Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»دفاعي جهاد
اسلام شنبه _9 _مارچ _2024AH 9-3-2024AD

دفاعي جهاد

A.MoslehBy A.Mosleh۱ څرگندون
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
دفاعي جهاد
لیکوال: د. اسامه جوهري
دفاعي جهاد
له دفاعي جهاد او مبارزې څخه موخه دا ده چې تېری د کافرانو له لوري وي او مسلمانان دفاعي حالت غوره کړي، چې هم په فردي بڼه شونی دی او هم په ټولنیزه بڼه؛ د دفاعي جهاد فردي بڼه له خپل مال، عزت او کور څخه ساتنې ته شاملېدای شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: عن سعيد بن زيد، عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: «من قُتِلَ دُون مَالِهِ فهو شَهيدٌ، ومن قُتِلَ دُون أهْلِهِ، أو دُونَ دَمِهِ، أو دُون دِيْنِهِ فهو شَهيدٌ» ژباړه: څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شو شهید دی، څوک چې د خپل اهل، وینې (ځان) او دین په دفاع کې ووژل شو شهید دی.
د دفاعي جهاد ټولنیز صورت دا دی چې کله په یوه اسلامي هېواد باندې کافران تېری وکړي او د مسلمانانو خاورې ته په زور سره داخل شي، په دې صورت کې د هغې سیمې په مسلمانانو باندې جهاد او د اشغال کوونکو په وړاندې فزیکي مبارزه او له خپلې خاورې څخه دفاع کول پرې فرض عین ګرځي.
دا په اسلام کې د دفاعي جهاد تصور او مفهوم دی، اوس که موږ ددې مفهوم او جهاد منطقي او عقلي اړخ ته ځیر شو نو له شک پرته چې په ټولو عقلي او منطقي معیارونو برابره مبارزه ده، په همدې اساس د نړۍ په ټولو هېوادونو کې له ځان، مال او کورنۍ څخه د دفاع لپاره له جبري لارو د کار اخیستلو قانوني اجازه شته، د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي یو پنځوسمه ماده هم یاده مبارزه معقوله او د هر انسان حق ګڼي:
Nothing in the present Charter shall impair the inherent right of individual or collective self-defense if an armed attack occurs against a Member of the United Nations, until the Security Council has taken measures necessary to maintain international peace and security. Measures taken by Members in the exercise of this right of self-defense shall be immediately reported to the Security Council and shall not in any way affect the authority and responsibility of the Security Council under the present Charter to take at any time such action as it deems necessary in order to maintain or restore international peace and security .
يعنې کله چې د ملګرو ملتونو یو غړی هیواد، د وسله برید او تیري (تعرض) موخه وګرځي په یوازې یا ډله ییزه توګه د ځان نه تر هغه وخته پورې دفاع کولای شي چی امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنیت د راوستلو په موخه مناسب اقدامات تر لاس لاندې ونیسي .
آن د لویدیځ هېوادونه د نړۍ په نورو هېوادونو کې د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره هم له همدې مادې څخه د خپل تېري د جواز لپاره استدلال کوي، په دې توګه چې دا زموږ لپاره ممکن ګواښ جوړېدای شي او موږ د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې په اساس له خپل ځان څخه دفاع کوو. ځینې وختونه بیا لویدیځ د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره جعلي دفاعي حالت جوړوي او داسې ښکاروي چې ګویا دوی په دفاعي حالت کې قرار لري، د دې لپاره امريکا يوه ځانګړې قاعده او قانون جوړ کړی چې National security strategy of the United States of America ورته وایي، د دې قانون په اساس امريکا چې هر وخت، هر چېرې او د هر چا په خلاف چې وغواړي او یا داسې وانګېري چې یوه ډله یا یو هېواد د امريکا د سلامتيا لپاره ګواښ دی، نو امريکا د هر راز سیاسي او پوځي اقدام کولو حق لري، مشهور آمريکايي سیاست پوه نوم چومسکي دې قانون په اړه ليکي:
دا راپور عجيب او په دنيا کې د قوت کارولو ترهګريزو نظرياتو باندې راڅرخي، دا راپور د ملګرو ملتونو د (دفاعي جګړې) له قانون سره هيڅ سروکار نه لري، د دې راپور مطابق امريکا به په نړۍ حکومت کوي او د دې حکومت په لار کې که هر څوک مزاحم واقع کېږي که څه هم خيالي وي امريکا يې له حقيقي جوړېدلو څخه مخکې له منځه وړي .
له خپلې خاورې او هېواد څخه دفاع او د یرغلګرو له منګولو څخه یې خلاصول د مسلمانانو لپاره دفاعي جهاد ګڼل کېږي، نړیوالو قوانینو هر هېواد ته دا حق ورکړی چې د تېري او اشغال په صورت کې له خپلې خاورې او هېواد څخه وسلواله دفاع کولای شي. که په نړۍ کې د خاورې آزادي او خپلواکي نه وای او یا هم له خپلې خاورې څخه د دفاع مسئلې شتون نه لرلای نو نړۍ به اوسنی شته حالت نه درلود، بلکې د ډېرو هېوادونو انسانان به د استعمار ښکار ګرځېدلي وای، ځکه که بیا کوم قوم یا هېواد په بل قوم او هېواد باندې برید کاوه نو په وړاندې به یې مقاومت نه کېده، په پایله کې به مظلوم او اشغال شوی هېواد له منځه وړل کېده او ظالم هېواد به لا هم پیاوړی کېده او په همدې توګه به یې د خپل ځواک او پیاوړتیا لپاره نور هېوادونه نیول چې په پایله کې به یې میلیونونه انسان وژل شوي وای، نو دا چې ددې هر څه مخه نیول شوې لامل یې له خاورې او هېواد څخه د دفاع د فکر او انګېزې موجودیت دی. ځکه چې د خپل ځان د بقاء لپاره کار او هڅه کول د انساني فطرت غوښتنه ده، له همدې امله هېڅ هېواد هم په آسانۍ سره په بل هېواد باندې د تېري هڅه نه کوي؛ لنډه دا چې که د تشدد او زورزیاتي په وړاندې په ځواک او تشدد سره د ځواب ویل نه وای نو پایلې به یې لا ډېرې ګواښونکې او زړه بوږوونکې وای، په همدې اساس د نړۍ ډېرو قومونو او هېوادونو د خپلو ځمکو او خپلې خاورې د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره ستر ستر انقلابونه کړي او په دې لاره کې یې ډېرې قربانۍ او سر ښندنې هم کړي دي، امریکایانو د امریکا د خپلواکۍ لپاره جګړه کړې وه خو کله یې چې په ویتنام برید وکړ او غوښتل یې چې ویتنام تر خپلې ولکې لاندې راولي نو ویتنامیانو هم له خپلې خاورې دفاع وکړه او د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې. خو له بده مرغه چې د پخوانیو پېړیو په پرتله ددې پېړۍ استعمار توپیر لري، ځکه پخوا به دا زهر د زهرو په نوم په مستقیم ډول ورکول کېدل خو اوس دا زهر د خوږو په نوم او په خوږو کې پېچل شوي ورکول کېږي، پخوا به غلا، غصب، چور او چپاول په خپلو اصلي نومونو تر سره کېدل خو اوس یادې چارې د بشردوستۍ او انسانیت په نوم تر سره کېږي.
دا چې اسلام هم د دولت لپاره خپل ځانګړی نظام لري نو د همدې نظام په چوکاټ کې یې خپلو لارویانو ته له خپل هېواد، خاورې او ناموس څخه د دفاع لپاره خپل ځانګړي اصول او قوانین وضع کړي چې د دفاعي جهاد په نوم ترې تعبیر کېږي، په معاصره نړۍ کې چې هر دولت د دفاع په نوم ځانګړی وزارت (Defense Ministry) لري اصلي موخه یې له خپلې خاورې او نوامیسو څخه دفاع کول دي.
لنډه دا چې له خپل ځان، مال، خاورې، هېواد او ناموس څخه د دفاع لپاره له زور، ځواک او تشدد څخه کار اخیستل یوه منطقي او د نړۍ له ټولو اصولو او معیارونو سره برابره تګلاره ده، نو په اسلام کې هم دې چارې ته نه یواځې جواز ورکړل شوی بلکې فرض ګرځول شوې او د جهاد په نوم یادېږي.
Previous Articleولې ملحدین او سیکولران د عربي ژبې مخالفت کوي؟
Next Article قرآن، د انسان د ژوند پروګرام (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله

۱ څرگندون

  1. hasibullahsajad@gmail.com on شنبه _9 _مارچ _2024AH 9-3-2024AD 9:41 am

    د کلمات ټولنیزو دعوتي رسنیو پیاوړو دعوتګرو، الله تعالی مو کار او هڅو کې برکت واچوه، له ډېر وخته مې د داسې رسنۍ هيله وه، چې د اسلام اصیل فهم ټولنې ته وړاندې کړي. الحمدلله اوس مې دا هیله پوره شوه او ستاسو کارونو زما سترګې یخې کړې.
    حسيب الله سجاد
    کشر ليکوال او دعوتګر

    Reply
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه څلورمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه ویشتمه برخه احیاء علوم…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD13 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.