. له همدې امله قرآن د نړۍ تر ټولو بشپړ کتاب دی او د انسان د شخصیت په جوړښت کې غوښنه او حیاتي رول لري. د قرآن تعلیمات او ښوونې یوې زمانې پورې ځانګړي نه دي. بلکه د قیامت تر ورځې پورې د ټولو خلکو لپاره نوي او ارزښتناک دي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ، لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ»[3]؛ ژباړه: “قرآن یو ارزښتناک او بې مثاله کتاب دی، قرآن ته له هیڅ اړخ او نقطې څخه هیڅ باطل نه متوجه کیږي، [نه په الفاظو او مفاهیمو کې یې غلطۍ او تناقض شته او نه د حقیقي علومو او د مخکینو او وروستنیو ریښتني اکتشافات د دې مخالفت کوي او نه د تحریف لاس لوړې څوکي ته یې رسيږي؛ ځکه چې] قرآن د الله تعالٰی له لوري نازل شوی چې په حکمت سره یې ستاینه شوې ده [او د هغه کړنې د حکمت پر بنسټ ولاړې دي او د زیاتې ستاینې وړ دي، په ریښتیا سره قرآن یو ارزښتناک کتاب دی چې هیڅ باطل نه شي کولای له هیڅ اړخ نه ورته متوجه شي. ځکه چې قرآن کریم د الله تعالی له لوري نازل شوی دی چې د حکمت او ستاینې وړ دی. د خلکو په هدایت کې د قرآن رول څرنګه چې قرآن د خدای کتاب دی او پرته له کومې لاسوهنې موږ ته رسیدلی، نو ویلای شو چې دا د انسان د هدایت او لارښوونې لپاره غوره وسیله ده؛ الله جل جلاله غوره ګڼي چي بندګان یې سمې لارې ته هدایت شي، له همدې امله يې په ډېرو ښکلو الفاظو سره د هدایت او په پاکه لاره د تللو امر وکړ او دا ټولې لارښوونې يې په دې ښکلي کتاب کې شاملې کړې او پېغمبرانو ته يې دنده وسپارله چې د هغه ښکلۍ کلام د خلکو غوږونو ته ورسوي؛ نو د نړۍ تر ټولو ښکلې وینا د تر ټولو عزتمند عالم، یعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا به د خلکو په زړونو کې اغیزمنه وی. د انسان په علمي زده کړه کې د قرآن رول دې ته په پام سره چې نن سبا انسانانو سترې علمي اکتشافات تر لاسه کړي دي، کله چې قرآن ته مراجعه وکړو، نو د دغو اختراعاتو او اکتشافاتو د لاسته راوړلو لاره او طريقه به په قرآن عظيم الشان کې پيدا کړو، چې علم او پوهې ته دومره اهميت ورکوي چي فرمايي: «قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ»[4]؛ ژباړه: ووایه: ایا هغه څوک چې [د خدای په اړه خپله دنده] پیژني د هغه چا سره برابر دي چې نه پوهیږي؟ [هیڅکله] یوازې هوښیاران [د دې او دوی ترمنځ توپیر پیژني او پند ترې اخلي]. همدارنګه په قرآنکریم کې ډېر داسې محتويات شته چې په څېړلو سره د علم یوه لا محدوده نړۍ تر لاسه کېږي. ډېر داسې مثالونه شته چې د نړۍ سترو پوهانو د قرآن عظیمیت او جامعیت منلی او قرآن یې د علمي کتاب په توګه منلی دی. د ښوونې او روزنې په جوړښت کې د قرآن رول له شخصي روزنې نیولې تر ټولنیزې روزنې پورې هر څه د قرآن په رڼا کې ممکن دي؛ لکه څرنګه چې په ډېرو ځايونو کې يې د مور او پلار او مشرانو د احترام او نرمۍ امر کړی دی، الله تعالی فرمايي: «فَلاَ تَقل لهُمَآ أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لهُمَا قَوْلًا کَرِیمًا»[5]؛ ژباړه: مور او پلار ته د “اُف” خبره مه کوه او پر هغوی چیغې مه وهه، هغوی له ځانه مه شړه او له هغوی سره په درناوې خبرې وکړه. اسلام چې قرآن د نجات بنسټ ګڼي، علم او سواد ته ډېر اهمیت ورکوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر د جګړې اسیران د مسلمانانو د سواد زده کړې په بدل کې ازاد کړل او همدارنګه د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې د الهي وحی حامل دی، له زانګو څخه تر قبره پورې د علم د زدکړي سپارښتنه کړې. ادامه لري… [1] . الحجر: 9. [2] . نحل:89. [3]. فصلت: 42/41. [4]. الزمر: 9. [5]. اسراء:22.
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله